Traduction des sens du Noble Coran - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - Lexique des traductions


Traduction des sens Verset: (60) Sourate: AL-KAHF
وَاِذْ قَالَ مُوْسٰی لِفَتٰىهُ لَاۤ اَبْرَحُ حَتّٰۤی اَبْلُغَ مَجْمَعَ الْبَحْرَیْنِ اَوْ اَمْضِیَ حُقُبًا ۟
او یاد کړه -ای پیغمبره- هغه وخت کله چې موسی -علیه السلام- خپل خادم یوشع بن نون ته وویل: زه به ځم تر څو چې زه ورسیږم ځای د یوځای کیدلو د دوو دریابونو، او یا به زه ډیره زمانه ځم تر څو چې زه مخامخ شم د هغه نیک بنده سره، نو د هغه نه به علم یاد کړم.
Les exégèses en arabe:
Parmi les bénéfices ( méditations ) des versets de cette page:
• عظمة القرآن وجلالته وعمومه؛ لأن فيه كل طريق موصل إلى العلوم النافعة، والسعادة الأبدية، وكل طريق يعصم من الشر.
په دې آیتونو کې د قرآن کریم لويي او احترام او عام والی دی؛ ځکه چې په دې کې هره هغه لار ده چې رسیدونکې ده فایده مندو علمونو ته، او همیشنۍ نیکبختۍ ته، او هرې هغې لارې ته چې د شر نه بچ کول کوي.

• من حكمة الله ورحمته أن تقييضه المبطلين المجادلين الحق بالباطل من أعظم الأسباب إلى وضوح الحق، وتبيُّن الباطل وفساده.
د الله تعالی د حکمت او مهربانۍ څخه دا دي چې د حق سره په باطله جګړه کوونکي راګیر کړي، چې دا د حق د بیانولو او د باطل د فساد د ښکاره کولو د سببونو څخه یو لوی سبب دی.

• في الآيات من التخويف لمن ترك الحق بعد علمه أن يحال بينه وبين الحق، ولا يتمكن منه بعد ذلك، ما هو أعظم مُرَهِّب وزاجر عن ذلك.
په آيتونو کې د هغه چا لپاره داسې وېرونه ده چې حق يې پر هغه له پوهې وروسته پرېښی وي دا چې د هغه او حق ترمنځ به خنډ راشي او له دغه وروسته به پر هغه ونه توانيږي چې دا ترټولو لوی وېروونکی او له دغه څخه را ګرځوونکی دی.

• فضيلة العلم والرحلة في طلبه، واغتنام لقاء الفضلاء والعلماء وإن بعدت أقطارهم.
د علم او په هغه کې د سفر کولو فضیلت، او غنېمت ګڼل د غوره او علماوو خلکو سره ملاقاتونه اګر که د هغوی ځایونه لري هم وي.

• الحوت يطلق على السمكة الصغيرة والكبيرة ولم يرد في القرآن لفظ السمك، وإنما ورد الحوت والنون واللحم الطري.
د (حوت) لفظ ورکوټي او غټ ماهي دواړو ته ویل کیږي او په قرآن کریم کې د (سمک) لفظ ندی راغلی، بلکې د (حوت) او (نون) او تازه غوښې لفظونه ذکر شوي.

 
Traduction des sens Verset: (60) Sourate: AL-KAHF
Lexique des sourates Numéro de la page
 
Traduction des sens du Noble Coran - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - Lexique des traductions

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

Fermeture