क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - पवित्र क़ुरआन की संक्षिप्त व्याख्या का पश्तो अनुवाद

external-link copy
12 : 64

وَاَطِیْعُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوا الرَّسُوْلَ ۚ— فَاِنْ تَوَلَّیْتُمْ فَاِنَّمَا عَلٰی رَسُوْلِنَا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ ۟

او د الله پيروي وکړئ او د رسول پيروي وکړئ، که چېرې له هغه څه مخ واړوئ چې د هغه رسول ورسره درته راغلی؛ نو د دغه مخ اړولو ګناه پرتاسو ده، او زموږ پر رسول يوازې د هغه څه رسونه ده چې د رسولو امر مو ورته پرې کړی دی، او هغه څه يې درته و رسول چې د رسولو امر يې ورته شوی و. info
التفاسير:
इस पृष्ठ की आयतों से प्राप्त कुछ बिंदु:
• مهمة الرسل التبليغ عن الله، وأما الهداية فهي بيد الله.
د رسول دنده د الله له لوري تبليغ کول دي، خو لارښوونه د الله په لاس کې ده. info

• الإيمان بالقدر سبب للطمأنينة والهداية.
پر تقدير ايمان لرل د ډاډ او لارښوونې لامل کيږي. info

• التكليف في حدود المقدور للمكلَّف.
د توان په پولو کې مکلف ته تکليف متوجه کيږي. info

• مضاعفة الثواب للمنفق في سبيل الله.
د الله په لار کې د لګښت کوونکي لپاره د ثواب څو برابره کېدل. info