Check out the new design

Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano * - Indice Traduzioni


Traduzione dei significati Sura: Al-Baqarah   Versetto:
حٰفِظُوْا عَلَی الصَّلَوٰتِ وَالصَّلٰوةِ الْوُسْطٰی ۗ— وَقُوْمُوْا لِلّٰهِ قٰنِتِیْنَ ۟
د لمونځونو په پوره ادا کولو سره د هغو ساتنه وکړئ، په هغې طریقې چې الله تعالی پرې امر کړی دی، او په ځانګړې توګه د منځني لمونځ پابندي وکړئ چې د مازدیګر لمونځ دی، او الله تعالی ته په لمونځونو کې تابعدار او خشوع کوونکې ودریږئ.
Esegesi in lingua araba:
فَاِنْ خِفْتُمْ فَرِجَالًا اَوْ رُكْبَانًا ۚ— فَاِذَاۤ اَمِنْتُمْ فَاذْكُرُوا اللّٰهَ كَمَا عَلَّمَكُمْ مَّا لَمْ تَكُوْنُوْا تَعْلَمُوْنَ ۟
که له دښمن او ورته بل څه څخه وېرېدلئ او په بشپړه توګه د لمانځه د اداکولو توان ونه لرئ؛ نو پلي په پښو او يا پر اوښانو او آسانو او نورو شيانو سپاره يا بل هر حالت چې توان لرئ لمونځونه وکړئ، کله چې وېره درڅخه ولاړه، نو د الله هر ډول يادونه کوئ، چې له هغو څخه په بشپړه او کامله توګه لمونځ کول هم دي لکه څنګه يې چې تاسو ته هغه رڼا او لارښوونه ښوولې ده چې نه وه درمعلومه.
Esegesi in lingua araba:
وَالَّذِیْنَ یُتَوَفَّوْنَ مِنْكُمْ وَیَذَرُوْنَ اَزْوَاجًا ۖۚ— وَّصِیَّةً لِّاَزْوَاجِهِمْ مَّتَاعًا اِلَی الْحَوْلِ غَیْرَ اِخْرَاجٍ ۚ— فَاِنْ خَرَجْنَ فَلَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ فِیْ مَا فَعَلْنَ فِیْۤ اَنْفُسِهِنَّ مِنْ مَّعْرُوْفٍ ؕ— وَاللّٰهُ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟
او هغه کسان چې له تاسو څخه ومري او ښځې ترې پاتې شي لازمه ده په خاوندانو چې د دې ښځو لپاره وصیت وکړي د یو کال د خرچی او د اوسیدلو د خاوند په کور کې، چې وارثان به یې ترې نه وباسي؛ د دوئ د زړونو د ټکور لپاره، او له مړي سره د وفادارۍ لپاره، نو که چېرې په خپله خوښه د یو کال نه مخکي ووځي، نو بیا په تاسو باندې څه ګناه نشته او په هغوئ هم څه ګناه نشته چې خپل ځانونه ښکلي کړي او سینګار وکړي، دا حکم خو داسی بیان شو خو جمهور مفسرین وايي چې د دې آیت حکم په دې آیت منسوخ شوی: ﴿وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنْكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجًا يَتَرَبَّصْنَ بِأَنْفُسِهِنَّ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا﴾ [البقرة: ٢٣٤]. ژباړه: (او هغه کسان چې وفات شي ستاسو څخه او پرېږدي ښځې، (نو) انتظار دې وکړي دا ښځې (د نکاح کولو نه) د خپلو ځانونو باره کې څلور میاشتی او لس ورځې).
Esegesi in lingua araba:
وَلِلْمُطَلَّقٰتِ مَتَاعٌ بِالْمَعْرُوْفِ ؕ— حَقًّا عَلَی الْمُتَّقِیْنَ ۟
او طلاق کړی شویو ښځو ته شته دي ورکول د مصرف دومره خرچه چې هغه پرې فایده واخلي د جامو نه او د مال نه او یاداسې نور څه، د هغوئ د زړونو د ټکور لپاره چې د طلاق په وجه یې زړونه مات شوي، په نیکې طریقې سره د خاوند د اقتصادی حالاتو مطابق چې که لږ وي او که ډېر، او دا حکم ثابت حق دی پر هغه چا باندې چې له الله تعالی څخه وېرېږي د هغه د حکمونو په عملي کولو او له نواهیو څخه په ځان ساتلو سره.
Esegesi in lingua araba:
كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمْ اٰیٰتِهٖ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟۠
د دې مخکني بیان په شان الله تعالی بیانوي تاسو ته -ای مومنانو- خپل آیتونه چې د الله تعالی حکمونه او پولې پکې دي؛ د دې لپاره چې تاسو یې وپېژنئ او تاسو پرې پوهه شئ، نو تاسو به د دنیا او آخرت ښېګڼې تر لاسه کړئ.
Esegesi in lingua araba:
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ خَرَجُوْا مِنْ دِیَارِهِمْ وَهُمْ اُلُوْفٌ حَذَرَ الْمَوْتِ ۪— فَقَالَ لَهُمُ اللّٰهُ مُوْتُوْا ۫— ثُمَّ اَحْیَاهُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَذُوْ فَضْلٍ عَلَی النَّاسِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَشْكُرُوْنَ ۟
آیا تاته نه دی در رسیدلی -ای پیغمبره- خبر د هغو کسانو چې له خپلو کورونو څخه وتلی وو او هغوئ ډېر زیات کسان وو د مرګ له ویرې نه، په سبب د مرض یا د بل شي، او هغوئ د بني اسرائیلو یوه ډله وه، نو پس الله تعالی ورته وویل: مړه شئ نو هغوئ مړه شول، بیا الله تعالی هغوئ دوباره راژوندي کړل، د دې لپاره چې هغوئ ته وښايې چې واک د ټولو کارونو د الله تعالی په لاس کې دی، او دوئ د خپلو ځانونو لپاره د ګټې ورکولو او یا د ضرر دفع کولو څه واک نه لري، بېشکه الله تعالی خاوند د ورکړی او مهربانۍ دی پر خلکو، لیکن ډېر د خلکو نه د الله تعالی د نعمتونو شکر نه ادا کوي.
Esegesi in lingua araba:
وَقَاتِلُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟
-ای مومنانو- د الله تعالی له دښمنانو سره جګړه وکړئ، د هغه د دین د کامیابۍ لپاره او د هغه د کلمې د اوچتوالي لپاره، او پوهه شئ چې الله تعالی ستاسې د خبرې اورې او ستاسو په نیتونو او کارونو باندې پوهه دی، او خامخا به تاسې ته پرې بدله درکوي.
Esegesi in lingua araba:
مَنْ ذَا الَّذِیْ یُقْرِضُ اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا فَیُضٰعِفَهٗ لَهٗۤ اَضْعَافًا كَثِیْرَةً ؕ— وَاللّٰهُ یَقْبِضُ وَیَبْصُۜطُ ۪— وَاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟
څوک دی هغه کس چې د قرض داري په شان کار وکړي، او خپل مال د الله تعالی په لاره کې په ښه نیت او خوښۍ سره مصرف کړي، د دې لپاره چې بېرته ده ته څوچنده راوګرځي، او الله تعالی تنګي راولي په رزق او صحت او نورو شیانو کې، او پراخي هم راولي، دا ټول کارونه په حکمت او عدل باندې کوي، او خاص هغه ته به تاسو د آخرت پر ورځ ورګرځئ، نو تاسې ته به ستاسو د کړنو (عملونو) په پرتله جزا درکوي.
Esegesi in lingua araba:
Alcuni insegnamenti da trarre da questi versi sono:
• الحث على المحافظة على الصلاة وأدائها تامة الأركان والشروط، فإن شق عليه صلَّى على ما تيسر له من الحال.
پر لمانځه باندې همېشه والی ته هڅونه او تشویق او له ارکانو او شرطونو سره په پورته توګه د هغه ادا کول، نو که چېرې چاته دا ګران وي، نو په هغه حالت کې دې لمونځ ادا کړي په کوم حالت کې چې ورته آسانه وي.

• رحمة الله تعالى بعباده ظاهرة، فقد بين لهم آياته أتم بيان للإفادة منها.
د الله تعالی مهرباني پر خپلو بندګانو باندې ښکاره ده، په تحقیق سره هغوئ ته یې خپل احکام پوره پوره بیان کړي د دې لپاره چې ګټه ترې واخلي.

• أن الله تعالى قد يبتلي بعض عباده فيضيِّق عليهم الرزق، ويبتلي آخرين بسعة الرزق، وله في ذلك الحكمة البالغة.
بېشکه الله تعالی کله کله خپل بندګان امتحانوي، نو پر هغوی د رزق لارې تنګې کړي او په ځنې نورو باندې د رزق په پراخوالي امتحان کوي او په دې کې د الله تعالی ډېر لوی حکمت دی.

 
Traduzione dei significati Sura: Al-Baqarah
Indice delle Sure Numero di pagina
 
Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano - Indice Traduzioni

Emesso dal Tafseer Center per gli Studi Coranici.

Chiudi