Check out the new design

クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - ルゥワード翻訳事業センター * - 対訳の目次

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

対訳 章: 集団章   節:
قُلْ اِنِّیْۤ اُمِرْتُ اَنْ اَعْبُدَ اللّٰهَ مُخْلِصًا لَّهُ الدِّیْنَ ۟ۙ
ورته ووايه: بېشكه ماته امر شوى چې د الله لپاره په بندګۍ او طاعت کې اخلاص وکړم
アラビア語 クルアーン注釈:
وَاُمِرْتُ لِاَنْ اَكُوْنَ اَوَّلَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟
او (بل دا) امر راته شوى چې تر ټولو لومړى مسلمان واوسم.
アラビア語 クルアーン注釈:
قُلْ اِنِّیْۤ اَخَافُ اِنْ عَصَیْتُ رَبِّیْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟
ووايه: كه زه د خپل رب نه سرغړونه وكړم نو يقيناً د هماغې لويې ورځې له عذابه وېريږم.
アラビア語 クルアーン注釈:
قُلِ اللّٰهَ اَعْبُدُ مُخْلِصًا لَّهٗ دِیْنِیْ ۟ۙۚ
ووايه چې زه خو به دالله لپاره د دين په خالصولو سره د همغه بندګي وكړم.
アラビア語 クルアーン注釈:
فَاعْبُدُوْا مَا شِئْتُمْ مِّنْ دُوْنِهٖ ؕ— قُلْ اِنَّ الْخٰسِرِیْنَ الَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ وَاَهْلِیْهِمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— اَلَا ذٰلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِیْنُ ۟
نو تاسو له هغه پرته چې څه غواړئ بندګي یې وکړئ! ووايه بېشكه (حقیقي) زيانمن هغه خلك دي چې د قيامت په ورځ يې ځانونه او خپلې كورنۍ په تاوان كې اچولې دي، خبر اوسئ چې همدغه څرګند تاوان دى.
アラビア語 クルアーン注釈:
لَهُمْ مِّنْ فَوْقِهِمْ ظُلَلٌ مِّنَ النَّارِ وَمِنْ تَحْتِهِمْ ظُلَلٌ ؕ— ذٰلِكَ یُخَوِّفُ اللّٰهُ بِهٖ عِبَادَهٗ ؕ— یٰعِبَادِ فَاتَّقُوْنِ ۟
د هغوى لپاره به لاندې باندې د اور (ټوټې) وريځې (لكه چترۍ راتاو) وي، دا هغه عذاب دى چې الله خپل بندګان پرې ډاروي، اې زما بندګانو له ما نه ووېرېږئ.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَالَّذِیْنَ اجْتَنَبُوا الطَّاغُوْتَ اَنْ یَّعْبُدُوْهَا وَاَنَابُوْۤا اِلَی اللّٰهِ لَهُمُ الْبُشْرٰی ۚ— فَبَشِّرْ عِبَادِ ۟ۙ
او هغه کسانو چې د باطل معبود دعبادت څخه یې ځان ساتلى او الله ته ورګرځېدلي، د هغو لپاره زېرى دى، نو زما بندګانو ته زېرى وركړه.
アラビア語 クルアーン注釈:
الَّذِیْنَ یَسْتَمِعُوْنَ الْقَوْلَ فَیَتَّبِعُوْنَ اَحْسَنَهٗ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ هَدٰىهُمُ اللّٰهُ وَاُولٰٓىِٕكَ هُمْ اُولُوا الْاَلْبَابِ ۟
هغه کسان چې خبرې ته (ښه) غوږ ږدي، بيا چې كومه ډېره غوره وي د هماغې متابعت كوي، دوى هغه خلك دي چې الله هدايت ورته كړى او همدوى د سوچه عقل خاوندان دي.
アラビア語 クルアーン注釈:
اَفَمَنْ حَقَّ عَلَیْهِ كَلِمَةُ الْعَذَابِ ؕ— اَفَاَنْتَ تُنْقِذُ مَنْ فِی النَّارِ ۟ۚ
اّيا نو پر چا چې د عذاب خبره ثابته شوې وي، نو ته هغه ژغورلى شې چې په اور كې وي؟
アラビア語 クルアーン注釈:
لٰكِنِ الَّذِیْنَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ لَهُمْ غُرَفٌ مِّنْ فَوْقِهَا غُرَفٌ مَّبْنِیَّةٌ ۙ— تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ؕ۬— وَعْدَ اللّٰهِ ؕ— لَا یُخْلِفُ اللّٰهُ الْمِیْعَادَ ۟
خو كوم كسان چې د خپل رب څخه وېرېدلي وي د هغو لپاره داسې ماڼۍ دي چې د پاسه يې (نورې) ماڼۍ جوړې شوې (او) د هغو لاندې ويالې بهيږي، الله وعده كړې ده، الله وعده نه ماتوي.
アラビア語 クルアーン注釈:
اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَسَلَكَهٗ یَنَابِیْعَ فِی الْاَرْضِ ثُمَّ یُخْرِجُ بِهٖ زَرْعًا مُّخْتَلِفًا اَلْوَانُهٗ ثُمَّ یَهِیْجُ فَتَرٰىهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ یَجْعَلُهٗ حُطَامًا ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَذِكْرٰی لِاُولِی الْاَلْبَابِ ۟۠
اّيا تا نه دي ليدلي چې الله اوبه له اسمانه را اورولې، بيا يې د ځمكې په چينو كې ننوېستې بيا په هغو سره رنګارنګ كښتونه راباسي، بيا هغه وچيږي نو تك زېړ يې وينې بيا يې مات رامات وګرځوي، يقيناً په دې كې لوى پند دى د عقل خاوندانو ته.
アラビア語 クルアーン注釈:
 
対訳 章: 集団章
章名の目次 ページ番号
 
クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - ルゥワード翻訳事業センター - 対訳の目次

ルゥワード翻訳事業センターとラブワ招待協会およびイスラームコンテンツサービス協会の共訳

閉じる