ترجمهٔ معانی قرآن کریم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - لیست ترجمه ها


ترجمهٔ معانی سوره: سوره اعلى   آیه:

الأعلى

از اهداف این سوره:
تذكير النفس بالحياة الأخروية، وتخليصها من التعلقات الدنيوية.
نفسونو ته د آخرت ژوند ور په يادول او له دنيوي اړيکو يې خلاصول.

سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْاَعْلَی ۟ۙ
د خپل هغه پالونکي پاکي دې بيانوه چې پر ټول مخلوق لوړ دی ستا لخوا د هغه د ياد او لويۍ پر مهال د هغه نوم اخله.
تفسیرهای عربی:
الَّذِیْ خَلَقَ فَسَوّٰی ۟
هغه ذات چې انسان يې سم پيدا کړی او قامت يې برابر کړی دی.
تفسیرهای عربی:
وَالَّذِیْ قَدَّرَ فَهَدٰی ۟
او هغه چې د مخلوقاتو جنسونه، ډولونه او ټولګي يې اندازه کړل، او هغه څه ته يې د هر مخلوق لارښوونه وکړه چې د هغه لپاره مناسب او برابر وو.
تفسیرهای عربی:
وَالَّذِیْۤ اَخْرَجَ الْمَرْعٰی ۟
او هغه چې له ځمکې يې هغه څه را واېستل چې ستاسو څاروي پکې څري.
تفسیرهای عربی:
فَجَعَلَهٗ غُثَآءً اَحْوٰی ۟ؕ
بيا يې تور ته ورته وچ پروړ وګرځول وروسته تردې چې هغه تک شنه وو.
تفسیرهای عربی:
سَنُقْرِئُكَ فَلَا تَنْسٰۤی ۟ۙ
اې رسوله! موږ قرآن درباندې لولو، او ستا په سينه کې يې ځای پرځای کوو او هيڅکله به يې هېر نه کړې، نو له جبرئيل مخکې يې مه لوله لکه څنګه چې تا دغه کار د دغه حرص له امله کولو چې هېر يې نه کړې.
تفسیرهای عربی:
اِلَّا مَا شَآءَ اللّٰهُ ؕ— اِنَّهٗ یَعْلَمُ الْجَهْرَ وَمَا یَخْفٰی ۟ؕ
مګر دا چې الله د کوم حکمت له مخې د يو څه هېرول وغواړي، بېشکه هغه پاک ذات پر هغه څه پوهيږي چې ښکاره کول کيږي او څه چې پټول کيږي، له دغه څخه هيڅ هم ترې نه پټيږي.
تفسیرهای عربی:
وَنُیَسِّرُكَ لِلْیُسْرٰی ۟ۚۖ
او له اعمالو به پر تا هغه عمل اسانه کړو چې الله راضي کوي او جنت ته د ننه اېستلو لامل کيږي.
تفسیرهای عربی:
فَذَكِّرْ اِنْ نَّفَعَتِ الذِّكْرٰی ۟ؕ
نو خلکو ته پر هغه څه نصيحت کوه چې موږ يې له قرآن څخه درته وحي کوو، او هغوی ته ور په يادوه ترکومه چې ور په يادول اورېدل کيږي.
تفسیرهای عربی:
سَیَذَّكَّرُ مَنْ یَّخْشٰی ۟ۙ
ژر به هغه څوک ستا پر نصيحتونو پند واخلي چې له الله وېريږي، ځکه همغه له نصيحت ګټه پورته کوي.
تفسیرهای عربی:
از فواید آیات این صفحه:
• تحفظ الملائكة الإنسان وأعماله خيرها وشرها ليحاسب عليها.
پرېښتې انسان او د هغه د ښو او بدو اعمالو ساتنه کوي ترڅو ورسره پرې حساب وشي.

• ضعف كيد الكفار إذا قوبل بكيد الله سبحانه.
د کافرانو د چل کمزورتيا کله چې د الله له تدبير سره پرتله کړل شي.

• خشية الله تبعث على الاتعاظ.
د الله وېره د پند اخېستلو لامل کيږي.

وَیَتَجَنَّبُهَا الْاَشْقَی ۟ۙ
او کافر له نصيحته لېرې کيږي او کرکه ترې کوي، ځکه هغه په آخرت کې اور ته د ننوتلو له امله تر ټولو زيات بدمرغه دی.
تفسیرهای عربی:
الَّذِیْ یَصْلَی النَّارَ الْكُبْرٰی ۟ۚ
هغه چې د آخرت لوی اور ته ننوځي چې ګرمي به يې زغمي او تل به يې تحملوي.
تفسیرهای عربی:
ثُمَّ لَا یَمُوْتُ فِیْهَا وَلَا یَحْیٰی ۟ؕ
بيا به تل په اور کې وي داسې چې نه به پکې مري چې ارامه شي له هغه عذابه چې ګالي يې، او نه به په عزتمن او ښه ژوند سره ژوند کولای شي.
تفسیرهای عربی:
قَدْ اَفْلَحَ مَنْ تَزَكّٰی ۟ۙ
هغه څوک موخې ته په رسېدو بريالی شو چې ځان يې له شرک او ګناهونو پاک کړ.
تفسیرهای عربی:
وَذَكَرَ اسْمَ رَبِّهٖ فَصَلّٰی ۟ؕ
او خپل پالونکی يې پر هغو يادونو سره ياد کړ چې روا کړی يې دي، او لمونځ يې وکړ پر هغه صفت چې د ادا لپاره يې مطلوب و.
تفسیرهای عربی:
بَلْ تُؤْثِرُوْنَ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا ۟ۚۖ
بلکې تاسې د دنيا ژوند مخکې کوئ، او پر آخرت لومړيتوب ورکوئ سره له دې چې د هغو دواړو ترمنځ لوی توپير دی.
تفسیرهای عربی:
وَالْاٰخِرَةُ خَیْرٌ وَّاَبْقٰی ۟ؕ
او آخرت خير او له دنيا او په هغې کې له شته خوندونو او توښو څخه غوره او دوامداره دی، ځکه په هغو کې چې کوم نعمتونه دي هغه نه ختميږي.
تفسیرهای عربی:
اِنَّ هٰذَا لَفِی الصُّحُفِ الْاُوْلٰی ۟ۙ
او دغه کوم امرونه او خبرونه مو چې ستاسو لپاره بيان کړل دا له قرآن مخکې صحيفو کې نازل کړل شوي دي.
تفسیرهای عربی:
صُحُفِ اِبْرٰهِیْمَ وَمُوْسٰی ۟۠
هغه صحيفې چې پر ابراهيم او موسی عليهما السلام نازل کړل شوې وې.
تفسیرهای عربی:
از فواید آیات این صفحه:
• أهمية تطهير النفس من الخبائث الظاهرة والباطنة.
له باطني او ظاهري چټليو څخه د نفس د پاکوالي اهميت.

• الاستدلال بالمخلوقات على وجود الخالق وعظمته.
مخلوقاتو ته په لیدو د خالق پر شتون او د هغه په لویۍ استدلال کول.

• مهمة الداعية الدعوة، لا حمل الناس على الهداية؛ لأن الهداية بيد الله.
د بلونکي دنده يوازې بلنه ده، نه دا چې خلک د لارښوونې پر منلو اړ کړي، ځکه لارښوونه د الله په لاس کې ده.

 
ترجمهٔ معانی سوره: سوره اعلى
فهرست سوره ها شماره صفحه
 
ترجمهٔ معانی قرآن کریم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - لیست ترجمه ها

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

بستن