Check out the new design

Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou du Résumé dans l'Exégèse du noble Coran * - Lexique des traductions


Traduction des sens Sourate: Al Ahzâb   Verset:
وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَّلَا مُؤْمِنَةٍ اِذَا قَضَی اللّٰهُ وَرَسُوْلُهٗۤ اَمْرًا اَنْ یَّكُوْنَ لَهُمُ الْخِیَرَةُ مِنْ اَمْرِهِمْ ؕ— وَمَنْ یَّعْصِ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ فَقَدْ ضَلَّ ضَلٰلًا مُّبِیْنًا ۟
او د مؤمن او مؤمنې لپاره صحيح نه ده چې کله الله او د هغه رسول د هغوی په اړه پرېکړه وکړي چې هغوی لره دې په منلو او نه منلو کې اختيار وي، څوک چې د الله او د هغه د رسول څخه سرغړونه وکړي، نو هغه له نېغې لارې څخه په څرګنده لار ورکۍ سره لار ورکی دی.
Les exégèses en arabe:
وَاِذْ تَقُوْلُ لِلَّذِیْۤ اَنْعَمَ اللّٰهُ عَلَیْهِ وَاَنْعَمْتَ عَلَیْهِ اَمْسِكْ عَلَیْكَ زَوْجَكَ وَاتَّقِ اللّٰهَ وَتُخْفِیْ فِیْ نَفْسِكَ مَا اللّٰهُ مُبْدِیْهِ وَتَخْشَی النَّاسَ ۚ— وَاللّٰهُ اَحَقُّ اَنْ تَخْشٰىهُ ؕ— فَلَمَّا قَضٰی زَیْدٌ مِّنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنٰكَهَا لِكَیْ لَا یَكُوْنَ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ حَرَجٌ فِیْۤ اَزْوَاجِ اَدْعِیَآىِٕهِمْ اِذَا قَضَوْا مِنْهُنَّ وَطَرًا ؕ— وَكَانَ اَمْرُ اللّٰهِ مَفْعُوْلًا ۟
او ای رسوله! کله چې دې هغه چا ته ويل چې الله پرې د اسلام پېرزوينه کړې وه او تا پرې د آزادۍ پېرزوينه کړې ده، چې هغه زيد بن حارثه رضي الله عنهما دی، کله چې د خپلې مېرمنې زينب بنت جحش د طلاق په اړه تاته د مشوره غوښتونکي په توګه راغی، تا هغه ته وويل: خپله مېرمن دې وساته طلاق مه ورکوه، د الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ووېرېږه، او ای رسوله! په خپل زړه کې د خلکو له وېرې هغه څه پټوې چې الله تا ته د زينب د نکاح په اړه وحي کړې وه، او الله به ژر د زيد لخوا د هغې طلاق او بيا ستا سره د هغې نکاح څرګنده کړي، کله چې زيد په خپله خوښه وغوښتل او له هغې سره يې زړه نه غوښته چې پاتې شي او طلاقه يې کړه، تا ته مو په نکاح کړه، تر څو پر مؤمنانو د زوی بللیو د مېرمنو په نکاح کې کومه ګناه نه وي، کله چې يې هغوی طلاقې کړې او عدت يې تېر شي، او د الله امر ترسره کېدونکی و چې پر وړاندې يې هيڅ مانع او خنډ نه و.
Les exégèses en arabe:
مَا كَانَ عَلَی النَّبِیِّ مِنْ حَرَجٍ فِیْمَا فَرَضَ اللّٰهُ لَهٗ ؕ— سُنَّةَ اللّٰهِ فِی الَّذِیْنَ خَلَوْا مِنْ قَبْلُ ؕ— وَكَانَ اَمْرُ اللّٰهِ قَدَرًا مَّقْدُوْرَا ۟ؗۙ
پر نبي محمد صلی الله عليه وسلم په هغه څه کې نه کومه ګناه شته او نه کومه تنګي چې الله هغه ته د خپل بللي زوی د طلاق شوې مېرمنې نکاح حلاله کړې ده، او په دې خبره کې له هغه مخکې نبيانو د کړنلارې پيروي کوي، نو هغه صلی الله عليه وسلم په دې کې کوم نوی رسول نه دی، او څه چې الله د دغه نکاح او زوی بلل کېدو له منځه وړلو پرېکړه کوي، په دې کې نبي نه رايه لري او نه اختيار، ترسره کېدونکې پرېکړه ده چې هيڅ ردوونکی نه لري.
Les exégèses en arabe:
١لَّذِیْنَ یُبَلِّغُوْنَ رِسٰلٰتِ اللّٰهِ وَیَخْشَوْنَهٗ وَلَا یَخْشَوْنَ اَحَدًا اِلَّا اللّٰهَ ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ حَسِیْبًا ۟
دغه نبيان چې د الله را نازل کړل شوي پيغامونه یې خپلو امتونو ته رسوي او له الله تعالی پرته له هيچا نه ډاريږي، او د هغه څه په کولو کې د نورو خلکو د وينا پروا نه کوي چې الله ورته روا کړي دي، او الله د خپلو بندګانو د کړنو لپاره د ساتندوی په توګه بسنه کوي ترڅو حساب ورسره وکړي، او بدله يې ورکړي، که خير وي، نو خير او که شر وي، نو شر.
Les exégèses en arabe:
مَا كَانَ مُحَمَّدٌ اَبَاۤ اَحَدٍ مِّنْ رِّجَالِكُمْ وَلٰكِنْ رَّسُوْلَ اللّٰهِ وَخَاتَمَ النَّبِیّٖنَ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمًا ۟۠
او محمد له تاسو سړيو څخه د هيچا پلار نه دی، نه هغه د زيد پلار دی، تر څو يې د مېرمنې نکاح ورسره حرامه شي کله چې هغه طلاق ورکړي، خو خلکو ته د الله استازی دی، او د نبيانو مهر دی، چې له هغه وروسته نبي نشته، او الله پر هرڅه ښه پوه دی او د بندګانو له امره يې هيڅ هم ترې پټ نه دي.
Les exégèses en arabe:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اذْكُرُوا اللّٰهَ ذِكْرًا كَثِیْرًا ۟ۙ
ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړی او پر هغه څه مو عمل کړی چې درته روا کړي يې دي، په زړونو، ژبو او غړو مو الله ډېر ډېر ياد کړئ.
Les exégèses en arabe:
وَّسَبِّحُوْهُ بُكْرَةً وَّاَصِیْلًا ۟
او د ورځې په پيل او پای کې د دغو دواړو وختونو د غوره والي له امل په سبحان الله او لا اله الله ويلو سره د هغه پاکي بيانوئ.
Les exégèses en arabe:
هُوَ الَّذِیْ یُصَلِّیْ عَلَیْكُمْ وَمَلٰٓىِٕكَتُهٗ لِیُخْرِجَكُمْ مِّنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ ؕ— وَكَانَ بِالْمُؤْمِنِیْنَ رَحِیْمًا ۟
همغه ذات دی چې لورېينې درباندې کوي او ستاينه مو کوي، او ملایک یې تاس ته دعا کوي ترڅو مو د کفر له تيارو څخه د ايمان رڼا ته را وباسي، او پر مؤمنانو ډېر مهربان دی، چې کله د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو پيروي کوي، نو سزا نه ورکوي.
Les exégèses en arabe:
Parmi les bénéfices ( méditations ) des versets de cette page:
• وجوب استسلام المؤمن لحكم الله والانقياد له.
د الله پرېکړې ته د مؤمنانو د تسليمېدو او هغه ته د غاړه اېښودو واجبوالی.

• اطلاع الله على ما في النفوس.
د الله تعالی خبرتیا پر هغه څه چې د خلکو په زړونو کې دي.

• من مناقب أم المؤمنين زينب بنت جحش: أنْ زوّجها الله من فوق سبع سماوات.
د مؤمنانو د مور زينب بنت جحش له خو شهرتونو څخه دا هم دي چې الله يې له اوو آسمانونو پورته نکاح وروتړله.

• فضل ذكر الله، خاصة وقت الصباح والمساء.
د الله د ياد فضيلت په ځانګړي ډول د سهار او ماښام په وخت کې.

 
Traduction des sens Sourate: Al Ahzâb
Lexique des sourates Numéro de la page
 
Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou du Résumé dans l'Exégèse du noble Coran - Lexique des traductions

Émanant du Centre d'Exégèse pour les Études Coraniques.

Fermeture