Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto Translation - Rowwad Translation Center

مریم

external-link copy
1 : 19

كٓهٰیٰعٓصٓ ۟

كهيعص [1]. info

[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده.
نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

التفاسير:

external-link copy
2 : 19

ذِكْرُ رَحْمَتِ رَبِّكَ عَبْدَهٗ زَكَرِیَّا ۟ۖۚ

دغه یاد دی ستا د رب د رحمت پر خپل بنده چې زکریا و. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 19

اِذْ نَادٰی رَبَّهٗ نِدَآءً خَفِیًّا ۟

کله چې یې اواز وکړ خپل رب ته په پټ اواز سره. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 19

قَالَ رَبِّ اِنِّیْ وَهَنَ الْعَظْمُ مِنِّیْ وَاشْتَعَلَ الرَّاْسُ شَیْبًا وَّلَمْ اَكُنْ بِدُعَآىِٕكَ رَبِّ شَقِیًّا ۟

ووېل: زما ربه! هډوكي مې كمزوري شوي او سر مې له ډېر زوړوالي (سپين) ځليږي، او زه خو له تا نه په غوښتنه كې اې زما ربه نامراده شوى هم نه يم. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 19

وَاِنِّیْ خِفْتُ الْمَوَالِیَ مِنْ وَّرَآءِیْ وَكَانَتِ امْرَاَتِیْ عَاقِرًا فَهَبْ لِیْ مِنْ لَّدُنْكَ وَلِیًّا ۟ۙ

او بې شکه زه ویریږم له دې خپلوانو (خپلو) چې زما نه وروسته دي (په دین باندې)، او ښځه زما هم شنډه ده؛ نو راوبخښه ما ته خاص له خپل طرفه څوک دین سمبالوونکی. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 19

یَّرِثُنِیْ وَیَرِثُ مِنْ اٰلِ یَعْقُوْبَ ۗ— وَاجْعَلْهُ رَبِّ رَضِیًّا ۟

چې وارث شي زما په دین کې او وارث شي د کورنۍ د یعقوب -علیه السلام- په دین کې، او وګرځوه هغه لره غوره. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 19

یٰزَكَرِیَّاۤ اِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلٰمِ ١سْمُهٗ یَحْیٰی ۙ— لَمْ نَجْعَلْ لَّهٗ مِنْ قَبْلُ سَمِیًّا ۟

(اواز وشو) ای زکریا! یقینا زیری درکوو تا ته په یو هلک چې نوم یې یحیی دی، نه دی ګرځولی موږ څوک مخکې له ده نه د ده هم نامی. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 19

قَالَ رَبِّ اَنّٰی یَكُوْنُ لِیْ غُلٰمٌ وَّكَانَتِ امْرَاَتِیْ عَاقِرًا وَّقَدْ بَلَغْتُ مِنَ الْكِبَرِ عِتِیًّا ۟

وویل (زکریا): ای ربه زما څرنګه به وي ما لره هلک او زما ښځه شنډه ده، او یقینا رسیدلی یم زه له زوړوالي نه ډیرې کمزورتیا ته. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 19

قَالَ كَذٰلِكَ ۚ— قَالَ رَبُّكَ هُوَ عَلَیَّ هَیِّنٌ وَّقَدْ خَلَقْتُكَ مِنْ قَبْلُ وَلَمْ تَكُ شَیْـًٔا ۟

وویل: همداسې ستا رب ویلي چي دا کار پر ما آسان دی؛ په داسې حال کې چې ته مې پخوا پیدا کړی یې هېڅ هم نه وې. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 19

قَالَ رَبِّ اجْعَلْ لِّیْۤ اٰیَةً ؕ— قَالَ اٰیَتُكَ اَلَّا تُكَلِّمَ النَّاسَ ثَلٰثَ لَیَالٍ سَوِیًّا ۟

وویل (زکریا -علیه السلام-): ای ربه زما! وګرځوه زما لپاره یوه ځانګړې نښه، وویل هغه: نښه ستا دا داه چې خبرې به نشې کولی له خلکو سره درې شپې او حال دا چې روغ به هم یې. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 19

فَخَرَجَ عَلٰی قَوْمِهٖ مِنَ الْمِحْرَابِ فَاَوْحٰۤی اِلَیْهِمْ اَنْ سَبِّحُوْا بُكْرَةً وَّعَشِیًّا ۟

نو خپل قوم ته له عبادت خونې څخه راووت، نو په اشاره ئې وویل هغوی ته چې تسبیح ووایاست سبا او بیګا. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 19

یٰیَحْیٰی خُذِ الْكِتٰبَ بِقُوَّةٍ ؕ— وَاٰتَیْنٰهُ الْحُكْمَ صَبِیًّا ۟ۙ

ای یحیی! کتاب (تورات) ټینګ ونیسه، او ورکړې وه موږ ده ته د دین پوهه په وړوکوالي کې. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 19

وَّحَنَانًا مِّنْ لَّدُنَّا وَزَكٰوةً ؕ— وَكَانَ تَقِیًّا ۟ۙ

او له خپل لوري مو خواخوږي او پاكي وركړې وه، او هغه پرهېزګار (سړى) و. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 19

وَّبَرًّا بِوَالِدَیْهِ وَلَمْ یَكُنْ جَبَّارًا عَصِیًّا ۟

او نیکي کوونکی و د مور او پلار سره، او نه و سرکښ او نافرمان. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 19

وَسَلٰمٌ عَلَیْهِ یَوْمَ وُلِدَ وَیَوْمَ یَمُوْتُ وَیَوْمَ یُبْعَثُ حَیًّا ۟۠

او سلام دی پر هغه په كومه ورځ چې هغه پيدا شو او په كومه ورځ چې هغه وفات شي او په كومه ورځ چې هغه ژوندى راپاڅول شي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 19

وَاذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ مَرْیَمَ ۘ— اِذِ انْتَبَذَتْ مِنْ اَهْلِهَا مَكَانًا شَرْقِیًّا ۟ۙ

او یاد کړه په دغه کتاب کې (کېسه د) مریم کله چې په څنګ شوه (لاړه) له کورنۍ خپلې هغه ځای ته چې (د کور په) ختیځه (ډډه) کې و. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 19

فَاتَّخَذَتْ مِنْ دُوْنِهِمْ حِجَابًا ۫— فَاَرْسَلْنَاۤ اِلَیْهَا رُوْحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرًا سَوِیًّا ۟

او له هغو نه پرده نيولې (ناسته وه)، نو هغې ته مو خپل روح (جبرائيل) ورولېږلو او هغه ورته بالكل د يو بشر په شكل ورڅرګند شو. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 19

قَالَتْ اِنِّیْۤ اَعُوْذُ بِالرَّحْمٰنِ مِنْكَ اِنْ كُنْتَ تَقِیًّا ۟

هغې وویل: یقینا زه له تا څخه پناه وړم رحمن ذات ته، که ېې ته د الله تعالی نه ویره کوونکی. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 19

قَالَ اِنَّمَاۤ اَنَا رَسُوْلُ رَبِّكِ ۖۗ— لِاَهَبَ لَكِ غُلٰمًا زَكِیًّا ۟

وویل (جبریل -علیه السلام-): یقینا زه رالیږل شوی (ملک) یم ستا د رب له خوا د دې لپاره چې تا ته یو پاک هلک درکړم. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 19

قَالَتْ اَنّٰی یَكُوْنُ لِیْ غُلٰمٌ وَّلَمْ یَمْسَسْنِیْ بَشَرٌ وَّلَمْ اَكُ بَغِیًّا ۟

وویل (مریم -علیها السلام-): څنګه به زما هلک وي؟! او حال دا دی چې لاس نه دی لګولی زما سره هېڅ انسان او نه زه بدکاره یم. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 19

قَالَ كَذٰلِكِ ۚ— قَالَ رَبُّكِ هُوَ عَلَیَّ هَیِّنٌ ۚ— وَلِنَجْعَلَهٗۤ اٰیَةً لِّلنَّاسِ وَرَحْمَةً مِّنَّا ۚ— وَكَانَ اَمْرًا مَّقْضِیًّا ۟

جبریل -علیه السلام- ورته وویل: همداسې به ته يې، ستا رب ویلي دا کار په ما باندې اسان دی، او له دې لپاره چې ویې ګرځوو له خپل لوري خلکو ته رحمت، او دا داسې کار دی چې له مخکې یې پریکړه شوې. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 19

فَحَمَلَتْهُ فَانْتَبَذَتْ بِهٖ مَكَانًا قَصِیًّا ۟

نو حامله شوه (مریم) په ده (عیسی) سره نو په ډډه شوه سره له دغه (عیسی) یو لرې ځای ته. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 19

فَاَجَآءَهَا الْمَخَاضُ اِلٰی جِذْعِ النَّخْلَةِ ۚ— قَالَتْ یٰلَیْتَنِیْ مِتُّ قَبْلَ هٰذَا وَكُنْتُ نَسْیًا مَّنْسِیًّا ۟

د زوکړې درد دې لره د کجورې تنې ته راوستله، نو ویې ویل: های ارمان چې زه له دې وړاندې مړه وی او هیره شوی او له زړونو وتلې وای. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 19

فَنَادٰىهَا مِنْ تَحْتِهَاۤ اَلَّا تَحْزَنِیْ قَدْ جَعَلَ رَبُّكِ تَحْتَكِ سَرِیًّا ۟

پس اواز ورته وکړو (عیسی-علیه السلام-) د لاندې طرف د هغې نه: خپګان مه کوه یقینا پیداکړې ستا رب ستا نه لاندې یوه چینه. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 19

وَهُزِّیْۤ اِلَیْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسٰقِطْ عَلَیْكِ رُطَبًا جَنِیًّا ۟ؗ

او وخوځوه (وڅنډه) خپل ځان ته تنه د کجورې راوغورځوي به په تا باندې تازه تازه کجورې راشوکول شوې. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 19

فَكُلِیْ وَاشْرَبِیْ وَقَرِّیْ عَیْنًا ۚ— فَاِمَّا تَرَیِنَّ مِنَ الْبَشَرِ اَحَدًا ۙ— فَقُوْلِیْۤ اِنِّیْ نَذَرْتُ لِلرَّحْمٰنِ صَوْمًا فَلَنْ اُكَلِّمَ الْیَوْمَ اِنْسِیًّا ۟ۚ

نو خوره، او څښه او خپلې سترګې يخې كړه بيا كه كوم يو انسان دې وليده نو ورته ووايه چې ما درحمن له پاره روژه نذر منلې ده، له دې امله نن به زه له هېچا سره خبرې ونه كړم. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 19

فَاَتَتْ بِهٖ قَوْمَهَا تَحْمِلُهٗ ؕ— قَالُوْا یٰمَرْیَمُ لَقَدْ جِئْتِ شَیْـًٔا فَرِیًّا ۟

نو راوړ مریم -علیها السلام- هغه (خپل زوی) خپل قوم ته په خپله غیږه کې، وویل دوی: ای مریم! یقینا تا راتلل وکړل یو شي ډیر ناکاره ته. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 19

یٰۤاُخْتَ هٰرُوْنَ مَا كَانَ اَبُوْكِ امْرَاَ سَوْءٍ وَّمَا كَانَتْ اُمُّكِ بَغِیًّا ۟ۖۚ

ای خور د هارون! نه و پلار ستا سړی د بدې او نه وه مور ستا بد کاره. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 19

فَاَشَارَتْ اِلَیْهِ ۫ؕ— قَالُوْا كَیْفَ نُكَلِّمُ مَنْ كَانَ فِی الْمَهْدِ صَبِیًّا ۟

نو اشاره وکړه (مریم) هغه بچي ته، نو هغوی وویل: څرنګه خبرې وکړو موږ په زانګو کې له کوچني سره. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 19

قَالَ اِنِّیْ عَبْدُ اللّٰهِ ۫ؕ— اٰتٰىنِیَ الْكِتٰبَ وَجَعَلَنِیْ نَبِیًّا ۟ۙ

وویل (عیسی -علیه السلام-) چې بې شکه زه د الله بنده یم؛ ما ته یې کتاب راکړی او زه یې نبي ګرځولی یم. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 19

وَّجَعَلَنِیْ مُبٰرَكًا اَیْنَ مَا كُنْتُ ۪— وَاَوْصٰنِیْ بِالصَّلٰوةِ وَالزَّكٰوةِ مَا دُمْتُ حَیًّا ۟ۙ

او زه یې برکت مند ګرځولی یم هر ځای کې چې وم، او د لمانځه زکات سپارښتنه یې راته کړې څو چې زه ژوندی یم. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 19

وَّبَرًّا بِوَالِدَتِیْ ؗ— وَلَمْ یَجْعَلْنِیْ جَبَّارًا شَقِیًّا ۟

او (ګرځولی یم زه) نیکي کوونکی له مور خپلې سره اونه یې یم ګرځولی زه سرکښه بدبخته. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 19

وَالسَّلٰمُ عَلَیَّ یَوْمَ وُلِدْتُّ وَیَوْمَ اَمُوْتُ وَیَوْمَ اُبْعَثُ حَیًّا ۟

او سلام دی پر ما په هغه ورځ چې پیداشوی یم او په کومه ورځ چې به مړ کیږم او په کومه ورځ چې به ژوندی راپورته کیږم. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 19

ذٰلِكَ عِیْسَی ابْنُ مَرْیَمَ ۚ— قَوْلَ الْحَقِّ الَّذِیْ فِیْهِ یَمْتَرُوْنَ ۟

دغه دى د مريم زوى عيسى او دغه ده د هغه په باب هغه ريښتوني خبره چې په هغې كې خلك شك كوي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 19

مَا كَانَ لِلّٰهِ اَنْ یَّتَّخِذَ مِنْ وَّلَدٍ ۙ— سُبْحٰنَهٗ ؕ— اِذَا قَضٰۤی اَمْرًا فَاِنَّمَا یَقُوْلُ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ ۟ؕ

نه ښایې الله تعالی لره چې ودې نیسي بچی، پاک دی هغه د بچو نه، کله چې اراده وکړي د یو کار د کولو نو ووایي هغه ته وشه نو هغه وشي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 19

وَاِنَّ اللّٰهَ رَبِّیْ وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوْهُ ؕ— هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ ۟

او یقینا الله تعالی رب زما او رب ستاسي دی نو (یوازې) د هغه بندګي وکړئ، دا ده سمه نیغه لار. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 19

فَاخْتَلَفَ الْاَحْزَابُ مِنْ بَیْنِهِمْ ۚ— فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ مَّشْهَدِ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟

نو اختلاف وکړو ډلو د دوی ترمنځ (په باره د عیسی -علیه السلام-) کې، نو تباهي ده کافرانو لره د د لويې ورځې له حاضرۍ نه. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 19

اَسْمِعْ بِهِمْ وَاَبْصِرْ ۙ— یَوْمَ یَاْتُوْنَنَا لٰكِنِ الظّٰلِمُوْنَ الْیَوْمَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟

څه ډیر ښه اوریدنکي به وي دوی او څه ډیر ښه لیدونکي به وي دوی په هغې ورځې کې چې رابه شي دوی موږ ته، لیکن ظالمان خلک نن ورځ په ګمراهۍ ښکاره کې دي. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 19

وَاَنْذِرْهُمْ یَوْمَ الْحَسْرَةِ اِذْ قُضِیَ الْاَمْرُ ۘ— وَهُمْ فِیْ غَفْلَةٍ وَّهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟

او ووېروه دوی د پښېمانتیا له ورځې، کله چې د کارونو پرېکړه وشي، او دوی (اوس) په غفلت کې دي او ایمان نه راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 19

اِنَّا نَحْنُ نَرِثُ الْاَرْضَ وَمَنْ عَلَیْهَا وَاِلَیْنَا یُرْجَعُوْنَ ۟۠

یقینا موږ اخري مالکان یو د ځمکې او د هغه چا چې په ځمکه کې دي او یوازې موږ ته به را وګرځول شي دا ټول. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 19

وَاذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ اِبْرٰهِیْمَ ؕ۬— اِنَّهٗ كَانَ صِدِّیْقًا نَّبِیًّا ۟

او یاد کړه (ای پیغمبره! دې خلکو ته) په کتاب (قرآن) کې (کیسه د) ابراهیم، یقینا هغه ډیر ریښتیا ویونکی نبي و. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 19

اِذْ قَالَ لِاَبِیْهِ یٰۤاَبَتِ لِمَ تَعْبُدُ مَا لَا یَسْمَعُ وَلَا یُبْصِرُ وَلَا یُغْنِیْ عَنْكَ شَیْـًٔا ۟

کله چې وویل (ابراهیم) خپل پلار ته: ای زما پلار جانه! ولی د هغه چا بندګي کوې چې نه څه اوري او نه څه ویني، او نه له تا نه څه لرې کولی شي. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 19

یٰۤاَبَتِ اِنِّیْ قَدْ جَآءَنِیْ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَمْ یَاْتِكَ فَاتَّبِعْنِیْۤ اَهْدِكَ صِرَاطًا سَوِیًّا ۟

ای پلاره جانه! بې شکه ما ته هغه علم (وحې) راغلی چې تا ته نه دی راغلی، نو زما پېروي وکړه چې سمه لار در وښایم. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 19

یٰۤاَبَتِ لَا تَعْبُدِ الشَّیْطٰنَ ؕ— اِنَّ الشَّیْطٰنَ كَانَ لِلرَّحْمٰنِ عَصِیًّا ۟

ای پلار جانه! د شیطان عبادت مه کوه؛ بې شکه شیطان د رحمن ذات نافرمانه دی. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 19

یٰۤاَبَتِ اِنِّیْۤ اَخَافُ اَنْ یَّمَسَّكَ عَذَابٌ مِّنَ الرَّحْمٰنِ فَتَكُوْنَ لِلشَّیْطٰنِ وَلِیًّا ۟

ای پلاره جانه! بې شکه زه له دې ویریږم چې تا ته د رحمن ذات لخوا عذاب در ورسي، نو ته به د شیطان ملګری شې. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 19

قَالَ اَرَاغِبٌ اَنْتَ عَنْ اٰلِهَتِیْ یٰۤاِبْرٰهِیْمُ ۚ— لَىِٕنْ لَّمْ تَنْتَهِ لَاَرْجُمَنَّكَ وَاهْجُرْنِیْ مَلِیًّا ۟

وویل (پلار د ابراهیم) آیا ته زما د معبودانو (له عبادت) څخه مخ ګرځوونکی يې ای ابراهیمه! که (له دې) منع نه شوې نو خامخا به دې په تیږو وولم، او ما پریږده ډیره زمانه. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 19

قَالَ سَلٰمٌ عَلَیْكَ ۚ— سَاَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّیْ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ بِیْ حَفِیًّا ۟

وویل (ابراهیم -علیه السلام-) سلام (د رخصتۍ) دې وي پر تا، زر دی چې له خپل ربه نه تا ته بخښنه وغواړم، یقینا هغه پر ما ډیر مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 19

وَاَعْتَزِلُكُمْ وَمَا تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَاَدْعُوْا رَبِّیْ ۖؗ— عَسٰۤی اَلَّاۤ اَكُوْنَ بِدُعَآءِ رَبِّیْ شَقِیًّا ۟

زه له تاسي او هغو باطلو معبودانو ګوښه کېږم چې تاسي يې له الله پرته رابلئ، او زه به خپل رب رابلم، هيله ده چې زه د خپل رب په بلنه نا هیلی نه شم. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 19

فَلَمَّا اعْتَزَلَهُمْ وَمَا یَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ۙ— وَهَبْنَا لَهٗۤ اِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ ؕ— وَكُلًّا جَعَلْنَا نَبِیًّا ۟

هر کله چې هغه ګوښه شو له دوی نه او له هغه چا نه چې هغوی یې له الله پرته بندګي کوله؛ نو ورکړ موږ ده ته اسحاق (زوی) او یعقوب (لمسی)، او هر یو مو پیغمبر وګرځولو. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 19

وَوَهَبْنَا لَهُمْ مِّنْ رَّحْمَتِنَا وَجَعَلْنَا لَهُمْ لِسَانَ صِدْقٍ عَلِیًّا ۟۠

او وکړي و موږ دوی (دري واړو) ته خپل رحمتونه، او دوی لپاره مو د ریښتینې ژبې لوړ (یاد) ګرځولی و. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 19

وَاذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ مُوْسٰۤی ؗ— اِنَّهٗ كَانَ مُخْلَصًا وَّكَانَ رَسُوْلًا نَّبِیًّا ۟

او یاد کړه (ای پیغمبره! دوی ته) په کتاب (قرآن) کې (کیسه د) موسی -علیه السلام-، بې شکه چې هغه یو سوچه شوی رسول او نبي. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 19

وَنَادَیْنٰهُ مِنْ جَانِبِ الطُّوْرِ الْاَیْمَنِ وَقَرَّبْنٰهُ نَجِیًّا ۟

او اواز ورکړی و موږ هغه ته د طور غره له ښي اړخ څخه، او نږدې کړی مو و د رازدار په توګه. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 19

وَوَهَبْنَا لَهٗ مِنْ رَّحْمَتِنَاۤ اَخَاهُ هٰرُوْنَ نَبِیًّا ۟

او په خپلې مهربانۍ سره مو هغه ته ورور يې هارون چې نبي و، (مرستيال) ور وبخښلو. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 19

وَاذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ اِسْمٰعِیْلَ ؗ— اِنَّهٗ كَانَ صَادِقَ الْوَعْدِ وَكَانَ رَسُوْلًا نَّبِیًّا ۟ۚ

او یاد کړه (ای پیغمبره! دوی ته) په کتاب (قرآن) کې (کیسه د) اسماعیل -علیه السلام-، یقینا هغه ډیر ریښتونی و په وعده کې او رالېږل شوی نبي و. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 19

وَكَانَ یَاْمُرُ اَهْلَهٗ بِالصَّلٰوةِ وَالزَّكٰوةِ ۪— وَكَانَ عِنْدَ رَبِّهٖ مَرْضِیًّا ۟

او ده به خپل اهل (قوم یا امت) ته په لمانځه او زکات امر کاوه، او د خپل رب په نزد غوره کړی شوی و. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 19

وَاذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ اِدْرِیْسَ ؗ— اِنَّهٗ كَانَ صِدِّیْقًا نَّبِیًّا ۟ۗۙ

او یاد کړه (ای پیغمبره! دې خلکو ته) په کتاب (قرآن) کې (کیسه د) ادریس -علیه السلام- یقینا هغه ډیر ریښتیا ویونکی نبي و. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 19

وَّرَفَعْنٰهُ مَكَانًا عَلِیًّا ۟

او پورته کړی و موږ دې لره لوړ مقام ته. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 19

اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ اَنْعَمَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ مِّنَ النَّبِیّٖنَ مِنْ ذُرِّیَّةِ اٰدَمَ ۗ— وَمِمَّنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوْحٍ ؗ— وَّمِنْ ذُرِّیَّةِ اِبْرٰهِیْمَ وَاِسْرَآءِیْلَ ؗ— وَمِمَّنْ هَدَیْنَا وَاجْتَبَیْنَا ؕ— اِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُ الرَّحْمٰنِ خَرُّوْا سُجَّدًا وَّبُكِیًّا ۟

دا هغه کسان دي چې الله تعالی پرې انعام کړی له پیغمبرانو څخه د ادم -علیه السلام- له اولادې، او د هغه چا څخه چې موږ د نوح -علیه السلام- سره په کښتۍ کې سپاره کړي وو، او د اولادې د ابراهیم -علیه السلام- او اسرائیل (یعقوب -علیه السلام-) څخه، او د هغه چا څخه چې موږ ورته هدایت کړی او غوره کړې مو (په پیغمبرۍ سره) دي، کله چې دوی ته د رحمن ذات آیتونه بیانیدل، پریوتل به دوی سجده کوونکي ژړا کوونکي. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 19

فَخَلَفَ مِنْ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ اَضَاعُوا الصَّلٰوةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوٰتِ فَسَوْفَ یَلْقَوْنَ غَیًّا ۟ۙ

خو له دوى وروسته يې داسې ځاى ناستو ځاى ونيو چې لمونځ يې ضايع كړ او هوسونو پسې ولاړل نو زر به له بد انجام سره مخ شي. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 19

اِلَّا مَنْ تَابَ وَاٰمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَاُولٰٓىِٕكَ یَدْخُلُوْنَ الْجَنَّةَ وَلَا یُظْلَمُوْنَ شَیْـًٔا ۟ۙ

مګر هغه چا چې توبه وویستله او ایمان يې راوړ او نیک عمل یې وکړ پس دغه کسان به جنت ته ننوځي او پر دوی به هېڅ ظلم نه شي کیدلی. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 19

جَنّٰتِ عَدْنِ ١لَّتِیْ وَعَدَ الرَّحْمٰنُ عِبَادَهٗ بِالْغَیْبِ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ وَعْدُهٗ مَاْتِیًّا ۟

د همېشه اوسېدو هغه جنتونه چې رحمن يې خپلو بندګانو سره په غيبو وعده كړې ده، او يقيناً د هغه وعده راتلونكې ده. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 19

لَا یَسْمَعُوْنَ فِیْهَا لَغْوًا اِلَّا سَلٰمًا ؕ— وَلَهُمْ رِزْقُهُمْ فِیْهَا بُكْرَةً وَّعَشِیًّا ۟

دوى به هلته چټي خبره نه اوري، پرته (له سلامه) او هلته به د دوى لپاره سهار او ماښام خپله روزى وي. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 19

تِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِیْ نُوْرِثُ مِنْ عِبَادِنَا مَنْ كَانَ تَقِیًّا ۟

دا هغه جنت دى چې موږ يې له خپلو بندګانو نه، (صرف) متقيانو ته په ميراث وركو. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 19

وَمَا نَتَنَزَّلُ اِلَّا بِاَمْرِ رَبِّكَ ۚ— لَهٗ مَا بَیْنَ اَیْدِیْنَا وَمَا خَلْفَنَا وَمَا بَیْنَ ذٰلِكَ ۚ— وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِیًّا ۟ۚ

او (جبريل وويل) موږ ستا د رب له امر پرته، هسې نه راكوزېږو، هغه ته هغه هم معلوم دي چې زموږ مخې ته دي او څه چې زموږ شاته دي او څه يې چى ترمنځه دي او ستا رب هېرونكى نه دى. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 19

رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا فَاعْبُدْهُ وَاصْطَبِرْ لِعِبَادَتِهٖ ؕ— هَلْ تَعْلَمُ لَهٗ سَمِیًّا ۟۠

د اسمانو، زمكې او هغو شيانو رب دى چې ترمنځه يې دى نو هماغه ولمانځه او په عبادت يې ټينـګ اوسه آيا د هغه كوم هم (سيال) درته معلوم دى؟ info
التفاسير:

external-link copy
66 : 19

وَیَقُوْلُ الْاِنْسَانُ ءَاِذَا مَا مِتُّ لَسَوْفَ اُخْرَجُ حَیًّا ۟

او وايې انسان (کافر) کله چې زه مړ شم نو آیا بیا به ژوندی راویستلی شم؟! info
التفاسير:

external-link copy
67 : 19

اَوَلَا یَذْكُرُ الْاِنْسَانُ اَنَّا خَلَقْنٰهُ مِنْ قَبْلُ وَلَمْ یَكُ شَیْـًٔا ۟

آیا انسان ته نه دي یاد چې یقینا موږ له دې مخکې پیدا کړی و او دې هیڅ نه و. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 19

فَوَرَبِّكَ لَنَحْشُرَنَّهُمْ وَالشَّیٰطِیْنَ ثُمَّ لَنُحْضِرَنَّهُمْ حَوْلَ جَهَنَّمَ جِثِیًّا ۟ۚ

نو ستا په رب دې قسم وي چې دوى او شيطانان به ټول راغونډ كړو او بيا به يې په ګونډو جهنم نه راچاپېر كړو. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 19

ثُمَّ لَنَنْزِعَنَّ مِنْ كُلِّ شِیْعَةٍ اَیُّهُمْ اَشَدُّ عَلَی الرَّحْمٰنِ عِتِیًّا ۟ۚ

بيا به له هرې ډلې نه هر هغه راوباسو چې د رحمن (ذات) په مقابل كې زيات سركښ وي. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 19

ثُمَّ لَنَحْنُ اَعْلَمُ بِالَّذِیْنَ هُمْ اَوْلٰی بِهَا صِلِیًّا ۟

بيا موږ په هغو كسانو دېر ښه پوه يو چې تر ټولو زيات په هغه كې د غورځېدو وړ وى. info
التفاسير:

external-link copy
71 : 19

وَاِنْ مِّنْكُمْ اِلَّا وَارِدُهَا ۚ— كَانَ عَلٰی رَبِّكَ حَتْمًا مَّقْضِیًّا ۟ۚ

او په تاسو كې هېڅوك داسې نشته چې هغه ته ورتلونكى نه وي، دا ستا د رب په غاړه يوه فيصله شوې خبره ده. info
التفاسير:

external-link copy
72 : 19

ثُمَّ نُنَجِّی الَّذِیْنَ اتَّقَوْا وَّنَذَرُ الظّٰلِمِیْنَ فِیْهَا جِثِیًّا ۟

بيا به موږ هغه كسان وژغورو چې ځان ساتنه (تقوا) يې كوله او ظالمان به په ګونډو غورځېدلي پكې پرېږدو. info
التفاسير:

external-link copy
73 : 19

وَاِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُنَا بَیِّنٰتٍ قَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا ۙ— اَیُّ الْفَرِیْقَیْنِ خَیْرٌ مَّقَامًا وَّاَحْسَنُ نَدِیًّا ۟

او كله به چې هغوى ته زموږ څرګند اّيتونه لوستل كېدل نو كافرانو به مومنانو ته ويل: له دې دواړو نه كومه يوه ډله د غوره حالت او شانداره مجلس والا ده؟ info
التفاسير:

external-link copy
74 : 19

وَكَمْ اَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِّنْ قَرْنٍ هُمْ اَحْسَنُ اَثَاثًا وَّرِﺋْﻴًﺎ ۟

حال دا چې له دوى مخكې مو څومره ډېر داسې قومونه تباه كړي دي چې په سامان او (ظاهري) ډول سينګار كې له دوى دېر غوره وو. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 19

قُلْ مَنْ كَانَ فِی الضَّلٰلَةِ فَلْیَمْدُدْ لَهُ الرَّحْمٰنُ مَدًّا ۚ۬— حَتّٰۤی اِذَا رَاَوْا مَا یُوْعَدُوْنَ اِمَّا الْعَذَابَ وَاِمَّا السَّاعَةَ ؕ۬— فَسَیَعْلَمُوْنَ مَنْ هُوَ شَرٌّ مَّكَانًا وَّاَضْعَفُ جُنْدًا ۟

ورته ووايه: څوك چې په بې لاريتوب كې وي نو هغه ته رحمن مهلت وركوي، تر دې چې هغه څه وګوري كوم چې وعده يې ورسره كيږي، يا عذاب (په دنيا كې) يا قيامت، نو بيا به وپوهيږي چې د چا بده مرتبه او كمزورې ډله ده. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 19

وَیَزِیْدُ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اهْتَدَوْا هُدًی ؕ— وَالْبٰقِیٰتُ الصّٰلِحٰتُ خَیْرٌ عِنْدَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَّخَیْرٌ مَّرَدًّا ۟

او څوك چې په سمه لار برابر شوي، هغوى ته الله نور هم هدايت ورزياتوي، او ستا د رب پر وړاندې پاتېدونكې نېكۍ هم په ثواب كې غوره دي او هم د انجام په اعتبار. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 19

اَفَرَءَیْتَ الَّذِیْ كَفَرَ بِاٰیٰتِنَا وَقَالَ لَاُوْتَیَنَّ مَالًا وَّوَلَدًا ۟ؕ

آيا هغه كس دې وليدو چې زموږ له آيتونو انكار كوي او وايي چې ماته خو به مال او اولاد همداسې راكول كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 19

اَطَّلَعَ الْغَیْبَ اَمِ اتَّخَذَ عِنْدَ الرَّحْمٰنِ عَهْدًا ۟ۙ

آيا هغه له غيبو خبر شوى كه له رحمن نه يې څه لوز اخيستى؟ info
التفاسير:

external-link copy
79 : 19

كَلَّا ؕ— سَنَكْتُبُ مَا یَقُوْلُ وَنَمُدُّ لَهٗ مِنَ الْعَذَابِ مَدًّا ۟ۙ

هيڅكله داسې نه ده، موږ هغه څه ليكو چې دى يې وايي او هغه ته به عذاب لا ورزيات کړو. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 19

وَّنَرِثُهٗ مَا یَقُوْلُ وَیَاْتِیْنَا فَرْدًا ۟

او څه چې دا يادوي، هغه به موږ ته راپاتې او ايكى يوازې به راځي. info
التفاسير:

external-link copy
81 : 19

وَاتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اٰلِهَةً لِّیَكُوْنُوْا لَهُمْ عِزًّا ۟ۙ

او دوى الله نه پرته څه خدايان نيولي چې د دوى لپاره ملاتړي وي. info
التفاسير:

external-link copy
82 : 19

كَلَّا ؕ— سَیَكْفُرُوْنَ بِعِبَادَتِهِمْ وَیَكُوْنُوْنَ عَلَیْهِمْ ضِدًّا ۟۠

هيڅكله نه، هغوى به يې له عبادته منكر او د دوى پر ضد (دښمنان) شي. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 19

اَلَمْ تَرَ اَنَّاۤ اَرْسَلْنَا الشَّیٰطِیْنَ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ تَؤُزُّهُمْ اَزًّا ۟ۙ

آيا نه دې دي ليدلي چې شيطانان مو دغو منكرانو ته ورخوشي كړي چې دوى (د حق دښمنۍ ته) ښه وهڅوي. info
التفاسير:

external-link copy
84 : 19

فَلَا تَعْجَلْ عَلَیْهِمْ ؕ— اِنَّمَا نَعُدُّ لَهُمْ عَدًّا ۟ۚ

نو پر دوى تلوار مه كوه، موږ حقيقتاً د دوى لپاره (ورځې) شمارو. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 19

یَوْمَ نَحْشُرُ الْمُتَّقِیْنَ اِلَی الرَّحْمٰنِ وَفْدًا ۟ۙ

هغه ورځ چې متقيان (ځان ساتونكي) به لكه بلل شوي مېلمانه رحمن ته راغونډ كړو. info
التفاسير:

external-link copy
86 : 19

وَّنَسُوْقُ الْمُجْرِمِیْنَ اِلٰی جَهَنَّمَ وِرْدًا ۟ۘ

او مجرمان به د جهنم لور ته (د تږو څارويو په شان) ور وشړو. info
التفاسير:

external-link copy
87 : 19

لَا یَمْلِكُوْنَ الشَّفَاعَةَ اِلَّا مَنِ اتَّخَذَ عِنْدَ الرَّحْمٰنِ عَهْدًا ۟ۘ

د سپارښتنې واك به نه شي تر لاسه كولاى، پرته له هغه چې الله نه يې لوز اخيستى وي. info
التفاسير:

external-link copy
88 : 19

وَقَالُوا اتَّخَذَ الرَّحْمٰنُ وَلَدًا ۟ؕ

او دوى وايي چې رحمن څوك په زویتوب نيولي . info
التفاسير:

external-link copy
89 : 19

لَقَدْ جِئْتُمْ شَیْـًٔا اِدًّا ۟ۙ

يقيناً ډېره بده ناوړه خبره مو كړې ده. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 19

تَكَادُ السَّمٰوٰتُ یَتَفَطَّرْنَ مِنْهُ وَتَنْشَقُّ الْاَرْضُ وَتَخِرُّ الْجِبَالُ هَدًّا ۟ۙ

نږدې ده چې اسمانونه ترې وچوي، ځمكه څيرې شي او غرونه دړې وړې راپرېوځي. info
التفاسير:

external-link copy
91 : 19

اَنْ دَعَوْا لِلرَّحْمٰنِ وَلَدًا ۟ۚ

په دې چې رحمن ته يې د اولاد د شتون دعوی كړې ده. info
التفاسير:

external-link copy
92 : 19

وَمَا یَنْۢبَغِیْ لِلرَّحْمٰنِ اَنْ یَّتَّخِذَ وَلَدًا ۟ؕ

او رحمن ته نه ښايي چې (څوك) اولاد ونيسي. info
التفاسير:

external-link copy
93 : 19

اِنْ كُلُّ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ اِلَّاۤ اٰتِی الرَّحْمٰنِ عَبْدًا ۟ؕ

څه (خلك) چې په اسمانو او ځمكه كې دي، ټول رحمن ته د بنده په توګه ورتلونكي دي. info
التفاسير:

external-link copy
94 : 19

لَقَدْ اَحْصٰىهُمْ وَعَدَّهُمْ عَدًّا ۟ؕ

خامخا هغوى يې راګير كړي او (ښه يې) شمېرلي دي. info
التفاسير:

external-link copy
95 : 19

وَكُلُّهُمْ اٰتِیْهِ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فَرْدًا ۟

او دوى ټول هغه ته يو يو ورتلونكي دي. info
التفاسير:

external-link copy
96 : 19

اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ سَیَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمٰنُ وُدًّا ۟

بې شكه چا چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي زر به رحمن د هغوى لپاره په زړونو كې مينه واچوي. info
التفاسير:

external-link copy
97 : 19

فَاِنَّمَا یَسَّرْنٰهُ بِلِسَانِكَ لِتُبَشِّرَ بِهِ الْمُتَّقِیْنَ وَتُنْذِرَ بِهٖ قَوْمًا لُّدًّا ۟

نو خبره دا ده چې دا موږ ستا په ژبه اسانه (نازل) كړى دى چې متقيانو ته زېرى وركړې او جګړه مار خلك پرې ووېروې. info
التفاسير:

external-link copy
98 : 19

وَكَمْ اَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِّنْ قَرْنٍ ؕ— هَلْ تُحِسُّ مِنْهُمْ مِّنْ اَحَدٍ اَوْ تَسْمَعُ لَهُمْ رِكْزًا ۟۠

او له دوى مخكې مو څومره قومونه تباه كړي؟ آيا (اوس) د كوم يوه څه مومې؟ يايې كښهار اورې؟ info
التفاسير: