Check out the new design

Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano * - Indice Traduzioni


Traduzione dei significati Sura: Al-Baqarah   Versetto:
فَلَمَّا فَصَلَ طَالُوْتُ بِالْجُنُوْدِ ۙ— قَالَ اِنَّ اللّٰهَ مُبْتَلِیْكُمْ بِنَهَرٍ ۚ— فَمَنْ شَرِبَ مِنْهُ فَلَیْسَ مِنِّیْ ۚ— وَمَنْ لَّمْ یَطْعَمْهُ فَاِنَّهٗ مِنِّیْۤ اِلَّا مَنِ اغْتَرَفَ غُرْفَةً بِیَدِهٖ ۚ— فَشَرِبُوْا مِنْهُ اِلَّا قَلِیْلًا مِّنْهُمْ ؕ— فَلَمَّا جَاوَزَهٗ هُوَ وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ ۙ— قَالُوْا لَا طَاقَةَ لَنَا الْیَوْمَ بِجَالُوْتَ وَجُنُوْدِهٖ ؕ— قَالَ الَّذِیْنَ یَظُنُّوْنَ اَنَّهُمْ مُّلٰقُوا اللّٰهِ ۙ— كَمْ مِّنْ فِئَةٍ قَلِیْلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِیْرَةً بِاِذْنِ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ مَعَ الصّٰبِرِیْنَ ۟
نو پس هر کله چې طالوت له خپلو لښکرو سره له ښار څخه راووت خپلو لښکرو ته یې وویل: یقینا الله تعالی به په تاسو باندې ازمیښت کوي په یو نهر سره، نو پس چاچې ترې اوبه وڅښلې نو هغه به زما له تابعدارانو څخه نه وي، او له ماسره دې په جنګ کې نه ملګري کېږی، او هر هغه څوک چې اوبه ونه څښي نو هغه زما تابعدار دی، او له ماسره به په جنګ کې ملګری وي، مګر هغه څوک چې محتاجه شي نو په خپل لاس ترې د یوې لپې په اندازه اوبه وڅښې نو په هغه باندې څه ګناه نشته، نو ټول لښکر ترې اوبه وڅښلې مګر لږو کسانو صبر وکړ او اوبه یې ونه څښلې سره له ډيرې تندې نه، نو کله چې طالوت او هغه سره چې کوم مومنان وو له نهر څخه واوښتل، نو ځنو عسکرو یې وویل: نن ورځ مونږ د جالوت او د هغه له لښکرو سره د جګړې کولو څه توان او طاقت نه لرو، نو په دغه وخت کې هغو کسانو چې د هغوئ یقین وو چې د قیامت په ورځ به د الله تعالی سره مخامخ کېږی، وویل: ډیر کرت یوه مومنه ډله چې لږ عدد والا وي غالبه شوي په کافره ډله چې ډیر عدد والا وي د الله تعالی په حکم او مدد سره، نو پس اعتبار په کامیابۍ کې ایمان لره دی ډیر والي لره نه دی، او الله تعالی د خپلو بندګانو له صبر کوونکو خلکو سره دی د هغوئ مدد او مرسته کوي.
Esegesi in lingua araba:
وَلَمَّا بَرَزُوْا لِجَالُوْتَ وَجُنُوْدِهٖ قَالُوْا رَبَّنَاۤ اَفْرِغْ عَلَیْنَا صَبْرًا وَّثَبِّتْ اَقْدَامَنَا وَانْصُرْنَا عَلَی الْقَوْمِ الْكٰفِرِیْنَ ۟ؕ
او هر کله چې هغوئ له جالوت سره د مخامخ کېدو لپاره ووتل الله تعالی ته یې دعا وکړه او ویې ویل: ای زمونږه ربه! زمونږ زړونو ته صبر را په برخه کړه او زمونږ قدمونه ټینګ کړه، ترڅو نه تېښته وکړو او نه د هغوی پر وړاندې ماته وخورو، او په خپل قوت او تایید سره مونږ پر کافر قوم برلاسي (کامیاب) کړه.
Esegesi in lingua araba:
فَهَزَمُوْهُمْ بِاِذْنِ اللّٰهِ ۙ۫— وَقَتَلَ دَاوٗدُ جَالُوْتَ وَاٰتٰىهُ اللّٰهُ الْمُلْكَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَهٗ مِمَّا یَشَآءُ ؕ— وَلَوْلَا دَفْعُ اللّٰهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ الْاَرْضُ وَلٰكِنَّ اللّٰهَ ذُوْ فَضْلٍ عَلَی الْعٰلَمِیْنَ ۟
نو پس د الله تعالی په حکم هغوئ (کافرانو) ته مسلمانانو ماته ورکړه او داود علیه السلام د هغوئ قومندان جالوت وواژه، او الله تعالی داود علیه السلام ته پادشاهي او پیغمبري ورکړه، او هغه ته یې د هغو علمونو چې د الله تعالی خوښه وه علم او پوهه ورکړه، نوهغه ته یې هغه (علمونه) را یوځای کړل، چې د هغه دنیا او آخرت دواړه پرې برابرېږې. او که چېرې د الله تعالی د طریقو څخه دا نه وي چې دفع کوی فساد د ځنو خلکو په ځنې نورو؛ نو خامخا د مفسدینو د غلبی او تسلط په وجه به زمکه ورانه شوې وای، لیکن الله تعالی خاوند د فضل او مهربانۍ دی په ټولو مخلوقاتو.
Esegesi in lingua araba:
تِلْكَ اٰیٰتُ اللّٰهِ نَتْلُوْهَا عَلَیْكَ بِالْحَقِّ ؕ— وَاِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟
دا د الله روښانه آیاتونه دي مونږ یې په تا ته لولو -اې پیغمبره- چې رښتوني دې په خبرونو کې، او برابر دې په حکمونو کې، او بېشکه ته د الله تعالی له طرفه رالېږل شوی پیغمبر یې.
Esegesi in lingua araba:
Alcuni insegnamenti da trarre da questi versi sono:
• من حكمة القائد أن يُعرِّض جيشه لأنواع الاختبارات التي يتميز بها جنوده ويعرف الثابت من غيره.
د یو قومندان د حکمت څخه دادې چې خپل لښکر باندې داسې ازمیښت وکړي چې لښکر پرې وپېژني او ثابت قدمي او په شاکیدونکی هم پرې معلوم کړي.

• العبرة في النصر ليست بمجرد كثرة العدد والعدة فقط، وإنما معونة الله وتوفيقه أعظم الأسباب للنصر والظَّفَر.
په کامیابۍ کې اعتبار یوازې د عدد په ډېروالی او د جنګ په سامان کې نه دی، بلکې د الله تعالی مرسته او توفیق د کامیابۍ غټ سبب دی.

• لا يثبت عند الفتن والشدائد إلا من عَمَرَ اليقينُ بالله قلوبَهم، فمثل أولئك يصبرون عند كل محنة، ويثبتون عند كل بلاء.
د فتنو او سختیو پر مهال مضبوط نشی پاتې کېدلی، مګر هغه څوک چې زړونه یې د الله تعالی په یقین آباد وي، نو د دوئ پشان خلک په هر امتحان کې صبر کوي، او د هر مصیبت په وخت کې ثابت قدم پاتې کېږي.

• الضراعة إلى الله تعالى بقلب صادق متعلق به من أعظم أسباب إجابة الدعاء، ولا سيما في مواطن القتال.
الله تعالی ته عاجزي کول په رښتیني زړه سره د دعا د قبلېدو یو لوی سبب دی، او په ځانګړې توګه د جګړې په میدان کې.

• من سُنَّة الله تعالى وحكمته أن يدفع شر بعض الخلق وفسادهم في الأرض ببعضهم.
د الله تعالی له سنت او حکمت څخه دا دی چې د ځینو خلکو شر او فساد په ځینو نورو دفع کوي.

 
Traduzione dei significati Sura: Al-Baqarah
Indice delle Sure Numero di pagina
 
Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano - Indice Traduzioni

Emesso dal Tafseer Center per gli Studi Coranici.

Chiudi