Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou du Résumé dans l'Exégèse du noble Coran

external-link copy
192 : 2

فَاِنِ انْتَهَوْا فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

نو که چېرې هغوی تاسو سره له جګړې او له خپل کفر څخه بند شول، نو تاسې هم له هغوی سره جګړه مه کوئ، نو بېشکه الله تعالی هغه چاته بښنه کوي چې توبه وباسي، پر پخوانیو ګناهونو یې نه رانیسي، پر هغوی مهربانه دی او په بېړه (عجله) جزا هم نه ورکوي. info
التفاسير:
Parmi les bénéfices ( méditations ) des versets de cette page:
• مقصود الجهاد وغايته جَعْل الحكم لله تعالى وإزالة ما يمنع الناس من سماع الحق والدخول فيه.
د جهاد مقصد او موخه داده چې ټول واک او پرېکړې یوازې د الله تعالی له پاره شي او هغه خنډونه له منځه یوړل شي چې خلک د حق له اوریدو او د حق له تابعدارئ څخه بندوي. info

• ترك الجهاد والقعود عنه من أسباب هلاك الأمة؛ لأنه يؤدي إلى ضعفها وطمع العدو فيها.
د جهاد پرېښودل او له جهاد څخه کېناستل د امت د هلاکت سبب دی؛ ځکه چې جهاد پرېښودلو سره امت کمزوری کېږي او د دښمن طمع پکې هم پېداکیږي. info

• وجوب إتمام الحج والعمرة لمن شرع فيهما، وجواز التحلل منهما بذبح هدي لمن مُنِع عن الحرم.
چاچې د حج او عمرې اراده وکړه، پر هغه یې پوره کول واجب دي، او له دې څخه حلال کېدل د هدي په ذبح کولو کېږی د هغه چا لپاره چې له حرم څخه بند شي. info