Check out the new design

क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - पश्तो अनुवाद - सरफ़राज़ * - अनुवादों की सूची


अर्थों का अनुवाद सूरा: अल्-आराफ़   आयत:
وَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوْۤا اَخْرِجُوْهُمْ مِّنْ قَرْیَتِكُمْ ۚ— اِنَّهُمْ اُنَاسٌ یَّتَطَهَّرُوْنَ ۟
د قوم ځواب یې پرته له دې بل څه نه و چې ویې ویل: لوط او ملګري یې له خپلو کلیو نه وشړئ. ځکه چې دوی ځانونه ډیر پاک ګڼي.
अरबी तफ़सीरें:
فَاَنْجَیْنٰهُ وَاَهْلَهٗۤ اِلَّا امْرَاَتَهٗ ۖؗ— كَانَتْ مِنَ الْغٰبِرِیْنَ ۟
مونږ لوط، د هغه ملګرو او د کورنۍ غړو ته یې نجات ورکړ خو ښځه یې هلاکیدونکو کې پاتې شوه.
अरबी तफ़सीरें:
وَاَمْطَرْنَا عَلَیْهِمْ مَّطَرًا ؕ— فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُجْرِمِیْنَ ۟۠
او پر هغوی مو د عذاب باران ووراوو. نو وګوره چې د سړغړوونکو پای څه شو؟
अरबी तफ़सीरें:
وَاِلٰی مَدْیَنَ اَخَاهُمْ شُعَیْبًا ؕ— قَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ ؕ— قَدْ جَآءَتْكُمْ بَیِّنَةٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ فَاَوْفُوا الْكَیْلَ وَالْمِیْزَانَ وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ اَشْیَآءَهُمْ وَلَا تُفْسِدُوْا فِی الْاَرْضِ بَعْدَ اِصْلَاحِهَا ؕ— ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟ۚ
او د مدین اوسیدونکو ته مو د هغوی ورور شیعب ولیږه. شیعب وویل ای زما قومه د یو الله عبادت وکړئ پرته له هغه مو بل خدای نشته. تاسې ته د خپل رب له لورې روښانه نښه راغلې ده. نو پیمانه او تله پوره کړئ او خلکو ته د هغوی په شیانو کې تاوان مه اړوئ. دا کارونه درته ډیر غوره دي که مؤمنان یاست.
अरबी तफ़सीरें:
وَلَا تَقْعُدُوْا بِكُلِّ صِرَاطٍ تُوْعِدُوْنَ وَتَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ مَنْ اٰمَنَ بِهٖ وَتَبْغُوْنَهَا عِوَجًا ۚ— وَاذْكُرُوْۤا اِذْ كُنْتُمْ قَلِیْلًا فَكَثَّرَكُمْ ۪— وَانْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِیْنَ ۟
او په لارو کې ډاکې مه اچوئ چې مؤمنان ډاروئ د الله له لارې نه یې منع کوئ او د الله دسمې لارې د کږولو هڅه کوئ او هغه وخت یاد کړئ چې تاسې ډیر لږ واست الله پاک ډیر کړئ نو اوس وګورئ د مفسدینو پای څه شو؟
अरबी तफ़सीरें:
وَاِنْ كَانَ طَآىِٕفَةٌ مِّنْكُمْ اٰمَنُوْا بِالَّذِیْۤ اُرْسِلْتُ بِهٖ وَطَآىِٕفَةٌ لَّمْ یُؤْمِنُوْا فَاصْبِرُوْا حَتّٰی یَحْكُمَ اللّٰهُ بَیْنَنَا ۚ— وَهُوَ خَیْرُ الْحٰكِمِیْنَ ۟
که ستاسې ځینی خلک زما راوړی دین مي او ځیني يې نه مني نو صبر وکړئ چې الله پاک زمونږ په مینځ کې پریکړه وکړي او هغه خورا ښه پریکړه کوونکی دی.
अरबी तफ़सीरें:
 
अर्थों का अनुवाद सूरा: अल्-आराफ़
सूरों की सूची पृष्ठ संख्या
 
क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - पश्तो अनुवाद - सरफ़राज़ - अनुवादों की सूची

पवित्र क़ुरआन के अर्थों का पश्तो अनुवाद। अनुवाद मौलवी जानबाज़ सरफ़राज़ ने किया है।

बंद करें