Check out the new design

ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى مولولوی جانباز سرفراز * - لیست ترجمه ها


ترجمهٔ معانی سوره: نمل   آیه:

نمل

طٰسٓ ۫— تِلْكَ اٰیٰتُ الْقُرْاٰنِ وَكِتَابٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ
طس. دا د قران او څرګندوونکي کتاب ایاتونه دي.
تفسیرهای عربی:
هُدًی وَّبُشْرٰی لِلْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۙ
د مؤمنانو لپاره لارښوونه او زیری دی.
تفسیرهای عربی:
الَّذِیْنَ یُقِیْمُوْنَ الصَّلٰوةَ وَیُؤْتُوْنَ الزَّكٰوةَ وَهُمْ بِالْاٰخِرَةِ هُمْ یُوْقِنُوْنَ ۟
د هغو لپاره چې لمونځ ودروي، زکات ورکوي او په اخرت پوره باور لري.
تفسیرهای عربی:
اِنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ زَیَّنَّا لَهُمْ اَعْمَالَهُمْ فَهُمْ یَعْمَهُوْنَ ۟ؕ
له شک نه وتلې ده چې مونږ هغو خلکو ته د هغوی کړنې ښایسته کړې دي چې په اخرت ایمان نه لري. نو ځکه لالهانده او سرګردان وي.
تفسیرهای عربی:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ لَهُمْ سُوْٓءُ الْعَذَابِ وَهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ هُمُ الْاَخْسَرُوْنَ ۟
او همدا خلک دي چې بد عذاب يي په برخه او په اخرت کې به خورا زیانمن وي.
تفسیرهای عربی:
وَاِنَّكَ لَتُلَقَّی الْقُرْاٰنَ مِنْ لَّدُنْ حَكِیْمٍ عَلِیْمٍ ۟
او ای محمده! په رښتیا چې تاته د قران د یوه حکیم او علیم ذات له لورې درکول کیږي.
تفسیرهای عربی:
اِذْ قَالَ مُوْسٰی لِاَهْلِهٖۤ اِنِّیْۤ اٰنَسْتُ نَارًا ؕ— سَاٰتِیْكُمْ مِّنْهَا بِخَبَرٍ اَوْ اٰتِیْكُمْ بِشِهَابٍ قَبَسٍ لَّعَلَّكُمْ تَصْطَلُوْنَ ۟
او هغه وخت یاد کړه چې موسی خپلې کډې ته وویل: ما اور ولید. زه به ډير ژر تاسې ته له هغه ځای نه کوم خبر راوړم او یا به بله لمبه راوړم چې ځان پرې ګرم کړئ.
تفسیرهای عربی:
فَلَمَّا جَآءَهَا نُوْدِیَ اَنْ بُوْرِكَ مَنْ فِی النَّارِ وَمَنْ حَوْلَهَا ؕ— وَسُبْحٰنَ اللّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
نو چې هلته ورغی غږ وشو: مبارک دی هغه چې په اور کې [۱۶] دی او هغه چې په چاپیریال کې يې دی. او پاک دی الله چې رب د ټولو موجوداتو دی.
[۱۶] ځینو مفسیرینو هغه چې په اور کې دي ملایک وايي او چې په چاپیریال کې يي دی موسی ښوولی او ځینو نورو يي عکس خبره کړې ده( فتح القدیر).
تفسیرهای عربی:
یٰمُوْسٰۤی اِنَّهٗۤ اَنَا اللّٰهُ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟ۙ
ای موسی! زه الله یم، پر هر څه برلاسی او د حکمت څښتن.
تفسیرهای عربی:
وَاَلْقِ عَصَاكَ ؕ— فَلَمَّا رَاٰهَا تَهْتَزُّ كَاَنَّهَا جَآنٌّ وَّلّٰی مُدْبِرًا وَّلَمْ یُعَقِّبْ ؕ— یٰمُوْسٰی لَا تَخَفْ ۫— اِنِّیْ لَا یَخَافُ لَدَیَّ الْمُرْسَلُوْنَ ۟ۗۖ
او وغورزوه خپله امسا، نو چې ويي لیده د تیز مار په شان خوزیږي شا يې واړه وله، وتښتید او شا ته يې ونه کتل. ای موسی! مه ډاریږه! زما په وړاندې پیغمبران نه ډاریږي.
تفسیرهای عربی:
اِلَّا مَنْ ظَلَمَ ثُمَّ بَدَّلَ حُسْنًا بَعْدَ سُوْٓءٍ فَاِنِّیْ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
مګر یوازې هغه څوک باید وډار شي چې تیر يې کړی وي، خو که هغه هم له بدۍ وروسته نیکي خپله کړي نو زه بښونکی مهربان یم.
تفسیرهای عربی:
وَاَدْخِلْ یَدَكَ فِیْ جَیْبِكَ تَخْرُجْ بَیْضَآءَ مِنْ غَیْرِ سُوْٓءٍ ۫— فِیْ تِسْعِ اٰیٰتٍ اِلٰی فِرْعَوْنَ وَقَوْمِهٖ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا فٰسِقِیْنَ ۟
او خپل لاس په خپل ګریوان کې ننه باسه بې له کوم عیبه به تک سپین راووځي. دا د هغو نهو نښو څخه ده چې فرعون او د هغه قوم ته څرګندیږي. بې له شکه چې هغوی ورانکاري خلک دي.
تفسیرهای عربی:
فَلَمَّا جَآءَتْهُمْ اٰیٰتُنَا مُبْصِرَةً قَالُوْا هٰذَا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚ
نو کله چې زمونږ څرګندې او روښانه نښې هغوی ته راغلې نو ويې ویل چې: دا ښکاره جادو دی.
تفسیرهای عربی:
 
ترجمهٔ معانی سوره: نمل
فهرست سوره ها شماره صفحه
 
ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى مولولوی جانباز سرفراز - لیست ترجمه ها

ترجمه‌ى معانی قرآن کریم به زبان پشتو. مترجم: مولوی جانباز سرفراز

بستن