Check out the new design

ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو - ابو زكريا * - لیست ترجمه ها


ترجمهٔ معانی سوره: بقره   آیه:

بقره

الٓمّٓ ۟ۚ
2-1 الف، لام، ميم
تفسیرهای عربی:
ذٰلِكَ الْكِتٰبُ لَا رَیْبَ ۖۚۛ— فِیْهِ ۚۛ— هُدًی لِّلْمُتَّقِیْنَ ۟ۙ
2-2دا (عظيم) كتاب دى، په ده كې هېڅ شك نشته، د پرهېزګارانو لپاره هدايت دى
تفسیرهای عربی:
الَّذِیْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِالْغَیْبِ وَیُقِیْمُوْنَ الصَّلٰوةَ وَمِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَ ۟ۙ
2-3هغه خلق چې پر غيبو ايمان راوړي او لمونځ قايموي او له هغه (مال) نه څه حصه خرچ كوي؛ چې مونږ هغوى ته وركړى دى
تفسیرهای عربی:
وَالَّذِیْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ وَمَاۤ اُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ ۚ— وَبِالْاٰخِرَةِ هُمْ یُوْقِنُوْنَ ۟ؕ
2-4او هغه خلق چې ايمان راوړي پر هغه (كتاب) چې تا ته نازل كړى شوى دى او پر هغو (كتابونو) چې له تا نه مخكې نازل كړى شوي دي، او پر اخرت همدوى يقين لري
تفسیرهای عربی:
اُولٰٓىِٕكَ عَلٰی هُدًی مِّنْ رَّبِّهِمْ ۗ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟
2-5دغه خلق د خپل رب له طرفه په راغلي هدايت باندې دي او همدغه خلق پوره كامياب دي
تفسیرهای عربی:
 
ترجمهٔ معانی سوره: بقره
فهرست سوره ها شماره صفحه
 
ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو - ابو زكريا - لیست ترجمه ها

ترجمه‌ى ابوزکریا عبدالسلام.

بستن