Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - રવ્વાદ ભાષાંતર કેન્દ્ર * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ કહફ   આયત:
اَلْمَالُ وَالْبَنُوْنَ زِیْنَةُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۚ— وَالْبٰقِیٰتُ الصّٰلِحٰتُ خَیْرٌ عِنْدَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَّخَیْرٌ اَمَلًا ۟
دا مال او زامن خو د دنيايي ژوند ښكلا ده او پايښت لرونكې نېكۍ ستا له رب سره هم په ثواب كې غوره دي او هم د هيلې له پلوه.
અરબી તફસીરો:
وَیَوْمَ نُسَیِّرُ الْجِبَالَ وَتَرَی الْاَرْضَ بَارِزَةً ۙ— وَّحَشَرْنٰهُمْ فَلَمْ نُغَادِرْ مِنْهُمْ اَحَدًا ۟ۚ
او هغه ورځ چې غرونه وخوځوو او زمكه لغړه ووينې او دوى (ټول) داسې راغونډ كړو چې له هغو نه يو هم پرېنږدو.
અરબી તફસીરો:
وَعُرِضُوْا عَلٰی رَبِّكَ صَفًّا ؕ— لَقَدْ جِئْتُمُوْنَا كَمَا خَلَقْنٰكُمْ اَوَّلَ مَرَّةٍ ؗ— بَلْ زَعَمْتُمْ اَلَّنْ نَّجْعَلَ لَكُمْ مَّوْعِدًا ۟
او (ټول به) ستا د رب حضور ته كتار كتار وړاندې كړى شي، دا دى تاسو خو داسى راته راغلئ لكه ړومبى ځل مو چې پيدا كړي وئ، بلكې تاسو لا داسې ګڼلې وه چې د وعدې هېڅ وخت به درته ونه ټاكو.
અરબી તફસીરો:
وَوُضِعَ الْكِتٰبُ فَتَرَی الْمُجْرِمِیْنَ مُشْفِقِیْنَ مِمَّا فِیْهِ وَیَقُوْلُوْنَ یٰوَیْلَتَنَا مَالِ هٰذَا الْكِتٰبِ لَا یُغَادِرُ صَغِیْرَةً وَّلَا كَبِیْرَةً اِلَّاۤ اَحْصٰىهَا ۚ— وَوَجَدُوْا مَا عَمِلُوْا حَاضِرًا ؕ— وَلَا یَظْلِمُ رَبُّكَ اَحَدًا ۟۠
او (د عمل) كتاب به كېښودل شي نو ته به مجرمان ګورې چې له هغه څه نه وېرېدونكي دي، كوم چې په هغه (كتاب) كې دي او وايي به هاى زموږ بده بخته دا څنګه ليكنه ده چې (زموږ) وړه او غټه يې بې شمېرلو نه ده پريښې، او څه يې چې كړي وو حاضر به يې ومومي او ستا رب په هېچا ظلم نه كوي.
અરબી તફસીરો:
وَاِذْ قُلْنَا لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اسْجُدُوْا لِاٰدَمَ فَسَجَدُوْۤا اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ ؕ— كَانَ مِنَ الْجِنِّ فَفَسَقَ عَنْ اَمْرِ رَبِّهٖ ؕ— اَفَتَتَّخِذُوْنَهٗ وَذُرِّیَّتَهٗۤ اَوْلِیَآءَ مِنْ دُوْنِیْ وَهُمْ لَكُمْ عَدُوٌّ ؕ— بِئْسَ لِلظّٰلِمِیْنَ بَدَلًا ۟
او كله چې موږ ملايكو ته وويل: آدم ته سجده وكړئ نو له ابليس پرته ټولو سجده وكړه، هغه له پېريانو و نو (ځكه) د خپل رب له حكمه ووت، نو آيا اوس تاسو هغه او ځوځات يې له ما پرته خپل واكمنان جوړوئ حال دا چې هغوى مو غليمان دي، هغه د ظالمانو لپاره ناوړه بدل دى.
અરબી તફસીરો:
مَاۤ اَشْهَدْتُّهُمْ خَلْقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَلَا خَلْقَ اَنْفُسِهِمْ ۪— وَمَا كُنْتُ مُتَّخِذَ الْمُضِلِّیْنَ عَضُدًا ۟
هغوى مې نه د اسمانو او زمكې پيدا كولو وخت كې حاضر كړي وو او نه مې خپله د دوى په پيدا كولو كې (شريک كړي وو) او نه داسې بې لاره كوونكي خپل مرستيالان نيسم.
અરબી તફસીરો:
وَیَوْمَ یَقُوْلُ نَادُوْا شُرَكَآءِیَ الَّذِیْنَ زَعَمْتُمْ فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ یَسْتَجِیْبُوْا لَهُمْ وَجَعَلْنَا بَیْنَهُمْ مَّوْبِقًا ۟
او هغه ورځ چې (الله) ووايي: (اوس) راوبلئ هغه چې ما سره مو شريكان ګڼلي وو، نو دوى به يې راوبلي خو هغوى به ځواب ورنكړي او موږ به د دوى ترمنځ د هلاكت يوه كنده منځ ته راوړو.
અરબી તફસીરો:
وَرَاَ الْمُجْرِمُوْنَ النَّارَ فَظَنُّوْۤا اَنَّهُمْ مُّوَاقِعُوْهَا وَلَمْ یَجِدُوْا عَنْهَا مَصْرِفًا ۟۠
او دا مجرمان به هغه اور وويني نو يقين به يې راشي چې دوى حتماً پكې ورغورځېدونكي دي او له هغه د اړخ ته كېدو څه لورى به ونه مومي.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ કહફ
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - રવ્વાદ ભાષાંતર કેન્દ્ર - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

રુવાદ ભાષાંતર કેન્દ્રની ટીમ દ્વારા અને રબ્વાહ ઇસ્લામિક પ્રચાર કાર્યાલય અને વિવિધ ભાષાઓમાં ઇસ્લામની સામગ્રી પ્રસ્તુત કરતું સંગઠનના સહયોગથી

બંધ કરો