Check out the new design

クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - ルゥワード翻訳事業センター * - 対訳の目次

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

対訳 章: 婦人章   節:
لِلرِّجَالِ نَصِیْبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدٰنِ وَالْاَقْرَبُوْنَ ۪— وَلِلنِّسَآءِ نَصِیْبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدٰنِ وَالْاَقْرَبُوْنَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ اَوْ كَثُرَ ؕ— نَصِیْبًا مَّفْرُوْضًا ۟
نارينه و ته هغه متروكه (میراث) كې برخه ده چې مور، پلار او خپلوانو پريښې وي، او ښځو ته هم هغه متروكه كې برخه ده چې مور، پلار او خپلوانو پريښې وي، لږه وي او كه ډېره، دا برخه (د الله له لوري) ټاكل شوې ده.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَاِذَا حَضَرَ الْقِسْمَةَ اُولُوا الْقُرْبٰی وَالْیَتٰمٰی وَالْمَسٰكِیْنُ فَارْزُقُوْهُمْ مِّنْهُ وَقُوْلُوْا لَهُمْ قَوْلًا مَّعْرُوْفًا ۟
او كله چې د ويش پر مهال خپلوان او يتيمان او بيوزلي راشي نو پدې مال كې هغو ته هم څه وركړئ او هغوی ته ښه وینا وكړئ.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَلْیَخْشَ الَّذِیْنَ لَوْ تَرَكُوْا مِنْ خَلْفِهِمْ ذُرِّیَّةً ضِعٰفًا خَافُوْا عَلَیْهِمْ ۪— فَلْیَتَّقُوا اللّٰهَ وَلْیَقُوْلُوْا قَوْلًا سَدِیْدًا ۟
او هغه كسان دې ووېريږي چې كه دوى هم تر شا بې وسې اولاد پريښی واى نو (څومره به) وېرېدل پرې، نو دوى دې هم له الله وډار شي او سمه سهي خبره دې كوي.
アラビア語 クルアーン注釈:
اِنَّ الَّذِیْنَ یَاْكُلُوْنَ اَمْوَالَ الْیَتٰمٰی ظُلْمًا اِنَّمَا یَاْكُلُوْنَ فِیْ بُطُوْنِهِمْ نَارًا ؕ— وَسَیَصْلَوْنَ سَعِیْرًا ۟۠
كوم خلك چې په ظلم سره د يتيمانو مالونه خوري په حقيقت كې هغوى خپلې خېټې له اوره ډكوي او هغوى به ارومرو د دوزخ تاوجن (ګرم) اور ته ورننوځي.
アラビア語 クルアーン注釈:
یُوْصِیْكُمُ اللّٰهُ فِیْۤ اَوْلَادِكُمْ ۗ— لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْاُنْثَیَیْنِ ۚ— فَاِنْ كُنَّ نِسَآءً فَوْقَ اثْنَتَیْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَ ۚ— وَاِنْ كَانَتْ وَاحِدَةً فَلَهَا النِّصْفُ ؕ— وَلِاَبَوَیْهِ لِكُلِّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا السُّدُسُ مِمَّا تَرَكَ اِنْ كَانَ لَهٗ وَلَدٌ ۚ— فَاِنْ لَّمْ یَكُنْ لَّهٗ وَلَدٌ وَّوَرِثَهٗۤ اَبَوٰهُ فَلِاُمِّهِ الثُّلُثُ ۚ— فَاِنْ كَانَ لَهٗۤ اِخْوَةٌ فَلِاُمِّهِ السُّدُسُ مِنْ بَعْدِ وَصِیَّةٍ یُّوْصِیْ بِهَاۤ اَوْ دَیْنٍ ؕ— اٰبَآؤُكُمْ وَاَبْنَآؤُكُمْ لَا تَدْرُوْنَ اَیُّهُمْ اَقْرَبُ لَكُمْ نَفْعًا ؕ— فَرِیْضَةً مِّنَ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟
ستاسي د اولادونو په اړه الله تاسي ته کلکه سپارښتنه كوي چې د (یو) نارينه برخه د دوو ښځو برابر ده، كه (د مړي وارثان) له دوو څخه زياتې لوڼې وي نو هغو ته دې د تركې له درېيو نه دوه برخې وركړاى شي او كه یوازې يوه لور وارثه وي نو نيمايي تركه د هغې ده. كه د مړي اولادونه وي نو د هغه مور او پلار هر يوه ته دې د تركې شپږمه برخه وركړل شي او كه يې اولاد نه وي او وارثان همدا مور او پلار وي نو مور ته دې درېيمه برخه وركړل شي. او كه د مړي ورونه او خويندې هم وي نو مور به د شپږمې برخې حقداره وي (دا ټولې برخې به) هغه وخت بېلېږي چې كه مړي وصيت كړى وي هغه پوره كړاى شي او كه پور ورباندې وي چې هغه ادا كړاى شي، تاسي نه پوهېږئ چې ستاسي د مور پلار او ستاسي له اولاد څخه كوم يو د ګټې له پلوه درته ډېر نږدې دى دا برخې الله ټاكلي دي، او په يقيني توګه الله عالم او د حكمت څښتن دى.
アラビア語 クルアーン注釈:
 
対訳 章: 婦人章
章名の目次 ページ番号
 
クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - ルゥワード翻訳事業センター - 対訳の目次

ルゥワード翻訳事業センターとラブワ招待協会およびイスラームコンテンツサービス協会の共訳

閉じる