Check out the new design

ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو - مركز ترجمه‌ى رواد * - لیست ترجمه ها

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

ترجمهٔ معانی سوره: حاقه   آیه:
وَّلَا طَعَامٌ اِلَّا مِنْ غِسْلِیْنٍ ۟ۙ
او نه له زوو پرته څه خواړه
تفسیرهای عربی:
لَّا یَاْكُلُهٗۤ اِلَّا الْخَاطِـُٔوْنَ ۟۠
چې له ګناهګارانو پرته يې بل څوك نه خوري
تفسیرهای عربی:
فَلَاۤ اُقْسِمُ بِمَا تُبْصِرُوْنَ ۟ۙ
نو داسې نده، زه قسم كوم پر هر هغه څه چې تاسې يې وينئ
تفسیرهای عربی:
وَمَا لَا تُبْصِرُوْنَ ۟ۙ
او پر هغه څه چې نه يې وينئ
تفسیرهای عربی:
اِنَّهٗ لَقَوْلُ رَسُوْلٍ كَرِیْمٍ ۟ۚۙ
چې بېشكه دا د يو عزتمن استازي وينا ده
تفسیرهای عربی:
وَّمَا هُوَ بِقَوْلِ شَاعِرٍ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تُؤْمِنُوْنَ ۟ۙ
او د كوم شاعر خبره نه ده تاسي بيخې لږ ايمان راوړئ
تفسیرهای عربی:
وَلَا بِقَوْلِ كَاهِنٍ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَذَكَّرُوْنَ ۟ؕ
او نه د كاهن (تالې كتونكي، غيب ويونكي) خبره ده، تاسې لږ پند اخلئ
تفسیرهای عربی:
تَنْزِیْلٌ مِّنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
دا د رب العالمين لخوا نازل شوى
تفسیرهای عربی:
وَلَوْ تَقَوَّلَ عَلَیْنَا بَعْضَ الْاَقَاوِیْلِ ۟ۙ
او كه چېرې ده له ځانه موږ پسې څه خبرې جوړې كړې واى
تفسیرهای عربی:
لَاَخَذْنَا مِنْهُ بِالْیَمِیْنِ ۟ۙ
هرومرو به مو هغه په ښي لاس رانيولى واى
تفسیرهای عربی:
ثُمَّ لَقَطَعْنَا مِنْهُ الْوَتِیْنَ ۟ؗۖ
بيا به مو د هغه د زړه رګ ترې غوڅ كړى واى
تفسیرهای عربی:
فَمَا مِنْكُمْ مِّنْ اَحَدٍ عَنْهُ حٰجِزِیْنَ ۟
نو بيا به له تاسي هيڅوك له دې كاره زموږ ايساروونكي نه وو
تفسیرهای عربی:
وَاِنَّهٗ لَتَذْكِرَةٌ لِّلْمُتَّقِیْنَ ۟
او په رېښتيا دا د ځان ساتونکو لپاره يو پند دى
تفسیرهای عربی:
وَاِنَّا لَنَعْلَمُ اَنَّ مِنْكُمْ مُّكَذِّبِیْنَ ۟
او بېشكه موږ پوهېږو چې له تاسي څه كسان درواغ ګڼونكي دي
تفسیرهای عربی:
وَاِنَّهٗ لَحَسْرَةٌ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ ۟
او هغه پر کافرانو پښېماني ده
تفسیرهای عربی:
وَاِنَّهٗ لَحَقُّ الْیَقِیْنِ ۟
او دا يقيني حق دى
تفسیرهای عربی:
فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِیْمِ ۟۠
نو د خپل لوى پالونکي پر نوم پاکي بيانوه
تفسیرهای عربی:
 
ترجمهٔ معانی سوره: حاقه
فهرست سوره ها شماره صفحه
 
ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو - مركز ترجمه‌ى رواد - لیست ترجمه ها

ترجمه شده توسط گروه مرکز ترجمهٔ رواد با همکاری انجمن دعوت در ربوه و انجمن خدمت به محتوای اسلامی به زبان‌های مختلف.

بستن