Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran * - Translations’ Index


Translation of the meanings Ayah: (96) Surah: Al-Mā’idah
اُحِلَّ لَكُمْ صَیْدُ الْبَحْرِ وَطَعَامُهٗ مَتَاعًا لَّكُمْ وَلِلسَّیَّارَةِ ۚ— وَحُرِّمَ عَلَیْكُمْ صَیْدُ الْبَرِّ مَا دُمْتُمْ حُرُمًا ؕ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ الَّذِیْۤ اِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ ۟
حلال کړی الله تعالی تاسو لره ښکار د اوبو د حیواناتو، او هغه چې راويې غورځوي تاسو ته بحر ژوندی یا مړ فایده ده لپاره د هغه چا چې مقیم وي ستاسو نه یا مسافر وي چې د دې نه توخه واخلي، او حرام کړی یې دی په تاسو باندې ښکار د وچې ترڅو چې تاسو د احرام په حالت کې یاست د حج یا عمرې د ادا کولو لپاره، او وویریږئ د الله تعالی څخه په عملي کولو د هغه د اوامرو او په ځان ساتلو د هغه د نواهیو څخه، نو الله تعالی هغه ذات دی چې یواځې هغه ته تاسو واپس کیدلی شئ د قیامت په ورځ، نو تاسې لره به بدله درکړي ستاسو په عملونو.
Arabic explanations of the Qur’an:
Benefits of the verses in this page:
• الأصل في شعائر الله تعالى أنها جاءت لتحقيق مصالح العباد الدنيوية والأخروية، ودفع المضار عنهم.
د الله تعالی ددین په نښو کې اصل دا دې چې دا د بندګانو د دنیوي او اخروي مصلحتونو د تحقیق لپاره راغلي، او د هغوی نه د ضرر د دفع کولو لپاره راغلي.

• عدم الإعجاب بالكثرة، فإنّ كثرة الشيء ليست دليلًا على حِلِّه أو طِيبه، وإنما الدليل يكمن في الحكم الشرعي.
په ډیروالي باندې غره کیدل ندي پکار، ځکه چې ډیروالی د یو شي د هغه په حلالوالي او پاکوالي دلالت نه کوي، بلکه دلیل پټ وي په شرعي حکم کې.

• من أدب المُسْتفتي: تقييد السؤال بحدود معينة، فلا يسوغ السؤال عما لا حاجة للمرء ولا غرض له فيه.
د پوښتنه کوونکي د ادب نه دا دی چې: سوال یي محدود وي، نو نه دی جایز سوال د هغه څه چې د چا ورته ضرورت نه وي او نه يي پکې څه غرض وي.

• ذم مسالك المشركين فيما اخترعوه وزعموه من محرمات الأنعام ك: البَحِيرة، والسائبة، والوصِيلة، والحامي.
د مشرکانو د طریقو بدي بیانول؛ په هغه څه کې چې هغوی د ځان نه جوړ کړي او ګمان یې کړی چې دا حرام دي لکه: بحیرة، سائبة، وصیلة او حامي.

 
Translation of the meanings Ayah: (96) Surah: Al-Mā’idah
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran - Translations’ Index

Issued by Tafsir Center for Quranic Studies

close