Check out the new design

クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - ルゥワード翻訳事業センター * - 対訳の目次

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

対訳 章: 金の装飾章   節:
وَكَذٰلِكَ مَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ فِیْ قَرْیَةٍ مِّنْ نَّذِیْرٍ اِلَّا قَالَ مُتْرَفُوْهَاۤ ۙ— اِنَّا وَجَدْنَاۤ اٰبَآءَنَا عَلٰۤی اُمَّةٍ وَّاِنَّا عَلٰۤی اٰثٰرِهِمْ مُّقْتَدُوْنَ ۟
او په همدې توګه موږ چې له تا مخکې پر كوم كلي كې څوك وېروونكى لېږلى نو سوكاله خلكو به يې هرومرو ويل چې موږ خپل پلرونه په يوه لاره موندلي او په رېښتیا موږ د هغوى پر پلونو روان يو.
アラビア語 クルアーン注釈:
قٰلَ اَوَلَوْ جِئْتُكُمْ بِاَهْدٰی مِمَّا وَجَدْتُّمْ عَلَیْهِ اٰبَآءَكُمْ ؕ— قَالُوْۤا اِنَّا بِمَاۤ اُرْسِلْتُمْ بِهٖ كٰفِرُوْنَ ۟
نبي (عليه السلام) وويل: آيا كه څه هم ما تر هغه غوره لارښوونكى شى درته راوړى وي كوم چې تاسو خپل پلرونه پرې موندلي؟ هغوى وويل: موږ له هغه څه منكر يو كوم چې تاسو پرې لېږل شوي ياست.
アラビア語 クルアーン注釈:
فَانْتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِیْنَ ۟۠
بيا مو غچ ترې واخيست نو ګوره چې د درواغ ګڼونكو پايله څنګه وه؟
アラビア語 クルアーン注釈:
وَاِذْ قَالَ اِبْرٰهِیْمُ لِاَبِیْهِ وَقَوْمِهٖۤ اِنَّنِیْ بَرَآءٌ مِّمَّا تَعْبُدُوْنَ ۟ۙ
او كله چې ابراهيم خپل پلار او قوم ته وويل: بېشكه زه له هغه څه بېزار يم كوم چې تاسو يې عبادت کوئ.
アラビア語 クルアーン注釈:
اِلَّا الَّذِیْ فَطَرَنِیْ فَاِنَّهٗ سَیَهْدِیْنِ ۟
پرته له هغه (الله) چې زه يې پيدا كړى يم نو همغه به لار راوښايي.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَجَعَلَهَا كَلِمَةً بَاقِیَةً فِیْ عَقِبِهٖ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟
او هغه يې په خپل راتلونكي نسل كې يوه پاتې کېدونكې خبره وګرځوله څو چې هغوى (توحيد ته) بېرته راوګرځي.
アラビア語 クルアーン注釈:
بَلْ مَتَّعْتُ هٰۤؤُلَآءِ وَاٰبَآءَهُمْ حَتّٰی جَآءَهُمُ الْحَقُّ وَرَسُوْلٌ مُّبِیْنٌ ۟
بلكې ما هغوى او پلرونو ته يې د ژوند سامان وركړ تر دې چې كله حق (دين) او ښكاره بيانوونكى رسول ورته راغلو.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَلَمَّا جَآءَهُمُ الْحَقُّ قَالُوْا هٰذَا سِحْرٌ وَّاِنَّا بِهٖ كٰفِرُوْنَ ۟
او كله چې حق ورته راغى وېلې دا خو كوډې دي او موږ ترې منكر يو.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَقَالُوْا لَوْلَا نُزِّلَ هٰذَا الْقُرْاٰنُ عَلٰی رَجُلٍ مِّنَ الْقَرْیَتَیْنِ عَظِیْمٍ ۟
او ويل يې: دا قرآن ولې د دغو دوو كليو پر يو لوى سړي نازل نه شو؟
アラビア語 クルアーン注釈:
اَهُمْ یَقْسِمُوْنَ رَحْمَتَ رَبِّكَ ؕ— نَحْنُ قَسَمْنَا بَیْنَهُمْ مَّعِیْشَتَهُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجٰتٍ لِّیَتَّخِذَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا سُخْرِیًّا ؕ— وَرَحْمَتُ رَبِّكَ خَیْرٌ مِّمَّا یَجْمَعُوْنَ ۟
آيا ستا د رب رحمت هغوى وېشي؟ د دنيا په ژوند كې خو موږ د هغوى ترمنځ روزي (او د ژوند سامان) ور وېشلى او د ځينو مرتبه مو پر ځينو اوچته كړې تر څو يو بل لاس لاندې (كاركوونكي) وګرځوي، او ستا د رب رحمت تر هغه څه غوره دى چې هغوى يې راټولوي.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَلَوْلَاۤ اَنْ یَّكُوْنَ النَّاسُ اُمَّةً وَّاحِدَةً لَّجَعَلْنَا لِمَنْ یَّكْفُرُ بِالرَّحْمٰنِ لِبُیُوْتِهِمْ سُقُفًا مِّنْ فِضَّةٍ وَّمَعَارِجَ عَلَیْهَا یَظْهَرُوْنَ ۟ۙ
او كه دا نه واى چې بيا به (ټول) خلك په يوه لار شي [په کقر کې] نو موږ به هرومرو د هغه چا د كورونو چتونه د سپينو زرو ګرځولي وو چې په رحمن (الله) كافر كيږي، او زينې هم چې هغوى پرې خېژي.
アラビア語 クルアーン注釈:
 
対訳 章: 金の装飾章
章名の目次 ページ番号
 
クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - ルゥワード翻訳事業センター - 対訳の目次

ルゥワード翻訳事業センターとラブワ招待協会およびイスラームコンテンツサービス協会の共訳

閉じる