Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz * - Translations’ Index


Translation of the meanings Surah: Al-Anbiyā’   Ayah:
وَالَّتِیْۤ اَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِیْهَا مِنْ رُّوْحِنَا وَجَعَلْنٰهَا وَابْنَهَاۤ اٰیَةً لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟
او هغه انجلۍ هم را یاده کړه چې خپله لمن یې پاکه ساتلې وه. مونږ پکې خپل روح پو،هغه او د هغې ځوی مو د ټولو خلکو لپاره یوه نښه وګرځوله.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِنَّ هٰذِهٖۤ اُمَّتُكُمْ اُمَّةً وَّاحِدَةً ۖؗ— وَّاَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُوْنِ ۟
هو!ستاسې د ټولو دین یو او زه مو رب یم.نو یوازې زما عبادت وکړئ.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَتَقَطَّعُوْۤا اَمْرَهُمْ بَیْنَهُمْ ؕ— كُلٌّ اِلَیْنَا رٰجِعُوْنَ ۟۠
خو خلکو خپل کار په خپله ټوټه،ټوټه او په جلا،جلا لارو ولاړل.په داسې حال کې چې ټول به بیرته ماته راګرځیږي.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَمَنْ یَّعْمَلْ مِنَ الصّٰلِحٰتِ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَا كُفْرَانَ لِسَعْیِهٖ ۚ— وَاِنَّا لَهٗ كٰتِبُوْنَ ۟
نو هر څوک چې ښې کړنې وکړي او ایمان ورسره وي نو هڅې به یې بابیزه نه،بلکې مونږ یې لیکونکي یو.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَحَرٰمٌ عَلٰی قَرْیَةٍ اَهْلَكْنٰهَاۤ اَنَّهُمْ لَا یَرْجِعُوْنَ ۟
دا خبره پخه ده چې د کومو خلکو د هلاکولو تکل مونږ کړی وي.هغوی بیرته توبې ته نشي راګرځیدای.
Arabic explanations of the Qur’an:
حَتّٰۤی اِذَا فُتِحَتْ یَاْجُوْجُ وَمَاْجُوْجُ وَهُمْ مِّنْ كُلِّ حَدَبٍ یَّنْسِلُوْنَ ۟
تر هغو چې د زو زو،مازو زو مخه خلاصه او هغوی له هر لوړ ځای نه په منډو وي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَاقْتَرَبَ الْوَعْدُ الْحَقُّ فَاِذَا هِیَ شَاخِصَةٌ اَبْصَارُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ؕ— یٰوَیْلَنَا قَدْ كُنَّا فِیْ غَفْلَةٍ مِّنْ هٰذَا بَلْ كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟
او د حقې وعدې د پوره کیدو وخت رالنډ شو نو ناببره به د هغو کسانو چې کافران شوي،سترګې ټیغې راووځي.او وایې به وای زمونږ بده بخته!مونږ خو له دې کار نه بالکل بې پروا،بلکې په رښتیا چې ظالمان وو.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ حَصَبُ جَهَنَّمَ ؕ— اَنْتُمْ لَهَا وٰرِدُوْنَ ۟
الله به ورته وفرمايې تاسې او هغه چې تاسو یې پرته له الله عبادت کاوه د دوزخ د سون مواد یاست.تاسې هملته ورتلونکي یاست.
Arabic explanations of the Qur’an:
لَوْ كَانَ هٰۤؤُلَآءِ اٰلِهَةً مَّا وَرَدُوْهَا ؕ— وَكُلٌّ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟
که چیرې ستاسې نیول شوي خدایان رښتیا خدایان وای نو هلته به نه وو ننوتلي او ټول به[۱۳]د تل لپاره په جهنم کې وي.
[۱۳] مشرکان او نیولي خدایان به یي لکه بوتان،شیطانان او هغه چې د دوی په عبادت کولو خوښ وو.ټول په جهنم کې یو ځای تل تر تله وي.(فتح القدیر)
Arabic explanations of the Qur’an:
لَهُمْ فِیْهَا زَفِیْرٌ وَّهُمْ فِیْهَا لَا یَسْمَعُوْنَ ۟
هلته به یې چیغې او کوکارې وي او هیڅ به نشي اوریدای.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِنَّ الَّذِیْنَ سَبَقَتْ لَهُمْ مِّنَّا الْحُسْنٰۤی ۙ— اُولٰٓىِٕكَ عَنْهَا مُبْعَدُوْنَ ۟ۙ
خو د کومو کسانو په هکله چې زمونږ د ښیګڼې پریکړه له وړاندې نه شوې ده له جهنم نه لرې[۱۴]کړي شوي دي.
[۱۴] لکه عزیر،عیسي،مریم او د الله نور نیک بنده ګان چې دوی په خدایې نیولي وو(البحر المحیط).
Arabic explanations of the Qur’an:
 
Translation of the meanings Surah: Al-Anbiyā’
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz - Translations’ Index

Translation of the meanings of the Noble Quran into Pashto language - Maulvi Janbaz Sarfaraz

close