Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto Translation - Rowwad Translation Center * - Translations’ Index

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Translation of the meanings Surah: Al-Insān   Ayah:

الانسان

هَلْ اَتٰی عَلَی الْاِنْسَانِ حِیْنٌ مِّنَ الدَّهْرِ لَمْ یَكُنْ شَیْـًٔا مَّذْكُوْرًا ۟
په تحقیق سره پر انسان د زمانې يو داسې وخت راغلى چې هغه هيڅ د يادېدو شى نه و.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِنَّا خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ مِنْ نُّطْفَةٍ اَمْشَاجٍ ۖۗ— نَّبْتَلِیْهِ فَجَعَلْنٰهُ سَمِیْعًا بَصِیْرًا ۟ۚ
انسان خو په رېښتيا موږ له يو ګډ شوي څاڅكي پيدا كړ چې هغه و ازمويو؛ نو اورېدونكى ليدونکی مو وګرځولو.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِنَّا هَدَیْنٰهُ السَّبِیْلَ اِمَّا شَاكِرًا وَّاِمَّا كَفُوْرًا ۟
موږ لار ورښودلې ده ( نو اوس به) يا شكر اېستونكى او يا به ناشكره شي.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِنَّاۤ اَعْتَدْنَا لِلْكٰفِرِیْنَ سَلٰسِلَاۡ وَاَغْلٰلًا وَّسَعِیْرًا ۟
(او) د كافرانو لپاره موږ ځنځيرونه، زندۍ او لمبه وهونكى اور چمتو كړى.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِنَّ الْاَبْرَارَ یَشْرَبُوْنَ مِنْ كَاْسٍ كَانَ مِزَاجُهَا كَافُوْرًا ۟ۚ
بېشكه نېكان به په جنت كې له داسې جامونو (شراب) څښي چې ګډون به يې كافور وي.
Arabic explanations of the Qur’an:
عَیْنًا یَّشْرَبُ بِهَا عِبَادُ اللّٰهِ یُفَجِّرُوْنَهَا تَفْجِیْرًا ۟
دا يوه چينه ده چې د الله (غوره) بندګان يې (اوبه) څښي، ( چېرته يې چې غواړي) بهوي به يې.
Arabic explanations of the Qur’an:
یُوْفُوْنَ بِالنَّذْرِ وَیَخَافُوْنَ یَوْمًا كَانَ شَرُّهٗ مُسْتَطِیْرًا ۟
هغوی نذر پوره كوي او له هغې ورځې ډارېږي چې د هغې شر خپور دى.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَیُطْعِمُوْنَ الطَّعَامَ عَلٰی حُبِّهٖ مِسْكِیْنًا وَّیَتِیْمًا وَّاَسِیْرًا ۟
او له هغه سره د مينې سربېره، بې وزله، يتيم او بندي ته خواړه وركوي.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللّٰهِ لَا نُرِیْدُ مِنْكُمْ جَزَآءً وَّلَا شُكُوْرًا ۟
(وايي) موږ يوازې د الله د مخ لپاره خواړه دركوو، نه له تاسې بدله غواړو او نه مننه (تشکري)
Arabic explanations of the Qur’an:
اِنَّا نَخَافُ مِنْ رَّبِّنَا یَوْمًا عَبُوْسًا قَمْطَرِیْرًا ۟
موږ په رېښتيا له خپل پالونکي ډارېږو، د سخت كړاو اوږدې ورځې (عذاب) څخه.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَوَقٰىهُمُ اللّٰهُ شَرَّ ذٰلِكَ الْیَوْمِ وَلَقّٰىهُمْ نَضْرَةً وَّسُرُوْرًا ۟ۚ
نو الله به يې د هغې ورځې له شره وساتي او تازګي او خوښي به وركړي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَجَزٰىهُمْ بِمَا صَبَرُوْا جَنَّةً وَّحَرِیْرًا ۟ۙ
او د صبر بدله كې به يې جنت او ورېښمين لباس وركړي.
Arabic explanations of the Qur’an:
مُّتَّكِـِٕیْنَ فِیْهَا عَلَی الْاَرَآىِٕكِ ۚ— لَا یَرَوْنَ فِیْهَا شَمْسًا وَّلَا زَمْهَرِیْرًا ۟ۚ
په تختونو به هلته تكيه وهلي ناست وي، نه به د لمر ګرمي پكې ويني او نه (د ژمي) ساړه.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَدَانِیَةً عَلَیْهِمْ ظِلٰلُهَا وَذُلِّلَتْ قُطُوْفُهَا تَذْلِیْلًا ۟
سيورى به يې ورباندې رانېږدې او مېوې به يې راټيټې شوې آسانه وي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَیُطَافُ عَلَیْهِمْ بِاٰنِیَةٍ مِّنْ فِضَّةٍ وَّاَكْوَابٍ كَانَتْ قَوَارِیْرَ ۟ۙ
او پر هغوى به د سپينو زرو لوښي او د شيشو ګيلاسونه ګرځول كيږي.
Arabic explanations of the Qur’an:
قَوَارِیْرَ مِنْ فِضَّةٍ قَدَّرُوْهَا تَقْدِیْرًا ۟
شيشې هم د سپينو زرو په ډول چې سمبالوونكو به سم په اندازه (ډك) كړي وي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَیُسْقَوْنَ فِیْهَا كَاْسًا كَانَ مِزَاجُهَا زَنْجَبِیْلًا ۟ۚ
او پر هغوى به هلته داسې جامونه څښل كيږي چې ګډون به يې سونډ وي.
Arabic explanations of the Qur’an:
عَیْنًا فِیْهَا تُسَمّٰی سَلْسَبِیْلًا ۟
دا په جنت كې يوه چينه ده چې سلسبيل بلل كيږي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَیَطُوْفُ عَلَیْهِمْ وِلْدَانٌ مُّخَلَّدُوْنَ ۚ— اِذَا رَاَیْتَهُمْ حَسِبْتَهُمْ لُؤْلُؤًا مَّنْثُوْرًا ۟
او پر هغوى به تلپاتې هلكان ګرځي راګرځي. چې ته يې ووينې د خپرو ورو ملغلرو ګومان به پرې كوې.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَاِذَا رَاَیْتَ ثَمَّ رَاَیْتَ نَعِیْمًا وَّمُلْكًا كَبِیْرًا ۟
او چې ته هرې خواته وګورې سراسر نعمتونه او لويه پاچايي به وينې.
Arabic explanations of the Qur’an:
عٰلِیَهُمْ ثِیَابُ سُنْدُسٍ خُضْرٌ وَّاِسْتَبْرَقٌ ؗ— وَّحُلُّوْۤا اَسَاوِرَ مِنْ فِضَّةٍ ۚ— وَسَقٰىهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُوْرًا ۟
د پاسه د دوی به جامې د نریو شنو وريښمو وي او غټ وریښم (به لاندې وي) او اچولی کیږي به دوی ته بنګړي د سپینو زرو او ورڅښوي به دوی ته رب د دوی د څښلو څيز پاکوونکی.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِنَّ هٰذَا كَانَ لَكُمْ جَزَآءً وَّكَانَ سَعْیُكُمْ مَّشْكُوْرًا ۟۠
بېشكه همدا ستاسې بدله ده او ستاسې هلې ځلې د قدر وړ دي.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا عَلَیْكَ الْقُرْاٰنَ تَنْزِیْلًا ۟ۚ
بېشکه همدا موږ پر تا باندې قرآن كرار كرار نازل كړى.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تُطِعْ مِنْهُمْ اٰثِمًا اَوْ كَفُوْرًا ۟ۚ
نو د خپل پالونکي حكم ته صبر كوه او له هغوى د هيڅ يو بد عمله او ناشكره خبره مه منه.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَاذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ بُكْرَةً وَّاَصِیْلًا ۟ۖۚ
او د خپل رب نوم دې يادوه سهار او ماښام.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَمِنَ الَّیْلِ فَاسْجُدْ لَهٗ وَسَبِّحْهُ لَیْلًا طَوِیْلًا ۟
او د شپې هم سجده ورته كوه او تسبيح يې وايه د شپې په اوږدو كې.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ یُحِبُّوْنَ الْعَاجِلَةَ وَیَذَرُوْنَ وَرَآءَهُمْ یَوْمًا ثَقِیْلًا ۟
په رېښتيا دغه خلك بيړنى شى خوښوي او (راتلونكى) درنه ورځ تر شا پرېږدي.
Arabic explanations of the Qur’an:
نَحْنُ خَلَقْنٰهُمْ وَشَدَدْنَاۤ اَسْرَهُمْ ۚ— وَاِذَا شِئْنَا بَدَّلْنَاۤ اَمْثَالَهُمْ تَبْدِیْلًا ۟
هغوى خو موږ پيدا كړي او موږ يې اندامونه (بندونه) ورټينګ كړي او كله چې موږ وغواړو په بدل كې به يې نور د هغوى غوندې راولو.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِنَّ هٰذِهٖ تَذْكِرَةٌ ۚ— فَمَنْ شَآءَ اتَّخَذَ اِلٰی رَبِّهٖ سَبِیْلًا ۟
بېشكه دا يو نصيحت دى، نو د چا چې خوښه وي د خپل پالونکي لوري ته دې لار ونيسي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَمَا تَشَآءُوْنَ اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟
او د الله له خوښې پرته تاسې څه نه شئ غوښتی، په رېښتيا هغه ډېر پوه ځيرك دى.
Arabic explanations of the Qur’an:
یُّدْخِلُ مَنْ یَّشَآءُ فِیْ رَحْمَتِهٖ ؕ— وَالظّٰلِمِیْنَ اَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟۠
چاته يې چې خوښه شي په خپل رحمت كې يې داخلوي او د ظالمانو لپاره يې دردوونكى عذاب چمتو كړى دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
 
Translation of the meanings Surah: Al-Insān
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto Translation - Rowwad Translation Center - Translations’ Index

Translation of the meanings of the Noble Qur’an into Pashto language, translated by the team of the Rowad Translation Center in cooperation with IslamHouse.com.

close