Check out the new design

क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - पश्तो अनुवाद - सरफ़राज़ * - अनुवादों की सूची


अर्थों का अनुवाद सूरा: अन्-निसा   आयत:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ لَعَنَهُمُ اللّٰهُ ؕ— وَمَنْ یَّلْعَنِ اللّٰهُ فَلَنْ تَجِدَ لَهٗ نَصِیْرًا ۟ؕ
دوی هغه خلک دي چې الله پرې لغنت کړی دی - او پر چا چې الله لعنت وړي نو ته به هیڅکله هغه ته ملاتړ مینده نه کړای شي.
अरबी तफ़सीरें:
اَمْ لَهُمْ نَصِیْبٌ مِّنَ الْمُلْكِ فَاِذًا لَّا یُؤْتُوْنَ النَّاسَ نَقِیْرًا ۟ۙ
ایا هغوی په واکمنۍ کې برخه من دي، که داسې شي نو خلکو ته به یو خلکی هم ورنکړي.
अरबी तफ़सीरें:
اَمْ یَحْسُدُوْنَ النَّاسَ عَلٰی مَاۤ اٰتٰىهُمُ اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖ ۚ— فَقَدْ اٰتَیْنَاۤ اٰلَ اِبْرٰهِیْمَ الْكِتٰبَ وَالْحِكْمَةَ وَاٰتَیْنٰهُمْ مُّلْكًا عَظِیْمًا ۟
بلکې هغوی له مسلمانانو سره د هغې مهربانۍ له کبله کینه او حسد کوي چې الله پاک له مسلمانانو سره کړې ده نو په تحقیق مونږ د ابراهیم کورنۍ ته کتاب او حکمت ورکړی ؤ او هم مې هغوی ته لویه پاچایې ور په برخه کړې وه.
अरबी तफ़सीरें:
فَمِنْهُمْ مَّنْ اٰمَنَ بِهٖ وَمِنْهُمْ مَّنْ صَدَّ عَنْهُ ؕ— وَكَفٰی بِجَهَنَّمَ سَعِیْرًا ۟
نو ځینو( یهودیانو) پرې ایمان راوړ او ځینو ترې مخ واړاو نو د جهنم لمبې وهونکی اور یې بس دی.
अरबी तफ़सीरें:
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِنَا سَوْفَ نُصْلِیْهِمْ نَارًا ؕ— كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُوْدُهُمْ بَدَّلْنٰهُمْ جُلُوْدًا غَیْرَهَا لِیَذُوْقُوا الْعَذَابَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَزِیْزًا حَكِیْمًا ۟
بې شکه هغه کسان چې زمونږپه ایتونو کافر شوي ډیر ژر به اور ته ننه باسو، کله هم چې د هغوی پوستکي وسوځي نو مونږ به یې پوستکي ور بدل کړو، تر څو عذاب وڅکي بې شکه چې الله پاک زوره ور او د حکمت څښتن دی.
अरबी तफ़सीरें:
وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ؕ— لَهُمْ فِیْهَاۤ اَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ ؗ— وَّنُدْخِلُهُمْ ظِلًّا ظَلِیْلًا ۟
او مونږ به هغه کسان چې ایمان يې راوړی او نیکې کړنې يې کړي دي ډير ژر داسې جنتونو ته داخل کړو چې لاندې به ترې ویالې بهیږي تل تر تله به پکې وي او هم به یې جنت کې پاکې کړی شوی ښځې په برخه او په ګټو او پخو سیورو کې به يې ور ننه باسو.
अरबी तफ़सीरें:
اِنَّ اللّٰهَ یَاْمُرُكُمْ اَنْ تُؤَدُّوا الْاَمٰنٰتِ اِلٰۤی اَهْلِهَا ۙ— وَاِذَا حَكَمْتُمْ بَیْنَ النَّاسِ اَنْ تَحْكُمُوْا بِالْعَدْلِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ نِعِمَّا یَعِظُكُمْ بِهٖ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ سَمِیْعًا بَصِیْرًا ۟
الله پاک تاسې ته امر کوي چې امانتونه خپلو خاوندانو ته وسپارئ او چې کله مو د خلکو په مینخ کې پریکړه او حکم کاو نو باید په عدل او انصاف سره یي وکړئ بې شکه الله پاک تاسې ته ډير ښه نصیحت کوي او الله پاک ښه اوریدونکی او ښه لیدونکی دی.
अरबी तफ़सीरें:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَطِیْعُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوا الرَّسُوْلَ وَاُولِی الْاَمْرِ مِنْكُمْ ۚ— فَاِنْ تَنَازَعْتُمْ فِیْ شَیْءٍ فَرُدُّوْهُ اِلَی اللّٰهِ وَالرَّسُوْلِ اِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ ؕ— ذٰلِكَ خَیْرٌ وَّاَحْسَنُ تَاْوِیْلًا ۟۠
ای مؤمنانو! د الله، رسول، او ستاسې د هغو کسانو مننه وکړئ چې د امر او حکم خاوندان دي نو که په کوم څیز کې مو اختلاف او شخړه راغله نو الله او رسول ته يې وسپارئ که تاسې په الله او د اخرت ایمان راوړونکي یاست دا کار غوره او پایې ډیره ښه ده.
अरबी तफ़सीरें:
 
अर्थों का अनुवाद सूरा: अन्-निसा
सूरों की सूची पृष्ठ संख्या
 
क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - पश्तो अनुवाद - सरफ़राज़ - अनुवादों की सूची

पवित्र क़ुरआन के अर्थों का पश्तो अनुवाद। अनुवाद मौलवी जानबाज़ सरफ़राज़ ने किया है।

बंद करें