Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - રવ્વાદ ભાષાંતર કેન્દ્ર * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અન્ નૂર   આયત:
وَاِذَا بَلَغَ الْاَطْفَالُ مِنْكُمُ الْحُلُمَ فَلْیَسْتَاْذِنُوْا كَمَا اسْتَاْذَنَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمْ اٰیٰتِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
او كله چې مو ماشومان بلوغ ته ورسېدل؛ نو بيا دې هماغه شان اجازه غواړي لكه چې له هغوى مخكې (مشرانو) يې چې اجازه غوښتله، الله همدغه شان خپل آيتونه درته بيانوي او الله ډېر پوه حكمت والا دى.
અરબી તફસીરો:
وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَآءِ الّٰتِیْ لَا یَرْجُوْنَ نِكَاحًا فَلَیْسَ عَلَیْهِنَّ جُنَاحٌ اَنْ یَّضَعْنَ ثِیَابَهُنَّ غَیْرَ مُتَبَرِّجٰتٍ بِزِیْنَةٍ ؕ— وَاَنْ یَّسْتَعْفِفْنَ خَیْرٌ لَّهُنَّ ؕ— وَاللّٰهُ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟
او هغه (بوډۍ) ناستې ښځې چې د ودېدلو هيله نه لري، پر هغوى څه ګناه نشته كه خپلې جامې وباسي خو چې د ښكلا څرګندوونكې نه وي او كه چېرې لا هم ځان (په ستر كې) وساتي دا ډېره ورته غوره ده او الله ښه اورېدونكى پوه دى.
અરબી તફસીરો:
لَیْسَ عَلَی الْاَعْمٰی حَرَجٌ وَّلَا عَلَی الْاَعْرَجِ حَرَجٌ وَّلَا عَلَی الْمَرِیْضِ حَرَجٌ وَّلَا عَلٰۤی اَنْفُسِكُمْ اَنْ تَاْكُلُوْا مِنْ بُیُوْتِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ اٰبَآىِٕكُمْ اَوْ بُیُوْتِ اُمَّهٰتِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ اِخْوَانِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ اَخَوٰتِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ اَعْمَامِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ عَمّٰتِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ اَخْوَالِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ خٰلٰتِكُمْ اَوْ مَا مَلَكْتُمْ مَّفَاتِحَهٗۤ اَوْ صَدِیْقِكُمْ ؕ— لَیْسَ عَلَیْكُمْ جُنَاحٌ اَنْ تَاْكُلُوْا جَمِیْعًا اَوْ اَشْتَاتًا ؕ— فَاِذَا دَخَلْتُمْ بُیُوْتًا فَسَلِّمُوْا عَلٰۤی اَنْفُسِكُمْ تَحِیَّةً مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ مُبٰرَكَةً طَیِّبَةً ؕ— كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمُ الْاٰیٰتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟۠
نه پر ړانده څه باك شته، نه پر ګوډ، ناروغ او نه خپله پر تاسي چې له خپلو كورونو څه وخورئ، يا د خپلو پلرونو له كورونو، يا مو د ميندو له كورونو، يا مو د وروڼو له كورونو، يا مو د خويندو له كورونو، يا مو د ترونو له كورونو، يا مو د تریندو (عمه ګانو) له كورونو، يا مو د ماماګانو له كورونو، يا مو د توړۍ ګانو (خاله ګانو) له كورونو، يا له هغو كورونو چې کنجیګانې (چابيانې) يې ستاسو په لاس كې وي او يا مو د ملګري له كوره، په دې كې هم څه باك نشته چې تاسو يو ځاى ګډ خوراك وكړئ يا بېل بېل، خو كله چې كورونو ته ننوتئ نو پر خپلو كسانو سلام اچوئ، د الله له لوري يوه (ټاكل شوې) د خير دعا، بختوره پاكيزه (خبره)، همدغه شان الله تاسي ته خپل آيتونه بيانوي، ښايي چې تاسي له عقله کار واخلئ.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અન્ નૂર
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - રવ્વાદ ભાષાંતર કેન્દ્ર - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

રુવાદ ભાષાંતર કેન્દ્રની ટીમ દ્વારા અને રબ્વાહ ઇસ્લામિક પ્રચાર કાર્યાલય અને વિવિધ ભાષાઓમાં ઇસ્લામની સામગ્રી પ્રસ્તુત કરતું સંગઠનના સહયોગથી

બંધ કરો