ترجمهٔ معانی قرآن کریم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - لیست ترجمه ها


ترجمهٔ معانی سوره: سوره حاقه   آیه:

الحاقة

از اهداف این سوره:
إثبات أن وقوع القيامة والجزاء فيها حقٌّ لا ريب فيه.
د دې خبرې اثبات چې قيامت به رامنځته کيږي او په هغو کې بدله داسې حق ده چې هيڅ شک پکې نشته.

اَلْحَآقَّةُ ۟ۙ
الله د بېرته را پورته کېدو قيامت بيانوي چې پر ټولو به راځي.
تفسیرهای عربی:
مَا الْحَآقَّةُ ۟ۚ
بيا يې پردې پوښتنه کولو د هغو د حالت لوی والی بيان کړ چې هغه رامنځته کېدونکی به څه وي؟.
تفسیرهای عربی:
وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا الْحَآقَّةُ ۟ؕ
او تاته څه شي خبر درکړی چې دغه رامنځته کېدونکی آفت څه دی؟.
تفسیرهای عربی:
كَذَّبَتْ ثَمُوْدُ وَعَادٌ بِالْقَارِعَةِ ۟
د صالح قوم ثموديانو او د هود قوم عاديانو هغه قيامت درواغ وګڼلو چې سختۍ به يې خلک لړزوي.
تفسیرهای عربی:
فَاَمَّا ثَمُوْدُ فَاُهْلِكُوْا بِالطَّاغِیَةِ ۟
نو ثموديان چې وو الله په داسې چېغه تباه کړل چې په سختۍ او وېره کې وروستۍ اندازې ته رسېدله.
تفسیرهای عربی:
وَاَمَّا عَادٌ فَاُهْلِكُوْا بِرِیْحٍ صَرْصَرٍ عَاتِیَةٍ ۟ۙ
او عاديان بيا الله په داسې سخت يخ باد تباه کړل چې پر هغوی په سختۍ کې وروستۍ اندازې ته رسېده.
تفسیرهای عربی:
سَخَّرَهَا عَلَیْهِمْ سَبْعَ لَیَالٍ وَّثَمٰنِیَةَ اَیَّامٍ ۙ— حُسُوْمًا فَتَرَی الْقَوْمَ فِیْهَا صَرْعٰی ۙ— كَاَنَّهُمْ اَعْجَازُ نَخْلٍ خَاوِیَةٍ ۟ۚ
الله پر هغوی دغه باد د اوو شپو او آتو ورځو مودې لپاره ولېږلو چې هغوی یې له بېخه و اېستل، هغوی به دې په کلو کې يې داسې پر ځمکه تباه شوي پراته ليدل لکه هغوی چې له تباه کېدو وروسته د خرما ونو ورستې تنې پر ځمکه پراته وي.
تفسیرهای عربی:
فَهَلْ تَرٰی لَهُمْ مِّنْ بَاقِیَةٍ ۟
نو آيا له عذاب ور رسېدلو وروسته له هغوی څوک پاتې وينې؟!
تفسیرهای عربی:
از فواید آیات این صفحه:
• الصبر خلق محمود لازم للدعاة وغيرهم.
صبر داسې ستايل شوی خوی دی چې بلونکو او نورو لپاره يې خپلول اړين دي.

• التوبة تَجُبُّ ما قبلها وهي من أسباب اصطفاء الله للعبد وجعله من عباده الصالحين.
توبه مخکېني ګناهونه له منځه وړي، او هغه د بنده لپاره د الله د غوره کولو له لاملونو څخه ده او د هغه له نېکو بنده ګانو څخه ګرځول.

• تنوّع ما يرسله الله على الكفار والعصاة من عذاب دلالة على كمال قدرته وكمال عدله.
هغه ډول ډول عذاب چې الله يې پر کافرانو او ګناهکارانو رالېږي د هغه د ځواک پر بشپړتيا او پوره عدالت دلالت کوي.

وَجَآءَ فِرْعَوْنُ وَمَنْ قَبْلَهٗ وَالْمُؤْتَفِكٰتُ بِالْخَاطِئَةِ ۟ۚ
او فرعون او له هغه مخکېنيو امتونو، او هغو کليو چې د خپلو کليو په سرچپه کېدلو عذاب ورکړل شوی و، چې هغه د لوط قوم و همداسې ناروا د شرک او ګناه کارونه کړي و.
تفسیرهای عربی:
فَعَصَوْا رَسُوْلَ رَبِّهِمْ فَاَخَذَهُمْ اَخْذَةً رَّابِیَةً ۟
له هغوی هر يو يې له خپل ور لېږل شوي رسوله سرغړونه وکړه او درواغجن يې وګڼلو، نو الله هغوی په داسې زياته نيونه ونيول چې د هغوی تباهي پرې بشپړ شوه.
تفسیرهای عربی:
اِنَّا لَمَّا طَغَا الْمَآءُ حَمَلْنٰكُمْ فِی الْجَارِیَةِ ۟ۙ
کله چې اوبه په لوړوالي کې له بريده واوښتې؛ نو موږ هغه خلک په روانه کښتۍ کې سپاره کړل - چې تاسو يې په ملاګانو کې وئ - هغه کښتۍ چې نوح عليه السلام زموږ په امر جوړه کړې وه، نو دا په حقيقت کې ستاسو لپاره سپرېدل و.
تفسیرهای عربی:
لِنَجْعَلَهَا لَكُمْ تَذْكِرَةً وَّتَعِیَهَاۤ اُذُنٌ وَّاعِیَةٌ ۟
تر څو کښتۍ او کيسه يې داسې پند وګرځوو چې د کفر د څښتنانو پر تباهۍ او د ايمان د څښتنانو په ژغورلو استدلال پرې وشي، او هغه غوږونه يې په ياد وساتي چې اورېدل شوي شيان په ياد ساتي.
تفسیرهای عربی:
فَاِذَا نُفِخَ فِی الصُّوْرِ نَفْخَةٌ وَّاحِدَةٌ ۟ۙ
کله چې پر پوکلو ګومارل شوې پرېښته په ښکر کې يوځل پوکی وکړي او هغه دويم پوکی وي.
تفسیرهای عربی:
وَّحُمِلَتِ الْاَرْضُ وَالْجِبَالُ فَدُكَّتَا دَكَّةً وَّاحِدَةً ۟ۙ
او ځمکه او غرونه پورته کړل شي، نو دواړه به په يو سخت ميده کولو ميده ميده کړل شي د ځمکې برخې او د غرونو برخې به سره بېلې بېلې کړل شي.
تفسیرهای عربی:
فَیَوْمَىِٕذٍ وَّقَعَتِ الْوَاقِعَةُ ۟ۙ
په کومه ورځ چې دا هرڅه وشي قيامت به را منځته شي.
تفسیرهای عربی:
وَانْشَقَّتِ السَّمَآءُ فَهِیَ یَوْمَىِٕذٍ وَّاهِیَةٌ ۟ۙ
او په هغه ورځ به د پرېښتو د راکوزېدو لپاره آسمان وچوي، نو په دغه ورځ به هغه کمزوری وي وروسته تردې چې هغه سخت ټينګ و.
تفسیرهای عربی:
وَّالْمَلَكُ عَلٰۤی اَرْجَآىِٕهَا ؕ— وَیَحْمِلُ عَرْشَ رَبِّكَ فَوْقَهُمْ یَوْمَىِٕذٍ ثَمٰنِیَةٌ ۟ؕ
او پرېښتې به يې پر څنډو او اړخونو وي، په دغه ورځ به اتو غوره پرېښتو ستا د پالونکي عرش پورته کړی وي.
تفسیرهای عربی:
یَوْمَىِٕذٍ تُعْرَضُوْنَ لَا تَخْفٰی مِنْكُمْ خَافِیَةٌ ۟
اې خلکو! په دغه ورځ به تاسې پر الله ور وړاندې کړل شئ، له الله به ستاسې هيڅ ډول راز پټ پاتې نه شي، بلکې الله پر هغو ښه پوه او پرې خبر دی.
تفسیرهای عربی:
فَاَمَّا مَنْ اُوْتِیَ كِتٰبَهٗ بِیَمِیْنِهٖ فَیَقُوْلُ هَآؤُمُ اقْرَءُوْا كِتٰبِیَهْ ۟ۚ
نو چاته چې يې عملنامه په ښي لاس ورکړل شوه، هغه به له خوښۍ او وياړه وايي: واخلئ زما عملنامه ولولئ.
تفسیرهای عربی:
اِنِّیْ ظَنَنْتُ اَنِّیْ مُلٰقٍ حِسَابِیَهْ ۟ۚ
پرته له شکه زه په دنيا کې پوه وم او باور مې کړی و چې هرومرو به را پاڅول کېږم او له خپلې بدلې سره به مخامخ کېدونکی وم.
تفسیرهای عربی:
فَهُوَ فِیْ عِیْشَةٍ رَّاضِیَةٍ ۟ۙ
نو بيا به هغه په خوشالوونکي ژوند کې وي؛ ځکه هغه به تلپاتې نعمتونه ويني.
تفسیرهای عربی:
فِیْ جَنَّةٍ عَالِیَةٍ ۟ۙ
په داسې جنت کې چې د موقعيت او مرتبې له پلوه لوړ وي.
تفسیرهای عربی:
قُطُوْفُهَا دَانِیَةٌ ۟
مېوې به يې هغه چاته نېږدې وي چې ترې خوري يې.
تفسیرهای عربی:
كُلُوْا وَاشْرَبُوْا هَنِیْٓـًٔا بِمَاۤ اَسْلَفْتُمْ فِی الْاَیَّامِ الْخَالِیَةِ ۟
هغوی ته به د درناوي په ډول ويل کيږي: داسې خوراک او څښاک کوئ چې په هغه خوراک او څښاک کې هيڅ زيان نه وي د هغو غوره کړنو له امله چې په دنيا کې مو تېرو ورځو کې وړاندې کړي و.
تفسیرهای عربی:
وَاَمَّا مَنْ اُوْتِیَ كِتٰبَهٗ بِشِمَالِهٖ ۙ۬— فَیَقُوْلُ یٰلَیْتَنِیْ لَمْ اُوْتَ كِتٰبِیَهْ ۟ۚ
او چاته چې يې عملنامه په چپ لاس ورکړل شي، نو له سختې پښېمانۍ به وايي: های کاشکي ماته مې عملنامه نه وای راکړل شوې ځکه په هغې کې داسې ناوړه کارونه دي چې زما عذاب لازموي.
تفسیرهای عربی:
وَلَمْ اَدْرِ مَا حِسَابِیَهْ ۟ۚ
او کاشکي زه مې پر حساب هيڅ نه وای پوه شوی.
تفسیرهای عربی:
یٰلَیْتَهَا كَانَتِ الْقَاضِیَةَ ۟ۚ
کاشکي هغه مرګ چې زه پرې مړ شوی وم داسې وای چې له هغه وروسته هيڅکله نه را پاڅول کېدلای.
تفسیرهای عربی:
مَاۤ اَغْنٰی عَنِّیْ مَالِیَهْ ۟ۚ
مال مې د الله له عذابه هيڅ را څخه ايسار نه کړل.
تفسیرهای عربی:
هَلَكَ عَنِّیْ سُلْطٰنِیَهْ ۟ۚ
زما حجت او هغه ځواک او مرتبه را څخه پټ شول چې بروسه مې پرې کوله.
تفسیرهای عربی:
خُذُوْهُ فَغُلُّوْهُ ۟ۙ
او ويل کيږي به: اې پرېښتو را ويې نيسئ او لاس يې غاړې ته ور غونډ کړئ.
تفسیرهای عربی:
ثُمَّ الْجَحِیْمَ صَلُّوْهُ ۟ۙ
بيا يې اور ته ور ننباسئ ترڅو يې ګرمي وزغمي.
تفسیرهای عربی:
ثُمَّ فِیْ سِلْسِلَةٍ ذَرْعُهَا سَبْعُوْنَ ذِرَاعًا فَاسْلُكُوْهُ ۟ؕ
بيا يې په داسې ځنځير کې ننباسئ چې اوږدوالی يې اويا متره وي.
تفسیرهای عربی:
اِنَّهٗ كَانَ لَا یُؤْمِنُ بِاللّٰهِ الْعَظِیْمِ ۟ۙ
پرته له شکه هغه پر لوی الله ايمان نه درلود.
تفسیرهای عربی:
وَلَا یَحُضُّ عَلٰی طَعَامِ الْمِسْكِیْنِ ۟ؕ
او بل يې بې وزله ته په خوړو ورکولو نه هڅولو.
تفسیرهای عربی:
فَلَیْسَ لَهُ الْیَوْمَ هٰهُنَا حَمِیْمٌ ۟ۙ
نو هغه لره د قيامت په ورځ کوم خپل نشته چې عذاب ترې ايسار کړي.
تفسیرهای عربی:
از فواید آیات این صفحه:
• المِنَّة التي على الوالد مِنَّة على الولد تستوجب الشكر.
پر پلار کړی احسان پر اولاد هم احسان وي چې شکر يې واجب دی.

• إطعام الفقير والحض عليه من أسباب الوقاية من عذاب النار.
بې وزله ته خواړه ورکول او پردې کار هڅونه د اور له عذابه د ساتنې له لاملونو څخه دي.

• شدة عذاب يوم القيامة تستوجب التوقي منه بالإيمان والعمل الصالح.
د قيامت د ورځې د عذاب سختي پر ايمان او نېک کار ترې ځان ساتنه لازموي.

وَّلَا طَعَامٌ اِلَّا مِنْ غِسْلِیْنٍ ۟ۙ
او هغه لره به کوم خواړه نه وي چې خوري يې مګر د دوزخيانو د بدنونو زوې.
تفسیرهای عربی:
لَّا یَاْكُلُهٗۤ اِلَّا الْخَاطِـُٔوْنَ ۟۠
دغه خواړه به يوازې ګناهکاران او بدکاران خوري.
تفسیرهای عربی:
فَلَاۤ اُقْسِمُ بِمَا تُبْصِرُوْنَ ۟ۙ
الله پر هغه څه لوړه وکړه چې تاسې يې وينئ.
تفسیرهای عربی:
وَمَا لَا تُبْصِرُوْنَ ۟ۙ
او پر هغه څه يې لوړه وکړه چې نه يې وينئ.
تفسیرهای عربی:
اِنَّهٗ لَقَوْلُ رَسُوْلٍ كَرِیْمٍ ۟ۚۙ
پرته له شکه قرآن د الله خبرې دي، چې عزتمن رسول يې پر خلکو لولي.
تفسیرهای عربی:
وَّمَا هُوَ بِقَوْلِ شَاعِرٍ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تُؤْمِنُوْنَ ۟ۙ
او هغه د شاعر وينا نه ده؛ ځکه هغه د شعر پر نظم نه دی، ډېر لږ له تاسې ايمان راوړي.
تفسیرهای عربی:
وَلَا بِقَوْلِ كَاهِنٍ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَذَكَّرُوْنَ ۟ؕ
او نه د کاهن وینا ده، ځکه د کاهنانو کار له قرآن سره توپیر لري، تاسي لږ پند اخلئ.
تفسیرهای عربی:
تَنْزِیْلٌ مِّنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
بلکې هغه د ټولو مخلوقاتو د پالونکي له لورې نازل کړل شوی دی.
تفسیرهای عربی:
وَلَوْ تَقَوَّلَ عَلَیْنَا بَعْضَ الْاَقَاوِیْلِ ۟ۙ
او که چېرې محمد له ځانه پر موږ ځينې هغه خبرې تړلې وای چې موږ نه دي ويلې.
تفسیرهای عربی:
لَاَخَذْنَا مِنْهُ بِالْیَمِیْنِ ۟ۙ
هرومرو به موغچ ترې اخېستی وای او له خپل لورې به مو په ځواک او قوت را نيولی وای.
تفسیرهای عربی:
ثُمَّ لَقَطَعْنَا مِنْهُ الْوَتِیْنَ ۟ؗۖ
بيا به مو له هغه څخه له زړه سره پيوسته رګ ترې پرې کړی وای.
تفسیرهای عربی:
فَمَا مِنْكُمْ مِّنْ اَحَدٍ عَنْهُ حٰجِزِیْنَ ۟
نو بيا به له تاسې هيڅوک هم نه وي چې موږ له دې کاره ايسار کړي، نو ډېره لېرې ده چې هغه دې ستاسو له امله پر موږ پسې څه ووايي.
تفسیرهای عربی:
وَاِنَّهٗ لَتَذْكِرَةٌ لِّلْمُتَّقِیْنَ ۟
او پرته له شکه قرآن د هغو کسانو لپاره چې له خپل پالونکي يې د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وېريږي يو پند دی.
تفسیرهای عربی:
وَاِنَّا لَنَعْلَمُ اَنَّ مِنْكُمْ مُّكَذِّبِیْنَ ۟
او پرته له شكه موږ هرومرو پوهېږو چې ستاسو ترمنځ هغه څوک دي چې دغه قرآن درواغ ګڼي.
تفسیرهای عربی:
وَاِنَّهٗ لَحَسْرَةٌ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ ۟
او د قرآن درواغ ګڼل هرومرو د قيامت په ورځ لويه پښېماني ده.
تفسیرهای عربی:
وَاِنَّهٗ لَحَقُّ الْیَقِیْنِ ۟
او پرته له شکه قرآن داسې يقيني حق دی چې هيڅ شک او شبهه پکې نشته چې هغه د الله له لورې دی.
تفسیرهای عربی:
فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِیْمِ ۟۠
نو اې رسوله! د خپل پالونکي دې داسې پاکي بيانوه چې وړ يې وي او د خپل لوی پالونکي نوم دې يادوه.
تفسیرهای عربی:
از فواید آیات این صفحه:
• تنزيه القرآن عن الشعر والكهانة.
د قرآن له شعر او کهانت څخه پاکوالی.

• خطر التَّقَوُّل على الله والافتراء عليه سبحانه.
پر الله پورې د خبرو تړلو او پر هغه پاک ذات پورې د درواغ ويلو خطر.

• الصبر الجميل الذي يحتسب فيه الأجر من الله ولا يُشكى لغيره.
ښه صبر دا دی چې په هغو کې له الله څخه د بدلې هيله ولري او بل چاته شکايت ونه کړي.

 
ترجمهٔ معانی سوره: سوره حاقه
فهرست سوره ها شماره صفحه
 
ترجمهٔ معانی قرآن کریم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - لیست ترجمه ها

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

بستن