Check out the new design

クルアーンの対訳 - クルアーン簡潔注釈(パシュトー語対訳) * - 対訳の目次


対訳 章: 信仰者たち章   節:
وَالَّذِیْنَ یُؤْتُوْنَ مَاۤ اٰتَوْا وَّقُلُوْبُهُمْ وَجِلَةٌ اَنَّهُمْ اِلٰی رَبِّهِمْ رٰجِعُوْنَ ۟ۙ
او هغه کسان چې د خير په کارونو کې کوښښ کوي، او په ښو کړنو الله ته نېږدې کيږي حال داچې وېرېدونکي دي له دې چې الله به يې خيراتونه او ښه کارونه قبول نه کړي کله چې د قيامت په ورځ هغه ته وروګرځي.
アラビア語 クルアーン注釈:
اُولٰٓىِٕكَ یُسٰرِعُوْنَ فِی الْخَیْرٰتِ وَهُمْ لَهَا سٰبِقُوْنَ ۟
هغه کسان چې پر دغو لويو صفتونو متصف دي د ښو کارونو خوا ته منډې وهونکي دي او همدوی ور وړاندې کېدونکي دي او له همدې امله له نورو مخکې دي.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَلَا نُكَلِّفُ نَفْسًا اِلَّا وُسْعَهَا وَلَدَیْنَا كِتٰبٌ یَّنْطِقُ بِالْحَقِّ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟
او موږ هيڅوک نه مکلفوو مګر څومره عمل چې ترسره کولی شي، او له موږ سره يو داسې کتاب دی چې د هر عمل کوونکي عمل مو پکې ثابت کړی دی، د هغه حق په اړه خبرې کوي چې شک پکې نشته او له هغوی سره به يې د نيکيو په کمولو او بديو په زياتولو سره ظلم ونه شي.
アラビア語 クルアーン注釈:
بَلْ قُلُوْبُهُمْ فِیْ غَمْرَةٍ مِّنْ هٰذَا وَلَهُمْ اَعْمَالٌ مِّنْ دُوْنِ ذٰلِكَ هُمْ لَهَا عٰمِلُوْنَ ۟
بلکې د کافرانو زړونه له هغه کتاب څخه په غفلت کې دي کوم چې په حق خبره کوي او له هغه کتابه چې پر هغوی نازل شوی دی او هغوی لره له کفر پرته نور اعمال هم شته چې کوونکي يې دي.
アラビア語 クルアーン注釈:
حَتّٰۤی اِذَاۤ اَخَذْنَا مُتْرَفِیْهِمْ بِالْعَذَابِ اِذَا هُمْ یَجْـَٔرُوْنَ ۟ؕ
تر دې چې دقیامت په ورځ په سزا ورسوو هغه کسان له دوی چې دنیا کې نعمت پرې شوی و، نو ناڅاپه به دوی په چغو وهلو سر شي مرسته غوښتونکي.
アラビア語 クルアーン注釈:
لَا تَجْـَٔرُوا الْیَوْمَ ۫— اِنَّكُمْ مِّنَّا لَا تُنْصَرُوْنَ ۟
د الله له رحمت څخه به د ناهيله کولو په موخه ورته وويل شي: چېغې مه وهئ او مه په دغه ورځ مرسته غواړئ، ځکه تاسو لره کوم مرسته کوونکی نشته چې د الله له سزا مو وژغوري.
アラビア語 クルアーン注釈:
قَدْ كَانَتْ اٰیٰتِیْ تُتْلٰی عَلَیْكُمْ فَكُنْتُمْ عَلٰۤی اَعْقَابِكُمْ تَنْكِصُوْنَ ۟ۙ
بېشکه د الله د کتاب آيتونه په دنيا کې پر تاسو لوستل کېدل، خو تاسو به د کرکې له امله له هغو مخ اړوونکي وئ کله به مو چې اورېدل.
アラビア語 クルアーン注釈:
مُسْتَكْبِرِیْنَ ۖۚۗ— بِهٖ سٰمِرًا تَهْجُرُوْنَ ۟
دا مو پر خلکو د لويي کوونکو له امله کول، چې ګومان مو کولو تاسو د حرم له خلکو ياست حال داچې تاسو يې اهل نه وئ، ځکه د حرم اهل ځان ساتونکي وي، د هغه په اړه به مو د شپې ناوړه کيسې کولې او درناوی مو يې نه کولو.
アラビア語 クルアーン注釈:
اَفَلَمْ یَدَّبَّرُوا الْقَوْلَ اَمْ جَآءَهُمْ مَّا لَمْ یَاْتِ اٰبَآءَهُمُ الْاَوَّلِیْنَ ۟ؗ
آيا دغو مشرکانو فکر نه دی کړی چې الله کوم قرآن نازل کړی د دې لپاره چې هغوی ايمان پرې راوړي او پر هغه څه عمل وکړي چې پکې دي، او يا هغه څه ورته راغلي دي چې له هغوی مخکې پخوانيو ته يې نه وو راغلي؛ نو مخ يې ترې واړوه او درواغ يې وګاڼه.
.
アラビア語 クルアーン注釈:
اَمْ لَمْ یَعْرِفُوْا رَسُوْلَهُمْ فَهُمْ لَهٗ مُنْكِرُوْنَ ۟ؗ
يا داچې هغوی محمد صلی الله عليه وسلم نه دی پېژندلی چې الله ورلېږلی دی؛ نو ترې نټه کوونکي دي حال دا چې هغه يې پېژندلی دی او د هغه رېښتينولي او امانتداري يې پيژندلې ده.
アラビア語 クルアーン注釈:
اَمْ یَقُوْلُوْنَ بِهٖ جِنَّةٌ ؕ— بَلْ جَآءَهُمْ بِالْحَقِّ وَاَكْثَرُهُمْ لِلْحَقِّ كٰرِهُوْنَ ۟
بلکې هغوی وايي: چې هغه لېونی دی، بېشکه درواغجن يې وګاڼه خو هغه له داسې حق سره د الله لخوا ورته راغلی دی چې شکه پکې نشته، د هغوی ډېری د حق ناخوښوونکي دي، د خپلو ځانونو لخوا د کينې او خپل باطل تعصب له امله يې بد ګڼونکي دي.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَلَوِ اتَّبَعَ الْحَقُّ اَهْوَآءَهُمْ لَفَسَدَتِ السَّمٰوٰتُ وَالْاَرْضُ وَمَنْ فِیْهِنَّ ؕ— بَلْ اَتَیْنٰهُمْ بِذِكْرِهِمْ فَهُمْ عَنْ ذِكْرِهِمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟ؕ
او که الله د هغوی د نفسي غوښتو سره سمې چارې روانې او تدبير کړي، آسمانونه او ځمکه به خراب شي او څه چې پکې دي هغه به هم خراب شي، ځکه هغوی د چارو پر پايلو او سم او ناسم تدبير نه پوهيږي، بلکې موږ هغه ډول راوړي دي چې د هغوی عزت او شرف دی پکې او هغه قرآن دی چې هغوی ترې مخ اړوونکي دي.
アラビア語 クルアーン注釈:
اَمْ تَسْـَٔلُهُمْ خَرْجًا فَخَرَاجُ رَبِّكَ خَیْرٌ ۖۗ— وَّهُوَ خَیْرُ الرّٰزِقِیْنَ ۟
ای رسوله! آيا تا له دغو خلکو د هغه څه کومه بدله غوښتې ده چې ورسره راغلی يې، چې هغوی يې د بلنې ردوونکي ګرځولي دي؟ دغه ستا لخوا نه دي شوي؛ نو ستا د پالونکي ثواب او بدله غوره ده د دغو خلکو او نورو له بدلې څخه او هغه پاک ذات تر ټولو غوره روزي ورکوونکی دی.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَاِنَّكَ لَتَدْعُوْهُمْ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
او بېشکه ای رسوله! ته خو دغه او نور خلک داسې نېغې لارې ته رابولې چې هيڅ کوږوالی پکې نشته او هغه د اسلام لار ده.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَاِنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ عَنِ الصِّرَاطِ لَنٰكِبُوْنَ ۟
او بېشکه هغه کسان چې پر آخرت او کوم حساب، سزا او ثواب چې آخرت کې دي باور نه لري هغوی د اسلام له لارې نورو داسې کږو لاروته کږېدونکي دي چې دوزخ ته رسوونکې دي.
アラビア語 クルアーン注釈:
本諸節の功徳:
• خوف المؤمن من عدم قبول عمله الصالح.
د مومن وېره د خپل نېک عمل د نه قبلېدو په اړه.

• سقوط التكليف بما لا يُسْتطاع رحمة بالعباد.
د هغه څه په اړه د تکليف ساقطوالی چې د انسان په توان کې نه وي پر بندګانو د رحمت له امله.

• الترف مانع من موانع الاستقامة وسبب في الهلاك.
عياشي پر نېغه لار د پاتې کېدو له خنډونو څخه ده او د تباهۍ لامل ده.

• قصور عقول البشر عن إدراك كثير من المصالح.
د انسانانو د عقلو کوتاهي د ډېر شمېر مصالحو له پوهاي څخه.

 
対訳 章: 信仰者たち章
章名の目次 ページ番号
 
クルアーンの対訳 - クルアーン簡潔注釈(パシュトー語対訳) - 対訳の目次

- Tafsir Center for Quranic Studies - 発行

閉じる