Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran * - Translations’ Index


Translation of the meanings Surah: Al-‘Ankabūt   Ayah:
فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوا اقْتُلُوْهُ اَوْ حَرِّقُوْهُ فَاَنْجٰىهُ اللّٰهُ مِنَ النَّارِ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟
د ابراهيم د قوم ځواب هغه لره چې کله يې چې هغوی ته امر وکړ چې يوازې د الله عبادت وکړي او له هغه پرته د بتانو عبادت پرېږدي يوازې دا و چې ويل يې: د خپلو معبودانو د مرستې په موخه هغه ووژنئ يا يې په اور کې وغورځوئ؛ نو الله هغه له اوره وژغوره، بېشکه په اور کې د هغه له غورځولو وروسته د هغه ژغورنه د هغو خلکو لپاره پند دی چې ايمان راوړي، ځکه همغوی دي چې له عبرتونو ګټه اخلي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَقَالَ اِنَّمَا اتَّخَذْتُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَوْثَانًا ۙ— مَّوَدَّةَ بَیْنِكُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۚ— ثُمَّ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ یَكْفُرُ بَعْضُكُمْ بِبَعْضٍ وَّیَلْعَنُ بَعْضُكُمْ بَعْضًا ؗ— وَّمَاْوٰىكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ ۟ۗۖ
ابراهيم عليه السلام خپل قوم ته وويل: تاسو بوتان په الوهیت سره نیولي عبادت یې کوئ،اوپه دې نږدې ژوند کې ستاسویودبل سره بیژندګلوي او مینه کول ددې په عبادت ولاړه ده، بيا به د قيامت په ورځ ستاسو ترمنځ دغه مينه له منځه ولاړه شي؛ نو د عذاب د ليدو پر مهال به مو ځينې له ځينو بېزاري کوي،اویوپه بل به بدوایي او ستاسو د ورتګ ځای چې ورګرځئ اور دی، او تاسو لره به مرستندويان نه وي چې د الله له عذابه مو وژغوري، نه به هغه بوتان ستاسو مرستندويان وي چې د الله پرته مو دهغې عبادت کړی او نه بل څوک.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَاٰمَنَ لَهٗ لُوْطٌ ۘ— وَقَالَ اِنِّیْ مُهَاجِرٌ اِلٰی رَبِّیْ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟
نو لوط عليه السلام ورته خپل ایمان ښکاره کړ ، او ابراهيم عليه السلام وويل: بېشکه زه مې خپل پالونکي ته د شام مبارکې ځمکې لوري ته هجرت کوم، بېشکه هغه داسې برلاسی دی چې څوک نه شي پرې برلاسي کېدلای، او څوک چې د هغه لوري ته هجرت کوونکی وي نه خواريږي، په خپل تقدير او تدبير کې د حکمت څښتن دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَوَهَبْنَا لَهٗۤ اِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ وَجَعَلْنَا فِیْ ذُرِّیَّتِهِ النُّبُوَّةَ وَالْكِتٰبَ وَاٰتَیْنٰهُ اَجْرَهٗ فِی الدُّنْیَا ۚ— وَاِنَّهٗ فِی الْاٰخِرَةِ لَمِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
او ابراهيم ته مو اسحاق او د هغه زوی يعقوب ورکړل، او په اولاد کې مو يې نبوت او د الله له لوري نازل شوي کتابونه ور په برخه کړل، او په دنيا کې مو پر حق د صبر کولو ثواب ورکړ چې اولاد مو يې نېک کړ او ستاينه مو ور په برخه کړه، او په آخرت کې به هغه ته د نېکانو بدله ورکول کيږي، او په دنيا کې چې څه ورکړل شوي د هغو له امله به په آخرت کې هغه څه ترې کم نه کړل شي چې کومه ښه بدله په آخرت کې ورته چمتو کړل شوې ده.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَلُوْطًا اِذْ قَالَ لِقَوْمِهٖۤ اِنَّكُمْ لَتَاْتُوْنَ الْفَاحِشَةَ ؗ— مَا سَبَقَكُمْ بِهَا مِنْ اَحَدٍ مِّنَ الْعٰلَمِیْنَ ۟
ای رسوله! در په ياد کړه لوط چې کله يې خپل قوم ته وويل: تاسو داسې يوه ناوړه ګناه کوئ چې له تاسو مخکې په مخلوقاتو کې هيچا نه وه ترسره کړې؛ نو تاسو لومړني هغه څوک ياست چې دغه ګناه مو رامنځته کړې ده چې روغ فطرت ترې نفرت کوي.
Arabic explanations of the Qur’an:
اَىِٕنَّكُمْ لَتَاْتُوْنَ الرِّجَالَ وَتَقْطَعُوْنَ السَّبِیْلَ ۙ۬— وَتَاْتُوْنَ فِیْ نَادِیْكُمُ الْمُنْكَرَ ؕ— فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوا ائْتِنَا بِعَذَابِ اللّٰهِ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟
آيا تاسو نارينه وو ته د هغوی د شا لخوا د شهوت پر ځای کولو لپاره ورتګ کوئ او د مسافرو لار شکوئ؛ نو هغوی پر تاسو د ناروا کړنې د وېرې له امله نه شي تېرېدلای، او په خپلو ناستو کې ناوړه کړنې کوئ لکه ځان لوڅول او په وينا او فعل د هغه چا آزارول چې پر تاسو تېريږي؟ نو د قوم ځواب يې هغه لره د هغه لخوا د نارواو څخه د منع کولو وروسته يوازې دا و چې ويل يې: د الله هغه عذاب پر موږ راوله چې ته مو پرې ډاروې که ته په هغه څه کې رېښتينی وې چې دعوی يې کوې.
Arabic explanations of the Qur’an:
قَالَ رَبِّ انْصُرْنِیْ عَلَی الْقَوْمِ الْمُفْسِدِیْنَ ۟۠
لوط عليه السلام د خپل پالونکي په رابللو سره د خپل قوم د ضد او د سپکاوي په توګه د هغوی له لوري د خپلو ځانو پر خلاف د عذاب غوښتنې وروسته وويل: ای زما پالونکيه! په ځمکه کې د ورانکاري قوم پرخلاف زما مرسته وکړه چې هغوی کوم کفر او ناوړه ګناهونه خپروي.
Arabic explanations of the Qur’an:
Benefits of the verses in this page:
• عناية الله بعباده الصالحين حيث ينجيهم من مكر أعدائهم.
د الله پاملرنه خپلو نېکو بندګانو ته يې چې د دښمنانو له مکر څخه يې ژغوري.

• فضل الهجرة إلى الله.
د الله لوري ته د هجرت فضيلت.

• عظم منزلة إبراهيم وآله عند الله تعالى.
د الله په وړاندې د ابراهيم او د هغه د پيروانو د مقام لوی والی.

• تعجيل بعض الأجر في الدنيا لا يعني نقص الثواب في الآخرة.
په دنيا کې د ثواب د يوې برخې په بيړه ورکړه دا معنا نه لري چې په آخرت کې به يې ثواب کم وي.

• قبح تعاطي المنكرات في المجالس العامة.
په عامه مجلسونو کې د ناوړه کارونو ترسره کولو بدوالی.

 
Translation of the meanings Surah: Al-‘Ankabūt
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran - Translations’ Index

Issued by Tafsir Center for Quranic Studies

close