Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - રવ્વાદ ભાષાંતર કેન્દ્ર * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અન્ નિસા   આયત:
وَّاسْتَغْفِرِ اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟ۚ
له الله نه بخښنه وغواړه، بې شکه هغه ستر بخښونكى او مهربان دى.
અરબી તફસીરો:
وَلَا تُجَادِلْ عَنِ الَّذِیْنَ یَخْتَانُوْنَ اَنْفُسَهُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ مَنْ كَانَ خَوَّانًا اَثِیْمًا ۟ۚۙ
كوم كسان چې له خپل ځان سره خيانت كوي ته د هغوی لخوا جنګ مه كوه، الله خائن ګناهګار نه خوښوي.
અરબી તફસીરો:
یَّسْتَخْفُوْنَ مِنَ النَّاسِ وَلَا یَسْتَخْفُوْنَ مِنَ اللّٰهِ وَهُوَ مَعَهُمْ اِذْ یُبَیِّتُوْنَ مَا لَا یَرْضٰی مِنَ الْقَوْلِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ بِمَا یَعْمَلُوْنَ مُحِیْطًا ۟
خلكو نه يې پټول غواړي او الله نه يې نه پټوي حال دا چى دى (الله) خو هغه مهال هم ورسره و چې د شپى په مشوره كې يې نا خوښه خبرې كولې او الله له هغو كارو چې دوى يې كوي راچاپېردى.
અરબી તફસીરો:
هٰۤاَنْتُمْ هٰۤؤُلَآءِ جَدَلْتُمْ عَنْهُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۫— فَمَنْ یُّجَادِلُ اللّٰهَ عَنْهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ اَمْ مَّنْ یَّكُوْنُ عَلَیْهِمْ وَكِیْلًا ۟
ای تاسو هغه خلك ياست چې د دنيا په ژوند كې مو د دوى په مخ كې جنګونه كول نو د قيامت په ورځ به د دوى له خوا څوك الله سره جګړه كوي يا به څوك د دوى وكيل شي؟
અરબી તફસીરો:
وَمَنْ یَّعْمَلْ سُوْٓءًا اَوْ یَظْلِمْ نَفْسَهٗ ثُمَّ یَسْتَغْفِرِ اللّٰهَ یَجِدِ اللّٰهَ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟
او چا چى بدي وكړه يا يې پر خپل ځان ظلم وكړ بيا يې الله نه بخښنه وغوښته نو الله به مهربان بخښونكى بيامومي.
અરબી તફસીરો:
وَمَنْ یَّكْسِبْ اِثْمًا فَاِنَّمَا یَكْسِبُهٗ عَلٰی نَفْسِهٖ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟
او څوك چې ګناه كوي نو پر خپل ځان يې كوي او الله خو د حكمت او پوهې خاوند دى.
અરબી તફસીરો:
وَمَنْ یَّكْسِبْ خَطِیْٓئَةً اَوْ اِثْمًا ثُمَّ یَرْمِ بِهٖ بَرِیْٓـًٔا فَقَدِ احْتَمَلَ بُهْتَانًا وَّاِثْمًا مُّبِیْنًا ۟۠
او چا چې كومه خطا يا ګناه وكړه بيا يې تور په كوم بې ګناه كس ولګاوه، نو رښتيا چې د لوى بهتان او څرګندې ګناه پېټى يې واخيست.
અરબી તફસીરો:
وَلَوْلَا فَضْلُ اللّٰهِ عَلَیْكَ وَرَحْمَتُهٗ لَهَمَّتْ طَّآىِٕفَةٌ مِّنْهُمْ اَنْ یُّضِلُّوْكَ ؕ— وَمَا یُضِلُّوْنَ اِلَّاۤ اَنْفُسَهُمْ وَمَا یَضُرُّوْنَكَ مِنْ شَیْءٍ ؕ— وَاَنْزَلَ اللّٰهُ عَلَیْكَ الْكِتٰبَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُنْ تَعْلَمُ ؕ— وَكَانَ فَضْلُ اللّٰهِ عَلَیْكَ عَظِیْمًا ۟
او كه د الله فضل او لورينه درباندې نه واى نو د هغو يوې ډلى خو دا غوښتل چې تا تېر باسي، حال دا چې له خپلو ځانو پرته يې بل څوك نه شو تېر اېستلى، او تا ته يې هم كوم تاوان نشو در رسولى، او الله پر تا باندى كتاب او حكمت را نازل كړى او هغه څه يې در ښوولي چې تا ته معلوم نه وو او پر تا د الله ډېر ستر فضل دى.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અન્ નિસા
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - રવ્વાદ ભાષાંતર કેન્દ્ર - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

રુવાદ ભાષાંતર કેન્દ્રની ટીમ દ્વારા અને રબ્વાહ ઇસ્લામિક પ્રચાર કાર્યાલય અને વિવિધ ભાષાઓમાં ઇસ્લામની સામગ્રી પ્રસ્તુત કરતું સંગઠનના સહયોગથી

બંધ કરો