Check out the new design

ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو - مركز ترجمه‌ى رواد * - لیست ترجمه ها

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

ترجمهٔ معانی سوره: اعراف   آیه:
یٰبَنِیْۤ اٰدَمَ خُذُوْا زِیْنَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَّكُلُوْا وَاشْرَبُوْا وَلَا تُسْرِفُوْا ؕۚ— اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الْمُسْرِفِیْنَ ۟۠
اې د آدم اولادې! د هر عبادت په وخت كې مو خپل د ښكلا لباس واخلئ او خورئ، څښئ خو اسراف مه كوئ، بې شكه هغه (الله) اسرافيان نه خوښوي.
تفسیرهای عربی:
قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِیْنَةَ اللّٰهِ الَّتِیْۤ اَخْرَجَ لِعِبَادِهٖ وَالطَّیِّبٰتِ مِنَ الرِّزْقِ ؕ— قُلْ هِیَ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا خَالِصَةً یَّوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— كَذٰلِكَ نُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ ۟
ورته وايه: د الله هغه (د) ښكلا (سامان) چا حرامه كړې چې خپلو بندګانو ته يې را اېستلې او د روزي هغه پاكيزه شيان؟ ورته وايه: هغه خو په دنيايي ژوند كې هم (اصلاً) د مومنانو لپاره دي او د قيامت په ورځ خو به يوازې د دوى لپاره وي، په همدې توګه موږ هغو خلكو ته خپل آيتونه څرګند بيانوو چې پوهيږي.
تفسیرهای عربی:
قُلْ اِنَّمَا حَرَّمَ رَبِّیَ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَالْاِثْمَ وَالْبَغْیَ بِغَیْرِ الْحَقِّ وَاَنْ تُشْرِكُوْا بِاللّٰهِ مَا لَمْ یُنَزِّلْ بِهٖ سُلْطٰنًا وَّاَنْ تَقُوْلُوْا عَلَی اللّٰهِ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
ورته وايه: زما رب خو ايله ښكاره او پټ بې حيا كارونه حرام كړي، ګناه، په ناحقه تېرى، دا چې الله سره هغه څه شريك وګڼئ چې د هغه په هكله يې څه سند نه دى رانازل كړى او دا چې په الله پورې داسې څه ووايئ چې نه (ورباندې) پوهيږئ.
تفسیرهای عربی:
وَلِكُلِّ اُمَّةٍ اَجَلٌ ۚ— فَاِذَا جَآءَ اَجَلُهُمْ لَا یَسْتَاْخِرُوْنَ سَاعَةً وَّلَا یَسْتَقْدِمُوْنَ ۟
او د هر ولس لپاره يوه نېټه (ټاكل شوې) ده، نو كله چې هغه نېټه يې راورسېده بيا به نه يو ساعت وروسته كيږي او نه به وړاندې كيږي.
تفسیرهای عربی:
یٰبَنِیْۤ اٰدَمَ اِمَّا یَاْتِیَنَّكُمْ رُسُلٌ مِّنْكُمْ یَقُصُّوْنَ عَلَیْكُمْ اٰیٰتِیْ ۙ— فَمَنِ اتَّقٰی وَاَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟
اې د آدم اولادې! كه چېرې تاسو ته له تاسو څخه داسې رسولان درشي چې زما آيتونه درته بيانوي، نو بيا چې څوك تقوى خپله او (عملونه) سم كړي، نه به څه وېره ورباندې وي او نه به دوى خپه كيږي.
تفسیرهای عربی:
وَالَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَاسْتَكْبَرُوْا عَنْهَاۤ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟
او هغوى چې زموږ آيتونه يې دروغ وبلل او تكبر يې ترې وكړ، نو هغوى دوزخيان دي، تل ترتله پكې اوسېدونكي.
تفسیرهای عربی:
فَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا اَوْ كَذَّبَ بِاٰیٰتِهٖ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ یَنَالُهُمْ نَصِیْبُهُمْ مِّنَ الْكِتٰبِ ؕ— حَتّٰۤی اِذَا جَآءَتْهُمْ رُسُلُنَا یَتَوَفَّوْنَهُمْ ۙ— قَالُوْۤا اَیْنَ مَا كُنْتُمْ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— قَالُوْا ضَلُّوْا عَنَّا وَشَهِدُوْا عَلٰۤی اَنْفُسِهِمْ اَنَّهُمْ كَانُوْا كٰفِرِیْنَ ۟
نو تر هغه لوى ظالم به څوك وي چې په الله پورې دروغ تړي يا يې آيتونه دروغ ګڼي، داسې خلكو ته به يې خپله ټاكل شوې برخه تر هغه پورې رسيږي چې زموږ استازي ورشي، سايي اخلې، ورته وايي به: چېرې دي هغه چې تاسو به الله نه پرته رابلل؟ دوى به وايي: (اوس) خو ټول رانه ورك شول، او پر خپلو ځانو به شاهدي ووايي چې يقيناً دوى كافران وو.
تفسیرهای عربی:
 
ترجمهٔ معانی سوره: اعراف
فهرست سوره ها شماره صفحه
 
ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو - مركز ترجمه‌ى رواد - لیست ترجمه ها

ترجمه شده توسط گروه مرکز ترجمهٔ رواد با همکاری انجمن دعوت در ربوة و انجمن خدمت به محتوای اسلامی به زبان‌های مختلف.

بستن