Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto Translation - Rowwad Translation Center

external-link copy
197 : 2

اَلْحَجُّ اَشْهُرٌ مَّعْلُوْمٰتٌ ۚ— فَمَنْ فَرَضَ فِیْهِنَّ الْحَجَّ فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوْقَ وَلَا جِدَالَ فِی الْحَجِّ ؕ— وَمَا تَفْعَلُوْا مِنْ خَیْرٍ یَّعْلَمْهُ اللّٰهُ ؔؕ— وَتَزَوَّدُوْا فَاِنَّ خَیْرَ الزَّادِ التَّقْوٰی ؗ— وَاتَّقُوْنِ یٰۤاُولِی الْاَلْبَابِ ۟

د حج (وخت) معلومې میاشتې دي، نو چا چې په دې میاشتو کې پر خپل ځان حج فرض کړ (د حج نیت یې وکړ)، نو نه دې هغه جماع (شهواني عمل) کوي، نه ګناهونه او نه جګړې د حج (په ورځو) کې او تاسې چې څه ښېګڼې (نېکۍ) کوئ الله تعالی پرې پوهېږئ او (له ځانونو سره) توښه واخلئ، بېشکه (تر هرڅه) غوره توښه تقوا (پرهېزګاري) ده او له ما نه ووېرېږئ اې د عقل خاوندانو. info
التفاسير: