Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz

external-link copy
171 : 2

وَمَثَلُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا كَمَثَلِ الَّذِیْ یَنْعِقُ بِمَا لَا یَسْمَعُ اِلَّا دُعَآءً وَّنِدَآءً ؕ— صُمٌّۢ بُكْمٌ عُمْیٌ فَهُمْ لَا یَعْقِلُوْنَ ۟

کافران( او د کفر په لور بلونکي) هغه شپونکي ته ورته دي چې: هغه نه اوریدونکي څاروي رابلي چې پرته له ها، ها او غږ څخه نور په هیڅ نه پوهیږي، دوی کاڼه، ګونګیان او ړانده دي چې له عقل څخه کار نه اخلي. info
التفاسير: