Check out the new design

クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - ルゥワード翻訳事業センター * - 対訳の目次

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

対訳 章: 食卓章   節:
یُرِیْدُوْنَ اَنْ یَّخْرُجُوْا مِنَ النَّارِ وَمَا هُمْ بِخٰرِجِیْنَ مِنْهَا ؗ— وَلَهُمْ عَذَابٌ مُّقِیْمٌ ۟
(بيا به) هغوى غواړي چې له اوره (په تېښته) ووځي خو ترى وتلاى به نه شي او دوى ته به دايمى عذاب وي.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُوْۤا اَیْدِیَهُمَا جَزَآءً بِمَا كَسَبَا نَكَالًا مِّنَ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟
دغله او غلې دواړو لاسونه غوڅ كړئ، دا يې د هغه کړنې بدله ده چې كړې يې وه، د الله له لوري يوه (عبرتناكه) سزا، او الله د حكمت والا برلاسى دى.
アラビア語 クルアーン注釈:
فَمَنْ تَابَ مِنْ بَعْدِ ظُلْمِهٖ وَاَصْلَحَ فَاِنَّ اللّٰهَ یَتُوْبُ عَلَیْهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
نو څوك چې له ظلم كولو نه وروسته توبه وباسي او ځان اصلاح كړي نو الله به د هغه توبه قبوله كړي الله ډېر بخښونكى او رحم كوونكى دى.
アラビア語 クルアーン注釈:
اَلَمْ تَعْلَمْ اَنَّ اللّٰهَ لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— یُعَذِّبُ مَنْ یَّشَآءُ وَیَغْفِرُ لِمَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
ایا ته نه پوهیږي چې بې شکه الله تعالی لپاره خاص پاچایي د اسمانونو او ځمکې ده، عذاب ورکوي چا ته چې وغواړي او بخښنه کوي چا ته چې وغواړي، او بې شکه الله تعالی په هر څه باندې قدرت لرونکی دی.
アラビア語 クルアーン注釈:
یٰۤاَیُّهَا الرَّسُوْلُ لَا یَحْزُنْكَ الَّذِیْنَ یُسَارِعُوْنَ فِی الْكُفْرِ مِنَ الَّذِیْنَ قَالُوْۤا اٰمَنَّا بِاَفْوَاهِهِمْ وَلَمْ تُؤْمِنْ قُلُوْبُهُمْ ۛۚ— وَمِنَ الَّذِیْنَ هَادُوْا ۛۚ— سَمّٰعُوْنَ لِلْكَذِبِ سَمّٰعُوْنَ لِقَوْمٍ اٰخَرِیْنَ ۙ— لَمْ یَاْتُوْكَ ؕ— یُحَرِّفُوْنَ الْكَلِمَ مِنْ بَعْدِ مَوَاضِعِهٖ ۚ— یَقُوْلُوْنَ اِنْ اُوْتِیْتُمْ هٰذَا فَخُذُوْهُ وَاِنْ لَّمْ تُؤْتَوْهُ فَاحْذَرُوْا ؕ— وَمَنْ یُّرِدِ اللّٰهُ فِتْنَتَهٗ فَلَنْ تَمْلِكَ لَهٗ مِنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ لَمْ یُرِدِ اللّٰهُ اَنْ یُّطَهِّرَ قُلُوْبَهُمْ ؕ— لَهُمْ فِی الدُّنْیَا خِزْیٌ ۙ— وَّلَهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟
اې رسوله! هغه كسان دې ونه ځوروي چې په كفر كې منډې ترړې وهي كه دوى له هغو خلكو وي چې په خوله وايي ايمان مو راوړى خو زړونو يې باور نه دى كړې او (يا) له هغو چې يهوديان شوي ډېرغوږ نيوونكي دروغ تړلو لپاره، د هغو كسانو لپاره (تا ته) غوږ نيوونكي دې چې تا ته هيڅكله نه دي راغلي، د (تورات) ټكي بدلوي له هغه وروسته چې ځايونه يې ټاكل شوي (خلكو ته) وايي كه دا حكم دركړ شو ويې منئ او كه نه مه يې منئ، او الله چې په فتنه كې د چا غورځول وغواړي نو الله نه يې ژغورلو لپاره ته هېڅ واك نه لرې، دوى هغه خلك دي چې الله دا نه دي غوښتي چې زړونه يې صفا كړي په دنيا كې د هغو لپاره رسوايي ده او په آخرت كى ورته لوى عذاب دی.
アラビア語 クルアーン注釈:
 
対訳 章: 食卓章
章名の目次 ページ番号
 
クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - ルゥワード翻訳事業センター - 対訳の目次

ルゥワード翻訳事業センターとラブワ招待協会およびイスラームコンテンツサービス協会の共訳

閉じる