Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz * - Translations’ Index


Translation of the meanings Surah: Yūnus   Ayah:
اَلَاۤ اِنَّ اَوْلِیَآءَ اللّٰهِ لَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟ۚ
واورئ د الله په دوستانو نه ډار شته او نه به غمژن کیږي.
Arabic explanations of the Qur’an:
الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَكَانُوْا یَتَّقُوْنَ ۟ؕ
دوی همغه دي چې ایمان یې راوړی او له الله نه ډاریږي.
Arabic explanations of the Qur’an:
لَهُمُ الْبُشْرٰی فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَفِی الْاٰخِرَةِ ؕ— لَا تَبْدِیْلَ لِكَلِمٰتِ اللّٰهِ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟ؕ
په دنیا او اخرت کې د هغوی لپاره د خوښۍ زیری دی ـ د الله پاک خبرې اوړي او را اوړي نه،او بس همدا ډیره لویه کامیابي ده.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَلَا یَحْزُنْكَ قَوْلُهُمْ ۘ— اِنَّ الْعِزَّةَ لِلّٰهِ جَمِیْعًا ؕ— هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟
ای محمده! د کافرانو خبرې باید تاونه زوروي.ځکه چې عزت یوازې د یو الله سره دی.هغه هر څه اوري په هر څه ښه پوه دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
اَلَاۤ اِنَّ لِلّٰهِ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَمَنْ فِی الْاَرْضِ ؕ— وَمَا یَتَّبِعُ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ شُرَكَآءَ ؕ— اِنْ یَّتَّبِعُوْنَ اِلَّا الظَّنَّ وَاِنْ هُمْ اِلَّا یَخْرُصُوْنَ ۟
واورئ چې:د اسمانونو او ځمکې ټول اوسیدونکي د الله په واک کې دي.او هغه خلک چې پرته له الله یې نور شریکان نیولي،مننه یې کوي،او په ستونزو کې یې رابلي په اټکلونو پسې روان او هر څه یوازې د اټکل په تله تلي.
Arabic explanations of the Qur’an:
هُوَ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الَّیْلَ لِتَسْكُنُوْا فِیْهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّسْمَعُوْنَ ۟
الله هغه ذات دی چې شپه یې ستاسې د ارامتیا لپاره جوړه کړې او ورځ یې روښانه.بې له شکه چې په دې خبرو کې د اوریدونکي قوم لپاره زښت زیات دلایل دي.
Arabic explanations of the Qur’an:
قَالُوا اتَّخَذَ اللّٰهُ وَلَدًا سُبْحٰنَهٗ ؕ— هُوَ الْغَنِیُّ ؕ— لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— اِنْ عِنْدَكُمْ مِّنْ سُلْطٰنٍ بِهٰذَا ؕ— اَتَقُوْلُوْنَ عَلَی اللّٰهِ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
کافرانو وویل چې الله پاک ځوی نیولې دی هغه له هر څه پاک او بې پروا دی ـ د اسمانونو او ځمکې ټول موجودات یوازې د هغه په واک کې دي. په دې خبره له تاسې سره هیڅ ډول دلیل نشته.ایا پر الله هغه څه تړئ چې تاسې هم پرې نه پوهیږئ.
Arabic explanations of the Qur’an:
قُلْ اِنَّ الَّذِیْنَ یَفْتَرُوْنَ عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ لَا یُفْلِحُوْنَ ۟ؕ
ووایه هغه څوک چې پر الله درواغ تړي هیڅکله خلاصیدای نه شي.
Arabic explanations of the Qur’an:
مَتَاعٌ فِی الدُّنْیَا ثُمَّ اِلَیْنَا مَرْجِعُهُمْ ثُمَّ نُذِیْقُهُمُ الْعَذَابَ الشَّدِیْدَ بِمَا كَانُوْا یَكْفُرُوْنَ ۟۠
څه ګټه یې په دنیا کې شته بیا یې بیرته راتګ مونږ ته دی.مونږ به یې د کفر په بدل کې د سخت عذاب خوند وروڅکو.
Arabic explanations of the Qur’an:
 
Translation of the meanings Surah: Yūnus
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz - Translations’ Index

Translation of the meanings of the Noble Quran into Pashto language - Maulvi Janbaz Sarfaraz

close