Check out the new design

ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو ـ سرفراز * - لیست ترجمه ها


ترجمهٔ معانی سوره: بقره   آیه:
وَاِذْ اَخَذْنَا مِیْثَاقَكُمْ لَا تَسْفِكُوْنَ دِمَآءَكُمْ وَلَا تُخْرِجُوْنَ اَنْفُسَكُمْ مِّنْ دِیَارِكُمْ ثُمَّ اَقْرَرْتُمْ وَاَنْتُمْ تَشْهَدُوْنَ ۟
او هغه هم را په زړه کړئ چې مونږ له تاسې څخه ژبه(ژمنه) واخیسته چې یو به دبل وینې نه تویوئ او نه به یو بل له خپلو کورونو څخه وباسئ بیا تاسې دا خبره ومنله او همدا اوس هم ددې خبرې شاهدي ورکوۍ.
تفسیرهای عربی:
ثُمَّ اَنْتُمْ هٰۤؤُلَآءِ تَقْتُلُوْنَ اَنْفُسَكُمْ وَتُخْرِجُوْنَ فَرِیْقًا مِّنْكُمْ مِّنْ دِیَارِهِمْ ؗ— تَظٰهَرُوْنَ عَلَیْهِمْ بِالْاِثْمِ وَالْعُدْوَانِ ؕ— وَاِنْ یَّاْتُوْكُمْ اُسٰرٰی تُفٰدُوْهُمْ وَهُوَ مُحَرَّمٌ عَلَیْكُمْ اِخْرَاجُهُمْ ؕ— اَفَتُؤْمِنُوْنَ بِبَعْضِ الْكِتٰبِ وَتَكْفُرُوْنَ بِبَعْضٍ ۚ— فَمَا جَزَآءُ مَنْ یَّفْعَلُ ذٰلِكَ مِنْكُمْ اِلَّا خِزْیٌ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۚ— وَیَوْمَ الْقِیٰمَةِ یُرَدُّوْنَ اِلٰۤی اَشَدِّ الْعَذَابِ ؕ— وَمَا اللّٰهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟
خو بیا همدا تاسې هغه خلک یې چې یو بل سره وژنۍ او یو بل له خپلو کورونو څخه وباسۍ، د ګناه، ظلم او تیرې په کولو یو د بل په تاوان ډلې جوړوئ او ملاتړ یې کوئ خو که چیرې ستاسې په لاسونو کې بندیان شي [۱] نو تاسې یې د را خوشې کولو لپاره بدل ورکوئ په داسې حال کې چې په تاسې یې ویستل او له کورونو څخه شړل حرام شوي دي، نو ښه ! تاسې ځینې کتاب منئ او له ځینې نور څخه بیا انکار کوئ؟ نو د هغو خلکو جزا چې دا وړ کارونه کوي پرته له دې بل څه نه ده چې: په دنیاوي ژوند کې به له رسوایې سره مخ او د قیامت په ورځ به خورا سخت عذاب ته وروستل شي، او الله پاک ستاسې له کړنو څخه ناخبره نه دی.
[۱] یاله بندي کیدلو وروسته د کومک لپاره راشي( کابلی تفسیر)
تفسیرهای عربی:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ اشْتَرَوُا الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا بِالْاٰخِرَةِ ؗ— فَلَا یُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلَا هُمْ یُنْصَرُوْنَ ۟۠
دې خلکو د اخرني ژوند پر ځای د دنیا ژوند خوښ کړ نو نه به ترې عذاب کم شي او نه به ورسره څه کومک وشي.
تفسیرهای عربی:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ وَقَفَّیْنَا مِنْ بَعْدِهٖ بِالرُّسُلِ ؗ— وَاٰتَیْنَا عِیْسَی ابْنَ مَرْیَمَ الْبَیِّنٰتِ وَاَیَّدْنٰهُ بِرُوْحِ الْقُدُسِ ؕ— اَفَكُلَّمَا جَآءَكُمْ رَسُوْلٌۢ بِمَا لَا تَهْوٰۤی اَنْفُسُكُمُ اسْتَكْبَرْتُمْ ۚ— فَفَرِیْقًا كَذَّبْتُمْ ؗ— وَفَرِیْقًا تَقْتُلُوْنَ ۟
او مونږ موسی علیه السلام ته کتاب ورکړ او له ده وروسته مو په پر له پسې ډول نور استازي هم ولیږل او هم مو د مریمې ځوی عیسی ته ښکاره او روښانه نښې ورکړې، او په سپیڅلي روح ( جبرائیل) سره مو د هغه ملاتړ کړی ؤ، دا نو کومه خبره ده چې هر رسول تاسې ته ستاسې د خوښې نه پرته څه راوړي تاسې لويي کړې او غاړه مو غړولې ده؟ ځینې پیغمبران مو درواغجن ګڼلي دي او ځینې نور مو وژلي دي؟
تفسیرهای عربی:
وَقَالُوْا قُلُوْبُنَا غُلْفٌ ؕ— بَلْ لَّعَنَهُمُ اللّٰهُ بِكُفْرِهِمْ فَقَلِیْلًا مَّا یُؤْمِنُوْنَ ۟
او دوی وایې چې زمونږ زړونه په پردو کې نغښتي دي نه: بلکې د هغوی د کفر له کبله پرې الله لعنت کړی دی نو ډیر لږ ایمان راوړي.
تفسیرهای عربی:
 
ترجمهٔ معانی سوره: بقره
فهرست سوره ها شماره صفحه
 
ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو ـ سرفراز - لیست ترجمه ها

ترجمه‌ى معانی قرآن کریم به زبان پشتو. مترجم: مولوی جانباز سرفراز

بستن