Check out the new design

Traduction des sens du Noble Coran - La traduction pachtoue - Sarfarâz * - Lexique des traductions


Traduction des sens Sourate: Al 'Imran   Verset:
وَمَاۤ اَصَابَكُمْ یَوْمَ الْتَقَی الْجَمْعٰنِ فَبِاِذْنِ اللّٰهِ وَلِیَعْلَمَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۙ
د دوه لښکرو د مخامخ کیدلو په ورځ [۱۸] چې تاسې ته کوم غم رسیدلی دی د الله په حکم دی تر څو الله پاک مؤمنان معلوم کړي.
[۱۸] د اُحد عزا ( کابلی تفسیر) .
Les exégèses en arabe:
وَلِیَعْلَمَ الَّذِیْنَ نَافَقُوْا ۖۚ— وَقِیْلَ لَهُمْ تَعَالَوْا قَاتِلُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ اَوِ ادْفَعُوْا ؕ— قَالُوْا لَوْ نَعْلَمُ قِتَالًا لَّاتَّبَعْنٰكُمْ ؕ— هُمْ لِلْكُفْرِ یَوْمَىِٕذٍ اَقْرَبُ مِنْهُمْ لِلْاِیْمَانِ ۚ— یَقُوْلُوْنَ بِاَفْوَاهِهِمْ مَّا لَیْسَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ ؕ— وَاللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا یَكْتُمُوْنَ ۟ۚ
او هم هغه منافقان په ډاګه کړي، چې ورته وویل شو چې راځئ د الله په لار کې جنګ وکړئ؟ یا په دفاع کې برخه واخلئ ویل یې که مونږ په جنګ پوهیدای[۱۹] نو خامخا به مو ستاسې متابعت کړی وای نن هغوی د ایمان په نسبت کفر ته ډیر نژدې دي، په ژبو هغه څه وایي چې په زړونو کې یی نشته او الله پاک په هغه څه ښه پوهیږي چې دوی يې پټوي.
[۱۹] زمونږ خبره چې له مدینې څخه بهر مه ووځئ چا وانه وریدله مانایې داده چې مونږ په جنګ نه پوهیږو( عزیز التفسیر).
Les exégèses en arabe:
اَلَّذِیْنَ قَالُوْا لِاِخْوَانِهِمْ وَقَعَدُوْا لَوْ اَطَاعُوْنَا مَا قُتِلُوْا ؕ— قُلْ فَادْرَءُوْا عَنْ اَنْفُسِكُمُ الْمَوْتَ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
او هغوی ( په ډاګ کړي) چې په خپله له جنګ څخه ناست وو او د نورو خپلوانو او وروڼو په هکله به یې ویل: که زمونږ یي منلې وای نو وژل شوي به نه وو، ورته ووایه که تاسې رښتینې یې نو د خپل مرګ مخه مو ونیسئ.
Les exégèses en arabe:
وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِیْنَ قُتِلُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ اَمْوَاتًا ؕ— بَلْ اَحْیَآءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ یُرْزَقُوْنَ ۟ۙ
او هغه کسان چې د الله په لار کې شهیدان شو دي مړه مه ګڼئ، هغوی ژوندي دي او د رب په وړاندې روزي ورکول کیږي.
Les exégèses en arabe:
فَرِحِیْنَ بِمَاۤ اٰتٰىهُمُ اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖ ۙ— وَیَسْتَبْشِرُوْنَ بِالَّذِیْنَ لَمْ یَلْحَقُوْا بِهِمْ مِّنْ خَلْفِهِمْ ۙ— اَلَّا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟ۘ
په هغه څه خوښ دي چې الله د خپلې لورینې له مخې ورکړي دي او د هغو کسانو په هکله زیري اخلي چې له دوی وروسته پاتې او تر اوسه ورسره نه دي یو ځای شوي چې نه به پرې ډار وي او نه به غمجن کیږي.
Les exégèses en arabe:
یَسْتَبْشِرُوْنَ بِنِعْمَةٍ مِّنَ اللّٰهِ وَفَضْلٍ ۙ— وَّاَنَّ اللّٰهَ لَا یُضِیْعُ اَجْرَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
د الله د نعمت او مهربانۍ له مخې خوښ من او پدې خبره به هم خوښ وي چې الله د مؤمنانو اجر نه ضایع کوي.
Les exégèses en arabe:
اَلَّذِیْنَ اسْتَجَابُوْا لِلّٰهِ وَالرَّسُوْلِ مِنْ بَعْدِ مَاۤ اَصَابَهُمُ الْقَرْحُ ۛؕ— لِلَّذِیْنَ اَحْسَنُوْا مِنْهُمْ وَاتَّقَوْا اَجْرٌ عَظِیْمٌ ۟ۚ
هغو کسانو چې د زخم له خوړلو وروسته یې د الله او رسول بلنې ته غاړه کیښووله د نیکو کارانو او پرهیزګارانو لپاره یې لوی اجر دی.
Les exégèses en arabe:
اَلَّذِیْنَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ اِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُوْا لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ اِیْمَانًا ۖۗ— وَّقَالُوْا حَسْبُنَا اللّٰهُ وَنِعْمَ الْوَكِیْلُ ۟
دا کسان هغه دي چې خلکو ورته وویل چې د مکې خلک ستاسې پر خلاف راټول شوي دي نو باید ترې وډارشئ دغو خبرو یې ایمان او هوډ نور هم زیات او ویي ویل: الله مو بس دی او هغه ښه کار جوړوونکی دی.
Les exégèses en arabe:
 
Traduction des sens Sourate: Al 'Imran
Lexique des sourates Numéro de la page
 
Traduction des sens du Noble Coran - La traduction pachtoue - Sarfarâz - Lexique des traductions

Traduit par Mûlavi Jânbâz Sarfarâz

Fermeture