Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

سبا

Purposes of the Surah:
بيان أحوال الناس مع النعم، وسنة الله في تغييرها.
له نعمتونو سره د خلکو د حالاتو بيان او د هغو په بدلولو کې د الله کړنلاره. info

external-link copy
1 : 34

اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ وَلَهُ الْحَمْدُ فِی الْاٰخِرَةِ ؕ— وَهُوَ الْحَكِیْمُ الْخَبِیْرُ ۟

ټول د کمال او د جمال صفتونه يوازې هغه الله لره دي چې ټول هغه څه چې په آسمانونو کې او ټول هغه څه چې په ځمکه کې دي په دې حال کې چې هغه پیداکړي او هغه یې مالک دی او دهغه د څارنې لاندې دي، او هغه پاک ذات لره په آخرت کې ستاينه ده، هغه په خپل پيدايښت کې مخلوق لره او هغوی ته په پوره پاملرنه کې حکمت والا دی، د خپلو بندګانو پر حالاتو ښه خبر دی، چې له هغه هيڅ شی هم نه شي پټېدلای. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• سعة علم الله سبحانه المحيط بكل شيء.
د الله د پوهې پراخي چې پر هرڅه چاپېره ده. info

• فضل أهل العلم.
د پوهې د څښتنانو فضيلت. info

• إنكار المشركين لبعث الأجساد تَنَكُّر لقدرة الله الذي خلقهم.
د مشرکانو له لوري د جسدونو د بېرته راپاڅولو څخه انکار کول د الله د هغه ځواک څخه انکار کول دي چې هغوی يې پيداکړي دي. info