Check out the new design

Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou du Résumé dans l'Exégèse du noble Coran * - Lexique des traductions


Traduction des sens Verset: (38) Sourate: Al Mâ'idah
وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُوْۤا اَیْدِیَهُمَا جَزَآءً بِمَا كَسَبَا نَكَالًا مِّنَ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟
او غل سړی او غله ښځه عوڅ کړئ –ای واکدارانو- ښي لاس د دې دواړو بدله ده دوی لره او سزا ده د الله تعالی له طرفه په هغه وجه چې دې دواړو کومه ګناه کړي چې د خلکو مالونه يې په ناحقه سره اخیستي، او ویره ورکول هم دي دې دواړو لره او نورو خلکو لره هم، او الله تعالی چې دی زورور دی هیڅ شی پرې نشي غالب کیدلی، د حکمت والا دی په خپل تقدیر او شرع کې.
Les exégèses en arabe:
Parmi les bénéfices ( méditations ) des versets de cette page:
• حكمة مشروعية حد السرقة: ردع السارق عن التعدي على أموال الناس، وتخويف من عداه من الوقوع في مثل ما وقع فيه.
د غلا د حد د روا کیدلو حکمت: د غل مخه نیول دي د تیري کولو نه د خلکو په مالونو باندې، او ویره ورکول دي پغیر د غل څخه نورو خلکو ته د واقع کیدلو نه په هغه څه کې چې دا غل پکې واقع شوی دی.

• قَبول توبة السارق ما لم يبلغ السلطان وعليه إعادة ما سرق، فإذا بلغ السلطان وجب الحكم، ولا يسقط بالتوبة.
د غل توبه قبلیږي تر څو چې باچا ته يې خبر نه وي رسیدلی او په ده باندې لازم دي واپس کول د هغه مال چې ده پټ کړی وي، نو کله چې باچا ته خبره ورسیږي نو بیا پرې حکم واجبیږي، او په توبې سره نه ساقطیږي.

• يحسن بالداعية إلى الله ألَّا يحمل همًّا وغمًّا بسبب ما يحصل من بعض الناس مِن كُفر ومكر وتآمر؛ لأن الله تعالى يبطل كيد هؤلاء.
د الله تعالی طرف ته بلونکي ته پکار دي چې هیڅ غم او سوچ ونه کړي د هغه څه په وجه چې د ځیني خلکو څخه کیږي د کفر او چل او ددې خلاف مشورو نه؛ ځکه چې الله تعالی د دوی دوکې بربادوي.

• حِرص المنافقين على إغاظة المؤمنين بإظهار أعمال الكفر مع ادعائهم الإسلام.
منافقان دا حرص کوي چې مومنان غصه کړي په ښکاره کولو د کارونو د کفر سره د دې نه چې د اسلام دعوی کوي.

 
Traduction des sens Verset: (38) Sourate: Al Mâ'idah
Lexique des sourates Numéro de la page
 
Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou du Résumé dans l'Exégèse du noble Coran - Lexique des traductions

Émanant du Centre d'Exégèse pour les Études Coraniques.

Fermeture