क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - अनुवादों की सूची


अर्थों का अनुवाद सूरा: सूरा अल्-फ़ुर्क़ान   आयत:

الفرقان

सूरा के उद्देश्य:
الانتصار للرسول صلى الله عليه وسلم وللقرآن ودفع شبه المشركين.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم او قرآن بريا او مرسته او د مشرکانو د شبهاتو ځواب.

تَبٰرَكَ الَّذِیْ نَزَّلَ الْفُرْقَانَ عَلٰی عَبْدِهٖ لِیَكُوْنَ لِلْعٰلَمِیْنَ نَذِیْرَا ۟ۙ
د هغه ذات خير لوی او زيات دی، چې پر خپل بنده او رسول محمد صلی الله عليه وسلم يې قرآن د حق او باطل تر منځ د توپير کوونکي په ډول نازل کړی، تر څو دواړه ډوله مخلوقاتو انسانانو او پېريانو ته رسول وي او د هغوی لپاره د الله له سزا ډاروونکی وي.
अरबी तफ़सीरें:
١لَّذِیْ لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَلَمْ یَتَّخِذْ وَلَدًا وَّلَمْ یَكُنْ لَّهٗ شَرِیْكٌ فِی الْمُلْكِ وَخَلَقَ كُلَّ شَیْءٍ فَقَدَّرَهٗ تَقْدِیْرًا ۟
يوازې همغه ذات د آسمانونو او ځمکې څښتن دی، نه يې څوک زوی ګرځولی، او نه هغه لره په پاچايۍ کې شريک شته، ټول شيان يې پيداکړي، او د هغو پيدايښت يې د خپلې پوهې او حکمت سره سم اندازه کړی، څنګه چې د هر شي لپاره مناسب دي.
अरबी तफ़सीरें:
इस पृष्ठ की आयतों से प्राप्त कुछ बिंदु:
• دين الإسلام دين النظام والآداب، وفي الالتزام بالآداب بركة وخير.
د اسلام دين د نظام او آدابو دين دی، او د آدابو په مراعات کې خير او برکت دی.

• منزلة رسول الله صلى الله عليه وسلم تقتضي توقيره واحترامه أكثر من غيره.
د رسول مرتبه د نورو په پرتله زياته د عزت او درناوي وړ ده.

• شؤم مخالفة سُنَّة النبي صلى الله عليه وسلم.
د نبي صلی الله علیه وسلم د مخالفت ناوړه پايله.

• إحاطة ملك الله وعلمه بكل شيء.
د الله د ملکيت او پوهې پر هر څه چاپېروالی.

وَاتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اٰلِهَةً لَّا یَخْلُقُوْنَ شَیْـًٔا وَّهُمْ یُخْلَقُوْنَ وَلَا یَمْلِكُوْنَ لِاَنْفُسِهِمْ ضَرًّا وَّلَا نَفْعًا وَّلَا یَمْلِكُوْنَ مَوْتًا وَّلَا حَیٰوةً وَّلَا نُشُوْرًا ۟
مشرکانو له الله پرته نور داسې شيان معبودان ونيول، چې نه کوچنی او نه لوی څه پيداکولای شي، هغوی په خپله پيداکول کيږي، الله هغوی له نشت څخه پيداکړي دي، هغوی له ځانو د زيان مخه نشي نيولی او نه کومه ګټه ورته رسولای شي، نه ژوندی مړ کولای شي او نه مړی را ژوندی کولای شي او نه مړي له خپلو قبرونو بېرته را پاڅولی شي.
अरबी तफ़सीरें:
وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ هٰذَاۤ اِلَّاۤ اِفْكُ ١فْتَرٰىهُ وَاَعَانَهٗ عَلَیْهِ قَوْمٌ اٰخَرُوْنَ ۛۚ— فَقَدْ جَآءُوْ ظُلْمًا وَّزُوْرًا ۟ۚۛ
او هغو کسانو چې پر الله او د هغه پر رسول يې کفر کړی وويل: نه دی دغه قرآن مګر داسې درواغ چې محمد له ځانه جوړ کړي؛ نو بيا يې الله ته په نسبت کولو تور لګولی، او په دغه درواغ جوړولو کې نورو خلکو مرسته ورسره کړې ده، پرته له شکه دغو کافرانو باطله وينا له ځانه جوړه کړې ده، قرآن د الله وينا ده، د انسانانو او پېريانو لپاره د هغه غوندې وينا راوړل شونې نه ده.
अरबी तफ़सीरें:
وَقَالُوْۤا اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ اكْتَتَبَهَا فَهِیَ تُمْلٰی عَلَیْهِ بُكْرَةً وَّاَصِیْلًا ۟
دغو د قرآن درواغ ګڼونکو وويل: قرآن د پخوانيو کيسې دي او هغه باطلې کيسې دي چې هغوی يې ليکي، محمد را نقل کړې دي؛ نو هغه د ورځې په پيل او په پای کې پرې لوستل کيږي.
अरबी तफ़सीरें:
قُلْ اَنْزَلَهُ الَّذِیْ یَعْلَمُ السِّرَّ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟
ای رسوله! دغو درواغ ګڼونکو ته ووايه: قرآن هغه الله را نازل کړی چې په آسمانونو او ځمکه کې پر هرڅه پوه دی، هغه له ځانه نه دی جوړکړل شوی لکه څنګه چې تاسو ګومان کوئ، بيا يې توبې ته په هڅولو هغوی ته وويل: بېشکه الله له خپلو بندګانو د هغه چا بښونکی دی چې توبه ورته وباسي او پر هغوی مهربان دی.
अरबी तफ़सीरें:
وَقَالُوْا مَالِ هٰذَا الرَّسُوْلِ یَاْكُلُ الطَّعَامَ وَیَمْشِیْ فِی الْاَسْوَاقِ ؕ— لَوْلَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْهِ مَلَكٌ فَیَكُوْنَ مَعَهٗ نَذِیْرًا ۟ۙ
د نبي صلی الله علیه وسلم درواغ ګڼونکو مشرکانو وويل: دغه سړي لره څه دي چې ځان د الله لخوا رسول ګڼي، همداسې خوراک کوي لکه نور خلک يې چې کوي، په بازار کې د ژوند د توکو په لټه کې ګرځي او را ګرځي، ولې الله له هغه سره يوه پرېښته نه ده رالېږلې چې له هغه سره ملګرې وي چې تصديق او مرسته يې کوي.
अरबी तफ़सीरें:
اَوْ یُلْقٰۤی اِلَیْهِ كَنْزٌ اَوْ تَكُوْنُ لَهٗ جَنَّةٌ یَّاْكُلُ مِنْهَا ؕ— وَقَالَ الظّٰلِمُوْنَ اِنْ تَتَّبِعُوْنَ اِلَّا رَجُلًا مَّسْحُوْرًا ۟
او يا پر هغه له آسمانه يوه خزانه را نازله کړي وی او يا هغه لره يو بڼ وی چې مېوې يې ترې خوړلی؛ نو په بازارونو کې به له ګرځېدو او روزۍ لټولو څخه به بې غمه وی، هغو ظالمانو لا دا هم وويل: ای مؤمنانو تاسو د رسول پيروي نه کوئ، بلکې تاسو د يو داسې سړي پيروي کوئ چې عقل يې د کوډو له امله له لاسه ورکړی دی.
अरबी तफ़सीरें:
اُنْظُرْ كَیْفَ ضَرَبُوْا لَكَ الْاَمْثَالَ فَضَلُّوْا فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ سَبِیْلًا ۟۠
ای رسوله وګوره! دا چې له هغوی تعجب وکړې، چې څنګه يې باطل صفتونه درته بيان کړل؛ نو ويې ويل: هغه ګوډګر دی، ويې ويل: ګوډې پرې شوې دي، ويې ويل: لېونی دی؛ نو هغوی په سمه لار نشي تللی او نه هغوی د دې توان لري چې ستا په رېښتينولۍ او امانت دارۍ کې عيب را وباسي.
अरबी तफ़सीरें:
تَبٰرَكَ الَّذِیْۤ اِنْ شَآءَ جَعَلَ لَكَ خَیْرًا مِّنْ ذٰلِكَ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ۙ— وَیَجْعَلْ لَّكَ قُصُوْرًا ۟
هغه ذات برکتناک دی، که وغواړي له هغه به هم غوره څه درکړي چې هغوی درته وړانديز کړي دي، دا چې په دنيا کې به داسې باغونه درته پيداکړي چې تر ماڼيو او ونو لاندې به يې ویالې بهيږي او د ونو له مېوو به يې خوراک کوې، او داسې ماڼۍ به درته پيداکړي چې په خوند به پکې اوسېږې.
अरबी तफ़सीरें:
بَلْ كَذَّبُوْا بِالسَّاعَةِ وَاَعْتَدْنَا لِمَنْ كَذَّبَ بِالسَّاعَةِ سَعِیْرًا ۟ۚ
له هغوی د حق غوښتلو او دليل لټولو ويناوې صادرې نه شوې، بلکې لنډه دا چې هغوی د قيامت ورځ درواغ وګڼله او چا چې د قيامت ورځ درواغ ګڼلې د هغوی لپاره مو لوی سخت لمبه وهونکی اور چمتو کړی دی.
अरबी तफ़सीरें:
इस पृष्ठ की आयतों से प्राप्त कुछ बिंदु:
• اتصاف الإله الحق بالخلق والنفع والإماتة والإحياء، وعجز الأصنام عن كل ذلك.
د حقيقي الله لپاره د پيداکولو، ګټې رسولو، مرګ ورکولو او را ژوندي کولو صفات بيانول او د بوتانو له دغه څه څخه بې وسه کېدل.

• إثبات صفتي المغفرة والرحمة لله.
د بښنې او رحمت صفتونه الله لره ثابتول.

• الرسالة لا تستلزم انتفاء البشرية عن الرسول.
د رسالت لپاره اړينه نه ده چې له رسول څخه بشريت نفي کړل شي.

• تواضع النبي صلى الله عليه وسلم حيث يعيش كما يعيش الناس.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم تواضع چې د خلکو غوندې ژوند کوي.

اِذَا رَاَتْهُمْ مِّنْ مَّكَانٍ بَعِیْدٍ سَمِعُوْا لَهَا تَغَیُّظًا وَّزَفِیْرًا ۟
کله چې اور کافران وويني چې هغوی ور وستل کيږي، له لرې ځايه به يې خوټېدل او سخت وېروونکی آواز پر هغوی د سختې غوسې له امله واوري.
अरबी तफ़सीरें:
وَاِذَاۤ اُلْقُوْا مِنْهَا مَكَانًا ضَیِّقًا مُّقَرَّنِیْنَ دَعَوْا هُنَالِكَ ثُبُوْرًا ۟ؕ
کله چې دغه کافران د دوزخ په يو تنګ ځای کې په داسې حال کې وغورځول شي چې لاسونه يې په غاړو کې په ځنځيرونو تړل شوي وي، هغوی به له دوزخ څخه د خلاصون په تمه د خپلو ځانونو مرګ وغواړي.
अरबी तफ़सीरें:
لَا تَدْعُوا الْیَوْمَ ثُبُوْرًا وَّاحِدًا وَّادْعُوْا ثُبُوْرًا كَثِیْرًا ۟
ورته وبه ويل شي: ای کافرانو نن يو مرګ مه غواړئ، ډېر مرګونه وغواړئ، خو هغه غوښتنه به مو ونه منل شي چې کوئ يې، بلکې تل به په دردوونکې سزا کې پاتې شئ.
अरबी तफ़सीरें:
قُلْ اَذٰلِكَ خَیْرٌ اَمْ جَنَّةُ الْخُلْدِ الَّتِیْ وُعِدَ الْمُتَّقُوْنَ ؕ— كَانَتْ لَهُمْ جَزَآءً وَّمَصِیْرًا ۟
ورته ووايه ای رسوله! آيا دغه ياده شوې سزا چې تاسوته بيان کړل شوه ښه ده که هغه تلپاتې جنت چې نعمتونه به يې تل وي هيڅکله به نه ختميږي؟ هغه نعمتونه چې الله يې له خپلو ځان ساتونکو بندګانو ژمنه کړې چې د هغوی لپاره به بدله او د ورتلو ځای وي چې د قيامت په ورځ به ورځي.
अरबी तफ़सीरें:
لَهُمْ فِیْهَا مَا یَشَآءُوْنَ خٰلِدِیْنَ ؕ— كَانَ عَلٰی رَبِّكَ وَعْدًا مَّسْـُٔوْلًا ۟
هغوی لره به په دغه جنت کې هغه نعمتونه وي چې غواړي يې، دغه پر الله يوه ژمنه ده، چې د هغه ځان ساتونکي بندګان به يې ترې غواړي، او د الله ژمنه ترسره کېدونکې ده، هغه له خپلې ژمنې نه اوړي.
अरबी तफ़सीरें:
وَیَوْمَ یَحْشُرُهُمْ وَمَا یَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ فَیَقُوْلُ ءَاَنْتُمْ اَضْلَلْتُمْ عِبَادِیْ هٰۤؤُلَآءِ اَمْ هُمْ ضَلُّوا السَّبِیْلَ ۟ؕ
او په هغه ورځ چې کله الله درواغ ګڼونکي مشرکان او له الله پرته د هغه معبودان را غونډ کړي چې هغوی لمانځل، بيا الله دغو معبودانو ته د هغوی د لمانځونکو د ملامتولو لپاره ووايي: آيا تاسو زما بندګان لار ورکي کړي وو چې امر مو ورته کړی و ترڅو ستاسو عبادت وکړي او هغوی له خپل لوري لار ورکي شوي وو؟.
अरबी तफ़सीरें:
قَالُوْا سُبْحٰنَكَ مَا كَانَ یَنْۢبَغِیْ لَنَاۤ اَنْ نَّتَّخِذَ مِنْ دُوْنِكَ مِنْ اَوْلِیَآءَ وَلٰكِنْ مَّتَّعْتَهُمْ وَاٰبَآءَهُمْ حَتّٰی نَسُوا الذِّكْرَ ۚ— وَكَانُوْا قَوْمًا بُوْرًا ۟
معبودان به ووايي: ای زموږ پالونکيه پاک يې له دې چې تا لره دې شريک وي، زموږ لپاره نه ده په کار چې له تا پرته نور داسې دوستان ونيسو چې دوستي ورسره وکړو؛ نو څنګه به ستا بندګان دېته را وبولو چې له تا پرته زموږ عبادت وکړي؟ خو تا دغو مشرکانو ته د دنيا په خوندونو ګټه رسولې وه، له هغوی مخکې دې د استدراج په ډول د هغوی پلرونو ته هم ګټه رسولې وه، تر دې چې ستا ياد يې هېر کړ؛ نو ستاسره يې نور شيان ولمانځل، او هغوی د خپلې بدبختۍ له امله تباه کېدونکی قوم و.
अरबी तफ़सीरें:
فَقَدْ كَذَّبُوْكُمْ بِمَا تَقُوْلُوْنَ ۙ— فَمَا تَسْتَطِیْعُوْنَ صَرْفًا وَّلَا نَصْرًا ۚ— وَمَنْ یَّظْلِمْ مِّنْكُمْ نُذِقْهُ عَذَابًا كَبِیْرًا ۟
ای مشرکانو له الله پرته مو چې د کومو معبودانو عبادت کاوه هغوی هم تاسو درواغجن وبللئ په هغه دعوی کې چې د هغوی پر خلاف مو کوله؛ نو نه له خپلو ځانونو د سزا مخه نيولی شئ او نه يې د بې وسۍ له امله مرسته کولی شئ، او ای مؤمنانو له تاسو چې پر الله د شرک له امله څوک ظلم وکړي هغه ته لويه سزا وروڅکو لکه هغه چاته مو چې ورڅکلې ده چې يادونه يې وشوه.
अरबी तफ़सीरें:
وَمَاۤ اَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنَ الْمُرْسَلِیْنَ اِلَّاۤ اِنَّهُمْ لَیَاْكُلُوْنَ الطَّعَامَ وَیَمْشُوْنَ فِی الْاَسْوَاقِ ؕ— وَجَعَلْنَا بَعْضَكُمْ لِبَعْضٍ فِتْنَةً ؕ— اَتَصْبِرُوْنَ ۚ— وَكَانَ رَبُّكَ بَصِیْرًا ۟۠
ای رسوله! له تا مخکې مو يوازې انسانان د رسولانو په توګه لېږلي دي، چې خواړه يې خوړل او په بازارونو کې ګرځېدل، ته په دغه کې کوم نوی رسول نه يې، او ای خلکو ستاسو ځينې مو د ځينو لپاره په شتمنۍ او بې وزلۍ، روغتيا او ناروغۍ کې د دغه اختلاف له امله ازمويښت ګرځولي ياست، آيا صبر کولای شئ په هغه څه چې پرې ازمويل شوي ياست؟! اوستا پالونکی ليدونکی دی د هغه چا صبر کوي او هغه چا چې صبر نه کوي، د هغه چا چې پيروي يې کوي او هغه چا چې سرغړونه ترې کوي.
अरबी तफ़सीरें:
इस पृष्ठ की आयतों से प्राप्त कुछ बिंदु:
• الجمع بين الترهيب من عذاب الله والترغيب في ثوابه.
د الله له سزا د وېرولو او د هغه ثواب ته د هڅولو تر منځ يوځای والی راوستل.

• متع الدنيا مُنْسِية لذكر الله.
د دنيا توښه د الله د ياد هېروونکې وي.

• بشرية الرسل نعمة من الله للناس لسهولة التعامل معهم.
د رسولانو بشر کېدل د خلکو لپاره د الله يو نعمت دی تر څو له هغوی سره يې معامله آسانه شي.

• تفاوت الناس في النعم والنقم اختبار إلهي لعباده.
د خلکو تر منځ په نعمتونو او کړاوونو کې توپیر د الله لخوا د خپلو بندګانو يوه ازموينه ده.

وَقَالَ الَّذِیْنَ لَا یَرْجُوْنَ لِقَآءَنَا لَوْلَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْنَا الْمَلٰٓىِٕكَةُ اَوْ نَرٰی رَبَّنَا ؕ— لَقَدِ اسْتَكْبَرُوْا فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ وَعَتَوْ عُتُوًّا كَبِیْرًا ۟
او هغو کافرانو چې له موږ سره يې د مخامخېدو هيله نه لرله او زموږ له سزا نه وېرېدل وويل: ولې موږ ته الله پرېښتې را کوزې نه کړې چې موږ يې د محمد له رېښتيولۍ خبر کړي وای؟يا مو خپل پالونکی مخامخ لېدلی وای چې موږ يې پردې خبر کړي وای؟تر دې چې د دغوکسانو په زړونو کې لويي دومره زياته شوه چې له ايمان راوړلو يې منع کړل او په خپله وينا په کفر او سرکښۍ کې له دغه بريده واوښتل.
अरबी तफ़सीरें:
یَوْمَ یَرَوْنَ الْمَلٰٓىِٕكَةَ لَا بُشْرٰی یَوْمَىِٕذٍ لِّلْمُجْرِمِیْنَ وَیَقُوْلُوْنَ حِجْرًا مَّحْجُوْرًا ۟
کومه ورځ چې کافران د خپل مرګ پر مهال، په برزخ کې، د بيا راژوندي کېدو پرمهال، چې حساب ته بېول کيږي او کله چې اور ته ننه اېستل کيږي پرښتې وويني: په دغو حالتونو کې به هغوی لره هيڅ ښه زيری نه وي، په خلاف د مؤمنانو، او پرښتې به ورته ووايي: پر تاسو د الله له لوري زيری ناروا او حرام کړل شوی دی
अरबी तफ़सीरें:
وَقَدِمْنَاۤ اِلٰی مَا عَمِلُوْا مِنْ عَمَلٍ فَجَعَلْنٰهُ هَبَآءً مَّنْثُوْرًا ۟
او کوم ښه او د خير کار چې کافرانو په دنيا کې کړی هوډ مو کړی چې د هغوی د کفر له امله يې په له منځه وړلو او د ګتې په نشتون کې د هغه شيندل شوي ګرد غوندې وګرځوو چې يو ليدونکی يې له کړکۍ څخه د داخل شوي لمر په رڼا کې ويني.
अरबी तफ़सीरें:
اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ یَوْمَىِٕذٍ خَیْرٌ مُّسْتَقَرًّا وَّاَحْسَنُ مَقِیْلًا ۟
هغه مؤمنان چې جنتيان دي په دغه ورځ به په غوره ځای کې وي او په دنيا کې به د غرمې له خوب ځای څخه د دغو کافرانو څخه ډېر غوره وي، دغه پر الله د هغوی د ايمان او هغوی د نېک عمل له کبله.
अरबी तफ़सीरें:
وَیَوْمَ تَشَقَّقُ السَّمَآءُ بِالْغَمَامِ وَنُزِّلَ الْمَلٰٓىِٕكَةُ تَنْزِیْلًا ۟
ياد کړه ای رسوله! په کومه وځ چې له نرۍ سپينې وريځې څخه آسمان څېرې کړل شي او پرېښتې د هغوی د زياتوالي له امله د راپاڅېدلو ميدان ته په پرله پسې ډول را کوزې کړو.
अरबी तफ़सीरें:
اَلْمُلْكُ یَوْمَىِٕذِ ١لْحَقُّ لِلرَّحْمٰنِ ؕ— وَكَانَ یَوْمًا عَلَی الْكٰفِرِیْنَ عَسِیْرًا ۟
هغه پاچايي چې حقه او تلپاتې پاچايي ده د قيامت په ورځ يوازې رحمان ذات لره ده، او دغه ورځ به پر کافرانو سخته وي پر خلاف د مؤمنانو چې پر هغوی به آسانه وي.
अरबी तफ़सीरें:
وَیَوْمَ یَعَضُّ الظَّالِمُ عَلٰی یَدَیْهِ یَقُوْلُ یٰلَیْتَنِی اتَّخَذْتُ مَعَ الرَّسُوْلِ سَبِیْلًا ۟
ای رسوله! په ياد کړه په کومه ورځ چې ظالم د رسول صلی الله عليه وسلم د پيروۍ د پرېښودو له امله د سختې پښېمانۍ له کبله خپل لاسونه چيچي وايي به: کاشکي مې په هغه څه کې د رسول پيروي کړې وای چې هغه د خپل پالونکي لخوا راوړي دي، او له هغه سره مې د بريا لار نېولې وای.
अरबी तफ़सीरें:
یٰوَیْلَتٰی لَیْتَنِیْ لَمْ اَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِیْلًا ۟
او له سخت افسوسه به وايي په داسې حال کې چې د ځان لپاره به تباهي رابولي: های های کاشکي مې فلانی کافر دوست نه وای ګرځولی.
अरबी तफ़सीरें:
لَقَدْ اَضَلَّنِیْ عَنِ الذِّكْرِ بَعْدَ اِذْ جَآءَنِیْ ؕ— وَكَانَ الشَّیْطٰنُ لِلْاِنْسَانِ خَذُوْلًا ۟
پرته له شکه دغه کافر ملګري زه له قرآن څخه وروسته له هغه واړولم چې ماته د رسول له لارې راورسېدی، او شيطان د انسان زيات پرېښودونکی دی، کله چې هم پر هغه سختي راشي له هغه بېزاره کيږي.
अरबी तफ़सीरें:
وَقَالَ الرَّسُوْلُ یٰرَبِّ اِنَّ قَوْمِی اتَّخَذُوْا هٰذَا الْقُرْاٰنَ مَهْجُوْرًا ۟
او رسول د خپل قوم له حال څخه د شکايت په توګه هغه ورځ وويل: ای زما پالونکيه! بېشکه زما هغه قوم چې زه دې ورلېږلی وم دغه قرآن پرېښود او مخ يې ترې واړوه.
अरबी तफ़सीरें:
وَكَذٰلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِیٍّ عَدُوًّا مِّنَ الْمُجْرِمِیْنَ ؕ— وَكَفٰی بِرَبِّكَ هَادِیًا وَّنَصِیْرًا ۟
ای رسوله! لکه څنګه چې ته د خپل قوم لخوا له کړاو او له خپلې لارې د ايسارولو سره مخ شوې، همدارنګه مو له مخکېنيو انبياوو څخه د هر نبي لپاره د هغه له ګناهکار قوم څخه دښمن ګرځولی و، پالونکی دې د لارښوونکي په توګه بسنه کوي چې حق ته لارښوونه کوي او د مرستندوی په توګه بسنه کوي چې د دښمن پر خلاف دې مرسته کوي.
अरबी तफ़सीरें:
وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَوْلَا نُزِّلَ عَلَیْهِ الْقُرْاٰنُ جُمْلَةً وَّاحِدَةً ۛۚ— كَذٰلِكَ ۛۚ— لِنُثَبِّتَ بِهٖ فُؤَادَكَ وَرَتَّلْنٰهُ تَرْتِیْلًا ۟
او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی وايي: ولې دغه قرآن پر رسول يو ځل نازل نه کړای شو، چې بېل بېل نه وای پرې نازل کړای شوی، ای رسوله! موږ همدارنګه قرآن بېل بېل نازل کړ تر څو يې په څو څو ځلې نازلولو ستا زړه ته آرام درکړو، او همداسې لږ لږ مو نازل کړ د پوهاوي او يادولو د آسانتيا لپاره.
अरबी तफ़सीरें:
इस पृष्ठ की आयतों से प्राप्त कुछ बिंदु:
• الكفر مانع من قبول الأعمال الصالحة.
کفر د ښو اعمالو د قبلېدو خنډ دی.

• خطر قرناء السوء.
د ناوړه ملګرو دملګرتيا خطر.

• ضرر هجر القرآن.
د قرآن د پرېښودلو زيان.

• من حِكَمِ تنزيل القرآن مُفَرّقًا طمأنة النبي صلى الله عليه وسلم وتيسير فهمه وحفظه والعمل به.
د قرآن په بېل بېل نازلولو کې يو حکمت د نبي صلی الله عليه وسلم ډاډګېرنه، پر قرآن د پوهاوي، يادولو او پر هغه د عمل کولو آساتيا ده.

وَلَا یَاْتُوْنَكَ بِمَثَلٍ اِلَّا جِئْنٰكَ بِالْحَقِّ وَاَحْسَنَ تَفْسِیْرًا ۟ؕ
ای رسوله! مشرکان که هر ډول مثال او پوښتنه درته راوړي چې هغوی يې وړاندې کوي، موږ يې حق او ثابت ځواب درته راوړی، او تر ټولو غوره وينا مو درته راوړې ده.
अरबी तफ़सीरें:
اَلَّذِیْنَ یُحْشَرُوْنَ عَلٰی وُجُوْهِهِمْ اِلٰی جَهَنَّمَ ۙ— اُولٰٓىِٕكَ شَرٌّ مَّكَانًا وَّاَضَلُّ سَبِیْلًا ۟۠
هغه کسان چې د قيامت په ورځ به پړ مخې دوزخ ته ورټېل وهل کيږي، د دغو کسانو لپاره ډېر بد ځای دی، ځکه ځای يې دوزخ دی او له حق څخه ډېره لرې لار ده، ځکه د هغوی لار کفر او لارورکي ده.
अरबी तफ़सीरें:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ وَجَعَلْنَا مَعَهٗۤ اَخَاهُ هٰرُوْنَ وَزِیْرًا ۟ۚۖ
او بېشکه موسی ته مو تورات ورکړ او د هغه ورور هارون مو د رسول په توګه د هغه مرستيال وګرځولو.
अरबी तफ़सीरें:
فَقُلْنَا اذْهَبَاۤ اِلَی الْقَوْمِ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا ؕ— فَدَمَّرْنٰهُمْ تَدْمِیْرًا ۟ؕ
هغوی دواړو ته مو وويل: دواړه فرعون او هغه قوم ته يې ورشئ چې زموږ ايتونه يې درواغ ګڼلي، هغوی دواړو زموږ امر پرځای کړ، دواړه هغوی ته ورغلل، هغوی يې د الله يووالي ته راوبلل، خو هغوی دواړه يې درواغجن وګڼل؛ نو هغوی مو سخت تباه کړل.
अरबी तफ़सीरें:
وَقَوْمَ نُوْحٍ لَّمَّا كَذَّبُوا الرُّسُلَ اَغْرَقْنٰهُمْ وَجَعَلْنٰهُمْ لِلنَّاسِ اٰیَةً ؕ— وَاَعْتَدْنَا لِلظّٰلِمِیْنَ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟ۚۙ
او د نوح قوم چې کله په خپلو درواغ ګنلو نوح عليه السلام درواغجن وګاڼه، هغوی مو په درياب کې غرق کړل، د هغوی تباهي مو د ظالمانو په له منځه وړلو زموږ د قدرت نښانه وګرځوله، د قيامت په ورځ مو د هغوی لپاره دردوونکې سزا چمتو کړې ده.
अरबी तफ़सीरें:
وَّعَادًا وَّثَمُوْدَاۡ وَاَصْحٰبَ الرَّسِّ وَقُرُوْنًا بَیْنَ ذٰلِكَ كَثِیْرًا ۟
او د هود قوم عادیان، د صالح قوم ثموديان مو تباه کړل، د څاه څښتنان مو تباه کړل او د دغو دريو ترمنځ مو ډېر ولسونه تباه کړل.
अरबी तफ़सीरें:
وَكُلًّا ضَرَبْنَا لَهُ الْاَمْثَالَ ؗ— وَكُلًّا تَبَّرْنَا تَتْبِیْرًا ۟
او له دغو تباه شويو څخه مو هر يو ته د پخوانيو امتونو تباهي او د هغې لاملونه بيان کړي، تر څو پند ترې واخلي او هر يو مو په سخته تباهۍ سره د هغوی د کفر او ضد له امله تباه کړل.
अरबी तफ़सीरें:
وَلَقَدْ اَتَوْا عَلَی الْقَرْیَةِ الَّتِیْۤ اُمْطِرَتْ مَطَرَ السَّوْءِ ؕ— اَفَلَمْ یَكُوْنُوْا یَرَوْنَهَا ۚ— بَلْ كَانُوْا لَا یَرْجُوْنَ نُشُوْرًا ۟
او بېشکه ستا له قومه درواغ ګڼونکي خلک، شام ته په خپل تګ کې د لوط د قوم هغه کلي ته راغلل چې د هغوی د ناروا کړنې له امله د سزا په ډول د ډبرو باران پرې شوی و، تر څو پند ترې واخلي، آيا هغوی له دغه کلي څخه ړانده وو چې ويې نه ليدلو؟ نه داسې نه وه. بلکې هغوی د بيا راوژوندي کېدو هيله نه لرله چې له هغه وروسته به حساب ورسره کيږي.
अरबी तफ़सीरें:
وَاِذَا رَاَوْكَ اِنْ یَّتَّخِذُوْنَكَ اِلَّا هُزُوًا ؕ— اَهٰذَا الَّذِیْ بَعَثَ اللّٰهُ رَسُوْلًا ۟
او کله چې دې ای رسوله! دغه درواغ ګڼونکي خلک وويني، ملنډې درباندې وهي چې د مسخرو او نټې په توګه وايي آیا دا هغه څوک دی چې الله موږ ته د رسول په توګه رالېږلی.
अरबी तफ़सीरें:
اِنْ كَادَ لَیُضِلُّنَا عَنْ اٰلِهَتِنَا لَوْلَاۤ اَنْ صَبَرْنَا عَلَیْهَا ؕ— وَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ حِیْنَ یَرَوْنَ الْعَذَابَ مَنْ اَضَلُّ سَبِیْلًا ۟
نږدې و چې هغه د خپلو معبودانو له عبادته اړولي وو، که چېرې مو يې پر عبادت صبر نه وای کړی، هرومرو به يې په خپلو حجتونو او دلايلو ترې ګرځولي وو، ژر به پوه شي کله چې په خپلو قبرونو کې او د قيامت په ورځ سزا وويني چې آيا هغوی لار ورکه کړې وه او که هغه؟ او ډېر ژر به پوه شي چې څوک لار ورکي دي؟.
अरबी तफ़सीरें:
اَرَءَیْتَ مَنِ اتَّخَذَ اِلٰهَهٗ هَوٰىهُ ؕ— اَفَاَنْتَ تَكُوْنُ عَلَیْهِ وَكِیْلًا ۟ۙ
ای رسوله! آيا هغه څوک دې ليدلي دي چې خپل هوس يې معبود ګرځولی او د هغه پيروي يې کړې ده، آيا ته د هغه ساتونکی يې چې ايمان ته يې راګرځوې او له کفر څخه يې منع کوې؟!.
अरबी तफ़सीरें:
इस पृष्ठ की आयतों से प्राप्त कुछ बिंदु:
• الكفر بالله والتكذيب بآياته سبب إهلاك الأمم.
پر الله کفر او د هغه د آيتونو درواغ ګڼل د امتونو د تباهۍ لامل دی.

• غياب الإيمان بالبعث سبب عدم الاتعاظ.
پر بيا را ژوندي کېدو ايمان نه لرل د پند نه اخېستلو لامل دی.

• السخرية بأهل الحق شأن الكافرين.
د حق پر پلويانو ملنډې وهل د کافرانو عادت دی.

• خطر اتباع الهوى.
د نفساني غوښتنو د پيروۍ خطر.

اَمْ تَحْسَبُ اَنَّ اَكْثَرَهُمْ یَسْمَعُوْنَ اَوْ یَعْقِلُوْنَ ؕ— اِنْ هُمْ اِلَّا كَالْاَنْعَامِ بَلْ هُمْ اَضَلُّ سَبِیْلًا ۟۠
بلکې ته ګومان کوې ای رسوله! چې ډېری هغه خلک چې ته يې د الله يووالي او پيروۍ ته رابولې هغوی د قبلولو اورېدل کوي يا هغوی پرحجتونو او دلايلو پوهيږي؟! نه دي هغوی په اورېدو، له عقل څخه کار اخېستو او پوهه کې مګر د څارويو غوندې، بلکې له څارويو هم ډېر لارورکي دي.
अरबी तफ़सीरें:
اَلَمْ تَرَ اِلٰی رَبِّكَ كَیْفَ مَدَّ الظِّلَّ ۚ— وَلَوْ شَآءَ لَجَعَلَهٗ سَاكِنًا ۚ— ثُمَّ جَعَلْنَا الشَّمْسَ عَلَیْهِ دَلِیْلًا ۟ۙ
ای سوله! آيا تا نه دي کتلي د الله د پيدايښت اغېزو ته چې کله يې سيوری د زمکې پر مخ غوړولی ده، که هغه غوښتي وای هغه به يې داسې درولی وای چې خوځښت به يې نه کولو، بيا مو لمر پر هغو دليل ګرځولی، چې له لمر سره اوږديږي او لنډيږي.
अरबी तफ़सीरें:
ثُمَّ قَبَضْنٰهُ اِلَیْنَا قَبْضًا یَّسِیْرًا ۟
بيا مو هغه سيوری د لمر له لوړېدو سره سم په کمولو سره ورو ورو لږ لږ را ټول کړ.
अरबी तफ़सीरें:
وَهُوَ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الَّیْلَ لِبَاسًا وَّالنَّوْمَ سُبَاتًا وَّجَعَلَ النَّهَارَ نُشُوْرًا ۟
الله هغه ذات دی چې شپه يې ستاسو لپاره د جامو غوندې ګرځولې چې پکې پتېږئ او نور شيان پټوي، او همغه ذات دی چې خوب يې ستاسو لپاره آرام ګرځولی، چې له بوختياوو مو پکې آرام کوئ، او همغه ذات دی چې ورځ يې ستاسو لپاره خپلو کارونو ته د تللو وخت ګرځولې ده.
अरबी तफ़सीरें:
وَهُوَ الَّذِیْۤ اَرْسَلَ الرِّیٰحَ بُشْرًاۢ بَیْنَ یَدَیْ رَحْمَتِهٖ ۚ— وَاَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَآءِ مَآءً طَهُوْرًا ۟ۙ
او همغه ذات دی چې د داسې باران چې پر بندګانو يې رحمت دی له ورولو سره زيری ورکوونکي بادونه ليږي او موږ له آسمانه د باران پاکې اوبه ورولي دي چې پر هغو خلک پاکي ترلاسه کوي.
अरबी तफ़सीरें:
لِّنُحْیِ بِهٖ بَلْدَةً مَّیْتًا وَّنُسْقِیَهٗ مِمَّا خَلَقْنَاۤ اَنْعَامًا وَّاَنَاسِیَّ كَثِیْرًا ۟
تر څو پر دغه ورول شويو اوبو داسې مړه زمکه چې شينګيا پکې نه وي په بېلابېلو شينګياوو راشنه کولو او سبزيانو خورولو سره را ژوندۍ کړو، او پر دغه اوبو هغه څاروي او ډېر مخلوقات چې پيداکړي مو دي اوبه کړو.
अरबी तफ़सीरें:
وَلَقَدْ صَرَّفْنٰهُ بَیْنَهُمْ لِیَذَّكَّرُوْا ۖؗ— فَاَبٰۤی اَكْثَرُ النَّاسِ اِلَّا كُفُوْرًا ۟
پرته له شکه حجتونه او دلايل مو په بېلابېلو ډولونو بيان کړل، تر څو پند ترې واخلي، خو ډېری خلکو له حق څخه نټه وکړه او هغه يې بد وګڼی.
अरबी तफ़सीरें:
وَلَوْ شِئْنَا لَبَعَثْنَا فِیْ كُلِّ قَرْیَةٍ نَّذِیْرًا ۟ؗۖ
او که مو غوښتي وای هر کلي ته مو يو رسول لیږلی و، چې هغوی يې د الله له عذابه وېرولي او ډار کړي وای، خو موږ دا ونه غوښتل، بلکې موږ يوازې محمد صلی الله عليه وسلم ټولو خلکو ته د رسول په توګه ولېږه.
अरबी तफ़सीरें:
فَلَا تُطِعِ الْكٰفِرِیْنَ وَجَاهِدْهُمْ بِهٖ جِهَادًا كَبِیْرًا ۟
نو د کافرانو په هغه څه کې پيروي مه کوه چې هغوی د کومې دوکې غوښتنه درڅخه کوي او يا کوم وړانديزونه درته کوي، او په دغه پر تا نازل شوي قرآن سره د هغوی د آزار پر وړاندې او د الله لوري ته په بلنه کې د سختيو په ګاللو کې لوی جهاد کوه.
अरबी तफ़सीरें:
وَهُوَ الَّذِیْ مَرَجَ الْبَحْرَیْنِ هٰذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَّهٰذَا مِلْحٌ اُجَاجٌ ۚ— وَجَعَلَ بَیْنَهُمَا بَرْزَخًا وَّحِجْرًا مَّحْجُوْرًا ۟
او الله پاک هغه ذات دی چې دوه دريابونه يې سره يوځای کړي، له هغوی دواړو يې خوږ له مالګين سره يوځای کړی، او د هغوی دواړو ترمنځ يې داسې خنډ او پرده ګرځولې چې يو او بل له ګډېدو منع کوي.
अरबी तफ़सीरें:
وَهُوَ الَّذِیْ خَلَقَ مِنَ الْمَآءِ بَشَرًا فَجَعَلَهٗ نَسَبًا وَّصِهْرًا ؕ— وَكَانَ رَبُّكَ قَدِیْرًا ۟
او همغه ذات دی چې د نارينه او ښځينه له مني يې انسان پيدا کړ، او د انسان له پيدايښت څخه يې د خپلوۍ او خسرګنۍ اړيکه پيداکړه، ای رسوله! پالونکی دې ډېر قادر دی هيڅ شی يې نه شي بې وسه کولای، د هغه د قدرت له نښانو د انسان پيداکول دي د نارينه او ښځينه له مني څخه.
अरबी तफ़सीरें:
وَیَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَنْفَعُهُمْ وَلَا یَضُرُّهُمْ ؕ— وَكَانَ الْكَافِرُ عَلٰی رَبِّهٖ ظَهِیْرًا ۟
او کافران له الله پرته د داسې بتانو عبادت کوي که يې پيروي وکړي ګټه نه شي ورته رسولی او که سرغړونه ترې وکړي زيان نه شي ورته رسولی، او کافر په هغه څه کې د شيطان پيرو دی کوم څه چې الله په غوسه کوي.
अरबी तफ़सीरें:
इस पृष्ठ की आयतों से प्राप्त कुछ बिंदु:
• انحطاط الكافر إلى مستوى دون مستوى الحيوان بسبب كفره بالله.
د کافر؛ پر الله د کفر له امله د څاروي له کچې هم ټيټې کچې ته را غورځول.

• ظاهرة الظل آية من آيات الله الدالة على قدرته.
د سيورې څرګندېدل د الله له نښانو د هغه پر قدرت يوه نښه ده.

• تنويع الحجج والبراهين أسلوب تربوي ناجح.
د حجتونو او دلايلو بېلابېلوالی د روزنې يوه بريالۍ لاره ده.

• الدعوة بالقرآن من صور الجهاد في سبيل الله.
د قرآن په مرسته بلنه کول د الله په لار کې د جهاد له صورتونو څخه يو صورت دی.

وَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ اِلَّا مُبَشِّرًا وَّنَذِیْرًا ۟
ای رسوله! ته مو يوازې د هغه چا لپاره زيری ورکوونکی لېږلی يې چې په ايمان راوړلو او نېک عمل کولو سره د الله پيروي کوي او د هغه چا لپاره وېروونکی چې په کفر او سرکښۍ سرغړونه کوي.
अरबी तफ़सीरें:
قُلْ مَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ اِلَّا مَنْ شَآءَ اَنْ یَّتَّخِذَ اِلٰی رَبِّهٖ سَبِیْلًا ۟
ووايه: ای رسوله! زه د پېغام په رسولو له تاسې کومه بدله نه غواړم، مګر دا چې که له تاسې څوک د الله د خوښۍ لپاره لګښت کول غواړي نو ويې دې کړي.
अरबी तफ़सीरें:
وَتَوَكَّلْ عَلَی الْحَیِّ الَّذِیْ لَا یَمُوْتُ وَسَبِّحْ بِحَمْدِهٖ ؕ— وَكَفٰی بِهٖ بِذُنُوْبِ عِبَادِهٖ خَبِیْرَا ۟
ای رسوله! په ټولو چارو کې دې پر هغه تلپاتې ژوندي ذات بروسه کوه چې هيڅکله نه مري، او په ستاينه سره د هغه پاک ذات پاکي بيانوه، هغه يې د بنده ګانو پر ګناهونو د باخبره اوسېدو لپاره بسنه کوي، له هغه هيڅ هم پټ نه دي او هغوی ته به پرې جزا ورکړي.
अरबी तफ़सीरें:
١لَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰی عَلَی الْعَرْشِ ۛۚ— اَلرَّحْمٰنُ فَسْـَٔلْ بِهٖ خَبِیْرًا ۟
هغه ذات چې آسمانونه، زمکه او څه چې د هغو تر منځ دي په شپږو ورځو کې پيداکړل، بيا پر عرش لوړ او اوچت شو داسې لوړوالی چې د هغه له شان سره ښايي، هغه رحمان ذات دی؛ نو ای رسوله! له يو باخبره پوښتنه وکړه چې هغه الله دی چې پر هر څه پوهيږي او هيڅ هم ترې پټ نه دي.
अरबी तफ़सीरें:
وَاِذَا قِیْلَ لَهُمُ اسْجُدُوْا لِلرَّحْمٰنِ ۚ— قَالُوْا وَمَا الرَّحْمٰنُ ۗ— اَنَسْجُدُ لِمَا تَاْمُرُنَا وَزَادَهُمْ نُفُوْرًا ۟
او کله چې کافرانو ته وويل شي: رحمان ته سجده وکړئ، هغوی وايي: موږ رحمان ته سجده نه کوو، رحمان څوک دی؟ موږ يې نه پېژنو او نه يې منو؟! آيا موږ هغه چاته سجده وکړو چې ته يې د سجدې امر کوې او موږ يې نه پېژنو؟! د هغه لخوا د سجدې امر د هغوی لپاره پر الله د ايمان راوړل لا لرې کړل.
अरबी तफ़सीरें:
تَبٰرَكَ الَّذِیْ جَعَلَ فِی السَّمَآءِ بُرُوْجًا وَّجَعَلَ فِیْهَا سِرٰجًا وَّقَمَرًا مُّنِیْرًا ۟
مبارک دی هغه ذات چې په آسمان کې يې د سيارو او روانو ستوريو لپاره منزلونه پيداکړل، په آسمان کې يې داسې لمر پيدا کړ چې رڼا کوي، او داسې سپوږمۍ يې پيدا کړه چې له لمر څخه په رڼا اخېستلو زمکه رڼا کوي.
अरबी तफ़सीरें:
وَهُوَ الَّذِیْ جَعَلَ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ خِلْفَةً لِّمَنْ اَرَادَ اَنْ یَّذَّكَّرَ اَوْ اَرَادَ شُكُوْرًا ۟
او الله هغه ذات دی چې شپه او ورځ يې يو په بل پسې راتلونکي او د يو بل ځای ناستي ګرځولي دي، د هغه چا لپاره چې غواړي د الله له نښانو پند واخلي؛ نو لار ومومي، او يا د هغه چا لپاره چې د هغه پر نعمتونو شکر اېستل غواړي.
अरबी तफ़सीरें:
وَعِبَادُ الرَّحْمٰنِ الَّذِیْنَ یَمْشُوْنَ عَلَی الْاَرْضِ هَوْنًا وَّاِذَا خَاطَبَهُمُ الْجٰهِلُوْنَ قَالُوْا سَلٰمًا ۟
او د رحمان (اصلى) بنده ګان هغه دي چې په ځمكه ورو ورو (په عاجزۍ) درومي او كله چې جاهلان ورسره مخامخ شي وايى سلام دې وي.
अरबी तफ़सीरें:
وَالَّذِیْنَ یَبِیْتُوْنَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًا وَّقِیَامًا ۟
او هغه کسان چې خپل پالونکي ته پر خپلو تنديو د سجدې په حالت کې شپې تېروي او پر خپلو پښو د ولاړې په حالت کې يوازې الله ته لمنځونه کوي.
अरबी तफ़सीरें:
وَالَّذِیْنَ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَا اصْرِفْ عَنَّا عَذَابَ جَهَنَّمَ ۖۗ— اِنَّ عَذَابَهَا كَانَ غَرَامًا ۟ۗۖ
او هغه کسان له خپل پالونکي څخه په دعا کې وايي: ای زموږ پالونکيه! د دوزخ سزا له موږ لرې کړه، بېشکه د دوزخ سزا له هغه چا سره تل تړلې وي څوک چې کافر مړ شوی وي.
अरबी तफ़सीरें:
اِنَّهَا سَآءَتْ مُسْتَقَرًّا وَّمُقَامًا ۟
هغه ډېر بد د ورتګ ځای دی څوک چې ورځي او ډېر بد ځای دی څوک چې پکې هستوګن شي.
अरबी तफ़सीरें:
وَالَّذِیْنَ اِذَاۤ اَنْفَقُوْا لَمْ یُسْرِفُوْا وَلَمْ یَقْتُرُوْا وَكَانَ بَیْنَ ذٰلِكَ قَوَامًا ۟
او هغه کسان چې کله خپل مالونه لګوي؛ نو په لګښت کې د تبذير پولې ته نه رسيږي او له ځانونو او نور خلکو چې د چا لګښت پرې لازم دی په هغو تنګي نه کوي، د هغوی لګښت د بې ځايه لګښت او بخيلۍ تر منځ په عدالت او منځلارۍ سره وي.
अरबी तफ़सीरें:
इस पृष्ठ की आयतों से प्राप्त कुछ बिंदु:
• الداعي إلى الله لا يطلب الجزاء من الناس.
د الله لوري ته رابلونکی خپله بدله له خلکو نه غواړي.

• ثبوت صفة الاستواء لله بما يليق به سبحانه وتعالى.
د الله لپاره د هغه له شان سره وړ استواء او پر عرش د لوړوالي ثبوت.

• أن الرحمن اسم من أسماء الله لا يشاركه فيه أحد قط، دال على صفة من صفاته وهي الرحمة.
پرته له شکه رحمان د الله له نومونو یو داسې نوم دی چې هيڅوک ورسره پکې شريک نه دي، د هغه له صفتونو څخه پر يو صفت چې رحمت دی دلالت کوونکی دی.

• إعانة العبد بتعاقب الليل والنهار على تدارُكِ ما فاتَهُ من الطاعة في أحدهما.
د بنده مرسته کول په پرله پسې شپه او ورځ راوستلوسره، تر څو هغه پيروي پکې وکړای شي چې په يو د دغو شپې او ورځ کې ترې پاتې شوی وي.

• من صفات عباد الرحمن التواضع والحلم، وطاعة الله عند غفلة الناس، والخوف من الله، والتزام التوسط في الإنفاق وفي غيره من الأمور.
د رحمان د بنده ګانو له صفتونو څخه عاجزي، زغم، د خلکو د بې پروايۍ پر مهال د الله پيروي کول، له الله څخه وېره په لګښت او نورو چارو کې له منځلارۍ کار اخېستل دي.

وَالَّذِیْنَ لَا یَدْعُوْنَ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ وَلَا یَقْتُلُوْنَ النَّفْسَ الَّتِیْ حَرَّمَ اللّٰهُ اِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا یَزْنُوْنَ ۚؕ— وَمَنْ یَّفْعَلْ ذٰلِكَ یَلْقَ اَثَامًا ۟ۙ
او هغه کسان چې له الله پاک سره بل معبود نه رابولي، نه هغه څوک وژني چې الله يې وژل ناروا کړي، خو دا چې الله کله د قاتل يا مرتد او يا هم د واده شوي زنا کوونکي د وژلو اجازه ورکړي، او هغوی زنا نه کوي، چا چې له دغو لويو ګناهونو څخه کومه يوه وکړه د قيامت په ورځ به يې د ترسره کړې ګناه سزا سره مخ شي.
अरबी तफ़सीरें:
یُّضٰعَفْ لَهُ الْعَذَابُ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ وَیَخْلُدْ فِیْهٖ مُهَانًا ۟ۗۖ
د قيامت په ورځ سزا ورته څو برابره کړای شي او تل به خوار او رسوا پکې پروت وي.
अरबी तफ़सीरें:
اِلَّا مَنْ تَابَ وَاٰمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَاُولٰٓىِٕكَ یُبَدِّلُ اللّٰهُ سَیِّاٰتِهِمْ حَسَنٰتٍ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟
خو څوک چې الله ته توبه وباسي، ايمان راوړي، داسې ښه کار وکړي چې د هغه د توبې پر رېښتينولۍ دلالت کوي، همدوی هغه کسان دي چې الله به يې هغه بد کارونه چې کړي يې دي په نيکيو ورته بدل کړي، الله له خپلو بندګانو يې چې څوک توبه وباسي د ګناهونو بښونکی دی او پر هغوی مهربان دی.
अरबी तफ़सीरें:
وَمَنْ تَابَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَاِنَّهٗ یَتُوْبُ اِلَی اللّٰهِ مَتَابًا ۟
چا چې الله ته توبه واېستله او خپله توبه يې د ښو کارونو په ترسره کولو او ګناهونو په پرېښودلو پياوړې کړه؛ نو پرته له شکه د هغه توبه منل شوې ده.
अरबी तफ़सीरें:
وَالَّذِیْنَ لَا یَشْهَدُوْنَ الزُّوْرَ ۙ— وَاِذَا مَرُّوْا بِاللَّغْوِ مَرُّوْا كِرَامًا ۟
او هغه کسان چې باطل کار ته نه حاضرېږي، لکه د ګناهونو ځايونو او ناروا لوبو ته، کله چې له پامه په غورځول شويو بې ګټې ويناوو او کړنو تېريږي؛ نو د يو تېرېدونکي غوندې تېريږي، د خپلو ځانونو درناوی کوونکي وي، په هغو کې په اخته کېدو د ځانونو په ساتلو سره.
अरबी तफ़सीरें:
وَالَّذِیْنَ اِذَا ذُكِّرُوْا بِاٰیٰتِ رَبِّهِمْ لَمْ یَخِرُّوْا عَلَیْهَا صُمًّا وَّعُمْیَانًا ۟
او هغه کسان چې کله د الله اورېدل شوې او لېدل شوې آيتونه ورته بيانيږي؛ نو له اورېدل شويو آيتونو څخه يې غوږونه نه ګڼيږي او نه له ليدل شويو آيتونو څخه ړنديږي.
अरबी तफ़सीरें:
وَالَّذِیْنَ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ اَزْوَاجِنَا وَذُرِّیّٰتِنَا قُرَّةَ اَعْیُنٍ وَّاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِیْنَ اِمَامًا ۟
او هغه کسان چې د خپل پالونکي په رابللو کې وايي: ای زموږ پالونکيه! موږ ته له خپلو مېرمنو او اولادونو داسې څوک راکړه چې زموږ د سترګو يخوالی وي، د هغه د ځان ساتنې او پرحق د ټينګ درېدو له امله، او په حق کې مو د ځان ساتونکو لپاره داسې امامان وګرځوه چې زموږ پيروي وشي.
अरबी तफ़सीरें:
اُولٰٓىِٕكَ یُجْزَوْنَ الْغُرْفَةَ بِمَا صَبَرُوْا وَیُلَقَّوْنَ فِیْهَا تَحِیَّةً وَّسَلٰمًا ۟ۙ
دغه کسان چې پر دغو صفاتو متصف دي په لوړ فردوس جنت کې به لوړې ماڼۍ د بدلې په ډول ورکړل شي د الله پر پيروۍ د زغم کولو له امله، او پرېښتې به په دعا او سلام ويلو هر کلی ورته کوي او په جنتونو کې به له کړاوونو خوندي وي.
अरबी तफ़सीरें:
خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— حَسُنَتْ مُسْتَقَرًّا وَّمُقَامًا ۟
په هغه جنت کې به تلپاتې وي، غوره آرام ځای دی چې پکې ځای پرځای به شي او ښه هستوګنځی دی چې پکې اوسيږي به.
अरबी तफ़सीरें:
قُلْ مَا یَعْبَؤُا بِكُمْ رَبِّیْ لَوْلَا دُعَآؤُكُمْ ۚ— فَقَدْ كَذَّبْتُمْ فَسَوْفَ یَكُوْنُ لِزَامًا ۟۠
ای رسوله! هغو کافرانو ته چې په خپل کفر ټينګار کوي ووايه: زما پالونکی د کومې داسې ګټې پروا نه کوي چې ستاسو له پيروۍ دې ورته ورسيږي، که چېرې د هغه داسې بندګان نه وای چې د عبادت او غوښتنې په ډول يې را بولي؛ نو ستاسو به يې هيڅ پروا نه وای کړې، پرته له شکه که تاسو رسول په هغه څه کې درواغجن وګڼئ چې تاسو ته مو د پالونکي لخوا ور سره راغلی و؛ نو ژر ده چې د درواغ ګڼلو سزا به ستاسو سره لازمه وي.
अरबी तफ़सीरें:
इस पृष्ठ की आयतों से प्राप्त कुछ बिंदु:
• من صفات عباد الرحمن: البعد عن الشرك، وتجنُّب قتل الأنفس بغير حق، والبعد عن الزنى، والبعد عن الباطل، والاعتبار بآيات الله، والدعاء.
د رحمان له صفتونو څخه: له شرک لرې والی، پرته له حقه د انسان له وژلو ډډه کول، له زنا او باطل څخه لرې والی د الله په آيتونو باور او دعا کول دي.

• التوبة النصوح تقتضي ترك المعصية وفعل الطاعة.
د نصوح توبې غوښتنه د ګناه پرېښودل او پيروۍ ترسره کول دي.

• الصبر سبب في دخول الفردوس الأعلى من الجنة.
صبر د فردوس لوړ جنت ته د ننوتلو لامل کيږي.

• غنى الله عن إيمان الكفار.
الله د کافرانو له ايمان راوړلو څخه غني او بې پروا دی.

 
अर्थों का अनुवाद सूरा: सूरा अल्-फ़ुर्क़ान
सूरों की सूची पृष्ठ संख्या
 
क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - अनुवादों की सूची

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

बंद करें