Check out the new design

ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى مولولوی جانباز سرفراز * - لیست ترجمه ها


ترجمهٔ معانی سوره: بقره   آیه:
وَقَالَتِ الْیَهُوْدُ لَیْسَتِ النَّصٰرٰی عَلٰی شَیْءٍ ۪— وَّقَالَتِ النَّصٰرٰی لَیْسَتِ الْیَهُوْدُ عَلٰی شَیْءٍ ۙ— وَّهُمْ یَتْلُوْنَ الْكِتٰبَ ؕ— كَذٰلِكَ قَالَ الَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ مِثْلَ قَوْلِهِمْ ۚ— فَاللّٰهُ یَحْكُمُ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فِیْمَا كَانُوْا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟
یهودیانو به ویلې چې نصارا پر حق دین نه دي او نصاراوو به ویل چې یهودیان پر حق دین نه دي په داسې حال کې چې دواړه ډلې کتاب لولي( او پوهیږي چې کوم دین حق دی؟) همدا وړ خبره هغو هم کوله چې په هیڅ نه پوهیږي، نو الله جل جلاله به د قیامت په ورځ د دوي په منځ کې ډاګیزه پریکړه وکړي چې کوم یو په حقه دي؟
تفسیرهای عربی:
وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنْ مَّنَعَ مَسٰجِدَ اللّٰهِ اَنْ یُّذْكَرَ فِیْهَا اسْمُهٗ وَسَعٰی فِیْ خَرَابِهَا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ مَا كَانَ لَهُمْ اَنْ یَّدْخُلُوْهَاۤ اِلَّا خَآىِٕفِیْنَ ؕ۬— لَهُمْ فِی الدُّنْیَا خِزْیٌ وَّلَهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟
له هغه چا څخه به لوې ظالم څوک وي؟ چې د الله جوماتونه یې له دی څخه منعه کړي چې : دالله نوم پکې یاد شي او په ورانولو کې یې هڅه کړې، دا خلک ددې وړ ندي چې جوماتونو ته پرته له ډار څخه ننووځي، په دنیا کې يې رسوايې په برخه ده او په اخرت کې لوي عذاب.
تفسیرهای عربی:
وَلِلّٰهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ ۗ— فَاَیْنَمَا تُوَلُّوْا فَثَمَّ وَجْهُ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ وَاسِعٌ عَلِیْمٌ ۟
ختیځ او لویدیځ ټول دالله دي په کوم لورې مو چې مخ کړ همغه د الله پاک د طاعت لور دی، بې شکه چې د الله پاک هر څه پراخ او په هر څه ښه پوه دی.
تفسیرهای عربی:
وَقَالُوا اتَّخَذَ اللّٰهُ وَلَدًا ۙ— سُبْحٰنَهٗ ؕ— بَلْ لَّهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— كُلٌّ لَّهٗ قٰنِتُوْنَ ۟
او دغو( ناپوهانو) ویلې چې الله ځوی نیولی دی، الله له دی څخه پاک او څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي ټول یې مخلوق دی او ټول ورته غاړه ایښوونکي دي.
تفسیرهای عربی:
بَدِیْعُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَاِذَا قَضٰۤی اَمْرًا فَاِنَّمَا یَقُوْلُ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ ۟
د اسمانونو او ځمکې(بې مثاله) پیدا کوونکی دی او چې د یو څیز د پیدا کولو تکل وکړي نو ورته وایې( شه) نو هغه کیږي.
تفسیرهای عربی:
وَقَالَ الَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ لَوْلَا یُكَلِّمُنَا اللّٰهُ اَوْ تَاْتِیْنَاۤ اٰیَةٌ ؕ— كَذٰلِكَ قَالَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ مِّثْلَ قَوْلِهِمْ ؕ— تَشَابَهَتْ قُلُوْبُهُمْ ؕ— قَدْ بَیَّنَّا الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یُّوْقِنُوْنَ ۟
دغو ( ناپوهانو) دا هم ویلې چې الله ولې له مونږ سره مخامخ خبرې نه کوي؟ او ولې یوه نښه مونږ ته نه راځي؟ دا وړ خبره هغو هم کوله چې له دوی څخه وړاندې تیر شوي وو زړونه یې سره ورته دي، مونږ ټولې نښې د باور لرونکو خلکو لپاره بیان کړي دي.
تفسیرهای عربی:
اِنَّاۤ اَرْسَلْنٰكَ بِالْحَقِّ بَشِیْرًا وَّنَذِیْرًا ۙ— وَّلَا تُسْـَٔلُ عَنْ اَصْحٰبِ الْجَحِیْمِ ۟
( غټه نښه دا ده چې) ته مو په رښتیا زیری ورکوونکی او ډاروونکی لیږلی یې او ته د دوزخیانو په هکله نه پوښتل کیږي.
تفسیرهای عربی:
 
ترجمهٔ معانی سوره: بقره
فهرست سوره ها شماره صفحه
 
ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى مولولوی جانباز سرفراز - لیست ترجمه ها

ترجمه‌ى معانی قرآن کریم به زبان پشتو. مترجم: مولوی جانباز سرفراز

بستن