Check out the new design

क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - पश्तो अनुवाद - सरफ़राज़ * - अनुवादों की सूची


अर्थों का अनुवाद सूरा: हूद   आयत:
وَیَصْنَعُ الْفُلْكَ ۫— وَكُلَّمَا مَرَّ عَلَیْهِ مَلَاٌ مِّنْ قَوْمِهٖ سَخِرُوْا مِنْهُ ؕ— قَالَ اِنْ تَسْخَرُوْا مِنَّا فَاِنَّا نَسْخَرُ مِنْكُمْ كَمَا تَسْخَرُوْنَ ۟ؕ
نوح د کیښتۍ په جوړولو بوخت وو خو چې د قوم د مشرانو هره ډله به پرې تیریده نو ملنډې به يې پرې وهلې.[۴] نوح به ویل نن که تاسې پر مونږ ملنډې وهئ ویې وهئ مونږ به هم په تاسې همداسې وخاندو لکه نن چې په مونږ خنداګانې کوئ.
[۴] په دې توګه چې نوح لیونی شو په وچه دښته کې د بحر لپاره کیښتۍ جوړ وي.
अरबी तफ़सीरें:
فَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ۙ— مَنْ یَّاْتِیْهِ عَذَابٌ یُّخْزِیْهِ وَیَحِلُّ عَلَیْهِ عَذَابٌ مُّقِیْمٌ ۟
ډیر ژر به درته څرګنده شي چې رسوا کوونکی تل پاتې عذاب چا ته راځي او څوک پرې اخته کیږي؟.
अरबी तफ़सीरें:
حَتّٰۤی اِذَا جَآءَ اَمْرُنَا وَفَارَ التَّنُّوْرُ ۙ— قُلْنَا احْمِلْ فِیْهَا مِنْ كُلٍّ زَوْجَیْنِ اثْنَیْنِ وَاَهْلَكَ اِلَّا مَنْ سَبَقَ عَلَیْهِ الْقَوْلُ وَمَنْ اٰمَنَ ؕ— وَمَاۤ اٰمَنَ مَعَهٗۤ اِلَّا قَلِیْلٌ ۟
تردې چې کله حکم راغی او په تنور کې اوبه راوخوټیدلې نو مونږ نوح ته وویل له هر ډول څارویو یوه یوه جوړه او ستا د کورنۍ د هغو غړو نه پرته چې له پخوا نه د هغوی په هکله پریکړه شوې ده نور ټول او ایمان لرونکي خلک درسره په کښتۍ کې سپاره کړه. په نوح ډیرو لږو خلکو ایمان راوړی ؤ.
अरबी तफ़सीरें:
وَقَالَ ارْكَبُوْا فِیْهَا بِسْمِ اللّٰهِ مَجْرٖىهَا وَمُرْسٰىهَا ؕ— اِنَّ رَبِّیْ لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
نوح وویل: په کښتۍ کې سپاره شئ د الله په نوم به روانیږي او د هغه په نوم به ودریږي. بې شکه زما رب بښوونکی او مهربان دی.
अरबी तफ़सीरें:
وَهِیَ تَجْرِیْ بِهِمْ فِیْ مَوْجٍ كَالْجِبَالِ ۫— وَنَادٰی نُوْحُ ١بْنَهٗ وَكَانَ فِیْ مَعْزِلٍ یّٰبُنَیَّ ارْكَبْ مَّعَنَا وَلَا تَكُنْ مَّعَ الْكٰفِرِیْنَ ۟
کښتۍ د غرونو په څیر لویو څپو کې له سپرلیو ډکه روانه وه چې نوح خپل ځوی ته چې لږ ترې وړاندې ؤ، غږ کړ چې ای زما بچیه! له مونږ سره را سپور، او د کافرانو ملګرتیا پریږده.
अरबी तफ़सीरें:
قَالَ سَاٰوِیْۤ اِلٰی جَبَلٍ یَّعْصِمُنِیْ مِنَ الْمَآءِ ؕ— قَالَ لَا عَاصِمَ الْیَوْمَ مِنْ اَمْرِ اللّٰهِ اِلَّا مَنْ رَّحِمَ ۚ— وَحَالَ بَیْنَهُمَا الْمَوْجُ فَكَانَ مِنَ الْمُغْرَقِیْنَ ۟
ځوي يې وویل: زه به یوه لوی غره ته پناه یوسم چې له اوبو نه مې بچ کړي. نوح ورته وویل: نن د الله د رحم نه پرته بل هیڅ لار نشته چې څوک پرې د الله د امر او حکم نه وژغورلی شي. په همدې ترڅ کې یوه لویه څپه د دواړو په مینځ کې دیوال او هغه هم له غرقیدونکو څخه ؤ.
अरबी तफ़सीरें:
وَقِیْلَ یٰۤاَرْضُ ابْلَعِیْ مَآءَكِ وَیٰسَمَآءُ اَقْلِعِیْ وَغِیْضَ الْمَآءُ وَقُضِیَ الْاَمْرُ وَاسْتَوَتْ عَلَی الْجُوْدِیِّ وَقِیْلَ بُعْدًا لِّلْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟
او حکم وشو چې ای ځمکې اوبه دې جذبې کړه او اسمانه بند شه اوبه لږې شوې کار پای ته ورسید او کښتۍ د جودي غره له پاسه تم شوه او اعلان وشو چې الله پاک ظالم خلک له خپل رحمت نه لرې کړي دي.
अरबी तफ़सीरें:
وَنَادٰی نُوْحٌ رَّبَّهٗ فَقَالَ رَبِّ اِنَّ ابْنِیْ مِنْ اَهْلِیْ وَاِنَّ وَعْدَكَ الْحَقُّ وَاَنْتَ اَحْكَمُ الْحٰكِمِیْنَ ۟
او نوح خپل رب ته غږ وکړ چې ای زما ربه! زما ځوی زما د کورنۍ غړی دی او بې له شکه چې ستا وعده(۵) حق ده او ته له ټولو پریکه کوونکو څخه غوڅ پریکړه کوونکی یې.
अरबी तफ़सीरें:
 
अर्थों का अनुवाद सूरा: हूद
सूरों की सूची पृष्ठ संख्या
 
क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - पश्तो अनुवाद - सरफ़राज़ - अनुवादों की सूची

पवित्र क़ुरआन के अर्थों का पश्तो अनुवाद। अनुवाद मौलवी जानबाज़ सरफ़राज़ ने किया है।

बंद करें