Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano

external-link copy
15 : 27

وَلَقَدْ اٰتَیْنَا دَاوٗدَ وَسُلَیْمٰنَ عِلْمًا ۚ— وَقَالَا الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ فَضَّلَنَا عَلٰی كَثِیْرٍ مِّنْ عِبَادِهِ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

او پرته له شکه داود او د هغه زوی سليمان ته مو پوهه ورکړه، له هغو څخه د الوتونکو د خبرو پوهه، او داؤد او سليمان د الله عزوجل د شکر کوونکو په توګه وويل: ټولې ستاينې هغه الله لره دي چې پر موږ يې پېرزوينه کړې ده چې موږ يې له خپلو ډېری مؤمنو بنده ګانو څخه په پوهه او نبوت ځانګړي کړي يو.
info
التفاسير:
Alcuni insegnamenti da trarre da questi versi sono:
• التبسم ضحك أهل الوقار.
مسکا د وقار لرونکو خلکو خندا ده. info

• شكر النعم أدب الأنبياء والصالحين مع ربهم.
د نعمتونو شکر اېستل د انبياوو او نېکانو لخوا د خپل پالونکي پر وړاندې ادب دی. info

• الاعتذار عن أهل الصلاح بظهر الغيب.
د سمو خلکو لخوا عذر غوښتنه د زړه له کومي وي. info

• سياسة الرعية بإيقاع العقاب على من يستحقه، وقبول عذر أصحاب الأعذار.
د خلکو پر وړاندې سياست هغه چاته سزا ورکول دي چې وړ يې وي او د عذر لرونکو عذر منل دي. info

• قد يوجد من العلم عند الأصاغر ما لا يوجد عند الأكابر.
کله له کوچنيانو سره د هغه څه پوهه وي چې له لويانو سره نه وي. info