Check out the new design

Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou - Centre de traduction Rawwâd * - Lexique des traductions

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Traduction des sens Sourate: Al Hajj   Verset:
یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌ فَاسْتَمِعُوْا لَهٗ ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ لَنْ یَّخْلُقُوْا ذُبَابًا وَّلَوِ اجْتَمَعُوْا لَهٗ ؕ— وَاِنْ یَّسْلُبْهُمُ الذُّبَابُ شَیْـًٔا لَّا یَسْتَنْقِذُوْهُ مِنْهُ ؕ— ضَعُفَ الطَّالِبُ وَالْمَطْلُوْبُ ۟
اى خلكو! يو مثال راوړل شوى نو غوږ ورته كيږدى، تاسو چې الله نه پرته څه رابلئ، كه ټول ورته را يو ځاى هم شي هېڅكله به يو مچ هم پيدا نكړى شي او (دا لا څه) كه يو مچ څه شى ترې وتښتوي، هغه هم نه شي ترې خلاصولى، هم (مرسته) غوښتونكى كمزورى دى او هم غوښتل شوى.
Les exégèses en arabe:
مَا قَدَرُوا اللّٰهَ حَقَّ قَدْرِهٖ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَقَوِیٌّ عَزِیْزٌ ۟
دوى لكه چې ښايي هغه شان د الله قدر ونه پېژندو، الله يقيناً زورور او برلاسى دى.
Les exégèses en arabe:
اَللّٰهُ یَصْطَفِیْ مِنَ الْمَلٰٓىِٕكَةِ رُسُلًا وَّمِنَ النَّاسِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ بَصِیْرٌ ۟ۚ
الله د ملايكو نه هم استازي ټاكي او له انسانانو هم، بې شكه الله ښه اورېدونكى ليدونكى دى.
Les exégèses en arabe:
یَعْلَمُ مَا بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ ؕ— وَاِلَی اللّٰهِ تُرْجَعُ الْاُمُوْرُ ۟
په هغه څه هم پوهيږي چې د هغوى د وړاندې دي او په هغه هم چې تر شايې دي، او یوازې الله ته ټولې چارې ورګرځول كيږي.
Les exégèses en arabe:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا ارْكَعُوْا وَاسْجُدُوْا وَاعْبُدُوْا رَبَّكُمْ وَافْعَلُوا الْخَیْرَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ ۟
ای مومنانو! ركوع او سجده وكړئ، خپل رب لمانځئ او د خير كارونه كوئ، دې لپاره چې بريالي شئ.
Les exégèses en arabe:
وَجَاهِدُوْا فِی اللّٰهِ حَقَّ جِهَادِهٖ ؕ— هُوَ اجْتَبٰىكُمْ وَمَا جَعَلَ عَلَیْكُمْ فِی الدِّیْنِ مِنْ حَرَجٍ ؕ— مِلَّةَ اَبِیْكُمْ اِبْرٰهِیْمَ ؕ— هُوَ سَمّٰىكُمُ الْمُسْلِمِیْنَ ۙ۬— مِنْ قَبْلُ وَفِیْ هٰذَا لِیَكُوْنَ الرَّسُوْلُ شَهِیْدًا عَلَیْكُمْ وَتَكُوْنُوْا شُهَدَآءَ عَلَی النَّاسِ ۖۚ— فَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتُوا الزَّكٰوةَ وَاعْتَصِمُوْا بِاللّٰهِ ؕ— هُوَ مَوْلٰىكُمْ ۚ— فَنِعْمَ الْمَوْلٰی وَنِعْمَ النَّصِیْرُ ۟۠
او د الله په لار كې رښتینی جهاد وكړئ، هماغه تاسو (خپل كار ته) غوره كړي ياست، او په دين كې يې پر تاسو څه تنګون نه دى راوستى، د خپل پلار ابراهيم په دين اوسئ هماغه (الله) تاسو ړومبى هم مسلمانان ونومولى او په دې (قرآن) كې هم، دې لپاره چې رسول پر تاسو شاهد وي او تاسو پر خلكو شاهدان، نو لمونځ ودروئ، زكات وركوئ او (د) الله (په دین) ټینګ شئ، هماغه ستاسو مالک دى، غوره مالک او ښه مرستندوى.
Les exégèses en arabe:
 
Traduction des sens Sourate: Al Hajj
Lexique des sourates Numéro de la page
 
Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou - Centre de traduction Rawwâd - Lexique des traductions

L'équipe du Centre Rawwâd At-Tarjamah (Les Pionniers de la Traduction) l'a traduite.

Fermeture