क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - अनुवादों की सूची


अर्थों का अनुवाद सूरा: सूरा अल्-इस्रा   आयत:

الإسراء

सूरा के उद्देश्य:
تثبيت الله لرسوله صلى الله عليه وسلم وتأييده بالآيات البينات، وبشارته بالنصر والثبات.
د الله له لوري په څرګندو نښانو سره د خپل رسول - صلی الله عليه وسلم - تثبيت او تاييد ، په مرسته او ثابت پاتې کېدلو هغه ته زيری ورکول.

سُبْحٰنَ الَّذِیْۤ اَسْرٰی بِعَبْدِهٖ لَیْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ اِلَی الْمَسْجِدِ الْاَقْصَا الَّذِیْ بٰرَكْنَا حَوْلَهٗ لِنُرِیَهٗ مِنْ اٰیٰتِنَا ؕ— اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْبَصِیْرُ ۟
پاک دی الله تعالی او لوی دی؛ د وجې د قدرت د هغه نه په هغه څه چې هیڅوک پرې قادر نه دی، نو الله تعالی هغه ذات دی چې بیولی ېې و خپل بنده محمد -صلی الله علیه وسلم- په روح او بدن سره په ویښه په یوه حصه د شپې کې د مسجد حرام نه بیت المقدس جومات ته هغه چې برکت اچولی مونږ ګیرچاپیره د هغه نه په میوو او فصلونو سره او په ځايونو د اوسیدلو د پیغمبرانو -علیهم السلام-؛ د دې لپاره چې وویني بعضې زمونږ د نښو نه چې دلالت کوونکي دي د الله تعالی په قدرت باندې، یقینا الله تعالی ښه اوریدونکی دی هیڅ د اوریدلو وړ شی پرې پټ نشي پاتې کیدلی، ښه لیدونکی دی هیڅ د لیدلو وړ شی ترې پټ نشي پاتی کیدلی.
अरबी तफ़सीरें:
وَاٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ وَجَعَلْنٰهُ هُدًی لِّبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اَلَّا تَتَّخِذُوْا مِنْ دُوْنِیْ وَكِیْلًا ۟ؕ
او ورکړی و مونږ موسی -علیه السلام- ته تورات او ګرځولی و مونږ دې لره هدایت کوونکی او ښودونکی بني اسرایېلو لره، او مونږ بني اسرایېلو ته ویلي و: مه نیسئ پرته زما څخه څوک ذمه وار چې خپل کارونه ورته سپارئ، بلکې یواځې په ما باندې ځان وسپارئ.
अरबी तफ़सीरें:
ذُرِّیَّةَ مَنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوْحٍ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ عَبْدًا شَكُوْرًا ۟
تاسې د اولادې د هغه چا څخه یاست چې مونږ په هغوی باندې انعام کړی وو په خلاصۍ سره د نوح -علیه السلام- په ملګرتیا کې د غرقیدو نه د اوبو په طوفان کې، نو دا نعمت را په یاد کړئ، او د الله تعالی شکر وباسئ یواځي د هغه په بندګۍ کولو او تابعدارۍ کولو سره، او په دې کې تاسې د نوح -علیه السلام- تابعداري وکړئ، ځکه چې هغه الله تعالی ته ډیر شکر ایستونکی و.
अरबी तफ़सीरें:
وَقَضَیْنَاۤ اِلٰی بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ فِی الْكِتٰبِ لَتُفْسِدُنَّ فِی الْاَرْضِ مَرَّتَیْنِ وَلَتَعْلُنَّ عُلُوًّا كَبِیْرًا ۟
او خبر ورکړی وو مونږ بني اسرایېلو ته په تورات کې چې یقینا خامخا به دوی په ځمکه کې فساد کوي په ګناهونو کولو او په تکبر کولو سره دوه ځله، او خامخا به دوی په خلکو باندې لويي کوي په ظلم او زیاتي کولو سره تیریدونکي به وي د حد نه په دوی باندې په لویي کولو کې.
अरबी तफ़सीरें:
فَاِذَا جَآءَ وَعْدُ اُوْلٰىهُمَا بَعَثْنَا عَلَیْكُمْ عِبَادًا لَّنَاۤ اُولِیْ بَاْسٍ شَدِیْدٍ فَجَاسُوْا خِلٰلَ الدِّیَارِ وَكَانَ وَعْدًا مَّفْعُوْلًا ۟
نو کله چې واقع شو د دوی نه اول ځل فساد مونږ په دوی باندې زمونږ داسې بندګان مسلط کړل چې خاوندان د طاقت او سخت جنګ وو چې دوی یې وژل او شړل، او ګرځیدل د دوی د کورونو په منځ کې خرابول ې هغه څه چې دوی پرې ورتیریدل، او دا وعده وه د الله تعالی په دې کار سره خامخا دا واقع کیدونکی وه.
अरबी तफ़सीरें:
ثُمَّ رَدَدْنَا لَكُمُ الْكَرَّةَ عَلَیْهِمْ وَاَمْدَدْنٰكُمْ بِاَمْوَالٍ وَّبَنِیْنَ وَجَعَلْنٰكُمْ اَكْثَرَ نَفِیْرًا ۟
بیا مونږ بیرته تاسې ته غلبه او حکومت درکړ -ای بني اسرایېلو- په هغه چا باندې چې په تاسې مسلط کړی شوي وو کله چې تاسې الله تعالی ته توبه وویستله، او زیات مو کړل تاسې لره مالونه وروسته د هغې نه چې ستاسې نه په زور اخیستل شوي و، او زامن مو درکړل وروسته د غلامان کیدلو د هغوی نه، او ومو ګرځولئ تاسې ډیره ډله ستاسې د دښمن نه.
अरबी तफ़सीरें:
اِنْ اَحْسَنْتُمْ اَحْسَنْتُمْ لِاَنْفُسِكُمْ ۫— وَاِنْ اَسَاْتُمْ فَلَهَا ؕ— فَاِذَا جَآءَ وَعْدُ الْاٰخِرَةِ لِیَسُوْٓءٗا وُجُوْهَكُمْ وَلِیَدْخُلُوا الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوْهُ اَوَّلَ مَرَّةٍ وَّلِیُتَبِّرُوْا مَا عَلَوْا تَتْبِیْرًا ۟
که تاسې ښایسته کړئ -ای بني اسرایېلو- عملونه خپل، او په سمه توګه مو عملونه وکړل، نو د دې بدله ستاسې د فایدې لپاره ده، نو پس الله تعالی بې نیازه دی ستاسې د عملونو نه، او که چیرته تاسې بد کارونه وکړئ نو د هغه انجام هم په تاسې دی، نو پس الله تعالی ته ستاسې نیکي هیڅ فایده نشي رسولی، او ستاسې بدي ورته هیڅ ضرر نشي رسولی، نو کله چې دویم ځل فساد تاسې وکړ، مونږ به په تاسې ستاسې دښمنان مسلط کړو د دې لپاره چې تاسې ذلیل کړي، او بدوالی او ذلت به ستاسې په مخونو باندې ښکاره وګرځوي، د هغو بی عزتیو د وجې نه چې تاسې ته به یې دررسوي، او د دې لپاره چې بیت المقدس ته به ننوځي او خراب به یې کړي لکه څرنګه چې ورته اول ځل ننوتلي وو او خراب کړی یې و، او د دې لپاره چې ورانه به کړي هغه برخه د ښار چې دوی پرې غلبه حاصله کړي په پوره توګه هلاکولو سره.
अरबी तफ़सीरें:
इस पृष्ठ की आयतों से प्राप्त कुछ बिंदु:
• في قوله: ﴿الْمَسْجِدِ الْأَقْصَا﴾: إشارة لدخوله في حكم الإسلام؛ لأن المسجد موطن عبادةِ المسلمين.
د الله تعالی په دې وینا کې: [المسجد الأقصا]: کې اشاره ده د حسابولو د هغه په حکم د اسلام کې دی؛ ځکه چې جومات د مسلمانانو د عبادت ځای دی.

• بيان فضيلة الشكر، والاقتداء بالشاكرين من الأنبياء والمرسلين.
د شکر د فضیلت بیان، او تلل په شکر ایستونکو پسې د پیغمبرانو او رسولانو نه.

• من حكمة الله وسُنَّته أن يبعث على المفسدين من يمنعهم من الفساد؛ لتتحقق حكمة الله في الإصلاح.
د الله له حکمت څخه دا دي چې پر ورانکارو داسې څوک ور ليږي چې له ورانکارۍ يې را وګرځوي، تر څو په اصلاح کې د الله حکمت ثابت شي.

• التحذير لهذه الأمة من العمل بالمعاصي؛ لئلا يصيبهم ما أصاب بني إسرائيل، فسُنَّة الله واحدة لا تتبدل ولا تتحول.
دې امت ته ویره او خبرداری ورکول دي د ګناهونو کولو نه؛ د دې لپاره چې دوی ته د بني اسرایېلو په شان عذابونه ونه رسیږي، نو پس ځکه چې د الله تعالی طریقه یوه ده نه بدلیږي او نه بل ته طرف ته اوړي.

عَسٰی رَبُّكُمْ اَنْ یَّرْحَمَكُمْ ۚ— وَاِنْ عُدْتُّمْ عُدْنَا ۘ— وَجَعَلْنَا جَهَنَّمَ لِلْكٰفِرِیْنَ حَصِیْرًا ۟
نژدې ده چې رب ستاسې -ای بني اسرایېلو- په تاسې رحم وکړي وروسته د دې سخت انتقام (عذاب) نه که چیرته تاسې هغه ته توبه وویستله، او خپل عملونه مو ښایسته کړل، او که چیرته تاسې بیرته فساد ته په دریم ځل یا زیات د دې نه راوګرځیدئ مونږ به راوګرځو ستاسو سزا درکولو ته، او مونږ جهم بستر ګرځولی دی د هغه چالپاره چې په الله جل جلاله یې کفر کړی دی، چې تل به پکې وي.
अरबी तफ़सीरें:
اِنَّ هٰذَا الْقُرْاٰنَ یَهْدِیْ لِلَّتِیْ هِیَ اَقْوَمُ وَیُبَشِّرُ الْمُؤْمِنِیْنَ الَّذِیْنَ یَعْمَلُوْنَ الصّٰلِحٰتِ اَنَّ لَهُمْ اَجْرًا كَبِیْرًا ۟ۙ
یقینا دا قرآن کریم چې په محمد صلی الله علیه وسلم باندې نازل شوی؛ رسول کوي ښایسته لارو ته او هغه د اسلام لار ده، او خبر ورکوي په الله تعالی باندې ایمان لرونکو ته هغوی چې نیک عملونه کوي په هغه څه باندې چې دوی پرې خوشحالیږي، او هغه دا چې یقینا دوی لره د الله تعالی له طرفه دیر لوی ثوابونه دي.
अरबी तफ़सीरें:
وَّاَنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ اَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟۠
او خبر ورکوي هغو کسانو ته چې د قیامت په ورځ ایمان نه لري په هغه څه چې دوی خفه کوي، او هغه دا چې یقینا مونږ تیار کړی دوی لره د قیامت په ورځ دردناک عذاب.
अरबी तफ़सीरें:
وَیَدْعُ الْاِنْسَانُ بِالشَّرِّ دُعَآءَهٗ بِالْخَیْرِ ؕ— وَكَانَ الْاِنْسَانُ عَجُوْلًا ۟
او خېرا کوي انسان د خپلی ناپوهئ له وجې په خپل ځان او بچو او مال باندې د غصې په وخت کې، لکه په شان د دعا د ده خپل ځان لره په خیر سره، نو که چیرته مونږ په شر سره د دې دعا قبوله کړی وی نو دې به هلاک شوی وی، او مال او بچې به یې هم هلاک شوي وی، او د انسان په طبیعت کې تلوار دی؛ نو د دې وجې کله دا په هغه څه تلوار کوي چې دې ته ضرر رسوي.
अरबी तफ़सीरें:
وَجَعَلْنَا الَّیْلَ وَالنَّهَارَ اٰیَتَیْنِ فَمَحَوْنَاۤ اٰیَةَ الَّیْلِ وَجَعَلْنَاۤ اٰیَةَ النَّهَارِ مُبْصِرَةً لِّتَبْتَغُوْا فَضْلًا مِّنْ رَّبِّكُمْ وَلِتَعْلَمُوْا عَدَدَ السِّنِیْنَ وَالْحِسَابَ ؕ— وَكُلَّ شَیْءٍ فَصَّلْنٰهُ تَفْصِیْلًا ۟
او موږ شپه او ورځ دوې داسې نښانې پيداکړي دي چې د الله پر يووالي او ځواک دلالت کوونکي دي، ځکه په هغو دواړو کې په اوږدوالي او لنډوالي، ګرمايښت او يخنۍ کې يې توپير دی، نو شپه مو د آرامتيا او خوب لپاره تياره ګرځولې ده او ورځ مو رڼا ګرځولې ده، ترڅو د الله هغه روزي ولټوئ چې په خپله پېرزوينه يې درته ټاکلې ده او ترڅو يې پر يوبل پسې په راتګ د کلونو شمېر معلوم کړئ او د مياشتو، ورځو او ساعتونو هغه حساب چې اړتيا ورته لرئ، هرڅه مو څرګند بيان کړي دي، ترڅو شيان سره بېل شي او څوک چې پرحق دي له باطله څرګند شي.
अरबी तफ़सीरें:
وَكُلَّ اِنْسَانٍ اَلْزَمْنٰهُ طٰٓىِٕرَهٗ فِیْ عُنُقِهٖ ؕ— وَنُخْرِجُ لَهٗ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ كِتٰبًا یَّلْقٰىهُ مَنْشُوْرًا ۟
او هر انسان لره ګرځولی مونږ د هغه عمل چې هغه یې کوي لازم هغه لره داسې لکه څرنګه چې غاړکۍ (امیل) په غاړې پسې لازم وي، د هغه څخه نه جدا کیږي تر دې چې حساب ورسره پرې وشي، او مونږ به راوباسو دې لره د قیامت په ورځ داسې یو کتاب چې پدې کې به ټول هغه د خیر او شر کارونه وي چې دې کړي او دی به یې خپلی مخې ته پرانیستی او غوړیدلی وویني.
अरबी तफ़सीरें:
اِقْرَاْ كِتٰبَكَ ؕ— كَفٰی بِنَفْسِكَ الْیَوْمَ عَلَیْكَ حَسِیْبًا ۟ؕ
او مونږ به ووایو ده ته په دغه ورځ: ولوله -ای انسانه- عملنامه خپله، او په خپلو عملونو د ځان سره په خپله حساب وکړه، پوره دی ځان ستا د قیامت په ورځ حساب کوونکی ستاسره.
अरबी तफ़सीरें:
مَنِ اهْتَدٰی فَاِنَّمَا یَهْتَدِیْ لِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ ضَلَّ فَاِنَّمَا یَضِلُّ عَلَیْهَا ؕ— وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِّزْرَ اُخْرٰی ؕ— وَمَا كُنَّا مُعَذِّبِیْنَ حَتّٰی نَبْعَثَ رَسُوْلًا ۟
چاچې د ایمان لورې ته سمه لار و موندله نو ګټه یې د همغه لپاره ده، او څوک چې بې لاری شو نو یقینا سزا د بې لارې توب د هغه په هغه باندې ده، او نه به باروي یو نفس ګناه د بل نفس، او مونږ نه یو عذاب ورکوونکي یو قوم لره تر دې چې په هغوی باندې دلیل قایم نه کړو په لیږلو د پیغمبرانو سره هغوی ته.
अरबी तफ़सीरें:
وَاِذَاۤ اَرَدْنَاۤ اَنْ نُّهْلِكَ قَرْیَةً اَمَرْنَا مُتْرَفِیْهَا فَفَسَقُوْا فِیْهَا فَحَقَّ عَلَیْهَا الْقَوْلُ فَدَمَّرْنٰهَا تَدْمِیْرًا ۟
او کله چې مونږ اراده وکړو د هلاکولو د یو قوم د هغوی د ظلم له وجې؛ نو امر وکړو په تابعدارۍ سره هغه چا ته چې غرور کې اچولی هغوی لره نعمتونو نو هغوی تابعداري ونه کړه، بلکې نافرماني یې وکړه او د تابعدارۍ څخه ووتل، نو ریښتیا شو په دوی باندې عذاب د بیخ کندۍ ایستلو، نو مونږ هلاک کړل هغوی په هلاکولو د بیخ کندۍ سره.
अरबी तफ़सीरें:
وَكَمْ اَهْلَكْنَا مِنَ الْقُرُوْنِ مِنْ بَعْدِ نُوْحٍ ؕ— وَكَفٰی بِرَبِّكَ بِذُنُوْبِ عِبَادِهٖ خَبِیْرًا بَصِیْرًا ۟
او څومره ډیر دي هغه دروغ ګڼوونکی امتونه چې مونږ هلاک کړي وروسته د نوح -علیه السلام- نه لکه عادیان او ثمودیان! او پوره دی رب ستا -ای پیغمبره- په ګناهونو د خپلو بندګانو خبردار لیدونکی، هیڅ شی په هغه باندې د دې نه پټ نشي پاتي کیدلی، او خامخا به ورله پرې بدله ورکوي.
अरबी तफ़सीरें:
इस पृष्ठ की आयतों से प्राप्त कुछ बिंदु:
• من اهتدى بهدي القرآن كان أكمل الناس وأقومهم وأهداهم في جميع أموره.
چاچې هدایت حاصل کړو په هدایت د قرآن کریم نو دې به په ټولو خلکو کې پوره او برابر وي او په خپلو ټولو چارو کې به په سمه توګه روان وي.

• التحذير من الدعوة على النفس والأولاد بالشر.
په خپل ځان او بچو باندې د بدو دعاوو څخه ډډه کول.

• اختلاف الليل والنهار بالزيادة والنقص وتعاقبهما، وضوء النهار وظلمة الليل، كل ذلك دليل على وحدانية الله ووجوده وكمال علمه وقدرته.
د شپې او ورځې اختلاف په زیاتي او کمي کې او په یو بل پسې تلل راتلل، او د ورځې رڼا او د شپې تیاره، دا ټول کارونه دلالت کوونکي دي د الله تعالی په یووالي او د هغه په شتوالي او د هغه د علم او قدرت په کمال او پوره والي.

• تقرر الآيات مبدأ المسؤولية الشخصية، عدلًا من الله ورحمة بعباده.
دا آیتونه د شخصي مسؤولیت اصل ټاکي او بیانوي یې، چې دا د الله تعالی له طرفه عدل دی او رحمت یې دی په خپلو بندګانو.

مَنْ كَانَ یُرِیْدُ الْعَاجِلَةَ عَجَّلْنَا لَهٗ فِیْهَا مَا نَشَآءُ لِمَنْ نُّرِیْدُ ثُمَّ جَعَلْنَا لَهٗ جَهَنَّمَ ۚ— یَصْلٰىهَا مَذْمُوْمًا مَّدْحُوْرًا ۟
څوک چې په نېکو اعمالو د دنيا ژوند غواړي او په آخرت باور نه لري او هيڅ پروا يې نه لري، هغه ته همغه څه په بيړه ورکوو چې موږ يې غواړو نه هغه نعمتونه چې هغه يې غواړي، د چا لپاره چې موږ ورسره دا ډول کړنه وکړو بيا مو د هغه لپاره دوزخ پيدا کړی چې د قيامت په ورځ به ورننوځي ګرمي به يې د ملامتۍ سره زغمي ځکه دنيا یې په آخرت سره غوره کړې وه او پر آخرت د کفر له امله او د الله له لورېينې لېرې غورځول شوی دی.
अरबी तफ़सीरें:
وَمَنْ اَرَادَ الْاٰخِرَةَ وَسَعٰی لَهَا سَعْیَهَا وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَاُولٰٓىِٕكَ كَانَ سَعْیُهُمْ مَّشْكُوْرًا ۟
او څوک چې د آخرت د ثواب په خاطر د نیکو کارونو هڅه وکړي ، او کوشش کوي د اخرت د پاره داسې کوشش چې د ریا او ځان ښودنې نه خالي وي، او دا مومن وي په هغه څه چې الله تعالی پرې ایمان واجب کړی، نو دغه کسان چې دا صفات لري د دوی کوشش د الله تعالی سره مقبول دی، او خامخا به ورله پرې بدلې ورکوي.
अरबी तफ़सीरें:
كُلًّا نُّمِدُّ هٰۤؤُلَآءِ وَهٰۤؤُلَآءِ مِنْ عَطَآءِ رَبِّكَ ؕ— وَمَا كَانَ عَطَآءُ رَبِّكَ مَحْظُوْرًا ۟
مونږ دې دواړو؛ نېکو او بدو ډلو ته ستا د رب له ورکړې څخه ډیر څه ورکوو پرته لدې چې پرې ویې دروو ای پېغمبره! او په دنیا کې ستا د رب ورکړه له هیچا څخه نه منع کیږي؛ خوا که هغه نیک وي او یا بد.
अरबी तफ़सीरें:
اُنْظُرْ كَیْفَ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلٰی بَعْضٍ ؕ— وَلَلْاٰخِرَةُ اَكْبَرُ دَرَجٰتٍ وَّاَكْبَرُ تَفْضِیْلًا ۟
وګوره -ای پیغمبره- څرنګه مونږ غوره کړي ځیني د دوی نه په ځینو نورو باندې په دنیا کې په روزئ او درجو کې، او خامخا اخرت ډیر لوی فرق لري په مرتبو د نعمتونو کې د دنیوي له ژوند سره ، او ډیر زیات دی په غوره والي کې، نو مومن باید په اخرت باندې حرص وکړي.
अरबी तफ़सीरें:
لَا تَجْعَلْ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ فَتَقْعُدَ مَذْمُوْمًا مَّخْذُوْلًا ۟۠
مه ګرځوه -ای بنده- د الله تعالی سره بل معبود چې بندګي یي وکړې، نو ته به شي بد ویلی شوی د الله تعالی په نزد، او د هغه د نیکو بندګانو په نزد نه به وي ستاینه کوونکی تا لره، شرمیدلی به يې د هغه له طرفه، نه به وي مدد کوونکی تا لره.
अरबी तफ़सीरें:
وَقَضٰی رَبُّكَ اَلَّا تَعْبُدُوْۤا اِلَّاۤ اِیَّاهُ وَبِالْوَالِدَیْنِ اِحْسَانًا ؕ— اِمَّا یَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ اَحَدُهُمَاۤ اَوْ كِلٰهُمَا فَلَا تَقُلْ لَّهُمَاۤ اُفٍّ وَّلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَّهُمَا قَوْلًا كَرِیْمًا ۟
او امر کړی رب ستا -ای بنده- او دا یې لازم کړي چې د هغه نه پرته د بل چا بندګي دې ونه کړی شي، او حکم یې کړي په نیکۍ کولو د خپلو مور او پلار سره په ځانګړې توګه کله چې بوډاوالي ته ورسیږي، نو که چیرته ورسیږي یو د مور او پلار نه بوډاوالي ته او یا ورته دواړه ورسیږي ستا په ژوند کې، نو ته مه تنګیږه د دې دواړو نه په ویلو د هغه څه سره چې په دې تنګیدلو دلالت کوي، او دوی مه رټه او سخته وینا ورته هم مه کوه، او وایه ورته وینا ښایسته چې اسانتیا او نرمي پکې وي.
अरबी तफ़सीरें:
وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُلْ رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّیٰنِیْ صَغِیْرًا ۟ؕ
او له خاکسارۍ نه کار واخله دې دواړو ته د عاجزئ او مهربانۍ له وجې نه، او ووایه: ای زما ربه! رحم وکړه په دوی باندې خاص رحمت د دې وجې نه چې په وړوکوالي کې یې زما پالنه کړې.
अरबी तफ़सीरें:
رَبُّكُمْ اَعْلَمُ بِمَا فِیْ نُفُوْسِكُمْ ؕ— اِنْ تَكُوْنُوْا صٰلِحِیْنَ فَاِنَّهٗ كَانَ لِلْاَوَّابِیْنَ غَفُوْرًا ۟
رب ستاسې -ای خلکو- ښه پوه دی په هغه څه چې ستاسې په زړونو کې دي هغه ته د اخلاص نه په بندګۍ کې او د نیکیو په کارونو کې، او په نیکي کولو کې د مور او پلار سره، نو که چیرته ستاسې نیتونه په عبادتونو او معاملو کې د خپلو مور او پلار او نورو سره نیک وي نو یقینا الله پاک هغه چا ته چې هغه ته ډیر ګرځیدونکی وي په توبې سره بخښونکی دی، نو چا چې توبه وویستله دخپل مخکني کمي نه په تابعدارئ د خپل رب او مور او پلار کې نو الله تعالی هغه ته بخښنه کوي.
अरबी तफ़सीरें:
وَاٰتِ ذَا الْقُرْبٰی حَقَّهٗ وَالْمِسْكِیْنَ وَابْنَ السَّبِیْلِ وَلَا تُبَذِّرْ تَبْذِیْرًا ۟
او ورکوه-ای مومنه- خپلوانو ته حق د خپلولۍ (صله رحمۍ)، او ورکړه مسکین ته حق د هغه، او ورکړه لاروي ته په سفر د هغه کې، او مه خرچ کوه مال خپل په ګناه کې، او یا د زیاتي په ډول.
अरबी तफ़सीरें:
اِنَّ الْمُبَذِّرِیْنَ كَانُوْۤا اِخْوَانَ الشَّیٰطِیْنِ ؕ— وَكَانَ الشَّیْطٰنُ لِرَبِّهٖ كَفُوْرًا ۟
یقینا هغه کسان چې خرچ کوي مالونه خپل په ګناهونو کې، او زیاتي کوونکي په خرچ کولو کې وروڼه د شیطانانو دي، تابعداري کوي د هغوی په هغه څه کې چې امر ورته پرې کوي د بې ځایه خرچ کولو نه او زیاتي کولو نه، او دی شیطان خپل رب لره ناشکري کوونکی، نو نه کوي مګر هغه کار چې په هغه کې نافرماني وي، او امر نه کوي مګر په هغه څه چې د هغه رب غصه کوي.
अरबी तफ़सीरें:
इस पृष्ठ की आयतों से प्राप्त कुछ बिंदु:
• ينبغي للإنسان أن يفعل ما يقدر عليه من الخير وينوي فعل ما لم يقدر عليه؛ ليُثاب على ذلك.
انسان لره پکاره دی چې د خیر کوم کار کولی شي باید ویې کړي او کوم کار چې نشي کولی د هغه نیت دې وکړي، د دې لپاره چې په دې ورته ثواب میلاو شي.

• أن النعم في الدنيا لا ينبغي أن يُسْتَدل بها على رضا الله تعالى؛ لأنها قد تحصل لغير المؤمن، وتكون عاقبته المصير إلى عذاب الله.
د دنيا په نعمتونو د الله پر رضا استدلال کول ندي په کار، ځکه هغه کله نا مسلمان ته هم ورکول کيږي او د هغه پايله د الله سزا ته ورګرځېدل وي.

• الإحسان إلى الوالدين فرض لازم واجب، وقد قرن الله شكرهما بشكره لعظيم فضلهما.
د مور او پلار سره نیکي کول فرض او واجب دي، او یقینا الله تعالی د هغوی قدر کول خپل شکر او قدر کولو سره یوځای کړي د هغوی د لوی فضیلت د وجې نه.

• يحرّم الإسلام التبذير، والتبذير إنفاق المال في غير حقه.
اسلام بې ځایه خرچ کول حراموي، او بې ځایه خرچ کول دې ته وایې: د مال خرچ کول په نا حقه توګه.

وَاِمَّا تُعْرِضَنَّ عَنْهُمُ ابْتِغَآءَ رَحْمَةٍ مِّنْ رَّبِّكَ تَرْجُوْهَا فَقُلْ لَّهُمْ قَوْلًا مَّیْسُوْرًا ۟
او که ته چیرته انکار وکړې د ورکړي د دوی نه؛ د وجې د نه موجودیت د هغه څه چې دوی ته یې ورکړې انتظار کوونکی یې ته د هغه څه چې پراخه کړي الله تعالی په هغه سره په تا باندې د رزق نه، نو ووایه دوی ته خبره اسانه او نرمه، داسې چې ته دوی ته د رزق د پراخۍ دعا وکړې، او یا ورسره د ورکړې وعده وکړې که چیرته الله تعالی تا ته مال درکړ.
अरबी तफ़सीरें:
وَلَا تَجْعَلْ یَدَكَ مَغْلُوْلَةً اِلٰی عُنُقِكَ وَلَا تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُوْمًا مَّحْسُوْرًا ۟
او مه بندوه لاس خپل د خرچ کولو نه، او زیاتی هم مه کوه په خرچ کولو کې، نو شې به ته ملامت کړی شوی خلک به دې ملامتوي ستا په بخیلۍ باندې که چیرته دې لاس د خرچ کولو نه بند کړ، او بند به شي د خرچ کولو نه ستا د اسراف د وجې نه، نو څه به درسره نه وي چې خرچ یې کړې.
अरबी तफ़सीरें:
اِنَّ رَبَّكَ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَقْدِرُ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ بِعِبَادِهٖ خَبِیْرًا بَصِیْرًا ۟۠
یقینا ستا رب پراخوي رزق چا لره چې وغواړي، او تنګوي يې چا لره چې وغواړي د وجې د لوی حکمت نه، یقینا دا الله تعالی خبردار دی لیدونکی دی، هیڅ شی په هغه باندې د دوی نه پټ نشي پاتي کیدلی، نو چلوي خپل حکم په دوی کې څرنګه چې یې غواړي.
अरबी तफ़सीरें:
وَلَا تَقْتُلُوْۤا اَوْلَادَكُمْ خَشْیَةَ اِمْلَاقٍ ؕ— نَحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَاِیَّاكُمْ ؕ— اِنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْاً كَبِیْرًا ۟
او تاسې مه وژنئ بچې خپل د غریبۍ د ویرې نه په راتلونکي وخت کې که چیرته تاسې په دوی باندې خرچه وکړئ، مونږ د دوی د روزۍ ذمه واري کوو، او ستاسې د روزۍ هم ذمه واري کوو، یقینا د دوی وژل دا ډیره لویه ګناه ده؛ ځکه چې د دوی څه ګناه نشته او نه داسې وجه شته چې د دوی وژل واجبوي.
अरबी तफ़सीरें:
وَلَا تَقْرَبُوا الزِّنٰۤی اِنَّهٗ كَانَ فَاحِشَةً ؕ— وَسَآءَ سَبِیْلًا ۟
او ځان وساتئ له زنا څخه، او ځان وساتئ د هغه څه نه چې د دې سبب کیږي، یقینا دا د بدۍ اخري حد دی، او ډیره بده لاره ده ځکه چې د دې په وجه نسبونه ګډوډیږي، او د دې په وجه د الله تعالی عذاب راځي.
अरबी तफ़सीरें:
وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِیْ حَرَّمَ اللّٰهُ اِلَّا بِالْحَقِّ ؕ— وَمَنْ قُتِلَ مَظْلُوْمًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِیِّهٖ سُلْطٰنًا فَلَا یُسْرِفْ فِّی الْقَتْلِ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ مَنْصُوْرًا ۟
او مه وژنئ تاسې هغه نفس چې الله تعالی یې وینه بچ ساتلی په ایمان او سلامتیا سره مګر که مرګ یې روا شي په ردت سره (د اسلام نه په اوښتلو)، او یا په زنا کولو سره وروسته د واده نه، او یا په قصاص سره (چې یو څوک یې وژلی وي نو دا به د هغه په بدل کې وژل کیږي)، او څوک چې مظلوم ووژل شو پرته له داسې یو سبب نه چې د دې مرګ روا کوي نو یقینا مونږ ګرځولی هغه چا لره چې د دې متولي وي د وارثانو څخه اختیار او غلبه په دې قاتل باندې، نو ده لره روا ده چې د دې قاتل د وژلو مطالبه وکړي د قصاص په ډول، او ده لره د بخښني حق هم شته پغیر د مقابل نه، او دا حق ورله هم شته چې هم دیت واخلي او هم بخښنه وکړي، نو نه به اوړي د هغې اندازې نه چې الله تعالی ده لره روا کړې په غوڅولو د اندامونو د دې قاتل، او یا په وژلو د قاتل پغیر له هغې طریقې نه چې دې پرې هغه کس وژلی، او یا د قاتل په ځای بل څوک وژل، یقینا دا وارث د مړي چې دی د ده مرسته او مدد کړی شوی دی.
अरबी तफ़सीरें:
وَلَا تَقْرَبُوْا مَالَ الْیَتِیْمِ اِلَّا بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ حَتّٰی یَبْلُغَ اَشُدَّهٗ ۪— وَاَوْفُوْا بِالْعَهْدِ ۚ— اِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْـُٔوْلًا ۟
او تاسې تصرف مه کوئ په مال د هغه چا کې چې پلار یې وفات شوی وي د ماشومانو څخه مګر په هغه طریقه چې هغه ډیره برابره وي دې لره د زیاتیدو د مال نه او د ساتلو د هغه تر دې چې د دې یتیم عقل پوخ شي او ځوانۍ ته ورسیږي، او پوره والی کوئ په هغو لوظونو چې ستاسې او د الله تعالی ترمنځ دي، او په هغو لوظونو چې ستاسې او د هغه د بندګانو ترمنځ دي پغیر د ماتولو او نقصان کولو نه، یقینا الله تعالی به پوښتنه کوي د لوظ ورکوونکي نه د قیامت په ورځ: ایا په خپل لوظ یې وفا کړې نو ثواب ورله پرې ورکړي او که یا یې پرې وفا نده کړې نو عذاب به ورکړي.
अरबी तफ़सीरें:
وَاَوْفُوا الْكَیْلَ اِذَا كِلْتُمْ وَزِنُوْا بِالْقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِیْمِ ؕ— ذٰلِكَ خَیْرٌ وَّاَحْسَنُ تَاْوِیْلًا ۟
او پوره کوئ پیمانه کله چې پیمانه کوئ د بل چا لپاره او مه یې کموئ، او تول کوئ په تله د انصاف هغه چې هیڅ شی هم نه کموي او نه په کې دوکه کوي، دا پوره والی د پېمانې او د تول غوره دی تاسې لره په دنیا او اخرت کې، او ډیر ښایسته دی په اعتبار د انجام سره د کمي کولو نه په کموالي د پېمانو او تلو کې.
अरबी तफ़सीरें:
وَلَا تَقْفُ مَا لَیْسَ لَكَ بِهٖ عِلْمٌ ؕ— اِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ اُولٰٓىِٕكَ كَانَ عَنْهُ مَسْـُٔوْلًا ۟
او مه زه -ای بنی ادم- په هغه څه پسې چې نشته تا لره د هغه باره کې دلیل،(که ته دا کار وکړې) نو ته به تابعداري وکړې د ګومانونو او اټکل، یقینا انسان ذمه وار دی د هغه څه باره کې چې دې پکې خپل غوږونه او سترګې او زړه استعمال کړي وي د خیر او یا شر نه، نو ثواب به ورکولی شي په خیر باندې، او سزا به ورکولی شي په شر باندې.
अरबी तफ़सीरें:
وَلَا تَمْشِ فِی الْاَرْضِ مَرَحًا ۚ— اِنَّكَ لَنْ تَخْرِقَ الْاَرْضَ وَلَنْ تَبْلُغَ الْجِبَالَ طُوْلًا ۟
او مه ګرځه په ځمکه کې په تکبر او لویي کولو سره، یقینا که ته په ځمکه کې لویي کوونکي وګرځې نو ته ځمکه په خپلو ګرځیدلو نشي څیري کولی، او ستا قد هم هغه اندازې ته نشي رسیدلی کومې ته چې غرونه رسیدلي په اوچتوالي او اوږدوالي کې، نو بیا د څه وجې نه تکبر او لويي کوې؟!
अरबी तफ़सीरें:
كُلُّ ذٰلِكَ كَانَ سَیِّئُهٗ عِنْدَ رَبِّكَ مَكْرُوْهًا ۟
دا ټول څه چې مخکې ذکر شول په دې کې بد کارونه په نزد د رب ستا -ای انسانه- ناروا دي، الله تعالی یې نه خوښوي د هغه چا نه چې دا کارونه کوي، بلکې بغض ورسره کوي.
अरबी तफ़सीरें:
इस पृष्ठ की आयतों से प्राप्त कुछ बिंदु:
• الأدب الرفيع هو رد ذوي القربى بلطف، ووعدهم وعدًا جميلًا بالصلة عند اليسر، والاعتذار إليهم بما هو مقبول.
اوچت ادب او اخلاق دا دي چې د خپلوانو جوابول په نرمۍ سره، او د هغوی سره ښایسته وعدې کول په کومک کولو د پراخۍ په وخت کې، او هغوی ته عذر وړاندې کول په هغه طریقه چې د قبلیدو وړ وي.

• الله أرحم بالأولاد من والديهم؛ فنهى الوالدين أن يقتلوا أولادهم خوفًا من الفقر والإملاق وتكفل برزق الجميع.
الله رب العزت په بچو باندې د خپل مور او پلار نه هم ډیر مهربانه دی؛ نو مور او پلار یې منعه کړي د خپلو بچو د وژلو نه د ویرې د فقر او مسکینۍ نه او د ټولو د رزق ذمه واري یې اخیستلې.

• في الآيات دليل على أن الحق في القتل للولي، فلا يُقْتَص إلا بإذنه، وإن عفا سقط القصاص.
په دې ایتونو کې دلیل دی په دې خبره چې یقینا په قتل کې واک او اختیار د ولي حق دی، نو قصاص به نشي اخیستل کیدلی مګر د هغه په اجازه، او که چیرته هغه بخښنه وکړه نو قصاص غورځیږي.

• من لطف الله ورحمته باليتيم أن أمر أولياءه بحفظه وحفظ ماله وإصلاحه وتنميته حتى يبلغ أشده.
په یتیم باندې د الله تعالی مهرباني او رحمت دا دی چې د هغه ولي ته یې د هغه او د هغه د مال په ساتلو او برابرولو او د هغه د زیاتي کولو امر کړی تر دې چې دې ځوانۍ ته ورسیږي.

ذٰلِكَ مِمَّاۤ اَوْحٰۤی اِلَیْكَ رَبُّكَ مِنَ الْحِكْمَةِ ؕ— وَلَا تَجْعَلْ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ فَتُلْقٰی فِیْ جَهَنَّمَ مَلُوْمًا مَّدْحُوْرًا ۟
دغه څه مو چې له امرونو، نواهيوو او حکمونو څخه په ډاګه کړل هغه حکمت دی چې پالونکي دې وحي کړې ده، او اې انسانه له الله سره بل معبود مه نيسه چې د قيامت په ورځ به دوزخ ته داسې ملامت ور واچول شې، چې په خپله به هم ځان ملامتوې او خلک به دې هم ملامتوي، له هرې ښېګڼې به له لېرې کړل شوی وې.
अरबी तफ़सीरें:
اَفَاَصْفٰىكُمْ رَبُّكُمْ بِالْبَنِیْنَ وَاتَّخَذَ مِنَ الْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنَاثًا ؕ— اِنَّكُمْ لَتَقُوْلُوْنَ قَوْلًا عَظِیْمًا ۟۠
ای هغو خلکو چې دعوه کوئ چې یقینا ملاېکې د الله تعالی لورګانې دي، ایا خاص کړي یاست تاسې رب ستاسې -ای مشرکینو- په نارینه بچو سره، او د ځان لپاره یې ملاېکې لورګانې نیولي؟ اوچت دی الله تعالی د هغه څه نه چې تاسې یې وایئ، یقینا تاسې په الله تعالی باندې داسې یوه خبره وایئ چې هغه انتها د قباحت کې ده داسې چې تاسې هغه ته د بچي نسبت کوئ، او دا ګومان کوئ چې یقینا هغه لره لورګانې دي ستاسې د زیاتي کولو د وجې نه په هغه باندې په کفر کولو کې.
अरबी तफ़सीरें:
وَلَقَدْ صَرَّفْنَا فِیْ هٰذَا الْقُرْاٰنِ لِیَذَّكَّرُوْا ؕ— وَمَا یَزِیْدُهُمْ اِلَّا نُفُوْرًا ۟
او یقینا مونږ بیان کړي په دې قرآن کریم کې احکام او پندونه او مثالونه د دې لپاره چې خلک پرې پند واخلي، نو هغه لاره خپله کړي چې دوی ته فایده رسوي، او هغه لاره پریږدي چې دوی ته ضرر رسوي، او حال دا دی چې بعضې د دې خلکو نه داسې دي چې فطرتونه یې نسکور شوي نو نه زیاتي کیږي په دې سره مګر لرې والی د حق نه او بد ګڼل حق لره.
अरबी तफ़सीरें:
قُلْ لَّوْ كَانَ مَعَهٗۤ اٰلِهَةٌ كَمَا یَقُوْلُوْنَ اِذًا لَّابْتَغَوْا اِلٰی ذِی الْعَرْشِ سَبِیْلًا ۟
ته ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکینو ته: که چیرته د الله تعالی سره نور څوک حقدار د بندګۍ وی لکه دوی چې وایې د بهتان او دروغو د وجې نه نو خامخا دې ګڼل شویو معبودانو به غوښتلی وی د الله تعالی طرف ته چې خاوند د عرش دی یوه لاره چې د الله تعالی په بادشاهۍ باندې غالب شي او په دې کې ورسره جګړه وکړي.
अरबी तफ़सीरें:
سُبْحٰنَهٗ وَتَعٰلٰی عَمَّا یَقُوْلُوْنَ عُلُوًّا كَبِیْرًا ۟
پاک دی الله تعالی ډیر پاک دی د هغو صفتونو نه چې مشرکین یې ورله بیانوي، او اوچت دی د هغه څه نه چې دوی یې وایي په اوچتوالي ډیر سره.
अरबी तफ़सीरें:
تُسَبِّحُ لَهُ السَّمٰوٰتُ السَّبْعُ وَالْاَرْضُ وَمَنْ فِیْهِنَّ ؕ— وَاِنْ مِّنْ شَیْءٍ اِلَّا یُسَبِّحُ بِحَمْدِهٖ وَلٰكِنْ لَّا تَفْقَهُوْنَ تَسْبِیْحَهُمْ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ حَلِیْمًا غَفُوْرًا ۟
پاکي بیانوي الله تعالی لره اسمانونه، او پاکي بیانوي الله تعالی لره ځمکه، او پاکي بیانوي الله تعالی لره هغه څوک چې په اسمانونو او ځمکو کې دي د مخلوقاتو نه، او نشته هیڅ یو شي مګر د هغه پاکي بیانوي سره د ثنا ویلو نه هغه لره، خو لیکن تاسې د هغوی د پاکۍ بیانولو په طریقه باندې نه پوهیږئ، نو تاسې نه پیژنئ مګر پاکي د هغه چا چې ستاسې په شان په ژبه پاکي بیانوي، یقینا دا الله تعالی اوچت دی صبرناک دی په سزا ورکولو کې تلوار نه کوي، بخښنه کوونکی دی هغه چاته چې توبه ورته وباسي.
अरबी तफ़सीरें:
وَاِذَا قَرَاْتَ الْقُرْاٰنَ جَعَلْنَا بَیْنَكَ وَبَیْنَ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ حِجَابًا مَّسْتُوْرًا ۟ۙ
او کله چې ته لولی -ای پیغمبره- قرآن کریم لره نو دوی واوري هغه رټنې او پندونه چې په دې کې دي؛ مونږ وګرځوو ستا او د هغو کسانو په منځ کې چې د قیامت په ورځ ایمان نه راوړي پرده پټوونکي چې بندوي دوی لره د قرآن کریم د پوهې نه؛ دا سزا ده دوی لره د دوی د مخ اړولو د وجې نه.
अरबी तफ़सीरें:
وَّجَعَلْنَا عَلٰی قُلُوْبِهِمْ اَكِنَّةً اَنْ یَّفْقَهُوْهُ وَفِیْۤ اٰذَانِهِمْ وَقْرًا ؕ— وَاِذَا ذَكَرْتَ رَبَّكَ فِی الْقُرْاٰنِ وَحْدَهٗ وَلَّوْا عَلٰۤی اَدْبَارِهِمْ نُفُوْرًا ۟
او مونږ ګرځولي د دوی په زړونو باندې پردې تر دې چې په قرآن کریم باندې پوهه نشي، او مونږ ګرځولې د دوی په غوږونو کې دروندوالی تر څو د فایدې اخیستلو په اوریدلو سره قرآن کریم وانه وري، او کله چې ته یاد کړې ستا رب په قرآن کریم کې یواځې، او د هغوی ګڼل شوي معبودان یاد نه کړې دوی وګرځي په خپلو پوندو باندې، لرې کیدوونکي وي د توحید خالص کولو څخه الله تعالی ته.
अरबी तफ़सीरें:
نَحْنُ اَعْلَمُ بِمَا یَسْتَمِعُوْنَ بِهٖۤ اِذْ یَسْتَمِعُوْنَ اِلَیْكَ وَاِذْ هُمْ نَجْوٰۤی اِذْ یَقُوْلُ الظّٰلِمُوْنَ اِنْ تَتَّبِعُوْنَ اِلَّا رَجُلًا مَّسْحُوْرًا ۟
مونږ ښه پوهیږو په طریقه د غوږ کیښودلو د دوی د مشرانو قرآن کریم ته، نو په دې اوریدلو سره هدایت نه غواړي، بلکې غواړي هسې سپک ګڼل او لغوه کارونه کول ستا د لو ستلو په وخت کې، او مونږ ښه پوهیږو په هغو پټو جرګو د دوی چې دوی یې کوي په باره د دروغ ګڼلو د قرآن کریم او په باره د منعه کولو د خلکو د هغه نه، کله چې دا پخپلو ځانونو باندې ظلم کوونکي په کفر سره وایي: تاسې تابعداري نه کوئ -ای خلکو- مګر د جادو کړی شوي سړي چې عقل یې ګډوډ شوی دی.
अरबी तफ़सीरें:
اُنْظُرْ كَیْفَ ضَرَبُوْا لَكَ الْاَمْثَالَ فَضَلُّوْا فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ سَبِیْلًا ۟
وګوره -ای پیغمبره- چې تعجب وکړې د هغه څه نه چې دوی پرې ستا مختلف بد صفتونه بیانوي، نو دوی د حق نه واوښتل، او بې لارې شول نو دوی د حق لارې ته هدایت بیانه موند.
अरबी तफ़सीरें:
وَقَالُوْۤا ءَاِذَا كُنَّا عِظَامًا وَّرُفَاتًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَ خَلْقًا جَدِیْدًا ۟
او وایي مشرکان د وجې د انکار کولو د دوی دوباره ژوند لره: آیا کله چې مونږ مړه شو او هډوکي شو، او زمونږ بدنونه زاړه شي، آیا مونږ به بیرته راژوندي کیږو په ژوند نوي سره؟! یقینا دا خو نا ممکن دی.
अरबी तफ़सीरें:
इस पृष्ठ की आयतों से प्राप्त कुछ बिंदु:
• الزعم بأن الملائكة بنات الله افتراء كبير، وقول عظيم الإثم عند الله عز وجل.
دا ګومان کول چې ملاېکې د الله تعالی لورګانې دي ډیر غټ دروغ او بهتان دی، او دا یوه داسې وینا ده چې د الله تعالی په نزد ډیره لویه ګناه ده.

• أكثر الناس لا تزيدهم آيات الله إلا نفورًا؛ لبغضهم للحق ومحبتهم ما كانوا عليه من الباطل.
ډیر خلک چې دي نه زیاتوي هغوی لره د الله تعالی ایتونه مګر نفرت کول؛ د وجې د بغض کولو د دوی حق لره او د وجې د خوښ ګڼلو هغه باطل لره چې دوی پکې دي.

• ما من مخلوق في السماوات والأرض إلا يسبح بحمد الله تعالى فينبغي للعبد ألا تسبقه المخلوقات بالتسبيح.
نشته هیڅ یو مخلوق په اسمانونو او ځمکه کې مګر پاکي بیانوي سره د ثنا ویلو د الله تعالی نو بنده لره پکار دي چې نور مخلوقات ترې په تسبیح ویلو کې مخکې نشي.

• من حلم الله على عباده أنه لا يعاجلهم بالعقوبة على غفلتهم وسوء صنيعهم، فرحمته سبقت غضبه.
د الله تعالی په خپلو بندګانو د صبر او زغم څخه دادي چې هغوی ته په غفلت کولو او بدو کارونو کولو په تلوار سره سزا نه ورکوي، ځکه د هغه رحمت او مهرباني د هغه په غصې باندې وړاندې ده.

قُلْ كُوْنُوْا حِجَارَةً اَوْ حَدِیْدًا ۟ۙ
ته دوی ته ووایه -ای پیغمبره-: شئ تاسې -ای مشرکینو- که چیرته کولی شئ تیږې (ګټې) په سختوالي کې، او یا اوسپنه شئ په قوت کې، او تاسې هیچیرې داسې نه شئ کولی.
अरबी तफ़सीरें:
اَوْ خَلْقًا مِّمَّا یَكْبُرُ فِیْ صُدُوْرِكُمْ ۚ— فَسَیَقُوْلُوْنَ مَنْ یُّعِیْدُنَا ؕ— قُلِ الَّذِیْ فَطَرَكُمْ اَوَّلَ مَرَّةٍ ۚ— فَسَیُنْغِضُوْنَ اِلَیْكَ رُءُوْسَهُمْ وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هُوَ ؕ— قُلْ عَسٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ قَرِیْبًا ۟
او یا شئ بل قسم مخلوق لوی د دې دواړو نه څومره چې ستاسې په سینو کې غټ مخلوق وي، نو یقینا الله تعالی بیرته ستاسې راپاڅوونکی دی د قبرونو نه لکه څرنګه چې یې اول پیداکړي وئ، او راژوندی کوونکی دی ستاسې لکه اول ځل چې یې پیداکړي وئ، نو خامخا وایي به دا عناد کوونکي: څوک دی چې مونږ بیرته ژوندي راپاڅوي وروسته زمونږ د مړه کیدلو نه؟ ته ورته ووایه: بیرته ژوندي راپاڅوي تاسې هغه ذات چې اول ځل یې پیداکړي یاست په غیر د مخکني مثال نه، نو دوی به خپل سرونه خوځوي مسخرې کوونکي به وي ستا د جواب نه دوی ته، او وايي دوی په داسې حال کې چې لرې ګڼونکي دي (بیرته راژوندي کیدلو لره): کله به وي دا بیرته راژوندي کیدل؟! ته ورته ووایه: کیدای شي دا نږدې وي، ځکه هر یو شی چې راتلونکی وي هغه نږدې دی.
अरबी तफ़सीरें:
یَوْمَ یَدْعُوْكُمْ فَتَسْتَجِیْبُوْنَ بِحَمْدِهٖ وَتَظُنُّوْنَ اِنْ لَّبِثْتُمْ اِلَّا قَلِیْلًا ۟۠
بیرته به الله تعالی راژوندي کوي تاسې په هغه ورځ چې اواز به درته وشي د محشر میدان ته، نو تاسې به قبول کړئ د هغه بلنه غاړه کیښودونکي به یاست د هغه حکم ته، د هغه ثنا به وایئ، او تاسې به دا ګومان کوئ چې تاسې په ځمکه کې وخت نه دی تیر کړی مګر لږ وخت.
अरबी तफ़सीरें:
وَقُلْ لِّعِبَادِیْ یَقُوْلُوا الَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ ؕ— اِنَّ الشَّیْطٰنَ یَنْزَغُ بَیْنَهُمْ ؕ— اِنَّ الشَّیْطٰنَ كَانَ لِلْاِنْسَانِ عَدُوًّا مُّبِیْنًا ۟
او ووایه -ای پیغمبره- زما هغو بندګانو ته چې په ما یې ایمان راوړی: ودې کړي دوی ښایسته خبرې کله چې دوی د یو بل سره خبرې کوي، او ځان دې وساتي د بدې نفرت پیداکوونکې کلمې نه؛ ځکه چې شیطان دا غنیمت ګڼي نو د دوی تر منځ په دنیوي او اخروي زندګۍ کې د فساد اچولو کوشش کوي، یقینا شیطان چې دی هغه دښمن دی ښکاره دښمني کوونکی، نو په مومن باندې لازمه ده چې د شیطان نه ځان وساتي.
अरबी तफ़सीरें:
رَبُّكُمْ اَعْلَمُ بِكُمْ ؕ— اِنْ یَّشَاْ یَرْحَمْكُمْ اَوْ اِنْ یَّشَاْ یُعَذِّبْكُمْ ؕ— وَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ عَلَیْهِمْ وَكِیْلًا ۟
رب ستاسې -ای خلکو- ښه پوهه دی په تاسې، نو پټ نه پاتې کيږي په هغه باندې ستاسې نه هیڅ شی، که چیرته وغواړي چې رحم وکړي په تاسې نو رحم به درباندې وکړي داسې چې د ایمان او نیک عمل طرف ته به توفیق درکړي، او که چیرته وغواړي چې عذاب درکړي تاسې ته عذاب به درکړي داسې چې لرې به مو کړي د ایمان نه او په کفر به مو مړه کړي، او مونږ نه یې لیږلی ته -ای پیغمبره- په دوی باندې ذمه وار چې ته یې په ایمان مجبورکړې، او د کفر نه یې بند کړې، او د دوی عملونه حساب کړې، یقینا ته خو رسوونکی یې د الله تعالی له طرفه د هغه څه چې تا ته یې پرې د رسولو امر کړی.
अरबी तफ़सीरें:
وَرَبُّكَ اَعْلَمُ بِمَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَلَقَدْ فَضَّلْنَا بَعْضَ النَّبِیّٖنَ عَلٰی بَعْضٍ وَّاٰتَیْنَا دَاوٗدَ زَبُوْرًا ۟
او رب ستا -ای پیغمبره- ښه پوهه دی په هغو چا چې په اسمانونو او ځمکه کې دي، او ښه پوهه دی د هغوی په احوالو او په هغه څه چې دوی یې حقدار دي، او یقینا مونږ غوره کړي بعضې د پیغبرانو نه په بعضو نورو په ډیروالي د تابعدارانو او په رالیږلو د کتابونو، او مونږ ورکړی و داود -علیه السلام- ته کتاب چې هغه زبور دی.
अरबी तफ़सीरें:
قُلِ ادْعُوا الَّذِیْنَ زَعَمْتُمْ مِّنْ دُوْنِهٖ فَلَا یَمْلِكُوْنَ كَشْفَ الضُّرِّ عَنْكُمْ وَلَا تَحْوِیْلًا ۟
ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکینو ته: راوبلئ تاسې -ای مشرکینو- هغه کسان چې تاسې ګومان کاوه چې ګویا کې دوی حقدار د بندګۍ دي پرته له الله تعالی نه کله چې په تاسې څه تکلیف او مصیبت راشي، نو دوی وسع نه لري د لرې کولو د دې تکلیف او مصیبت ستاسې نه، او وسع نه لري د بدلولو د دې تکلیف بل چا ته د دوی د بې چارۍ د وجې نه، او څوک چې بې چاره وي نو هغه د بندګۍ حقدار نشي کیدلی.
अरबी तफ़सीरें:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ یَبْتَغُوْنَ اِلٰی رَبِّهِمُ الْوَسِیْلَةَ اَیُّهُمْ اَقْرَبُ وَیَرْجُوْنَ رَحْمَتَهٗ وَیَخَافُوْنَ عَذَابَهٗ ؕ— اِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ كَانَ مَحْذُوْرًا ۟
دغه کسان چې دوی ورته رامدد شه وایي د ملاېکو او نورو نه؛ هغوی پخپله لټوي هغه نیک عمل چې دوی الله تعالی ته نږدې کړي، او دوی په دې کې یو بل سره مقابله کوي چې کوم یو دې ته په تابعدارۍ کې ډیر نږدې دی، او دوی د الله تعالی د رحمت امید لري، او د هغه د عذاب نه ویریږي، یقینا ستا د رب عذاب -ای پیغمبره- باید د هغه نه ویره وشي.
अरबी तफ़सीरें:
وَاِنْ مِّنْ قَرْیَةٍ اِلَّا نَحْنُ مُهْلِكُوْهَا قَبْلَ یَوْمِ الْقِیٰمَةِ اَوْ مُعَذِّبُوْهَا عَذَابًا شَدِیْدًا ؕ— كَانَ ذٰلِكَ فِی الْكِتٰبِ مَسْطُوْرًا ۟
او هيڅ کلی او له کليو کوم ښار نشته چې اوسېدونکي يې کافران وي، مګر موږ د هغوی د کفر له امله د دنيا په ژوند کې عذاب او تباهي پرې راوستونکي يو او يا يې په پياوړي عذاب لکه وژل او داسې نورو اخته کوونکي يو، د هغوی د کفر له امله دغه تباهي او سزا په لوح محفوظ کې ليکل شوې يوه الهي پرېکړه ده.
अरबी तफ़सीरें:
इस पृष्ठ की आयतों से प्राप्त कुछ बिंदु:
• القول الحسن داع لكل خلق جميل وعمل صالح، فإنَّ من ملك لسانه ملك جميع أمره.
ښایسته وینا دعوت ورکوونکې ده هر یو ښایسته صفت او نیک کار ته، پس هر چا چې خپله ژبه وساتله نو یقینا خپلې ټولې چارې يې سمبال کړې.

• فاضل الله بين الأنبياء بعضهم على بعض عن علم منه وحكمة.
الله تعالی د پیغمبرانو ترمنځ په یو بل باندې غوره والی د خپل علم او حکمت له وجې کړی.

• الله لا يريد بعباده إلا ما هو الخير، ولا يأمرهم إلا بما فيه مصلحتهم.
الله تعالی د خپلو بندګانو لپاره نه غواړي مګر هغه څه چې خیر وي، او دوی ته امر نه کوي مګر په هغه څه چې د دوی پکې مصلحت او فایده وي.

• علامة محبة الله أن يجتهد العبد في كل عمل يقربه إلى الله، وينافس في قربه بإخلاص الأعمال كلها لله والنصح فيها.
د الله تعالی د محبت نښه دا ده چې بنده په هر هغه عمل کې کوشش وکړي چې الله تعالی ته یې نږدې کوي، او په دې نږديکت کې مخکې والی وکړي په خاص کولو د ټولو عملونو یواځې الله تعالی ته او خیر خواهي کولو سره په دې کې.

وَمَا مَنَعَنَاۤ اَنْ نُّرْسِلَ بِالْاٰیٰتِ اِلَّاۤ اَنْ كَذَّبَ بِهَا الْاَوَّلُوْنَ ؕ— وَاٰتَیْنَا ثَمُوْدَ النَّاقَةَ مُبْصِرَةً فَظَلَمُوْا بِهَا ؕ— وَمَا نُرْسِلُ بِالْاٰیٰتِ اِلَّا تَخْوِیْفًا ۟
او مونږ نه دي پریښي رالیږل د حسي معجزو - هغه چې دلالت کوونکی وي په ریښتنولۍ د پیغمبر کومې چې مشرکینو غوښتلي وې لکه: د مړو ژوندي کول او نورې- مګر د دې وجې نه چې مونږ دا نازل کړې وې په پخوانیو امتونو نو هغوی دروغ وګڼلې دغه معجزې، نو یقینا مونږ ورکړي وه ثمودیانو ته غټه او ښکاره معجزه، چې هغه اوښه وه، نو هغوی کفر او انکار وکړ په هغې باندې نو مونږ په تلوار سره هغوی ته عذاب ورکړ، او مونږ نه رالیږو معجزې د پیغمبرانو په لاسونو مګر د ویرې ورکولو لپاره د هغوی امتونو ته؛ کیدای شي چې دوی غاړه کیږدي (مسلمانان شي).
अरबी तफ़सीरें:
وَاِذْ قُلْنَا لَكَ اِنَّ رَبَّكَ اَحَاطَ بِالنَّاسِ ؕ— وَمَا جَعَلْنَا الرُّءْیَا الَّتِیْۤ اَرَیْنٰكَ اِلَّا فِتْنَةً لِّلنَّاسِ وَالشَّجَرَةَ الْمَلْعُوْنَةَ فِی الْقُرْاٰنِ ؕ— وَنُخَوِّفُهُمْ ۙ— فَمَا یَزِیْدُهُمْ اِلَّا طُغْیَانًا كَبِیْرًا ۟۠
او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې مونږ تا ته وویل: یقینا ستا رب راګیر کړي ټول خلک په خپل قدرت کې، نو دوی ټول د هغه په تسلط او ګیر کې دي، او الله تعالی ساتونکی دی تا لره د دوی نه، نو ته ورسوه هغه څه چې تا ته یې په رسولو امر شوی، او مونږ نه دي ګرځولي هغه څه چې مونږ په سترګو ښودلي و تا ته د اسرا په شپه باندې مګر امتحان او ازمیښت لپاره د خلکو، چې آیا دوی دا ریښتیا ګڼي، او که دروغ یې ګڼي؟ او مونږ نده ګرځولی ونه د زقوم - چې په قرآن کریم کې ذکر شوې چې دا د جهنم په یخ کې راټوکیږي - مګر ازمیښت د دوی لپاره، نو کله چې دوی په دې داوړو معجزو ایمان را نه وړ نو دوی هیڅکله په نورو ایمان نه راوړي، او مونږ ویره ورکوو دوی لره په رالیږلو د معجزو، نو نه زیاتي کوي دوی لره دا ویره په رالیږلو د دې معجزو مګر زیاتی په کفر کې او ډیروالی په ګمراهۍ کې.
अरबी तफ़सीरें:
وَاِذْ قُلْنَا لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اسْجُدُوْا لِاٰدَمَ فَسَجَدُوْۤا اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ ؕ— قَالَ ءَاَسْجُدُ لِمَنْ خَلَقْتَ طِیْنًا ۟ۚ
او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې مونږ ملاېکو ته وویل: سجده وکړئ ادم ته سجده د احترام او سلام نه سجده د عبادت، نو هغوی ټولو د الله تعالی امر ومانه او ټولو ادم -علیه السلام- ته سجده وکړه، مګر ابلیس لويي او تکبر وکړ د دې نه چې ادم -علیه السلام- ته سجده وکړي او ویې ویل: ایا زه سجده وکړم هغه چا ته چې تا د خټې نه پیدا کړی، او زه تا د اور نه پیداکړی یم؟! نو زه خو د هغه نه ډیر عزتمند یم.
अरबी तफ़सीरें:
قَالَ اَرَءَیْتَكَ هٰذَا الَّذِیْ كَرَّمْتَ عَلَیَّ ؗ— لَىِٕنْ اَخَّرْتَنِ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ لَاَحْتَنِكَنَّ ذُرِّیَّتَهٗۤ اِلَّا قَلِیْلًا ۟
ابلیس خپل رب ته وویل: خبر راکړه ما ته د دې مخلوق باره کې چې تا په ما باندې ده ته عزت ورکړی داسې چې ما ته دې هغه ته د سجدې کولو امر وکړ؟ که تا چیرته زه ژوندې پریښودم د دنیا د اخرې وخت پورې نو زه به خامخا امیدونه ورکړم د هغه بچو ته او بې لارې به یې کړم ستا د نیغې لارې نه مګر لږ د دوی نه چې تا بچ وساتل، او هغوی ستا خاص بندګان دي.
अरबी तफ़सीरें:
قَالَ اذْهَبْ فَمَنْ تَبِعَكَ مِنْهُمْ فَاِنَّ جَهَنَّمَ جَزَآؤُكُمْ جَزَآءً مَّوْفُوْرًا ۟
خپل رب هغه ته وویل: لاړ شه ته او چا چې ستا تابعداري وکړه د دوی نه، نو یقینا جهنم ستا او د هغوی جزا ده پوره او پریمانه ستاسو د عملونو په وجه.
अरबी तफ़सीरें:
وَاسْتَفْزِزْ مَنِ اسْتَطَعْتَ مِنْهُمْ بِصَوْتِكَ وَاَجْلِبْ عَلَیْهِمْ بِخَیْلِكَ وَرَجِلِكَ وَشَارِكْهُمْ فِی الْاَمْوَالِ وَالْاَوْلَادِ وَعِدْهُمْ ؕ— وَمَا یَعِدُهُمُ الشَّیْطٰنُ اِلَّا غُرُوْرًا ۟
او سپک کړه څوک چې ته سپک ګڼلی شې د دوی نه په خپلې بلنې سره د ګناه طرف ته، او راوبله په دوی باندې خپل سواره او پیاده هغوی چې ستا تابعدارۍ کولو ته بلنه کوونکي دي، او شریک شه د دوی سره په مالونو د دوی کې په ښایسته کولو د هر یو کار چې د شریعت مخالف وي، او شریک شه د دوی سره د دوی په بچو کې په نسبت کولو د دوی بل چا ته په دروغو سره، او په راوړلو د دوی په زنا سره، او د دوی نسبت د بندګۍ کولو غیر الله ته په وخت د نوم کیښودلو کې، او ښایسته کړه دوی لره د دروغو وعدې او باطلې ارزوګانې، او وعده نه کوي د دوی سره شیطان مګر وعدې د دروغو هغه چې دوی دوکه کوي.
अरबी तफ़सीरें:
اِنَّ عِبَادِیْ لَیْسَ لَكَ عَلَیْهِمْ سُلْطٰنٌ ؕ— وَكَفٰی بِرَبِّكَ وَكِیْلًا ۟
یقینا زما مومنان بندګان چې زما تابعداري کوونکي دي نشته تا لره -ای ابلیسه- په دوی باندې غلبه؛ ځکه چې الله تعالی د دوی نه ستا شر اړوي، او پوره دی الله تعالی ذمه وار هغه چا لره چې په خپلو ټولو چارو کې پرې اعتماد وکړي.
अरबी तफ़सीरें:
رَبُّكُمُ الَّذِیْ یُزْجِیْ لَكُمُ الْفُلْكَ فِی الْبَحْرِ لِتَبْتَغُوْا مِنْ فَضْلِهٖ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ بِكُمْ رَحِیْمًا ۟
رب ستاسې -ای خلکو- خاص هغه ذات دی چې چلوي تاسې لره کښتۍ په سمندر کې د دې لپاره چې تاسې د هغه رزق ولټوئ د تجارت په ګټو او نورو سره، یقینا دا الله تعالی په تاسې باندې مهربانه دی داسې چې تاسو لره یې دا وسایل اسانه کړي.
अरबी तफ़सीरें:
इस पृष्ठ की आयतों से प्राप्त कुछ बिंदु:
• من رحمة الله بالناس عدم إنزاله الآيات التي يطلبها المكذبون حتى لا يعاجلهم بالعقاب إذا كذبوا بها.
په خلکو باندې د الله تعالی د رحمت نه دا دي چې هغه معجزې نه رالیږي کومې چې دروغجنان خلک غواړي هسې نه چې په تلوار سره ورته سزا ورنه کړي کله چې دوی هغه دروغ وګڼي.

• ابتلى الله العباد بالشيطان الداعي لهم إلى معصية الله بأقواله وأفعاله.
الله تعالی بندګان په شیطان باندې ازمایلي هغه شیطان چې رابلونکی دی د الله تعالی نافرمانۍ ته په خپلو ویناګانو او کارونو سره.

• من صور مشاركة الشيطان للإنسان في الأموال والأولاد: ترك التسمية عند الطعام والشراب والجماع، وعدم تأديب الأولاد.
د شیطان د انسان سره په مال او بچو کې د شریکوالي د مثالونو نه دا دي: بسم الله نه ویل د خوراک او څښاک او کوروالي په وخت کې، او بچو ته ادب نه ورکول.

وَاِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فِی الْبَحْرِ ضَلَّ مَنْ تَدْعُوْنَ اِلَّاۤ اِیَّاهُ ۚ— فَلَمَّا نَجّٰىكُمْ اِلَی الْبَرِّ اَعْرَضْتُمْ ؕ— وَكَانَ الْاِنْسَانُ كَفُوْرًا ۟
او کله چې ورسیږي تاسې ته -ای مشرکینو- مصیبت او سختي په سمندر کې تر دې چې تاسې د هلاکیدلو نه وویریږئ نو ستاسې د ذهنونو نه هغه معبودان ورک شي چې تاسې به یې د الله تعالی نه پرته بندګي کوله، او نه یادوئ مګر الله تعالی نو د هغه نه بیا مرسته غواړئ، نو هر کله چې هغه ستاسې مرسته وکړي او تاسې بچ کړي د هغه څه نه چې تاسې ترې ویریدلئ، او تاسې وچې ته شئ مخ واړوئ د هغه د توحید او د هغه د یواځې رابللو نه، او بیا خپلو بتانو ته وګرځئ، او دی انسان انکار کوونکی د الله تعالی نعمتونو لره.
अरबी तफ़सीरें:
اَفَاَمِنْتُمْ اَنْ یَّخْسِفَ بِكُمْ جَانِبَ الْبَرِّ اَوْ یُرْسِلَ عَلَیْكُمْ حَاصِبًا ثُمَّ لَا تَجِدُوْا لَكُمْ وَكِیْلًا ۟ۙ
آیا بې غمه یاست -ای مشرکینو- کله چې ئې تاسې لره وچې ته نجات درکړو د دې نه چې په تاسې به دا وغورځوي؟ او ایا بېغمه تاسې د دې نه چې راوبه وروي په تاسې باندې د بره نه کاڼي لکه د لوط -علیه السلام- په قوم چې یې راورولي وو، بیا به تاسې بیا نه مومئ څوک ساتونکی چې تاسې وساتي، او نه څوک مددګار چې تاسې د هلاکت نه بچ کړي.
अरबी तफ़सीरें:
اَمْ اَمِنْتُمْ اَنْ یُّعِیْدَكُمْ فِیْهِ تَارَةً اُخْرٰی فَیُرْسِلَ عَلَیْكُمْ قَاصِفًا مِّنَ الرِّیْحِ فَیُغْرِقَكُمْ بِمَا كَفَرْتُمْ ۙ— ثُمَّ لَا تَجِدُوْا لَكُمْ عَلَیْنَا بِهٖ تَبِیْعًا ۟
او یا تاسې په امن کې یاست د دې نه چې الله تعالی مو بیرته دریاب ته وګرځوي، بیا به راولیږي په تاسې باندې سیلۍ سخته، نو غرق به کړي تاسې لره په سبب د ناشکرۍ ستاسې د الله تعالی په نعمت باندې هر کله چې یې تاسې لره اول ځل نجات درکړی و، بیا به تاسې بیا نه مومئ د ځان لپاره څوک پوښتنه کوونکی چې زمونږ څخه پوښتنه وکړي د هغه څه باره کې چې مونږ تاسې سره کړی ستاسې د مدد لپاره.
अरबी तफ़सीरें:
وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِیْۤ اٰدَمَ وَحَمَلْنٰهُمْ فِی الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنٰهُمْ مِّنَ الطَّیِّبٰتِ وَفَضَّلْنٰهُمْ عَلٰی كَثِیْرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِیْلًا ۟۠
او یقینا مونږ عزت ورکړی اولادې د ادم ته په عقل سره او په سجده کیدو د ملاېکو د دوی پلار ته او داسې نورو، او مونږ مسخر کړي دوی لره هغه څه چې دوی باروي په وچه کې د چارپایانو او سورلو نه، او هغه چې دوی باروي په دریاب کې د کښتیو نه، او مونږ دوی ته رزق ورکړی د خوندورو خوراکونو او څښاکونو او نکاح ګانو او نورو څخه، او مونږ غوره کړي دوی په ډیرو زمونږ د مخلوقاتو نه په غوره والي ډیر سره، نو په دوی لازمه ده چې په دوی باندې د الله تعالی د نعمتونو شکر ادا کړي.
अरबी तफ़सीरें:
یَوْمَ نَدْعُوْا كُلَّ اُنَاسٍ بِاِمَامِهِمْ ۚ— فَمَنْ اُوْتِیَ كِتٰبَهٗ بِیَمِیْنِهٖ فَاُولٰٓىِٕكَ یَقْرَءُوْنَ كِتٰبَهُمْ وَلَا یُظْلَمُوْنَ فَتِیْلًا ۟
او یاد کړه -ای پیغمبره- په کومه ورځ چې اواز به وکړو مونږ هرې ډلې ته د هغوی په پیشوا باندې هغه چې دوی ورپسې په دنیا کې اقتدا کوله، نو هر چا ته چې ورکړی شوه عملنامه د هغه په ښي لاس نو دغه خلک به لولي خپلې عملنامې په داسې حال کې چې خوشحاله به وي، او د دوی د بدلو نه به هیڅ شي هم نشي کمیدلی، او اګر که دومره لږه نیکي هم وي په اندازه د هغه تار چې د کجورې د هډوکي په منځ کې وي.
अरबी तफ़सीरें:
وَمَنْ كَانَ فِیْ هٰذِهٖۤ اَعْمٰی فَهُوَ فِی الْاٰخِرَةِ اَعْمٰی وَاَضَلُّ سَبِیْلًا ۟
او هغه څوک چې په دې دنیا کې یې زړه د حق د قبلولو او هغه ته د تسلیمیدلو نه ړوند وي، نو دې به د قیامت په ورځ د دې نه هم ډیر ړوند وي، نو د جنت لارې ته به نشي رسیدلی، او ډیر بې لاری به وي د هدایت نه، او بدله د هر کار د هغه مطابق ده.
अरबी तफ़सीरें:
وَاِنْ كَادُوْا لَیَفْتِنُوْنَكَ عَنِ الَّذِیْۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ لِتَفْتَرِیَ عَلَیْنَا غَیْرَهٗ ۖۗ— وَاِذًا لَّاتَّخَذُوْكَ خَلِیْلًا ۟
او یقینا نږدې وه چې دې مشرکینو ته اړولی وې -ای پیغمبره- د هغه قرآن کریم نه چې مونږ یې تا ته وحې کړی ده؛ د دې لپاره چې ته دروغ جوړ کړې په مونږ باندې پرته له قرآن کریم نه هغه چې د هغوی د خواهشاتو سره مناسب وي، او که تا کړی وی هغه څه چې دوی غوښتلي و د دې کارونو نه نو خامخا دوی به ته خپل خاص دوست جوړکړی وې.
अरबी तफ़सीरें:
وَلَوْلَاۤ اَنْ ثَبَّتْنٰكَ لَقَدْ كِدْتَّ تَرْكَنُ اِلَیْهِمْ شَیْـًٔا قَلِیْلًا ۟ۗۙ
او که مونږ په تا باندې احسان نه و کړی په کلکوالی ستا سره په حق باندې نو یقینا نږدې وه چې ته کوږ شې دوی ته په څه کږیدلو سره، نو ته به موافق شوی وی د دوی سره په هغو خبرو کې چې دوی یې تا ته وړاندیز کړی و؛ د دوی سختې دوکې د وجې نه او د دوی د سختو چلونو د وجې نه سره د زیات حرص ستا نه د دوی په ایمان باندې، خو لیکن ته مونږ بچ وساتلې هغوی ته د کږیدلو نه.
अरबी तफ़सीरें:
اِذًا لَّاَذَقْنٰكَ ضِعْفَ الْحَیٰوةِ وَضِعْفَ الْمَمَاتِ ثُمَّ لَا تَجِدُ لَكَ عَلَیْنَا نَصِیْرًا ۟
او که چیرته ته کوږ شوی وې دوی ته د هغوی په وړاندیزونو کې نو خامخا څکلی به وی مونږ تاته په عذاب څو چنده په ژوند دنیوي کې او په اخرت کې هم، بیا به تا څوک مددګار نه و موندلی چې ستا سره یې زمونږ په خلاف مرسته کړی و، او ستا نه یې عذاب لرې کړی و.
अरबी तफ़सीरें:
इस पृष्ठ की आयतों से प्राप्त कुछ बिंदु:
• الإنسان كفور للنعم إلا من هدى الله.
انسان ډیر ناشکري کوونکی دی د نعمتونو مګر هغوی چې الله تعالی ورته هدایت کړی وي.

• كل أمة تُدْعَى إلى دينها وكتابها، هل عملت به أو لا؟ والله لا يعذب أحدًا إلا بعد قيام الحجة عليه ومخالفته لها.
هره یوه ډله به خپل دین او کتاب ته رابلل کیږي، چې ایا عمل یې پرې کړی او کنه؟ او الله تعالی هیچا ته سزا نه ورکوي مګر وروسته د دلیل قایمولو نه په هغه باندې او ورسته د مخالفت د هغه نه د دې دلیل.

• عداوة المجرمين والمكذبين للرسل وورثتهم ظاهرة بسبب الحق الذي يحملونه، وليس لذواتهم.
د مجرمانو او دروغجنانو دښمني پیغمبرانو او د هغوی وارثانو لره ښکاره ده د هغه حق په وجه چې دوی سره دی، او نه د دوی د ذات د وجې نه.

• الله تعالى عصم النبي من أسباب الشر ومن البشر، فثبته وهداه الصراط المستقيم، ولورثته مثل ذلك على حسب اتباعهم له.
الله تعالی پیغمبر د شر د اسبابو او د انسانانو نه په حفاظت کې ساتلی، نو هغه یې کلک کړی او نیغې لارې ته یې ورته هدایت کړی، او همدارنګه د هغه وارثانو لره د هغوی د تابعدارۍ په اندازه.

وَاِنْ كَادُوْا لَیَسْتَفِزُّوْنَكَ مِنَ الْاَرْضِ لِیُخْرِجُوْكَ مِنْهَا وَاِذًا لَّا یَلْبَثُوْنَ خِلٰفَكَ اِلَّا قَلِیْلًا ۟
او یقینا نږدې وو دا کافران چې په تکلیف کړي تا لره په دښمنۍ د دوی ستا سره د دې لپاره چې تا د مکې نه وباسي، خو لیکن الله تعالی دوی بند کړل ستا د ویستلو نه تر دې چې تا د خپل رب په امر هجرت وکړ او که ته چیرته دوی ویستلی وې د مکې نه نو دوی به ستا د ویستلو نه وروسته په دې کې نه وو پاتي شوي مګر لږ وخت.
अरबी तफ़सीरें:
سُنَّةَ مَنْ قَدْ اَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنْ رُّسُلِنَا وَلَا تَجِدُ لِسُنَّتِنَا تَحْوِیْلًا ۟۠
دا حکم په نه پاتي کیدلو د دوی کې ورسته ستا نه مګر لږ وخت د الله تعالی همیشنۍ طریقه ده په پیغمبرانو کې مخکې ستا نه، او هغه دا چې کوم یو پیغمبر چې خپل قوم د خپل منځ نه ویستلی نو الله تعالی په دوی باندې عذاب راوستلی، او ته به بیا نه مومې -ای پیغمبره- زمونږ طریقې لره څه بدلیدل، بلکې ته به بیامومې دې لره ثابته همیشه.
अरबी तफ़सीरें:
اَقِمِ الصَّلٰوةَ لِدُلُوْكِ الشَّمْسِ اِلٰی غَسَقِ الَّیْلِ وَقُرْاٰنَ الْفَجْرِ ؕ— اِنَّ قُرْاٰنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُوْدًا ۟
پابندي د لمانځه کوه په کولو د هغه سره په سمه توګه په خپلو وختونو د کږیدلو د لمر څخه د اسمان د منځ نه، او په دې کې د ماسپخین او مازدیګر لمونځونه شامل دي، د شپې تر تیارې پورې، او په دې کې د ماښام او ماسخوتن لمونځونه شامل دي، او د سهار لمونځ کوه او قرآن کریم په کې ډیر لوله، نو د سهار لمونځ چې دی دې ته د شپې او د ورځې ملاېکې حاضریږي.
अरबी तफ़सीरें:
وَمِنَ الَّیْلِ فَتَهَجَّدْ بِهٖ نَافِلَةً لَّكَ ۖۗ— عَسٰۤی اَنْ یَّبْعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامًا مَّحْمُوْدًا ۟
او په یوه برخه د شپې کې نو ودریږه -ای پیغمبره- او لمونځ وکړه په بعضې حصه د دې کې د دې لپاره چې ستا لمونځ تا لره زیاتي شي په اوچتوالي د درجو کې، داسې چې ته لټوونکی یې دې لره چې ودروي تا لره رب ستا په ورځ د قیامت سپارښت کوونکی ټولو خلکو لره د هغو سختیو نه چې دا خلک به پکې وي د قیامت په ورځ، او وي به ستا لپاره ځای د لوی سپارش هغه چې اولني او ورستني ټول خلک یې ستایي.
अरबी तफ़सीरें:
وَقُلْ رَّبِّ اَدْخِلْنِیْ مُدْخَلَ صِدْقٍ وَّاَخْرِجْنِیْ مُخْرَجَ صِدْقٍ وَّاجْعَلْ لِّیْ مِنْ لَّدُنْكَ سُلْطٰنًا نَّصِیْرًا ۟
او ووایه -ای پیغمبره-: ای زما ربه! زما د ننوتلو او وتلو ټولې لارې ستا په تابعدارۍ او خوشحالۍ کې وګرځوه، او وګرځوه ما لره ستا له طرفه ښکاره دلیل او معجزه چې ته پرې ما په خپل دښمن کامیاب کړې.
अरबी तफ़सीरें:
وَقُلْ جَآءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ ؕ— اِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوْقًا ۟
او ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکینو ته: اسلام راغی، او پوره شوه وعده د الله تعالی د هغه چا سره چې مدد ئې ورله کړی و، او شرک او کفر ختم شو، یقینا باطل ختمیدونکی او ورکیدونکی دی د حق مخې ته نشي پاتی کیدلی.
अरबी तफ़सीरें:
وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْاٰنِ مَا هُوَ شِفَآءٌ وَّرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِیْنَ ۙ— وَلَا یَزِیْدُ الظّٰلِمِیْنَ اِلَّا خَسَارًا ۟
او نازلوو مونږ دقرآن کریم نه هغه چې شفا ده د زړونو لپاره د ناپوهۍ او کفر او شک نه، او هغه چې شفا ده لپاره د بدنونو کله چې پرې دم شي، او هغه چې رحمت دی لپاره د هغو مومنانو چې عمل پرې کوي، او نه زیاتوي دا قرآن کافرانو لره مګر هلاکت؛ ځکه چې د قرآن کریم اوریدل دوی په غصه کوي، او دوی لره تکذیب او مخ اړول نور هم زیاتوي.
अरबी तफ़सीरें:
وَاِذَاۤ اَنْعَمْنَا عَلَی الْاِنْسَانِ اَعْرَضَ وَنَاٰ بِجَانِبِهٖ ۚ— وَاِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ كَانَ یَـُٔوْسًا ۟
او کله چې مونږ په یو انسان باندې نعمت وکړو لکه د صحتمندۍ او مالدارۍ نو د الله تعالی د شکر نه مخ واړوي، او لرې شي له تکبر له وجې نه، او کله چې ورته مرض او غریبي او نور تکلیفونه ورسیږي نو بیا ډير نا امیدي کوونکی وي د الله تعالی د رحمت نه.
अरबी तफ़सीरें:
قُلْ كُلٌّ یَّعْمَلُ عَلٰی شَاكِلَتِهٖ ؕ— فَرَبُّكُمْ اَعْلَمُ بِمَنْ هُوَ اَهْدٰی سَبِیْلًا ۟۠
ته ووایه -ای پیغمبره-: هر یو انسان عمل کوي په خپلې طریقې باندې هغه چې د هغه د حال سره یو شان وي په هدایت او ګمراهۍ کې، نو یقینا رب ستاسې ښه پوهه دی په هغه چا چې هغه ډیر هدایت موندونکی وي په اعتبار د حق لارې لره.
अरबी तफ़सीरें:
وَیَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ الرُّوْحِ ؕ— قُلِ الرُّوْحُ مِنْ اَمْرِ رَبِّیْ وَمَاۤ اُوْتِیْتُمْ مِّنَ الْعِلْمِ اِلَّا قَلِیْلًا ۟
او پوښتنه کوي ستا نه -ای پیغمبره- کافران د اهل کتابو نه د روح د حقیقت باره کې، ته ورته ووایه: د روح حقیقت نه پیژني مګر الله تعالی، او نه دې درکړی شوی تاسې او ټولو خلکو ته د علم نه مګر لږ د الله تعالی د علم په پرتله.
अरबी तफ़सीरें:
وَلَىِٕنْ شِئْنَا لَنَذْهَبَنَّ بِالَّذِیْۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ ثُمَّ لَا تَجِدُ لَكَ بِهٖ عَلَیْنَا وَكِیْلًا ۟ۙ
قسم په الله تعالی که چیرته مونږ وغواړو بوتلل د هغه څه چې مونږ تا ته نازل کړي -ای پیغمبره- د وحې نه په لرې کولو د هغې سره د زړونو او کتابونو نه نو خامخا مونږ به ختمه کړی وی، بیا به تا نه وو پيداکړی داسې څوک چې ستا مرسته یې کړی وه او بیرته د راګرځیدو ذمه واري یې کړې وه.
अरबी तफ़सीरें:
इस पृष्ठ की आयतों से प्राप्त कुछ बिंदु:
• في الآيات دليل على شدة افتقار العبد إلى تثبيت الله إياه، وأنه ينبغي له ألا يزال مُتَمَلِّقًا لربه أن يثبته على الإيمان.
په دې آیتونو کې دلیل دی په ډیره حاجتمندۍ د بنده په ایمان باندې کلکوالي ته د الله تعالی له طرفه، او یقینا ده لره پکار ده چې همیشه خپل رب ته زارۍ او چاپلوسي وکړي چې په ایمان يې کلک کړي.

• عند ظهور الحق يَضْمَحِل الباطل، ولا يعلو الباطل إلا في الأزمنة والأمكنة التي يكسل فيها أهل الحق.
د حق په ښکاره کیدلو سره باطل ختمېږي، او باطل نه پورته کیږي او ښکاره کیږي مګر په هغو وختونو او ځایونو کې چې حقپرست پکې تنبلان شي.

• الشفاء الذي تضمنه القرآن عام لشفاء القلوب من الشُّبَه، والجهالة، والآراء الفاسدة، والانحراف السيئ والمقاصد السيئة.
هغه شفا چې قرآن کریم کې ده هغه عامه ده د زړونو شفا لره د شبهاتو، او ناپوهۍ، او خرابو نظرېوو، او د سمې لارې نه د کږیدلو او ټولو بدو مقصدونو نه.

• في الآيات دليل على أن المسؤول إذا سئل عن أمر ليس في مصلحة السائل فالأولى أن يعرض عن جوابه، ويدله على ما يحتاج إليه، ويرشده إلى ما ينفعه.
په دې ایتونو کې دلیل دی چې کله چې یو مسول نه د یو داسې کار باره کې پوښتنه وشي چې د پوښتنه کوونکي مصلحت پکې نه وي نو غوره دا ده چې د دې د جواب نه مخ واړوي، او هغه څه ورته وښايي چې دی ورته ضرورت لري، او هغه څه ورته وروښايي چې دې ته ګټه رسوي.

اِلَّا رَحْمَةً مِّنْ رَّبِّكَ ؕ— اِنَّ فَضْلَهٗ كَانَ عَلَیْكَ كَبِیْرًا ۟
خو لیکن مونږ نه بوځو دې قرآن لره د وجې د رحمت ستا د رب له طرفه، او دا مونږ بچ ساتل شوی پریښودی، یقینا مهرباني د رب ستا په تا باندې ډیره لویه ده داسې چې ته يې پیغمبر ګرځولی یې، او په تا باندې یې پیغمبران ختم کړي، او په تا یې قرآن کریم نازل کړی.
अरबी तफ़सीरें:
قُلْ لَّىِٕنِ اجْتَمَعَتِ الْاِنْسُ وَالْجِنُّ عَلٰۤی اَنْ یَّاْتُوْا بِمِثْلِ هٰذَا الْقُرْاٰنِ لَا یَاْتُوْنَ بِمِثْلِهٖ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِیْرًا ۟
ته ووایه -ای پیغمبره-: که چیرته رایوځای شي انسانان او پیریان ټول په دې چې راوړي د دې قرآن کریم په شان کوم چې په تا باندې نازل شوی په بلاغت کې، او په ښایسته ترتیب کې، او په فصاحت کې، هیچیري نشي راوړی دوی او اګر که شي بعضي د دوی نه بعضو نورو لره مرسته کوونکي او مدد کوونکي.
अरबी तफ़सीरें:
وَلَقَدْ صَرَّفْنَا لِلنَّاسِ فِیْ هٰذَا الْقُرْاٰنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ ؗ— فَاَبٰۤی اَكْثَرُ النَّاسِ اِلَّا كُفُوْرًا ۟
او یقینا مونږ بیان کړي خلکو لره په دې قرآن کریم کې، په مختلفو طریقو سره د هر هغه شي نه چې پند پرې اخیستل کیدی شي د نصیحتونو او عبرتونو او حکمونو او نواهیو او قصو څخه کیدای شي چې دوی ایمان راوړي، نو مخ واړاوه ډیرو خلکو مګر د دې نه چې انکار وکړي د دې قرآن کریم نه.
अरबी तफ़सीरें:
وَقَالُوْا لَنْ نُّؤْمِنَ لَكَ حَتّٰی تَفْجُرَ لَنَا مِنَ الْاَرْضِ یَنْۢبُوْعًا ۟ۙ
او وایي مشرکین: مونږ په تا باندې تر هغه پورې ایمان نه راوړو تر څو چې راوباسي مونږ لره د مکې د ځمکې نه روانې چینې چې نه کمیږي او نه وچیږي.
अरबी तफ़सीरें:
اَوْ تَكُوْنَ لَكَ جَنَّةٌ مِّنْ نَّخِیْلٍ وَّعِنَبٍ فَتُفَجِّرَ الْاَنْهٰرَ خِلٰلَهَا تَفْجِیْرًا ۟ۙ
او يا ستا لپاره د خرما او انګور يو بڼ وی چې زياتې ويالې پکې روانې وې.
अरबी तफ़सीरें:
اَوْ تُسْقِطَ السَّمَآءَ كَمَا زَعَمْتَ عَلَیْنَا كِسَفًا اَوْ تَاْتِیَ بِاللّٰهِ وَالْمَلٰٓىِٕكَةِ قَبِیْلًا ۟ۙ
یا دا چې راوغورځوي په مونږ باندې اسمان -لکه تا چې بیان کړی- ټوټي ټوټي د عذاب په ډول، او یا راولې الله تعالی او ملاېکې ښکاره تر څو چې دوی ګواهي ورکړي تا لره په ريښتنولۍ د هغه څه کې چې ته یې دعوه کوې.
अरबी तफ़सीरें:
اَوْ یَكُوْنَ لَكَ بَیْتٌ مِّنْ زُخْرُفٍ اَوْ تَرْقٰی فِی السَّمَآءِ ؕ— وَلَنْ نُّؤْمِنَ لِرُقِیِّكَ حَتّٰی تُنَزِّلَ عَلَیْنَا كِتٰبًا نَّقْرَؤُهٗ ؕ— قُلْ سُبْحَانَ رَبِّیْ هَلْ كُنْتُ اِلَّا بَشَرًا رَّسُوْلًا ۟۠
یا چې وي ستا لپاره یوه کوټه چې پوښل شوي وي په سرو زرو او نورو (جواهرو)، او یا ته اسمان ته وخیژې، او مونږ هیڅکله ایمان نه راوړو په دې خبره چې ته رالیږل شوی یې (پیغمبر یې) کله چې ته اسمان ته وخیژي مګر چې راوړي یو لیکل شوی کتاب د الله تعالی له طرفه چې مونږ پکې دا ولولو چې ته د الله تعالی پیغمبر یې. ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: پاکي ده رب زما لره! نه یم زه مګر یو انسان او پیغمبر لکه د نورو ټولو پیغمبرانو په شان، زه د هیڅ شي د راوړلو ځواک نه لرم، نو زه څنکه کولی شم چې هغه څه راړوم چې تاسې یې وړاندیزونه کړي؟!.
अरबी तफ़सीरें:
وَمَا مَنَعَ النَّاسَ اَنْ یُّؤْمِنُوْۤا اِذْ جَآءَهُمُ الْهُدٰۤی اِلَّاۤ اَنْ قَالُوْۤا اَبَعَثَ اللّٰهُ بَشَرًا رَّسُوْلًا ۟
او نه دي بند کړي کافرانو لره د ایمان راوړلو نه په الله تعالی او د هغه په پیغمبر، او د عمل کولو نه په هغه څه چې پیغمبر پرې راتګ کړی مګر انکار کول د دوی دې خبرې لره چې پیغمبر دې د انسانانو له جنس څخه وي، کله چې وویل دوی په داسې حال کې چې بد ګڼوونکي وو او اعتراض کوونکي وو: ایا الله تعالی مونږ ته د انسانانو څخه پیغمبر رالیږلی؟!
अरबी तफ़सीरें:
قُلْ لَّوْ كَانَ فِی الْاَرْضِ مَلٰٓىِٕكَةٌ یَّمْشُوْنَ مُطْمَىِٕنِّیْنَ لَنَزَّلْنَا عَلَیْهِمْ مِّنَ السَّمَآءِ مَلَكًا رَّسُوْلًا ۟
ته ووایه -ای پیغمبره- د دوی په جواب کې: که چیرته په ځمکه کې ملاېکې وې چې اوسیدلې پکې او په ارام سره پکې ګرځیدلې لکه ستاسو په شان نو مونږ به دوی ته ملاېک پیغمبر د دوی د جنس نه رالیږلی و؛ ځکه چې هغه کولی شي چې دوی پوه کړي په هغه څه چې پرې رالیږل شوی، نو دا د حکمت کار نه دی چې مونږ دې هغوی ته د انسانانو څخه پیغمبر ولیږو، او همداسې حال ستاسې هم دی.
अरबी तफ़सीरें:
قُلْ كَفٰی بِاللّٰهِ شَهِیْدًا بَیْنِیْ وَبَیْنَكُمْ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ بِعِبَادِهٖ خَبِیْرًا بَصِیْرًا ۟
ووایه -ای پیغمبره-: کافي دی الله تعالی ګواهي کوونکی زما او ستاسې تر منځ په دې خبره چې زه تاسې ته رالیږل شوی یم، او په دې خبره چې ما پوره رسولي تاسې ته هغه څه چې زه پرې تاسې ته رالیږل شوی یم، یقینا دا الله تعالی راګیروونکی دی د خپلو بندګانو احوالو لره، هیڅ شی ترې د هغوی نه پټ نشي پاتي کیدلی، لیدونکی دی په ټولو پټو رازونو د نفسونو (زړونو) د دوی.
अरबी तफ़सीरें:
इस पृष्ठ की आयतों से प्राप्त कुछ बिंदु:
• بيَّن الله للناس في القرآن من كل ما يُعْتَبر به من المواعظ والعبر والأوامر والنواهي والقصص؛ رجاء أن يؤمنوا.
الله تعالی په قرآن کریم کې خلکو لره بیان کړي ټول هغه څه چې پند پرې اخیستل کیدی شي د نصیحتونو او عبرتونو او حکمونو او نواهیو او قصو څخه؛ د دې لپاره چې شاید دوی ایمان راوړي.

• القرآن كلام الله وآية النبي الخالدة، ولن يقدر أحد على المجيء بمثله.
قرآن کریم د الله تعالی خبرې دي او د پیغمبر همیشه پاتي کیدونکې معجزه ده، او هیڅوک طاقت نه لري په راوړلو د دې په شان کتاب.

• من رحمة الله بعباده أن أرسل إليهم بشرًا منهم، فإنهم لا يطيقون التلقي من الملائكة.
د الله تعالی د مهربانۍ څخه په خپلو بندګانو دا دي چې دوی ته یې د دوی د جنس نه انسان پیغمبر رالیږلی، ځکه چې دوی د ملاېکو څخه د اخیستلو توان نه لري.

• من شهادة الله لرسوله ما أيده به من الآيات، ونَصْرُه على من عاداه وناوأه.
د الله تعالی د ګواهۍ څخه خپل پیغمبر لره هغه معجزې دي چې د دې تایید یې پرې کړی، او په هغه چا یې غالب کړی چې دښمني او ضد یې ورسره کړی.

وَمَنْ یَّهْدِ اللّٰهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِ ۚ— وَمَنْ یُّضْلِلْ فَلَنْ تَجِدَ لَهُمْ اَوْلِیَآءَ مِنْ دُوْنِهٖ ؕ— وَنَحْشُرُهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ عَلٰی وُجُوْهِهِمْ عُمْیًا وَّبُكْمًا وَّصُمًّا ؕ— مَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ ؕ— كُلَّمَا خَبَتْ زِدْنٰهُمْ سَعِیْرًا ۟
او چا ته چې الله تعالی د هدایت توفیق ورکړي نو یقینا دا په ریښتیا سره هدایت موندونکی دی، او چا لره چې لرې کړي د دې نه او ګمراه یې کړي نو هیچیرې به ته بیا نه مومې -ای پیغمبره- دوی لره دوستان چې د حق طرف ته یې بوځي، او د دوی څخه ضرر دفع کړي، او دوی ته فایدې ورسوي، او راجمع به کړو دوی د قیامت په ورځ چې په مخونو به راښکل کیدلی شي نه به څه ویني او نه به خبرې کولی شي او نه به څه اوري، ځای د ورتګ د دوی هغه چې دوی به ورته ورځي جهنم دی، هر کله چې د دې لمبې په قلاره شي مونږ به یې نورې هم زیاتی کړو په بلولو سره.
अरबी तफ़सीरें:
ذٰلِكَ جَزَآؤُهُمْ بِاَنَّهُمْ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِنَا وَقَالُوْۤا ءَاِذَا كُنَّا عِظَامًا وَّرُفَاتًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَ خَلْقًا جَدِیْدًا ۟
دا عذاب چې دوی ته به رسیږي دا بدله د دوی ده په سبب د کفر کولو د دوی زمونږ په رالیږل شوو ایتونو زمونږ په پیغمبر باندې، او په سبب د وینا د دوی د وجې د لرې ګڼلو د دوی دوباره راژوندې کیدلو لره: ایا هر کله چې مونږ مړه شو او زمونږ هډوکي زاړه او وراسته شي، او ټوټي ټوټي ذري ذري شي نو ایا مونږ به د دې نه وروسته بیرته په نوي پيدایش سره راپاڅیږو؟!
अरबी तफ़सीरें:
اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّ اللّٰهَ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ قَادِرٌ عَلٰۤی اَنْ یَّخْلُقَ مِثْلَهُمْ وَجَعَلَ لَهُمْ اَجَلًا لَّا رَیْبَ فِیْهِ ؕ— فَاَبَی الظّٰلِمُوْنَ اِلَّا كُفُوْرًا ۟
آیا نه پوهیږي دا بیرته راژوندي کیدلو نه منکر خلک چې یقینا الله تعالی هغه ذات دی چې پیدا کړي یې دي اسمانونه او پیداکړې یې ده ځمکه سره د غټوالي د دې دواړو نه، قدرت لرونکی دی په دې چې پیداکړي د دوی په شان، نو څوک چې په دې قادر وي چې یو غټ شی پیداکړي هغه په دې قادر وي چې د هغه نه وړوکی شی پیدا کړي، او یقینا الله تعالی دوی لره په دنیا کې وخت مقرر کړی چې د دوی زندګي پکې ختمیږي، او دوی لره یې نیټه مقرر کړې د دوی د بیرته راژوندي کولو لپاره چې هیڅ شک پکې نشته، او سره د څرګندوالي د دلیلونو د بیرته راژوندي کیدلو بیا هم مشرکانو پریښې هر یو کار مګر انکار کول په بیرته راژوندي کیدلو باندې سره د ښکاره والي د دلیلونو د هغه.
अरबी तफ़सीरें:
قُلْ لَّوْ اَنْتُمْ تَمْلِكُوْنَ خَزَآىِٕنَ رَحْمَةِ رَبِّیْۤ اِذًا لَّاَمْسَكْتُمْ خَشْیَةَ الْاِنْفَاقِ ؕ— وَكَانَ الْاِنْسَانُ قَتُوْرًا ۟۠
ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکینو ته: که چیرته تاسې اختیار لرلی د خزانو د رحمت د رب زما هغه چې نه ختمیږي او نه ورکیږي، نو په دغه وخت کې به تاسې بند کړی شوي وئ د خرچ کولو د دې خزانو نه د ویرې د ختمیدلو د هغې هسې نه چې تاسې غریبان نشئ، او د انسان طبیعت دا دی چې دا بخیل دی مګر که دا مومن وي، نو دا خرچ کوي د الله تعالی د ثواب په امید.
अरबी तफ़सीरें:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسٰی تِسْعَ اٰیٰتٍۢ بَیِّنٰتٍ فَسْـَٔلْ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اِذْ جَآءَهُمْ فَقَالَ لَهٗ فِرْعَوْنُ اِنِّیْ لَاَظُنُّكَ یٰمُوْسٰی مَسْحُوْرًا ۟
او یقینا مونږ ورکړې وې موسی -علیه السلام- ته نهه ښکاره معجزې چې د هغه په پیغمبرۍ یې ګواهي کوله، او هغه دا وې: امسا او لاس او د قحط کلونه او کموالی د میوو او طوفان او ملخان او سپږې او چنګښې او وینه، نو ته پوښتنه وکړه -ای پیغمبره- د یهودیانو څخه کله چې راتګ وکړ موسی -علیه السلام- د دوی مشرانو ته په دې معجزو سره، نو فرعون ورته وویل: یقینا زه ګومان کوم په تا باندې -ای موسی- د یو جادو کړی شوي سړي؛ ځکه چې ته نا اشنا نا اشنا شیان رواړې.
अरबी तफ़सीरें:
قَالَ لَقَدْ عَلِمْتَ مَاۤ اَنْزَلَ هٰۤؤُلَآءِ اِلَّا رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ بَصَآىِٕرَ ۚ— وَاِنِّیْ لَاَظُنُّكَ یٰفِرْعَوْنُ مَثْبُوْرًا ۟
موسی -علیه السلام- هغه ته په جواب کې وویل: یقینا ته خه پوهیږي -ای فرعونه- چې نه دي نازلې کړي دې معجزو لره مګر رب د اسمانونو او د ځمکې، دا یې نازلې کړي لپاره د دلالت کولو په خپل قدرت باندې، او په ریښتنولي د خپل پیغمبر باندې، خو لیکن ته انکار کوي د دې نه، او یقینا زه په دې خه پوهیږم، ته چې یې -ای فرعونه- هلاکیدونکی تاواني یې.
अरबी तफ़सीरें:
فَاَرَادَ اَنْ یَّسْتَفِزَّهُمْ مِّنَ الْاَرْضِ فَاَغْرَقْنٰهُ وَمَنْ مَّعَهٗ جَمِیْعًا ۟ۙ
نو اراده وکړه فرعون چې سزا ورکړي موسی -علیه السلام- او د هغه قوم ته په ایستلو د دوی د مصر نه، نو هلاک کړ مونږ فرعون او د هغه سره چې کوم لښکر وو ټول په یوځای په اوبو کې په غرقیدلو سره.
अरबी तफ़सीरें:
وَّقُلْنَا مِنْ بَعْدِهٖ لِبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اسْكُنُوا الْاَرْضَ فَاِذَا جَآءَ وَعْدُ الْاٰخِرَةِ جِئْنَا بِكُمْ لَفِیْفًا ۟ؕ
او ومو ویل وروسته د هلاکت د فرعون او د هغه د لښکرو نه بني اسراېیلو ته: اوسئ تاسې په ځمکه د شام کې، نو کله چې د قیامت ورځ راشي مونږ به تاسې ټول یو ځای د حشر میدان ته د حساب کتاب لپاره راولو.
अरबी तफ़सीरें:
इस पृष्ठ की आयतों से प्राप्त कुछ बिंदु:
• الله تعالى هو المنفرد بالهداية والإضلال، فمن يهده فهو المهتدي على الحقيقة، ومن يضلله ويخذله فلا هادي له.
الله تعالی هغه یواځې هدایت ورکوونکی او ګمراه کوونکی دی، نو چا ته چې هدایت وکړي نو هغه هدایت موندونکی دی په ريښتیا سره، او څوک چې ګمراه او بې لارې کړي نو نشته دې لره څوک هدایت کوونکی.

• مأوى الكفار ومستقرهم ومقامهم جهنم، كلما سكنت نارها زادها الله نارًا تلتهب.
د کافرانو د ورتللو او اوسېدلو ځای جهنم دی، هر کله چې دهغه اور کم شي الله تعالی یې لمبې نورې زیاتې کړي.

• وجوب الاعتصام بالله عند تهديد الطغاة والمُسْتَبدين.
د ظالمانو او سرکښانو د ګواخ په وخت کې په الله تعالی باندې ځان کلکول واجب دي.

• الطغاة والمُسْتَبدون يلجؤون إلى استخدام السلطة والقوة عندما يواجهون أهل الحق؛ لأنهم لا يستطيعون مواجهتهم بالحجة والبيان.
سرکښان او ظالمان خلک همیشه د خپلې بادشاهۍ او طاقت څخه کار اخلي کله چې د حقپرستو سره مخامخ شي؛ ځکه چې دوی د حقپرستو سره په دلیل نشي مخامخ کیدلی.

وَبِالْحَقِّ اَنْزَلْنٰهُ وَبِالْحَقِّ نَزَلَ ؕ— وَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ اِلَّا مُبَشِّرًا وَّنَذِیْرًا ۟ۘ
او په حقه سره مونږ نازل کړی دا قرآن کریم په محمد صلی الله علیه وسلم باندې، او په حقه سره په هغه باندې نازل شوی پغیر د تبدیل او تحریف نه، او مونږ ته نه یې لیږلی -ای پیغمبره- مګر زیری ورکوونکی متقیانو ته په جنت باندې، او ویره ورکوونکی کافرانو او نافرمانو ته د اور نه.
अरबी तफ़सीरें:
وَقُرْاٰنًا فَرَقْنٰهُ لِتَقْرَاَهٗ عَلَی النَّاسِ عَلٰی مُكْثٍ وَّنَزَّلْنٰهُ تَنْزِیْلًا ۟
او مونږ نازل کړی دې لره قرآن کریم جدا جدا، او مونږ بیان کړی دې لره، امید دی چې ته یې ولولې په خلکو باندې په ارام ارام سره په تلاوت کولو کې؛ ځکه چې داسې لوستل ډیر نږدې دي فهم اخیستلو او سوچ کولو ته، او مونږ نازل کړی دا قرآن کریم لږ لږ جدا جدا د حادثو او حالاتو مطابق.
अरबी तफ़सीरें:
قُلْ اٰمِنُوْا بِهٖۤ اَوْ لَا تُؤْمِنُوْا ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ مِنْ قَبْلِهٖۤ اِذَا یُتْلٰی عَلَیْهِمْ یَخِرُّوْنَ لِلْاَذْقَانِ سُجَّدًا ۟ۙ
ته ووایه -ای پیغمبره-: ایمان راوړئ تاسې په دې قرآن کریم باندې، نو نه زیاتوي دې قرآن کریم لره ایمان راوړل ستاسې هیڅ شی، او که ایمان پرې رانه وړئ، نو نه کموي دې لره ستاسې کفر کول هیڅ شی، یقینا هغه کسان چې پخواني اسماني کتابونه یې لوستلي، او وحې او پیغمبري يې پیژندلې کله چې په دوی باندې قرآن کریم ولوستل شي پریوځي په خپلو مخونو (تندو) باندې الله تعالی ته سجده کوونکي د شکر کولو د وجې نه.
अरबी तफ़सीरें:
وَّیَقُوْلُوْنَ سُبْحٰنَ رَبِّنَاۤ اِنْ كَانَ وَعْدُ رَبِّنَا لَمَفْعُوْلًا ۟
او وايي په خپلو سجدو کې: پاک دی رب زمونږ د وعده خلافۍ نه، نو هغه چې کومه وعده کړې د رالیږلو (پیغمبر کیدلو) د محمد صلی الله علیه وسلم نو هغه خامخا پوره کیدونکې ده، یقینا وعده د رب زمونږ په دې کار سره او په نورو سره خامخا پوره کیدونکې ده.
अरबी तफ़सीरें:
وَیَخِرُّوْنَ لِلْاَذْقَانِ یَبْكُوْنَ وَیَزِیْدُهُمْ خُشُوْعًا ۟
او پرې وځي په خپلو مخونو سجده کوونکي الله تعالی ته ژاړي د هغه د ویرې نه، او زیاتوي دوی لره اوریدل د قرآن کریم او فکر کول د هغه په معناګانو کې عاجزي الله تعالی لره او ویره د هغه نه.
अरबी तफ़सीरें:
قُلِ ادْعُوا اللّٰهَ اَوِ ادْعُوا الرَّحْمٰنَ ؕ— اَیًّا مَّا تَدْعُوْا فَلَهُ الْاَسْمَآءُ الْحُسْنٰی ۚ— وَلَا تَجْهَرْ بِصَلَاتِكَ وَلَا تُخَافِتْ بِهَا وَابْتَغِ بَیْنَ ذٰلِكَ سَبِیْلًا ۟
ووایه -ای پیغمبره- هغه چا ته چې انکار کوي په تا باندې ستا د دعا کولو په داسې وینا سره: (یاالله، یا رحمن): الله او رحمن دواړه د هغه پاک ذات نومونه دي نو راوبلئ الله تعالی په هر یو سره د دې نه او یا په نورو نومونو سره د هغه د نومونو څخه، نو دي هغه -پاک ذات- لره ښایسته ښایسته نومونه، او دا دواړه نومونه هم د هغو څخه دي، نو تاسې راوبلئ الله تعالی په دغو دوو نومونو سره او یا د هغه په نورو ښایسته نومونو سره، او اواز مه اوچتوه په قراءت سره په خپل لمانځه کې نو مشرکان به ستا اواز واوري، او ډیر پټ یې مه وایه نو بیا به یې مومنان نه اوري، او ولټوه د دې دواړو کارونو ترمنځ درمیانه لار.
अरबी तफ़सीरें:
وَقُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ لَمْ یَتَّخِذْ وَلَدًا وَّلَمْ یَكُنْ لَّهٗ شَرِیْكٌ فِی الْمُلْكِ وَلَمْ یَكُنْ لَّهٗ وَلِیٌّ مِّنَ الذُّلِّ وَكَبِّرْهُ تَكْبِیْرًا ۟۠
او ووایه -ای پیغمبره-: ټول ثنا او صفت خاص الله تعالی لره دي لایق دی د قسما قسم ثنا او صفتونو هغه چې پاک دی د زوی (نازولي) نه، او پاک دی د هر قسم شریک نه، نو نشته هغه لره څوک شریک د هغه په بادشاهۍ کې، او نه رسیږي هغه ته عجز او کمزوري، نو ضرورت نه لري چا ته چې مرسته او مدد ورسره وکړي، او لویي بیان کړه د دغه ذات لویي ډيره، نو هغه ته د زوی (نازولي) او په بادشاهۍ کې د شریکوال او مرسته کوونکي او مددګار نسبت مه کوه.
अरबी तफ़सीरें:
इस पृष्ठ की आयतों से प्राप्त कुछ बिंदु:
• أنزل الله القرآن متضمنًا الحق والعدل والشريعة والحكم الأمثل .
الله تعالی قرآن کریم رالیږلی چې حق، عدل، شریعت او غوره حکمتونه پکې دي.

• جواز البكاء في الصلاة من خوف الله تعالى.
په لمانځه کې د الله تعالی د ویرې نه ژړا کول جایز دي.

• الدعاء أو القراءة في الصلاة يكون بطريقة متوسطة بين الجهر والإسرار.
په لمانځه کې دعا او قراءت کول باید د اوچت او پټ ترمنځ په درمیانه ډول وي.

• القرآن الكريم قد اشتمل على كل عمل صالح موصل لما تستبشر به النفوس وتفرح به الأرواح.
قرآن کریم شامل دی په هر یو نیک کار چې رسوونکی دی هغه څه لره چې نفسونه پرې زیري اخلي او روحونه پرې هم خوشحالیږي.

 
अर्थों का अनुवाद सूरा: सूरा अल्-इस्रा
सूरों की सूची पृष्ठ संख्या
 
क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - अनुवादों की सूची

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

बंद करें