Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - રવ્વાદ ભાષાંતર કેન્દ્ર * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અન્ નિસા   આયત:
اَلرِّجَالُ قَوّٰمُوْنَ عَلَی النِّسَآءِ بِمَا فَضَّلَ اللّٰهُ بَعْضَهُمْ عَلٰی بَعْضٍ وَّبِمَاۤ اَنْفَقُوْا مِنْ اَمْوَالِهِمْ ؕ— فَالصّٰلِحٰتُ قٰنِتٰتٌ حٰفِظٰتٌ لِّلْغَیْبِ بِمَا حَفِظَ اللّٰهُ ؕ— وَالّٰتِیْ تَخَافُوْنَ نُشُوْزَهُنَّ فَعِظُوْهُنَّ وَاهْجُرُوْهُنَّ فِی الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوْهُنَّ ۚ— فَاِنْ اَطَعْنَكُمْ فَلَا تَبْغُوْا عَلَیْهِنَّ سَبِیْلًا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلِیًّا كَبِیْرًا ۟
سړي پر ښځو سمبالونكي (ټاكل شوي) دي، د هغه فضيلت له امله هم چې الله ځينو ته پر ځينو وركړى او په هغه لګښت هم چې (سړي يې) له خپلو مالونو كوي، نو ښې ښځې تابعدارې او په غياب كې د هغه څه ساتونكې وي چې الله خوندي كړي، او هغه ښځې چې تاسو يې له ناړامۍ وېرېږئ نو نصيحت ورته وكړئ، په بستره كې ترې بېل شئ او ويې وهئ، بيا يې كه ستاسو منله نو چټي پلمې مه ورته لټوئ، بې شكه الله ډېر لوى اوچت دى.
અરબી તફસીરો:
وَاِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَیْنِهِمَا فَابْعَثُوْا حَكَمًا مِّنْ اَهْلِهٖ وَحَكَمًا مِّنْ اَهْلِهَا ۚ— اِنْ یُّرِیْدَاۤ اِصْلَاحًا یُّوَفِّقِ اللّٰهُ بَیْنَهُمَا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلِیْمًا خَبِیْرًا ۟
او كه د هغو دواړو خپل منځي شخړې څخه وېرېدلئ نو يو دريم ګړی د ده له كورنۍ او يو د هغې له كورنۍ ورولېږئ نو كه دوى (مېړه او ښځې) سوله غوښتله، الله به يې ترمنځ جوړه راولي، يقيناً الله خبردار پوه دى.
અરબી તફસીરો:
وَاعْبُدُوا اللّٰهَ وَلَا تُشْرِكُوْا بِهٖ شَیْـًٔا وَّبِالْوَالِدَیْنِ اِحْسَانًا وَّبِذِی الْقُرْبٰی وَالْیَتٰمٰی وَالْمَسٰكِیْنِ وَالْجَارِ ذِی الْقُرْبٰی وَالْجَارِ الْجُنُبِ وَالصَّاحِبِ بِالْجَنْۢبِ وَابْنِ السَّبِیْلِ ۙ— وَمَا مَلَكَتْ اَیْمَانُكُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ مَنْ كَانَ مُخْتَالًا فَخُوْرَا ۟ۙ
او (يوازې) الله ولمانځئ او هيڅ شى مه ورسره شريكوئ، مور او پلار سره ښېګڼه كوئ خپلوانو سره، يتيمانو، مسكينانو، خپلوان ګاوندي، پردي ګاونډي، د څنګ ملګري، مسافر او له هغو سره چې ستاسو په واك كې وي بې شكه الله هغه څوك نه خوښوي چې ځان ستايونكي كبرجن وي.
અરબી તફસીરો:
١لَّذِیْنَ یَبْخَلُوْنَ وَیَاْمُرُوْنَ النَّاسَ بِالْبُخْلِ وَیَكْتُمُوْنَ مَاۤ اٰتٰىهُمُ اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖ ؕ— وَاَعْتَدْنَا لِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابًا مُّهِیْنًا ۟ۚ
هغوى چې هم په خپله بخيلي كوي او هم نورو خلكو ته د شومتيا سپارښت كوي او هغه څه پټوي چې الله له خپله فضله وركړي او كافرانو ته مو سپكونكى عذاب چمتو كړى.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અન્ નિસા
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - રવ્વાદ ભાષાંતર કેન્દ્ર - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

રુવાદ ભાષાંતર કેન્દ્રની ટીમ દ્વારા અને રબ્વાહ ઇસ્લામિક પ્રચાર કાર્યાલય અને વિવિધ ભાષાઓમાં ઇસ્લામની સામગ્રી પ્રસ્તુત કરતું સંગઠનના સહયોગથી

બંધ કરો