Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - રવ્વાદ ભાષાંતર કેન્દ્ર * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અન્ નૂર   આયત:
قُلْ اَطِیْعُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوا الرَّسُوْلَ ۚ— فَاِنْ تَوَلَّوْا فَاِنَّمَا عَلَیْهِ مَا حُمِّلَ وَعَلَیْكُمْ مَّا حُمِّلْتُمْ ؕ— وَاِنْ تُطِیْعُوْهُ تَهْتَدُوْا ؕ— وَمَا عَلَی الرَّسُوْلِ اِلَّا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ ۟
ورته ووايه: د الله خبره ومنئ او د رسول ومنئ او كه مخ وګرځوئ نو (پوه شئ چې) پر هغه خپله ذمه واري او پر تاسي خپله ذمه واري ده، او كه امر يې ومنئ لار به ومومئ او پر رسول له ښكاره رسونې پرته بل څه نشته.
અરબી તફસીરો:
وَعَدَ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَیَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِی الْاَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ۪— وَلَیُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِیْنَهُمُ الَّذِی ارْتَضٰی لَهُمْ وَلَیُبَدِّلَنَّهُمْ مِّنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ اَمْنًا ؕ— یَعْبُدُوْنَنِیْ لَا یُشْرِكُوْنَ بِیْ شَیْـًٔا ؕ— وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذٰلِكَ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْفٰسِقُوْنَ ۟
له تاسي چې كومو كسانو ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي، الله ژمنه ورسره كړې ده چې خامخا به يې په ځمكه كې هماغه شان خليفه ګان وګرځوي لكه هغه خلك چې له هغوى مخكې يې خليفه ګان كړي وو او حتماً به يې هغه دين ورته محكم كړي چې هغوى ته يې خوښ كړى او له وېرې وروسته به يې حالت په امن بدل كړي، يوازې ما به لمانځي، هيڅ شى به نه راسره شريكوي او له هغه وروسته چې هر څوك كافر شو نو هغوى به فاسقان وي.
અરબી તફસીરો:
وَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتُوا الزَّكٰوةَ وَاَطِیْعُوا الرَّسُوْلَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ ۟
او بشپړ لمونځ كوئ، زكات وركوئ او د رسول امر منئ، ښايي چې رحم درباندې وشي.
અરબી તફસીરો:
لَا تَحْسَبَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مُعْجِزِیْنَ فِی الْاَرْضِ ۚ— وَمَاْوٰىهُمُ النَّارُ ؕ— وَلَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟۠
كوم كسان چې كافر دي د هغو په باب په دې غلطه انګېرنه كې مه اوسه چې هغوى به په زمكه كې الله بې وسې كړي د هغو هستوګنځى دوزخ دى او هغه ډېر ناكاره هستوګنځى دى.
અરબી તફસીરો:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لِیَسْتَاْذِنْكُمُ الَّذِیْنَ مَلَكَتْ اَیْمَانُكُمْ وَالَّذِیْنَ لَمْ یَبْلُغُوا الْحُلُمَ مِنْكُمْ ثَلٰثَ مَرّٰتٍ ؕ— مِنْ قَبْلِ صَلٰوةِ الْفَجْرِ وَحِیْنَ تَضَعُوْنَ ثِیَابَكُمْ مِّنَ الظَّهِیْرَةِ وَمِنْ بَعْدِ صَلٰوةِ الْعِشَآءِ ۫ؕ— ثَلٰثُ عَوْرٰتٍ لَّكُمْ ؕ— لَیْسَ عَلَیْكُمْ وَلَا عَلَیْهِمْ جُنَاحٌ بَعْدَهُنَّ ؕ— طَوّٰفُوْنَ عَلَیْكُمْ بَعْضُكُمْ عَلٰی بَعْضٍ ؕ— كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمُ الْاٰیٰتِ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
اې مومنانو! په كار ده چې ستاسو مريان او وينځې او هغه ماشومان مو چې لا د پوهې عمر ته نه وي رسېدلي، (د ننوتلو په وخت كې) درې ځلې اجازه در څخه وغواړي: د سهار له لمانځه مخكې، غرمه مهال چې كله تاسي جامې باسئ او د ماسختن له لمانځه وروسته دا درې ستاسو لپاره د پردې وختونه دي، له دې وختو پرته نه پر تاسي څه ګناه شته او نه پر هغوى، تاسو (ټول) يو بل ته بيا بيا ورتلونكي ياست، همدغه شان الله ستاسو لپاره آیتونه بيانوي او الله ډېر پوه حكمت والا دى.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અન્ નૂર
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - રવ્વાદ ભાષાંતર કેન્દ્ર - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

રુવાદ ભાષાંતર કેન્દ્રની ટીમ દ્વારા અને રબ્વાહ ઇસ્લામિક પ્રચાર કાર્યાલય અને વિવિધ ભાષાઓમાં ઇસ્લામની સામગ્રી પ્રસ્તુત કરતું સંગઠનના સહયોગથી

બંધ કરો