Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા


શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ કસસ   આયત:
وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِی الْاَرْضِ وَنُرِیَ فِرْعَوْنَ وَهَامٰنَ وَجُنُوْدَهُمَا مِنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَحْذَرُوْنَ ۟
په ځمکه کې يې واکمن او فرعون، هامان، او د هغوی لښکرو ته د بنې اسرائیلو په واسطه همغه څه وښایو چې ډار يې ورسره وو.
અરબી તફસીરો:
وَاَوْحَیْنَاۤ اِلٰۤی اُمِّ مُوْسٰۤی اَنْ اَرْضِعِیْهِ ۚ— فَاِذَا خِفْتِ عَلَیْهِ فَاَلْقِیْهِ فِی الْیَمِّ وَلَا تَخَافِیْ وَلَا تَحْزَنِیْ ۚ— اِنَّا رَآدُّوْهُ اِلَیْكِ وَجَاعِلُوْهُ مِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟
او مونږ د موسی مور ته وحې وکړه چې خپل ځوی ته تی ورکړه. که پرې ډاریدلې نو په سیند کې يې وغورځوه. هیڅ ډار او اندیښنه مه کوه. مونږ يي بیرته تاته راولو. او د پیغمبرانو له ډلې نه به يي وګرځوو.
અરબી તફસીરો:
فَالْتَقَطَهٗۤ اٰلُ فِرْعَوْنَ لِیَكُوْنَ لَهُمْ عَدُوًّا وَّحَزَنًا ؕ— اِنَّ فِرْعَوْنَ وَهَامٰنَ وَجُنُوْدَهُمَا كَانُوْا خٰطِـِٕیْنَ ۟
د فرعون کورنۍ هغه مینده کړ تر څو يې دښمن او غم شي په رښتیا چې فرعون، هامان او د هغوی لښکرې خورا ناپوهان وو.
અરબી તફસીરો:
وَقَالَتِ امْرَاَتُ فِرْعَوْنَ قُرَّتُ عَیْنٍ لِّیْ وَلَكَ ؕ— لَا تَقْتُلُوْهُ ۖۗ— عَسٰۤی اَنْ یَّنْفَعَنَاۤ اَوْ نَتَّخِذَهٗ وَلَدًا وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟
او د فرعون ښځې وویل: دا به زما ستا د سترګو یخوالی وي. مه يې وژنه. کیدای شي چې مونږ ته ګټه وکړي، یا يې په ځوی ولۍ ونیسو او هغوی نه پوهیدل.
અરબી તફસીરો:
وَاَصْبَحَ فُؤَادُ اُمِّ مُوْسٰی فٰرِغًا ؕ— اِنْ كَادَتْ لَتُبْدِیْ بِهٖ لَوْلَاۤ اَنْ رَّبَطْنَا عَلٰی قَلْبِهَا لِتَكُوْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
او د موسی د مور زړه تش ګوګل و. که مونږ يي زړه نه وای کلک کړی نو نژدې وه چې دا خبره ټوله ښکاره کړي خو مونږ يي زړه کلک کړ تر څو له ایمان راوړونکو وګرځي.
અરબી તફસીરો:
وَقَالَتْ لِاُخْتِهٖ قُصِّیْهِ ؗ— فَبَصُرَتْ بِهٖ عَنْ جُنُبٍ وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟ۙ
او د موسی خور ته يي وویل: ورځه هغه ولټوه. خور يي له لرې نه داسې وڅاره چې هغوی پرې نه پوهیدل.
અરબી તફસીરો:
وَحَرَّمْنَا عَلَیْهِ الْمَرَاضِعَ مِنْ قَبْلُ فَقَالَتْ هَلْ اَدُلُّكُمْ عَلٰۤی اَهْلِ بَیْتٍ یَّكْفُلُوْنَهٗ لَكُمْ وَهُمْ لَهٗ نٰصِحُوْنَ ۟
او مونږ لا د مخه پر هغه تي ورکوونکې ښځې بندې کړې وې خور يې وویل: زه تاسې ته یوه داسې کورنۍ ونه ښایم چې دده پالنه وکړي او په ښه شان يي درته وساتي؟
અરબી તફસીરો:
فَرَدَدْنٰهُ اِلٰۤی اُمِّهٖ كَیْ تَقَرَّ عَیْنُهَا وَلَا تَحْزَنَ وَلِتَعْلَمَ اَنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟۠
او په دې توګه مونږ هغه بیرته مور ته راووست تر څو يي پرې سترګې یخې، غم يي ورک او پوه شي چې د الله وعده رښتینې ده. خو ډیر خلک نه پوهیږي.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ કસસ
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

મૌલવી જાનબાઝ સરફરાઝ દ્વારા અનુવાદિત.

બંધ કરો