Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - રવ્વાદ ભાષાંતર કેન્દ્ર * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ કહફ   આયત:
وَدَخَلَ جَنَّتَهٗ وَهُوَ ظَالِمٌ لِّنَفْسِهٖ ۚ— قَالَ مَاۤ اَظُنُّ اَنْ تَبِیْدَ هٰذِهٖۤ اَبَدًا ۟ۙ
او خپل باغ ته ننوتلو په داسې حال كې چې پر خپل ځان ظلم كوونكى و، وېلې: زه خو ګومان نه كوم چې دا به كله هم پناه شي.
અરબી તફસીરો:
وَّمَاۤ اَظُنُّ السَّاعَةَ قَآىِٕمَةً ۙ— وَّلَىِٕنْ رُّدِدْتُّ اِلٰی رَبِّیْ لَاَجِدَنَّ خَیْرًا مِّنْهَا مُنْقَلَبًا ۟ۚ
او ګومان نه كوم چې قيامت دې راتلونكى وي او خامخا كه خپل رب ته ورستون كړى شوم نو حتماً به له دې هم لاغوره ځاى بيا مومم.
અરબી તફસીરો:
قَالَ لَهٗ صَاحِبُهٗ وَهُوَ یُحَاوِرُهٗۤ اَكَفَرْتَ بِالَّذِیْ خَلَقَكَ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُّطْفَةٍ ثُمَّ سَوّٰىكَ رَجُلًا ۟ؕ
ملګري يې په خبرو اترو كې ورته وويل: آيا له هغه ذاته منكر شوې چې ته يې له خاورې بيا له نطفې پيدا او وروسته يې سم روغ سړى جوړ كړې.
અરબી તફસીરો:
لٰكِنَّاۡ هُوَ اللّٰهُ رَبِّیْ وَلَاۤ اُشْرِكُ بِرَبِّیْۤ اَحَدًا ۟
لیکن هماغه الله زما پالونکی دی، او خپل پالونکي سره هېڅوک هم نه شریکوم.
અરબી તફસીરો:
وَلَوْلَاۤ اِذْ دَخَلْتَ جَنَّتَكَ قُلْتَ مَا شَآءَ اللّٰهُ ۙ— لَا قُوَّةَ اِلَّا بِاللّٰهِ ۚ— اِنْ تَرَنِ اَنَا اَقَلَّ مِنْكَ مَالًا وَّوَلَدًا ۟ۚ
او كله چې ته خپل باغ ته ننوتې، ولې دې ونه ويل: ما شاء الله د الله نه پرته بل ځواک نشته، كه ته مې لا هم په مال او اولاد كې له ځانه كم ګڼي.
અરબી તફસીરો:
فَعَسٰی رَبِّیْۤ اَنْ یُّؤْتِیَنِ خَیْرًا مِّنْ جَنَّتِكَ وَیُرْسِلَ عَلَیْهَا حُسْبَانًا مِّنَ السَّمَآءِ فَتُصْبِحَ صَعِیْدًا زَلَقًا ۟ۙ
نو لرې نه ده چې رب مې ستا له باغه ماته غوره څه راكړي او (ستا) په هغه له اسمانه كوم آفت راكوز كړي چې ښویه ميدان وګرځي.
અરબી તફસીરો:
اَوْ یُصْبِحَ مَآؤُهَا غَوْرًا فَلَنْ تَسْتَطِیْعَ لَهٗ طَلَبًا ۟
يا يې اوبه (په زمكه) ډوبې شې او بيا يې په هېڅ شان ونه لټولاى شې.
અરબી તફસીરો:
وَاُحِیْطَ بِثَمَرِهٖ فَاَصْبَحَ یُقَلِّبُ كَفَّیْهِ عَلٰی مَاۤ اَنْفَقَ فِیْهَا وَهِیَ خَاوِیَةٌ عَلٰی عُرُوْشِهَا وَیَقُوْلُ یٰلَیْتَنِیْ لَمْ اُشْرِكْ بِرَبِّیْۤ اَحَدًا ۟
او (همداسې وشول) مېوه يې (ټوله) تباه شوه نو سبا يې په هغه لګښت لاسونه مروړل چې په هغه يې كړى و، او هغه (باغ) په خپلو څپرو باندې نسكور غورځېدلى و، ويلې ارمان چې له خپل رب سره مې څوک شريک نه وى ګڼلى.
અરબી તફસીરો:
وَلَمْ تَكُنْ لَّهٗ فِئَةٌ یَّنْصُرُوْنَهٗ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَمَا كَانَ مُنْتَصِرًا ۟ؕ
او (بيا نو) د ده كومه داسې ډله نه وه چې مرسته يې كړې واى او نه يې خپله د ځان څه مرسته كولى شوه.
અરબી તફસીરો:
هُنَالِكَ الْوَلَایَةُ لِلّٰهِ الْحَقِّ ؕ— هُوَ خَیْرٌ ثَوَابًا وَّخَیْرٌ عُقْبًا ۟۠
دلته نو ټوله واكمني الله لره ثابته شوه، هماغه (الله) هم په ثواب (وركولو) كې غوره دى او هم په انجام كې.
અરબી તફસીરો:
وَاضْرِبْ لَهُمْ مَّثَلَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا كَمَآءٍ اَنْزَلْنٰهُ مِنَ السَّمَآءِ فَاخْتَلَطَ بِهٖ نَبَاتُ الْاَرْضِ فَاَصْبَحَ هَشِیْمًا تَذْرُوْهُ الرِّیٰحُ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ مُّقْتَدِرًا ۟
او دوى ته د دنيايي ژوند مثال بيان كړه، لكه له اسمانه چې اوبه راتويې كړو نو په دې سره د زمكې شنيلي سره ګډ شي (له ګڼوالي) او بيا سبا وچ خلي خځلې شي چې بادونه يې الوځوي او الله په هر څه قادر دى.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ કહફ
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - રવ્વાદ ભાષાંતર કેન્દ્ર - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

રુવાદ ભાષાંતર કેન્દ્રની ટીમ દ્વારા અને રબ્વાહ ઇસ્લામિક પ્રચાર કાર્યાલય અને વિવિધ ભાષાઓમાં ઇસ્લામની સામગ્રી પ્રસ્તુત કરતું સંગઠનના સહયોગથી

બંધ કરો