Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz * - Translations’ Index


Translation of the meanings Surah: Al-Ahqāf   Ayah:
وَوَصَّیْنَا الْاِنْسَانَ بِوَالِدَیْهِ اِحْسٰنًا ؕ— حَمَلَتْهُ اُمُّهٗ كُرْهًا وَّوَضَعَتْهُ كُرْهًا ؕ— وَحَمْلُهٗ وَفِصٰلُهٗ ثَلٰثُوْنَ شَهْرًا ؕ— حَتّٰۤی اِذَا بَلَغَ اَشُدَّهٗ وَبَلَغَ اَرْبَعِیْنَ سَنَةً ۙ— قَالَ رَبِّ اَوْزِعْنِیْۤ اَنْ اَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِیْۤ اَنْعَمْتَ عَلَیَّ وَعَلٰی وَالِدَیَّ وَاَنْ اَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضٰىهُ وَاَصْلِحْ لِیْ فِیْ ذُرِّیَّتِیْ ؕۚ— اِنِّیْ تُبْتُ اِلَیْكَ وَاِنِّیْ مِنَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟
او مونږ انسان ته امر کړی دی چې له مور او پلار سره ښیګڼه او نیکي وکړې ځکه چې مور يې خورا په ستونزو په خیټه کې ساتلی او بیا يې په خورا سختۍ زیږولی دی. د حمل او جلا کیدلو ټوله موده يې دیرش میاشتې ده تر هغو چې خپل قوت ته رسیږي. او څلویښت کلونه پوره کړي نو وايې چې: اې زما ربه ماته الهام وکړه او وس راکړه چې ستا د هغو لورینو شکر پر ځای کړم چې پر ما او زما پر مور او پلار دې کړي دي او هغه نیک کارونه وکړم چې ته يې خوښوي او زما اولاده نیکه کړه. ما تا ته پناه دروړي. او په رښتیا چې زه له پوره غاړه ایښوونکو څخه یم.
Arabic explanations of the Qur’an:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ نَتَقَبَّلُ عَنْهُمْ اَحْسَنَ مَا عَمِلُوْا وَنَتَجَاوَزُ عَنْ سَیِّاٰتِهِمْ فِیْۤ اَصْحٰبِ الْجَنَّةِ ؕ— وَعْدَ الصِّدْقِ الَّذِیْ كَانُوْا یُوْعَدُوْنَ ۟
دا هغه کسان دي چې مونږ يي نیکي کړنې منو او له بدیو څخه يي تیریږو. او د جنت په یارانو او خاوندانو کې به شامل وي. دا هغه رښتینې وعده ده چې له دوی سره به کیدله.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَالَّذِیْ قَالَ لِوَالِدَیْهِ اُفٍّ لَّكُمَاۤ اَتَعِدٰنِنِیْۤ اَنْ اُخْرَجَ وَقَدْ خَلَتِ الْقُرُوْنُ مِنْ قَبْلِیْ ۚ— وَهُمَا یَسْتَغِیْثٰنِ اللّٰهَ وَیْلَكَ اٰمِنْ ۖۗ— اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ ۚ— فَیَقُوْلُ مَا هٰذَاۤ اِلَّاۤ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟
او هغه چې خپل مور او پلار ته وايي چې: زه له تاسې دواړو نه ناخوښه یم. ایا تاسې ماته وعده راکوئ چې زه به بیرته ژوندی راوویستلای شم؟ په داسې حال کې چې له ما نه وړاندې ډیرې پیړۍ اووښتي. ( او تر اوسه هیڅوک نه دي راپورته شوي) خو مور او پلار يي الله ته په زارۍ او ځوې ته وايې چې کم بخته هلاک شي ایمان راوړه! د الله وعده حقه ده. خو هغه وايې: دا پرته له زړو کیسو نور هیڅ نه دي.
Arabic explanations of the Qur’an:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ حَقَّ عَلَیْهِمُ الْقَوْلُ فِیْۤ اُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمْ مِّنَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا خٰسِرِیْنَ ۟
ددې خلکو په هکله هغه خبره پخه شوې ده چې د دا وړ پیریانو او انسانانو په برخه کې له پخوا نه را روانه ده. په رښتیا چې هغوی زیانمن وو.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَلِكُلٍّ دَرَجٰتٌ مِّمَّا عَمِلُوْا ۚ— وَلِیُوَفِّیَهُمْ اَعْمَالَهُمْ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟
د دوی هر یوه ته د هغه د کړنو په رڼا کې درجې دي. تر څو د کړنو بدل پوره او بشپړ ورکړای شي او هیڅ تیری به پرې ونه شي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَیَوْمَ یُعْرَضُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا عَلَی النَّارِ ؕ— اَذْهَبْتُمْ طَیِّبٰتِكُمْ فِیْ حَیَاتِكُمُ الدُّنْیَا وَاسْتَمْتَعْتُمْ بِهَا ۚ— فَالْیَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُوْنِ بِمَا كُنْتُمْ تَسْتَكْبِرُوْنَ فِی الْاَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ وَبِمَا كُنْتُمْ تَفْسُقُوْنَ ۟۠
او هغه ورځ را یاده کړه چې کافران به اور ته ور وړاندې او ورته به وویل شي چې: تاسو خپل ټول نعمتونه په دنیا کې وړي او خوندونه مو ترې اخیستي نن به تاسې ته سپکوونکی عذاب درکړای شي. ځکه چې تاسې په خمکه کې ناحقه لويي کوله. او سرغړونکي خلک واست.
Arabic explanations of the Qur’an:
 
Translation of the meanings Surah: Al-Ahqāf
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz - Translations’ Index

Translation of the meanings of the Noble Quran into Pashto language - Maulvi Janbaz Sarfaraz

close