Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Aya: (54) Sura: Al'a'raf
اِنَّ رَبَّكُمُ اللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰی عَلَی الْعَرْشِ ۫— یُغْشِی الَّیْلَ النَّهَارَ یَطْلُبُهٗ حَثِیْثًا ۙ— وَّالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُوْمَ مُسَخَّرٰتٍ بِاَمْرِهٖ ؕ— اَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَالْاَمْرُ ؕ— تَبٰرَكَ اللّٰهُ رَبُّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
بې شکه ستاسې رب الله دی هغه ذات چې اسمانونه او ځمکه یې په شپږو ورځو کې پیدا او بیا يې پر عرش استواء[۶] وکړه د شپې تیاره پر ورځې خورا په منډه خپروي. لمر، سپوږمۍ او ستوري یې په داسې وړ پیدا کړل چې په بشپړ ډول د هغه منوونکي دي ـ خبردار چې پیدایښت او حکم چلول یوازې د هغه دي . برکت والا دی هغه الله چې د ټول علم رب دی.
[۶] استوا د عربي لغت له مخې د ( پاسه کیدلو او ځای نیولو) په معنا دی، د استواء نسبت چې الله ته شوی دی نو مونږ یې معنا کړي چې الله پاک په عرش استوا وکړه داسې استوا چې له شان سره یې ښايي: نو استوا يي معلومه ده چې الله په عرش استوا کړي خو په کیفیت یې نه پوهیږو او ددې خبرې څیړل بدعت دی. والله اعلم( فتح القدیر د امام شوکاني)
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Aya: (54) Sura: Al'a'raf
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa