Check out the new design

クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - ルゥワード翻訳事業センター * - 対訳の目次

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

対訳 章: マルヤム章   節:
یٰیَحْیٰی خُذِ الْكِتٰبَ بِقُوَّةٍ ؕ— وَاٰتَیْنٰهُ الْحُكْمَ صَبِیًّا ۟ۙ
ای یحیی! کتاب (تورات) ټینګ ونیسه، او ورکړې وه موږ ده ته د دین پوهه په وړوکوالي کې.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَّحَنَانًا مِّنْ لَّدُنَّا وَزَكٰوةً ؕ— وَكَانَ تَقِیًّا ۟ۙ
او له خپل لوري مو خواخوږي او پاكي وركړې وه، او هغه پرهېزګار (سړى) و.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَّبَرًّا بِوَالِدَیْهِ وَلَمْ یَكُنْ جَبَّارًا عَصِیًّا ۟
او نیکي کوونکی و د مور او پلار سره، او نه و سرکښ او نافرمان.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَسَلٰمٌ عَلَیْهِ یَوْمَ وُلِدَ وَیَوْمَ یَمُوْتُ وَیَوْمَ یُبْعَثُ حَیًّا ۟۠
او سلام دی پر هغه په كومه ورځ چې هغه پيدا شو او په كومه ورځ چې هغه وفات شي او په كومه ورځ چې هغه ژوندى راپاڅول شي.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَاذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ مَرْیَمَ ۘ— اِذِ انْتَبَذَتْ مِنْ اَهْلِهَا مَكَانًا شَرْقِیًّا ۟ۙ
او یاد کړه په دغه کتاب کې (کېسه د) مریم کله چې په څنګ شوه (لاړه) له کورنۍ خپلې هغه ځای ته چې (د کور په) ختیځه (ډډه) کې و.
アラビア語 クルアーン注釈:
فَاتَّخَذَتْ مِنْ دُوْنِهِمْ حِجَابًا ۫— فَاَرْسَلْنَاۤ اِلَیْهَا رُوْحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرًا سَوِیًّا ۟
او له هغو نه پرده نيولې (ناسته وه)، نو هغې ته مو خپل روح (جبرائيل) ورولېږلو او هغه ورته بالكل د يو بشر په شكل ورڅرګند شو.
アラビア語 クルアーン注釈:
قَالَتْ اِنِّیْۤ اَعُوْذُ بِالرَّحْمٰنِ مِنْكَ اِنْ كُنْتَ تَقِیًّا ۟
هغې وویل: یقینا زه له تا څخه پناه وړم رحمن ذات ته، که ېې ته د الله تعالی نه ویره کوونکی.
アラビア語 クルアーン注釈:
قَالَ اِنَّمَاۤ اَنَا رَسُوْلُ رَبِّكِ ۖۗ— لِاَهَبَ لَكِ غُلٰمًا زَكِیًّا ۟
وویل (جبریل -علیه السلام-): یقینا زه رالیږل شوی (ملک) یم ستا د رب له خوا د دې لپاره چې تا ته یو پاک هلک درکړم.
アラビア語 クルアーン注釈:
قَالَتْ اَنّٰی یَكُوْنُ لِیْ غُلٰمٌ وَّلَمْ یَمْسَسْنِیْ بَشَرٌ وَّلَمْ اَكُ بَغِیًّا ۟
وویل (مریم -علیها السلام-): څنګه به زما هلک وي؟! او حال دا دی چې لاس نه دی لګولی زما سره هېڅ انسان او نه زه بدکاره یم.
アラビア語 クルアーン注釈:
قَالَ كَذٰلِكِ ۚ— قَالَ رَبُّكِ هُوَ عَلَیَّ هَیِّنٌ ۚ— وَلِنَجْعَلَهٗۤ اٰیَةً لِّلنَّاسِ وَرَحْمَةً مِّنَّا ۚ— وَكَانَ اَمْرًا مَّقْضِیًّا ۟
جبریل -علیه السلام- ورته وویل: همداسې به ته يې، ستا رب ویلي دا کار په ما باندې اسان دی، او له دې لپاره چې ویې ګرځوو له خپل لوري خلکو ته رحمت، او دا داسې کار دی چې له مخکې یې پریکړه شوې.
アラビア語 クルアーン注釈:
فَحَمَلَتْهُ فَانْتَبَذَتْ بِهٖ مَكَانًا قَصِیًّا ۟
نو حامله شوه (مریم) په ده (عیسی) سره نو په ډډه شوه سره له دغه (عیسی) یو لرې ځای ته.
アラビア語 クルアーン注釈:
فَاَجَآءَهَا الْمَخَاضُ اِلٰی جِذْعِ النَّخْلَةِ ۚ— قَالَتْ یٰلَیْتَنِیْ مِتُّ قَبْلَ هٰذَا وَكُنْتُ نَسْیًا مَّنْسِیًّا ۟
د زوکړې درد دې لره د کجورې تنې ته راوستله، نو ویې ویل: های ارمان چې زه له دې وړاندې مړه وی او هیره شوی او له زړونو وتلې وای.
アラビア語 クルアーン注釈:
فَنَادٰىهَا مِنْ تَحْتِهَاۤ اَلَّا تَحْزَنِیْ قَدْ جَعَلَ رَبُّكِ تَحْتَكِ سَرِیًّا ۟
پس اواز ورته وکړو (عیسی-علیه السلام-) د لاندې طرف د هغې نه: خپګان مه کوه یقینا پیداکړې ستا رب ستا نه لاندې یوه چینه.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَهُزِّیْۤ اِلَیْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسٰقِطْ عَلَیْكِ رُطَبًا جَنِیًّا ۟ؗ
او وخوځوه (وڅنډه) خپل ځان ته تنه د کجورې راوغورځوي به په تا باندې تازه تازه کجورې راشوکول شوې.
アラビア語 クルアーン注釈:
 
対訳 章: マルヤム章
章名の目次 ページ番号
 
クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - ルゥワード翻訳事業センター - 対訳の目次

ルゥワード翻訳事業センターとラブワ招待協会およびイスラームコンテンツサービス協会の共訳

閉じる