Check out the new design

Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou du Résumé dans l'Exégèse du noble Coran * - Lexique des traductions


Traduction des sens Sourate: Al 'Imran   Verset:
وَسَارِعُوْۤا اِلٰی مَغْفِرَةٍ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمٰوٰتُ وَالْاَرْضُ ۙ— اُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِیْنَ ۟ۙ
او تلوار وکړئ او د یو بل نه مخکې والی وکړئ نیکو کارونو کولو ته، او په ځان نږدې کولو سره الله تعالی ته په مختلفو طاعتونو سره؛ د دې لپاره چې تاسو د الله تعالی له طرفه لوی مغفرت حاصل کړئ، او ننوځئ داسې جنتونو ته چې پراخوالی یې د اسمانونو او ځمکو په شان دی، دغه جنت الله تعالی د خپلو پرهیزګارانو بندګانو لپاره تیار کړی دی.
Les exégèses en arabe:
الَّذِیْنَ یُنْفِقُوْنَ فِی السَّرَّآءِ وَالضَّرَّآءِ وَالْكٰظِمِیْنَ الْغَیْظَ وَالْعَافِیْنَ عَنِ النَّاسِ ؕ— وَاللّٰهُ یُحِبُّ الْمُحْسِنِیْنَ ۟ۚ
پرهیزګاران هغه کسان دي چې خپل مالونه د الله تعالی په لاره کې خرچ کوي، د اسانتیا (مالدارۍ) او تنګستیا (غریبۍ) په حالاتو کې، او کنټرولونکي دي خپلې غصی لره؛ سره لدې نه چې د انتقام وسه او طاقت هم لري، او تیریږی (معافی کوي) د هغه چا نه چې ظلم یې پری کړې وي، او الله تعالی خوښوي نیکان خلک چې په دې صفتونو باندې خپل اخلاق برابروي.
Les exégèses en arabe:
وَالَّذِیْنَ اِذَا فَعَلُوْا فَاحِشَةً اَوْ ظَلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللّٰهَ فَاسْتَغْفَرُوْا لِذُنُوْبِهِمْ۫— وَمَنْ یَّغْفِرُ الذُّنُوْبَ اِلَّا اللّٰهُ ۪۫— وَلَمْ یُصِرُّوْا عَلٰی مَا فَعَلُوْا وَهُمْ یَعْلَمُوْنَ ۟
او دا متقیان هغه کسان دي چې کله غټه ګناه وکړي، او یا کم کړي خپل ثواب په کولو د وړو ګناهونو، نو الله تعالی یاد کړي، او د الله تعالی وعید (اخطار) نافرمانو خلکو ته راپه یادکړي، او پرهیزګارانو سره د هغه وعدې هم راپه یادې کړي، نو بس غواړي د خپل رب څخه -داسې حال کې چې پښیمانه وي په خپلو ګناهونو- پټول د دوی د ګناهونو او نه رانیول د هغوی په دغو ګناهونو سره؛ ځکه چې ګناهونه نه بخښی مګر یواځې الله تعالی، او په خپلو ګناهونو همیشوالی نه کوي، او پدې هم پوهیږي چې دوی ګناهکار دي، او یقینا الله تعالی ټول ګناهونه بخښي.
Les exégèses en arabe:
اُولٰٓىِٕكَ جَزَآؤُهُمْ مَّغْفِرَةٌ مِّنْ رَّبِّهِمْ وَجَنّٰتٌ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— وَنِعْمَ اَجْرُ الْعٰمِلِیْنَ ۟ؕ
دغه کسان چې د دې خایسته صفتونو والا دي، او د دې خایسته خصلتونو والا دي، ثواب د دوئ دا دی چې الله تعالی د دوی ګناهونه پټ کړي، او ورته ترې تېر شي، او دوی لره په اخرت کې جنتونه دي چې بهیږی به لاندې د ماڼیو د هغې نه ویالې، اوسیږي به دوی په دې کې تل، او ډیره خایسته ده دا بدله د هغه چا چې د الله تعالی په طاعت باندې عمل کوي.
Les exégèses en arabe:
قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِكُمْ سُنَنٌ ۙ— فَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِیْنَ ۟
او هر کله چې مومنان وازمایل شو په هغه څه چې دوی ته د احد په ورځ رسیدلي و، الله تعالی دوی ته د تعزیې په شکل وویل: یقینا تیرې شوې دي مخکي ستاسو نه د الله تعالی مختلفې طریقې په هلاکولو د کافرانو کې، او ګرځولی یې دی ښه انجام مومنانو لره وروسته د ازمایښت (امتحان) څخه، نو بس تاسو په ځمکه کې وګرځئ او د عبرت په نظر وګورئ چې الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ته د دروغو نسبت کوونکو خلکو انجام څرنګه و؟ کورونه یې ړنګ شول، او بادشاهي يې هم ختمه شوه.
Les exégèses en arabe:
هٰذَا بَیَانٌ لِّلنَّاسِ وَهُدًی وَّمَوْعِظَةٌ لِّلْمُتَّقِیْنَ ۟
دا قران کریم د حق د بیان لپاره دی او ویره ورکوونکی دی ټولو خلکو لره د باطل نه، او دا ښودنه کوونکی دی د هدایت طرف ته، او منع کوونکی دی متقیانو لره؛ ځکه چې هم دوی د دې قران د هدایت او لارښودنې څخه استفاده کوي.
Les exégèses en arabe:
وَلَا تَهِنُوْا وَلَا تَحْزَنُوْا وَاَنْتُمُ الْاَعْلَوْنَ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
او تاسو مه کمزوي کیږئ -ای مومنانو- او غم مه کوئ په هغه څه چې تاسو ته د د احد د جنګ په ورځ درورسیدل؛ او دا ستاسو لپاره مناسب هم نه ده، ځکه چې تاسو د ایمان په وجه غالب او اوچت یاست، او د الله تعالی د مرستې، او د هغه د مدد د امید ساتلو په وجه تاسو غالب یاست، که چیرته تاسې په الله تعالی ایمان لرونکي یاست، او یقین کوونکي یاست د هغه په وعدو د خپلو پرهیزګارانو بندګانو سره.
Les exégèses en arabe:
اِنْ یَّمْسَسْكُمْ قَرْحٌ فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ مِّثْلُهٗ ؕ— وَتِلْكَ الْاَیَّامُ نُدَاوِلُهَا بَیْنَ النَّاسِ ۚ— وَلِیَعْلَمَ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَیَتَّخِذَ مِنْكُمْ شُهَدَآءَ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یُحِبُّ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۙ
که چیری تاسو ته دررسیدلي وو -ای مومنانو- زخمونه او مرګ د جنګ احد په ورځ، نو یقینا کافرانو ته هم ستاسو په شان زخمونه او مرګ وررسیدلی و، او ورځې چې دي الله تعالی یې اړوي را اړوي د خلکو ترمنځ که مسلمان وي او که کافر څرنګه چې د الله تعالی خوښه وي د کامیابۍ او ناکامۍ نه؛ د غټو حکمتونو له وجی نه؛ چی ځینې يې دا دي: چې حقیقي مسلمانان پکې د منافقانو څخه ښکاره شي، او ځینې يې دا دي: چې ونازوي چا لره چې وغواړي په شهادت سره په خپله لاره کې، او الله تعالی نه خوښوي تیری کوونکي په خپلو ځانونو چې د الله تعالی په لاره کې یې جهاد پریښودی وي.
Les exégèses en arabe:
Parmi les bénéfices ( méditations ) des versets de cette page:
• الترغيب في المسارعة إلى عمل الصالحات اغتنامًا للأوقات، ومبادرة للطاعات قبل فواتها.
تیزي ورکول په تلوار کولو سره د نیکو کارونو ته لپاره د ګټی اخیستلو د وختونو څخه، او وړاندی والی کول نیکیو ته مخکی له فوت کیدو څخه.

• من صفات المتقين التي يستحقون بها دخول الجنة: الإنفاق في كل حال، وكظم الغيظ، والعفو عن الناس، والإحسان إلى الخلق.
د پرهیزګارانو د هغو صفاتو څخه چې جنت ته د ننوتلو مستحق کیږی پري: په هر حال کې نفقه کول، او د خپلی غصې خوړل (زغمل)، او بخښنه کول خلکو ته، او نیکي کول د خلکو سره.

• النظر في أحوال الأمم السابقة من أعظم ما يورث العبرة والعظة لمن كان له قلب يعقل به.
د پخوانیو امتونو حالاتو ته د عبرت په سترګه کتل د عبرت او پند اخستلو غټ سبب دی د هغه چا لپاره چې زړه یې وي او پوهه پری اخیستلی شي.

 
Traduction des sens Sourate: Al 'Imran
Lexique des sourates Numéro de la page
 
Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou du Résumé dans l'Exégèse du noble Coran - Lexique des traductions

Émanant du Centre d'Exégèse pour les Études Coraniques.

Fermeture