Check out the new design

Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou du Résumé dans l'Exégèse du noble Coran * - Lexique des traductions


Traduction des sens Verset: (6) Sourate: Al Mâ'idah
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا قُمْتُمْ اِلَی الصَّلٰوةِ فَاغْسِلُوْا وُجُوْهَكُمْ وَاَیْدِیَكُمْ اِلَی الْمَرَافِقِ وَامْسَحُوْا بِرُءُوْسِكُمْ وَاَرْجُلَكُمْ اِلَی الْكَعْبَیْنِ ؕ— وَاِنْ كُنْتُمْ جُنُبًا فَاطَّهَّرُوْا ؕ— وَاِنْ كُنْتُمْ مَّرْضٰۤی اَوْ عَلٰی سَفَرٍ اَوْ جَآءَ اَحَدٌ مِّنْكُمْ مِّنَ الْغَآىِٕطِ اَوْ لٰمَسْتُمُ النِّسَآءَ فَلَمْ تَجِدُوْا مَآءً فَتَیَمَّمُوْا صَعِیْدًا طَیِّبًا فَامْسَحُوْا بِوُجُوْهِكُمْ وَاَیْدِیْكُمْ مِّنْهُ ؕ— مَا یُرِیْدُ اللّٰهُ لِیَجْعَلَ عَلَیْكُمْ مِّنْ حَرَجٍ وَّلٰكِنْ یُّرِیْدُ لِیُطَهِّرَكُمْ وَلِیُتِمَّ نِعْمَتَهٗ عَلَیْكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟
ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی، کله چې تاسو اراده وکړئ د پاڅیدلو لپاره د اداد کولو د لمانځه، او وئ تاسو بی اودسه په وړې بې اودسۍ سره نو اودس وکړئ داسې چې خپل مخونه پریمنځئ، او خپل لاسونه د څنګلو سره ووینځئ، او په خپلو سرونو مسح وکړئ، او ووینځئ خپلې پښې سره د پړکو (ښنګرو) هغه چې د پنډئ د جدا کیدو په ځای کې راوتلي، او که چیرته تاسو بی اودسه یاست په غټې بی اودسۍ سره نو بیا ولامبئ، او که چیرته تاسو مریضان یاست چې د مرض د زیاتیدو څخه ویریږئ او یا د هغه د روغیدو د وروستوالي نه ویریږئ، او یا مسافر یاست د صحتمندۍ په وخت کې، او یا بې اودسه یاست په وړه بی اودسۍ سره لکه د قضای حاجت په وجه، او یا بې اودسه یاست په غټې بې اودسۍ د وجې د کوروالي نه د زنانو سره، او بیانه مومئ اوبو لره وروسته د تالاش کولو د اوبو نه د دې لپاره چې ځان پرې پاک کړئ –نو قصد وکړئ مخ د ځمکې ته، او ویې وهئ په خپلو لاسونو سره، او راکاږئ په خپلو لاسونو او په خپلو مخونو باندې د دې نه، الله تعالی نه غواړی چې په تاسو باندې تنګستیا واچوي په خپلو حکمونو کې داسې چې په تاسو باندې د اوبو استعمالول لازمي کړي کله چې تاسو ته ضرر دررسوي، نو د هغه څخه عوض یې درته جایز کړ کله چې ګران وي استعمال د اوبو د وجې د مرض نه او د وجې د نشتوالي د اوبو نه لپاره د پوره کولو د خپل نعمت په تاسو باندې د دې لپاره چې تاسو شکر ادا کړئ د الله د نعمت په تاسو باندې، او د هغه ناشکري ونه کړئ.
Les exégèses en arabe:
Parmi les bénéfices ( méditations ) des versets de cette page:
• الأصل في الطهارة هو استعمال الماء بالوضوء من الحدث الأصغر، والغسل من الحدث الأكبر.
اصل په پاکۍ کې اوبه استعمالول دي په اودس کولو سره د وړې بې اودسۍ نه، او په غسل کولو سره د غټې بې اودسۍ نه.

• في حال تعذر الحصول على الماء، أو تعذّر استعماله لمرض مانع أو برد قارس، يشرع التيمم (بالتراب) لرفع حكم الحدث (الأصغر أو الأكبر).
کله چې د اوبو پیداکول ناممکن وي، او یا یې د مرض او سختې یخنۍ له وجې نه استعمالول ناممکن وي، جایز دی تیمم کول (په خاورو سره) لپاره د لرې کولو د بې اودسۍ (وړې یا غټې).

• الأمر بتوخي العدل واجتناب الجور حتى في معاملة المخالفين.
امر دي په کوشش کولو سره د عدل، او ځان ساتل دي د ظلم څخه اګر که د مخالفینو سره معامله هم وي.

 
Traduction des sens Verset: (6) Sourate: Al Mâ'idah
Lexique des sourates Numéro de la page
 
Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou du Résumé dans l'Exégèse du noble Coran - Lexique des traductions

Émanant du Centre d'Exégèse pour les Études Coraniques.

Fermeture