Check out the new design

Traducción de los significados del Sagrado Corán - Traducción al pashto - Sarfaraz * - Índice de traducciones


Traducción de significados Capítulo: Al-Furqaan   Versículo:
وَقَالَ الَّذِیْنَ لَا یَرْجُوْنَ لِقَآءَنَا لَوْلَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْنَا الْمَلٰٓىِٕكَةُ اَوْ نَرٰی رَبَّنَا ؕ— لَقَدِ اسْتَكْبَرُوْا فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ وَعَتَوْ عُتُوًّا كَبِیْرًا ۟
او هغه کسان چې زمونږ د ملاقات هیله من نه دي وايې چې ولې پر مونږ ملایکې نازلې نه شوې؟ او ولې مونږ خپل رب ونه لید؟ هو! د خپلو ځانو په هکله يې ډیره لويې وکړه او سرغړونه کې تر تولو پولو ور واوښتل.
Las Exégesis Árabes:
یَوْمَ یَرَوْنَ الْمَلٰٓىِٕكَةَ لَا بُشْرٰی یَوْمَىِٕذٍ لِّلْمُجْرِمِیْنَ وَیَقُوْلُوْنَ حِجْرًا مَّحْجُوْرًا ۟
په کومه ورځ چې ملایکې وویني، نو په هغې ورځ به د مجرمانو. خیر نه وي او وايي به چې رانه يې منعه کړئ.
Las Exégesis Árabes:
وَقَدِمْنَاۤ اِلٰی مَا عَمِلُوْا مِنْ عَمَلٍ فَجَعَلْنٰهُ هَبَآءً مَّنْثُوْرًا ۟
او مونږ د هغوی تولې کړنې د دوړو په شان تیت او پرک او تس، نس کوو.
Las Exégesis Árabes:
اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ یَوْمَىِٕذٍ خَیْرٌ مُّسْتَقَرًّا وَّاَحْسَنُ مَقِیْلًا ۟
په هغې ورځ به د جنتیانو هستوګن ځای خورا غوره او غرمه ځای به يې خورا ښه وي.
Las Exégesis Árabes:
وَیَوْمَ تَشَقَّقُ السَّمَآءُ بِالْغَمَامِ وَنُزِّلَ الْمَلٰٓىِٕكَةُ تَنْزِیْلًا ۟
په هغه ورځ به اسمان له وریځو نه ټوټه، ټوټه څیرې او د ملایکو کتارونه به راښکته شي.
Las Exégesis Árabes:
اَلْمُلْكُ یَوْمَىِٕذِ ١لْحَقُّ لِلرَّحْمٰنِ ؕ— وَكَانَ یَوْمًا عَلَی الْكٰفِرِیْنَ عَسِیْرًا ۟
په هغه ورځ به واکمني یوازې د مهربان خدای وي. او پر کافرانو به خورا سخته ورځ وي.
Las Exégesis Árabes:
وَیَوْمَ یَعَضُّ الظَّالِمُ عَلٰی یَدَیْهِ یَقُوْلُ یٰلَیْتَنِی اتَّخَذْتُ مَعَ الرَّسُوْلِ سَبِیْلًا ۟
په هغه ورځ به ظالم انسان خپل لاسونه چیچې [۱] او وايې به چې کاشکې ما د رسول لار نیولې وای.
[۱] دا د هغو ناپوهو انسانانو بیان دی چې په دنیا کې د رسول د ملګرتیا او لارې پریښي وي. او دشیطان او د هغه د انډیوالانو په لار ولاړ شي. کله عقبة چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګرتیا پريښوده او دا بۍ خبره يي ومنله( البحرالمحیط في التفسیر).
Las Exégesis Árabes:
یٰوَیْلَتٰی لَیْتَنِیْ لَمْ اَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِیْلًا ۟
ای زما بدې ورځې کاشکې چې ما فلانی سړی په دوستۍ نه وای نیولی.
Las Exégesis Árabes:
لَقَدْ اَضَلَّنِیْ عَنِ الذِّكْرِ بَعْدَ اِذْ جَآءَنِیْ ؕ— وَكَانَ الشَّیْطٰنُ لِلْاِنْسَانِ خَذُوْلًا ۟
زه يې له هغه پند نه بې لارې کړم چې ماته راغلی وو. او رښتیا هم چې شیطان د انسانان غولوونکی دښمن دی.
Las Exégesis Árabes:
وَقَالَ الرَّسُوْلُ یٰرَبِّ اِنَّ قَوْمِی اتَّخَذُوْا هٰذَا الْقُرْاٰنَ مَهْجُوْرًا ۟
او پیغمبر به وايې چې : ای زما ربه ! زما قوم دغه قران بالکل پریښی وو.
Las Exégesis Árabes:
وَكَذٰلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِیٍّ عَدُوًّا مِّنَ الْمُجْرِمِیْنَ ؕ— وَكَفٰی بِرَبِّكَ هَادِیًا وَّنَصِیْرًا ۟
مونږ په همدې توګه مجرمان د هر پیغمبر دښمنان ګرځولي دي. او ستا رب د ښوونې او ملاتړ لپاره بس دی.
Las Exégesis Árabes:
وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَوْلَا نُزِّلَ عَلَیْهِ الْقُرْاٰنُ جُمْلَةً وَّاحِدَةً ۛۚ— كَذٰلِكَ ۛۚ— لِنُثَبِّتَ بِهٖ فُؤَادَكَ وَرَتَّلْنٰهُ تَرْتِیْلًا ۟
او کافران وايې چې: قران پرې ولې یو ځل نازل نه شو؟ هو! مونږ لږ لږ نازل کړ چې ستا زړه پرې ښه کلک او تا پرې ښه پوه کړو.
Las Exégesis Árabes:
 
Traducción de significados Capítulo: Al-Furqaan
Índice de Capítulos Número de página
 
Traducción de los significados del Sagrado Corán - Traducción al pashto - Sarfaraz - Índice de traducciones

Traducción por Maulvi Janbaz Sarfaraz

Cerrar